د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سویلي افریقا په سیالۍ کې کېدای شي افغانستان ځیني لوبډلې خفه کړي. آی سي سي

خبري - څانګه 18.03.2009 17:19

د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پرمختګ ستایلی دی او د دې تمه یې ښودلې ده چې د سویلي افریقا په سیالۍ افغان لوبډله  ځیني لوبډلې خفه کړي.

ICC  دا خبره د ملي لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي ریس احمدزي د یوې مرکې د خپرولو په ترڅ کې کړې ده. مرکه پرون د ICC په ویبپاڼه خپره شوې ده.

په مرکه کې ریس احمدزي ویلي دي چې د سویلي افریقا سیالیو ته لوبډله تیاره ده او که څوک غواړي چې مات یې کړي نو باید ډېر کوښښ وکړي. نوموړي دا هم ویلي دي چې باور لري افغان لوبډله به نړیوال جام ته لار ومومي.

ریس احمدزي ویلي دي چې غواړي ۱۰۰٪ لوبه او ښه کرکټ وکړي، نتیجې به  پخپله راځي.

ریس احمدزي زیاته کړې ده چې افغان لوبډله ډاډه ده او کولای شي د ایرلینډ، سکاټلینډ، او آن پاکستان سره هم بې له دې چې تشویش ولري لوبه کولای شي.

مرکه په انګلیسي ژبه ده او دلته یې اورېدلای شﺉ.

د سویلي افریقاسیالي

په سویلي افریقا کې د کوالیفایر لوبې نړیوال جام ته د بریاليتوب اخري پړاو دی.  دا سیالي د روان کال د اپرېل د میاشتې په لومړۍ نېټه پیل کېږي او تر ۱۹م پورې به دوام کوي. په دې سیالیو کې دولس هیوادونه برخه اخلي چې ځیني د لومړي او دویم پړاو لوبډلې دي او ځینې لکه افغانستان او یوګانډا ورته له درېم پړاو څخه ځان رسولی دی.

د سیالۍ دولس لوبډلې په A او B ګروپونو ویشل شوي دي. افغانستان د B په ګروپ کې لوبه کوي. ګروپونه په لاندې ډول دي.

  A  ګروپ: ایرلنډ، سکاټلینډ، عمان، کانډا، نامیبیا، یوګانډا

 

 

B  ګروپ: افغانستان، برمودا، ډنمارک، عربي متحده امارات،  کینیا، هالینډ

د افغانستان لومړۍ لوبه به د ډنمارک سره وي.