د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حافط طنزي غزلې

پوهنمل محمود نظري 04.03.2009 17:07

دا د حافظ انځور د هغه په خطي دیوان کې انځور شوی دی چې اوس د لندن په موزیم کې ساتل کیږي
خواجه شمس الدین محمد بن محمد حافظ ( ۷۲۷-۷۹۲ هجري قمري) کې يې په شیراز کې ژوند کوی،چې د دري ژبې یو وتلي، لوی او نامتو شاعر دی.د هغه ډیر شعرونه غزلې دي.
حافظ هم لکه نور شاعرانو د د فردي او ټولنیزو ناخوالو د سمون په پار طنزیه ښکلې شعرونه ویلي دي
د هغه د ژوند په مهال سیاسي او ټولنیز فسادونو بوغارې وهلې هغه دا بوغارې په خپلو شعرونو سره دتاریخ په ذهن کې تر اوسه ساتلي دي
په عمومي ډول دهغه طنزونه په درو برخووېشلي شو
د صوفیانو درواغ، د شریعت ریا کاران ( زاهد ، واعظ ا و محتسب )او د معشوق په ناغیړیو ویشلي شو
هغه د خپل مهال د صوفیانو سپينو درواغو ا و ښکاره ختاایستلو ته په ډیره زړه ورتیا ګوته نیسي پرهغو ی ملڼدې وهي او دهغو د کړو څخه د اسرارو پرده پورته کوي چې یو څو بیلګی به يې دلته راوړو
هغه دجنت په هکله وايي:

بهشت عدن اگر خواهی بیا با ما به میخانه
که از پای خمت روزی به حوض کوثر اندازیم
(که جنت غواړې میخانې ته که راسته
دخم له پښو به دی یو ورځ کوثر ته کړو شوه)
***
نصیب ماست بهشت ای خداشناس برو
که مستحق کرامت گناه کارانند
( اې خدا پیژندونکې! ځه، جنت زموږ په نصیب دی
اوریدلي دي نه دي چې ګناهکاره وړ د کرامت دی)
***
ز میوه های بهشتی چه ذوق دریابد
هر آن که سیب زنخدان شاهدی نگزید
( د میوو له جنته به څه خوند واخلي هغه
چې په غاښ کړې يې نه وي دیار دزني مڼه)
***
فردا شراب کوثر و حور از برای ماست
و امروز نیز ساقی مهروی و جام می
( زموږ دی دسبا کوثرشراب او حورې ښکلې
زموږ دی دنن پی مخی ساقی اوجام د میو )
***
پدرم روضه رضوان به دو گندم بفروخت
من چرا ملک جهان را به جوی نفروشم
(ادم (ع) جنت وپلورئ په دوو غنمو
زه ولې دا نړۍ ونه پلورم په وربښو)
(له وربښوڅخه شراب جوړیږي)
هغه د لمانځه په اړه وايي :
در نمازم خم ابروی تو با یاد آمد
حالتی رفت که محراب به فریاد آمد
( په لمانځه کې مې یاد شوه ستا د وریځو کمان
زما د حالت په لیدو محراب شو په فغان)
***
هر آن کسی که در این جمع نیست زنده به عشق
بر او نمرده به فتوای من نماز کنید
(چې په موږ کې څوک ژوندی نه وي په مینه
زما په فتوا يې جنازه وکړئ په ژوندونه)
***
هغه د ریا روژې په هکله وايي:
روزه یک سو شد و عید آمد و دل ها برخاست
می ز خم خانه به جوش آمد میباید خواست
(روژه ولاړه اختر راغی زړونه شوه خوشاله
می له خم خانه په جوش راغله اوس یي راغواړه ).
***

وقت عزیز رفت بیا تا قضا کنیم
عمری که بی حضور صراحی و جام رفت
عمر تیر شو راځه چې قضا یې يې ونیسو
دهغه عمر چې تیرشوی بېله صراحی اوجام )
دریا حج په هکله وايي:
جلوه بر من مفروش ای ملک الحاج که تو
خانه میبینی و من خانه خدا میبینم
(بڼه(جلوه) پر ما مه پلوره ای حاجي
چې ته کور وینې زه کور د خدای)
***
ثواب روزه و حج قبول آن کس برد
که خاک میکده عشق را زیارت کرد
( دروژي او حج ثواب دهغه چا قبول شي
چې د مینې د میکدې خاوره یې زیارت کړه)
هغه د تسبو په هکله وايي:
رشته تسبیح اگر بگسست معذورم بدار
دستم اندر دامن ساقی سیمین ساق بود
( که د تسبو تار وشلیده ومې وبښه
لاس مې د سمین پنډیوساقی په لمن کی وو)
***
ز رهم میفکن ای شیخ به دانه های تسبیح
که چو مرغ زیرک افتد نفتد به هیچ دامی
(واچوه ای شیخه د تسبو د انو ته زنځیر
چی لکه زیرک مارغه ولویږي ونه لویږي هیڅ دام ته )
***

دمسلې ( د لمانځه ټغر) په هکله:
به می سجاده رنگین کن گرت پیر مغان گوید
که سالک بی خبر نبود ز راه و رسم منزل ها
(مسله په شرابو ولړه که پير مغان ووایي
د منزلونود دود او رسمه بې خبر نه دی لاروی)
***
نیست در کرم و وقت طرب میگذرد
چاره آن است که سجاده به می بفروشیم
( نشته سخاوت او دځوانی وخت تیریږي
چاره دا ده چې خرڅه مسله کړم رانیسم می)
***
خود گرفتم کافکنم سجاده چون سوسن به دوش
همچو گل بر خرقه رنگ می مسلمانی بود؟
(خپله می مسله لکه سوسن په اوږه واچوله
لکه ګل چې می رنګه خرقه مسلمانی ده) .
خرقه د صوفیانو چپنه ده .

د خرقې په هکله :
نه به هفت آب که رنگش به صد آتش نرود
آنچه با خرقه زاهد می انگوری کرد
(دزاهد له خرقې کله پاکیږی د انګوري ميو رنګ
په اووه واری منځلو په سل واري سوځنګ )
***
خرقه پوشی من از غایت دین داری نیست
پرده ای بر سر صد عیب نهان میپوشم
( زه له دینداری خرقه نه اغوندم
پر هغه لکه پرده دځان عیبونه پټوم).
***
گرچه با دلق ملمع می گلگون عیب است
مکنم عیب کزو رنگ ریا میشویم
(که څه ګودړۍ په میو عیب دی رنګول
نیوکه می کوه د ریا رنګ ځېنې پریولم)
دلق= د اوړیو چپنه یا ګودړۍ
***
داشتم دلقی و صد عیب مرا میپوشید
خرقه رهن می و مطرب شد و زنار بماند
(لرله مې ګودړۍ چې سل عیبونه یې پټول
هغه د میو او مطرب پور له اوره وژغورل)

نوربیا