د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډنمارک کې د (خپلواکۍ ) مرکز غندنليک

یوسف هېواددوست 06.03.2009 22:08
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې په پیښور کې یو شمېر تور زړو او تورمخو تروریستانو دا ځل د خپلې فرهنګ دښمنه ګروهې پر بنسټ د یو ستر ملت او د یو متمدنه قام د یو ستر او نومیالي فرهنګیال ارواښاد عبدالرحمن بابا پر زیارت تروریستي عمل ترسره کړی او هلته یې د بمونو په الوزولو سره دغه زیارت ویجاړ کړی .
په ډنمارک کې د افغانستان د فرهنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکي ) دغه عمل په اصل کې د ټول افغان ملت پر وړاندې یو نه بښوونکی تروریستي او بزدلانه عمل ګڼي . او دا ښیي چې دغه اشرار او فرهنګ دښمنه عناصر دا هڅه لري چې له یوې خوا د پښتون قام تاریخ او تمدن له منځه یوسی او له بلې خوا هڅه کوي په سیمه کې کړکېچ او ترینګلتیا لا پسې زیاته او اوږده کړي .دا د پښتنو قسم خوړلو دښمنانو په لاس یو ستر جنایت دی چې ریښې یې باید د تروریزم او فرهنګ دښمنۍ په ګوټونو کې ولټول شي او عاملین یې باید محاکمې ته راوکاږل شي .
موږ هیله لرو چې د ټولې لرې او برې پښتونخوا غیرتي پښتانه د ښکېلاک او فساد د عناصرو پر وړاندې یو موټی شي او پرې نږدي چې دغه پلان شوي اعمال د پښتنو د تاریخ او تمدن د بربادۍ لامل وګرځي .
پښتانه دې پوه شي چې د سیمې او نړۍ ټولو تور زړو او مفسدو ځواکونو د پښتنو د نوم او نښان د ورکولو تابیا کړې .په اوسنیو حساسو شېبو کې موږ په پوره پیوستون او هوښیارتیا سره ددغه شان دسیسو مخه نیولی شو .
الله دې زموږ مل شي
په درنښت
یوسف هېواددوست