د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر عبدالله تر دوبۍ وروسته فعال شو

حبيب الله غمخور 17.03.2009 15:59

عبدالرحمن بابا وايي :

که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې

پدې پوهېږم چي ددې ليکنې يوشمير لوستونکی به داټاپه راباندي ولگوی چي کرزی ئې وطنداردی ، دادی اوس ترېنه دفاع کوي .

خوزه داليکنه ځکه په پوره ډاډليکم چي زما نظر دافغانستان ټولو خواوو ( مخاليفو اوموافقو، همدا ډول دسيمي اونړی  ټولو سياست والوته معلوم دی.)  ماتل زيار ايستلی چي دخپل هيوادله ملي گټونه دفاع وکړم ، دمقام ، لکس کور اوموټر دهوسونوقربانی شوی نه يم . داسي امکانات چي دخپل ولس له وينوځبېښلونه دځان دچاغېدولپاره استفاده وکړم زماپه ژوندکي  ډير برابر سوی دي ،خوله نېکه مرغه ماتل دشخصي گټو اوښه ژوندپه مقابل کښي دا ترمختليفوځمکنيواوهوايي بريدونو لاندي هيوادته پام اړولی .  په وياړ ويلاي سم چي تر اوسه يعنې تردغه دمه چي دا ليکنه ليکم وطن او افغان ولس تر هرڅه راته گران دي . زه ډاډه يم چي د عمر په ورستيو شيبوکښي نفسی غوښتنې زمانه هيواد او هيوادوال نسي هيرولاي . ځکه خوبايدزه په ډاډستاسو سره يوځاي دې خبري ته راسو چي پدې ورستيو کښي هغه چي پرون زموږ ولس له هغوي نه سرټکاوه اوددوي شتون په دولت کي ورته دمنلو وړ نه وو، خو ښاغلي کرزی دوې پښې په يوه موزه کي اچولې وې اودوي ئي په دولتي مقامونوباندي ساتل، نن هغوي له دولت اوکرزی له مشرتابه نه شکايت اوسرټکوي ، وايي دولت داونه کړه ،هائي ونکړه!  اخير پدي دولت کي څوک وه ؟ يوازي کرزي هم ولسمشر اوهم دټولو وزراتونو وزير وو؟ داسي خونه وه ! افغان ولس دکرزی نه پدې خوابدۍ سو چي يو شمير داسي کسانوته ئي دبې بنياداوملي گټوخلاف مصلحت پر اساس په دولت کي ددوي تر علمي اومسلکي صلاحيت پورته مقامونوباندي وگمارل چي پايله ئې همدا ويرانی سولې . پدې کسانوکښي داوبو اوبرېښنا وزير او ډاکتر عبدالله ،لومړي مرستيال اونور ښاغلي او اغلي هم شامل وه. دمالې دوزيرښاغلي احدی چي ددي دولت له جوړېدونه پدې ناتارکي شامل وو ،کله چي ئي دولسمشری دټاکنو لپاره ددولتي مقام نه استعفاورکړه ، هغه هم دډاکتر عبدالله ، ضيامسعود اوتورن اسماعيل گوندي خبري کوي . سره لدې چي دۀگه دوزارت په هکله هم داگنگوسې تل تر غوږو کېدې چې ددولت له امکاناتونه دخپلو سياسي موخو لپاره استفاده کوي داچي دمالې په وزارت کي کومې ستونزي وې دهغوي څېړل اوس له وخت نه مخکې خبره ده .

خو جالبه داده چي اوس دغه جگپوړي چارواکي چي څوئي ولسمشری دټاکنې اوبل یې ديوه بل چاسره د سرښورونې اومعاملې په حالت کي ژوند سبا کوي اوتورن اسماعيل خان چي تراوسه لا ددې دولت يعنې دکرزي تر مشرتابه لاندي دولت وزيرپاته دی هم سرټکوي وايي (( دولت ضعيف واو يا ضعيف دی.))

تورن اسماعيل خان خو اورېدلي چي بارک اوبامادکرزی سره په يوشمير مسايلو کي موافق نه دی ددي لپاره چي په راتلونکې کابينه کي داوزارت دلاسه ورنکړي په ډانگ پېيلې وايي چي :  چې په اوسني حکومت کې مجاهدينو ته نه پاملرنه ددې لامل شوه چې طالبان او د حکومت وسلوال مخالفين يو ځل بيا سر راپورته کړي .

اوکه له تورن صاحب نه داپوښتنه وسي چي تاسوخپله دهمدې طالبانو له زندان څخه ايرانيانو ونه تښتولاست ؟ کله چي تاسو طالبانو ونيولاست هلته ستاسوپه اصطلاح دمجاهدينومخالف دولت وو ؟؟؟  هلته خوکرزی هم ولسمشرنه وو؟  ښاغلي رباني دقلاب په دره اودخواجه غارپه سمڅوکي دسي آي ايې اونورواستخباراتي شبکوپه مټ ځال دافغانستان جمهوررئيس باله اوپه يوشمير هيوادوکښي یې سفارتونه هم فعال وه . هغه وخت چي ستاسو پاچاهې وه ،نو څنگه ئې ونيولې ؟؟ چي اوس واياست دولت مجاهدينوته پاملرنه نده کړې ، ځکه طالبان او د دولت مخالفين قوي سول . حقيقت خو دادی تاسو غوندي کسانوشتون چي دامريکا دبې ۵۲ په مټ ئي راوستلاست ددي لامل سو چي ولس غروته وخېژي اوبياورباندی هغه سياسي ټاپه ولگېږي چي اوس تاسوهم له هغې نه استفاده کوی .که امريکا اونوروهيوادو په هغه لومړۍ ورځ افغان ولس ستاسو له شره خلاص کړی واي اوس به دا مشکلات اوستونزي اصلأ نه واي .

راسی سرگرېوان ته کښته کړو. داهره ورځ چي دافغانستان اساسي قانون تر پښولاندي کيږي، او خوارکۍ کرزی وايي دجهادي رهبرابو سره مي مشوره وکړه، دادټاکنو تاريخونه چي د مجاهدينو دمشرانو دغوښتنې له موخې داساسي قانون خلاف کله مخته اوکله شاته غورځۍ داهم په دولت کي ستاسوپه اصطلاح مجادينوته دنه پاملرنې عالامه بلل کېداسي ؟ داسي خبره زموږ په وطن کي نه ده فيصله شوې چي دمجاهدينو دمشرانو دموافقې خبره دي په هغه کي نه وي مطرح سوې . اوبله لا داچي دادولت اوس عملأ دهمدغوايراني اوپاکستاني تنظيمو پلاس کښي دي اوملت ئې يرغمل نيولۍ .  موږ نه پوهېږوچي تاسو اوانډيوالان مو نور څه غواړي ؟ امريکااوپاکستان يوځل دولت کاملأ ستاسوپلاس درکړ.خووطن مو په وينو ولاړه دکابل ښار کنډوالې ئي تراوسه شاهدي ورکوي .

داټولوته تر لمر روښانه ده چي متاسفانه دامريکا اوبهرنۍ ټولنې دبې غورۍ اونامعقول سياست په پايله کښي تر اوسه په دولتي ادارو کښي داسي څوک چي دپاکو لاسو خاوندوي،کارنسي کولاي ، په شکل داشکالوئي تاسوبدنامه وۍ ، زه دهغوي نومونه دهغودژوندي ساتلو په خاطر نه يادوم ،کنه شمير ئې دترسلو اوړي اومتاسفانه ښاغلي کرزی هم ستاسوغوندي بې وفاملگروپه سپارښتنه هغوي چي په رښتيا هيوادوالوته دصادقانه کار لپاره دهغه سره اوږه  پر اوږه دريدل له کارنه گوښه کړي اوهغوي ئي ندي حمايه کړي . يوله اساسی لامولوڅخه چي همدا اوس ښاغلي کرزی تنهااوبېله اولس دحمايي نه پاته دي همدا پرتاسوله ملت نه لري خلکوباندي تکيه وه .

داټوله نړۍ پدې پوهېږي چي ددولت زيات شمير جگپوړي چارواکي ستاسو په اصطلاح مجاهدين دي . داچي امريکايانو مو ايرانۍ اوپاکستاني جامو اغوستلوته نه پرېږدي دازموږ دولس گناه نده . هغه متل دی وايي (( کونډي هم ژاړي رنډي هم ، هغه چي نن ئې راواده کړي هغوي په ناورين ژاړي)) تاسوچي داڅولسيزي دملت په وينوکښي لمبېږۍ اودبهرنيو پيسودعايدو  شميردرنه  ورک دۍ دخلکو دغولولو او يوځل بيا امريکايانو ته دنږدې  په يوه بل اپوزيسيون کي دځايولو په خاطر شکايت کوي اوداغمځپلي هيوادوال چي ستاسوناخبرو دلاسه دااته کاله چغې وهې څوک ئي اوازنه اوري . که تاسوته  دمجاهد خطاب نه کېږي نودبي بي سي په دغه خبرکي ولي تاسو داسي معرفي سوي ياست ؟
هغوليکې : د هرات پخوانى جهادي قومندان اود اوبواوبريښنا اوسنى افغان وزير اسماعيل خان دخلکو دپاڅون دانګېزې په اړه وايي. . . . .
داچي داپېښه دچاپه اراده اوهڅونه وشوه زه پرې بحث ځکه نکوم چي دهغه وخت دحاکم گوندمشران ټول ژوندی دي هغوي دې دامسله وسپړي . اوبل ستاسودوينايوکليمه هم نه رښتيااونه دقبول وړده . خو اوس زه ستاسواو په دولت کي ستاسو دشمالي ټلوالي دنورکسانودټولو بې مسوليته خبرو دسپړلولپاره وخت نلرم اوله بلې خواپدي باوريم چي زموږ هوښيار اوبيدار خلک اوس په هرڅه پوهېږي اوداکسان چي په دولت کښي دي اواوس غواړي  يوځل بيادولتي واک ترلاسه کړي زموږ ولس پوره پېژنې ، ځکه نه غواړم خپل وخت په هغه څه ضايع کړم چي خلک پرې پوهېږي. دومره ويلاي سم چي په همدغه کابل کښي ستاسوپر خبرو خلک خاندي .

ځکه ښاغلي تورن اسماعيل اوددوي دشمالي ټلوالي گوندي رهبران افغان ولس ته دملي چوپړ يوه وړوکې بېلگې هم نلري ،حتا خلک وايي دوي دې خوار ولس ته دخپلو سرمايواوشتمنيو ذکات په داسي حال کي سرمايه ئي له شمېره وځي تراوسه چاته نه دی ورکړی . اودښاغلي تورن صاحب نه پوښتنه کوي چي دوي پخپله دخپل دولتي مقام دزمامداری په وخت کښي څومره د غريبو خلکوسره مرسته کړې اوددوي کورونوته ئې برېښناورکړې .

خلک وايي که ستاسو دوزارت دکار په چوکاټ کښي ستاسوکړنې ارزيابي کړونو دابه څرگنده سي چي تاسو افغانستان دغربی اوشمالي گاونډيانو داقتصادي گټو قربان کړي داچي څنگه خپله وزير صاحب پري پوهېږي تبصير ئي ليکنه اوږدوي .

دشرم خبره خوداده چي  ډاکتر عبدالله دامن دجرگي په اړوند دډوبۍ نه تر راستنېدو وروسته خبري کوي . زه نه پوهېږم چي پدې درو ورځوکي چي داښاغلي دبيات اوخليلزادسره  دسياست په خوب او خيال کي ډوب وو،کومه داسي پېښه وشول چي کرزی بايد ژر تر ژره له هغه نه په استفادې سره په سيمه کي دسولي دتامين لپاره استفاده وکړي . ښاغلي عبدالله دسياسي رهبرانو اکټ کوي او د ډوبۍ نه چي يوه تاجر اوعربې شيخانو مېلمه وه ، داچي دڅه لپاره او ولې عبدالله اودده پشان خلک دنجات فرشته بولي دابله خبره ،خو هغه په هوايي  ډگر کي تر خپل صلاحيت وړاندي خبري کوي وايي : که چیرې ددې جرګې داغیزمنتیا لپاره زیات کار ونشي نو ددوی تیراقدمات به هم بې اثره شي.‌ بې بې سي

ډاکټرعبدالله د ازادۍ  راډیو ته وویل چې افغانستان او پاکستان پخپل منځ کې زیاتې همکارۍ ته اړتیا لري او باید په دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي. ښاغلي عبدالله چې په غیرمستقیم ډول یې دولسمشرکرزي حکومت ته دانتقاد ګوته نیوله ، وویل چې لا هم دافغانستان دشخړې دپای ته رسېدو لپاره فرصتونه له لاسه نه دي وتلي اوکه دانتخاباتو په نتیحه کې ښه حکومت واک ته ورسېددی هیله من دی چې مسایل به حل شي . دتاند ويب پاڼه

ډاکتر صاحب سوله اوپه سيمه کي امن دچارواکودخوښی اونامه لپاره بايد تامين سو؟ اودا دټول ملت اوعام ولس لپاره گټوردی؟ کله چي ديوه سالم عقل خاونددښاغلي عبدالله داخبري اوری پدې ډاډمن کيږي چي تراوسه لا دهغولپاره چي په بهرنيو هټيوکښي ئې لکسې دريشی  رانيولي اورنگارنگ نېکټايانې تړې هغه دچاخبره دپلوخوری لباس اغوندي ،کله دسي آي يې دفترپه دروازوکي ولاړوي اوکله بيادشيخانودرويزه خوري ، هغه وخت چي زموږ دي سوځېدلي افغانستان ته راستانه سي نوداسي فکر کوي که دي ، همدا دوي دي . بايد درهبر غوندي خبري وکړي ،خوپه اصل کښي داسي څرگندونې کوي چي خپل لاسونه په خپله تر شاتړي . زه دانه وايم چي ولي خليل زاد اوبيات  داڅوناپېژندل سوی په ډوبې کي سره راټول کړه ؟ او ياداچي سوال وسي ، اياپه ټول افغانستان کي ددوي لپاره ځاي نه وو؟  اوکه داهم يو سياسي رشوت اوبېځايه تبليغاتي کمپاين وو . زموږ خلک دلوږي مري خوهغه چي وايي موږ دغو خلکوته خدمت کوو غونډې دډوبۍ په لکسو هوټلوکښي دايره وي . ښۀ ، داددوي کاردی نه بيات اونه خيليل زاد غريب دی پيسې بايد په يوه شکل مصرف سي ، دوي ئي دغه ډول مصرفوي .

رابه شودېته چي دډاکتر عبدالله داخبري چي دډوبې له لکسو هوټلو اولکسو ډوډوۍ گانونه ئي وروسته کوي دافغان ولس لپاره دقبول وړ دي اوکنه .  پدې پوره باورلرم چي دهغه پر خبرو څوک غوږ نه نيسي ، داځکه چي دافغانستان دغوڅ اکثريت دارادي خلاف دښاغلي کرزی په هدايت هغه چاته دامن دجرگې مسوليت وروسپارل سوچي هغه نه يوازي داچي په جرگه نه پوهېږي بلکه پدي هيوادکي دجرگو اومرکوددود اودستورله منځه وړلو لپاره دخپل تنظيم ،سياسي کړيو اوپلورل سوکسانودليکنو پوسيله دافغان ولس ددې منل سوی اوتاريخي دودپر خلاف مبارزه کوي . رښتياخواداده چي دامن جرگې کارونه ځکه مخته نه ځي چي مشرئي په جرگه نه پوهېږي . پښتانه وايي (چي شرئي غمبروي اختر به ئي مازديگروي ) که بل هر څوک دکرزي پر ځاي واي نودهوايي ډگر تر څرگندونو وروسته به يې ورته ويلي واي :  ښاغلي په هيوادکي دسولي او امن دراوستو په لارکي ستالاسونه چانيولي دي .که مانيولي چي اوس گوته نسې هغه وخت به دي هم گوته نيولې واي .

درنو لوستونکو داټوله کيسه پدې خاطر رانه اوږده سوه چي اوس په مردارسوی فيل کښي هر څوک چاړه سره کوي .

راسی وطن او وطنوالو گټوته پام وکړو . تاسو وگوری زموږگاونډيانو ،دسيمې دولتونو اوسياسي گوندونوته دخپل مينځي هر ډول اختلاف سره څومره ملي گټې گراني دي اودهغوي ساتنه کوي . خوزموږ يوشميرهغه کسان چي ځانونه سياسيون بولي اوپه ځانگړې توگه هغه چي غواړي ددې ملت مشر سي په څومره بې پروايي اوبې مسئولتۍ سره خبري کوي .

په يوه خبره بايد پوه اوسو چي پدغه دولت کي چي ښاغلی کرزې ئي مشر دی له لومړی ورځ نه بياتراوسه ټول شامل جگپوړي کسان بې مسئوليته نشي پاته کېدلاي ، مسولت دټولوترمنځ مشترک اوصلاحيت فردي دۍ .

راسی هغه دچاخبره دخپل بام واروره دبل پر بام ونه غورځوو،هر څوک خپل مسوليت ومنو . دغه چي اوس له دولت نه ددې لپاره چي دخلکورايي تر لاسه کړي سرټکوی په حقيقت کښي ولس ددوي نه بېزاردی اوله دوي نه هم سرټکوي ،ځکه پرون دوي دهمدې دولت جز وه .

راسی چي ددې نړيوالوگټودسوداگری په بازارکښي خپلې ملي او وطنې گټي پر نوروونه پلورو، په گډه دملي تفاهم په رڼاکښي د هيواد دراتونکی لپاره داسي يومشرپيداکړوچي په رښتياسره تريوي کچې دسياسي معامله گريواو ځان غوښتنې نه خلاص وي .که داځل دخپل برخه ليک په ټاکلو کښي تيروتنه وکړونه يوازي داچي هيڅوک به موږ ونه بخښی بلکي داهيوادبه يوې بلې ملي غميزي ته ورټيل وهل سي .

پاي