د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرکټ بورډ غور کوي چې تمرینونه دلاهور پر ځای په پېښور کې وکړي

الهام یاسیني 03.03.2009 14:25

رپوټ: حمزه مومند او الهام یاسیني

د افغانستان د کرکټ د بورډ ویاند جاوید احمد همیم ټول افغان ته ویلي دي چې بورډ په دې غور کوي چې افغان کرکټ لوبډله د سویلي افریقا سیالۍ ته د چمتو والي تمرینونه د لاهور پر ځای په پېښور کې وکړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغان لوبغاړي خو به د سریلانکا په لوبډله له برید څخه وروسته په خپل پروګرام کې بدلون نه راولي ، همیم وویل چې نن سهار یې د کرکټ د بورډ مشر الله داد نوري سره خبرې کړي دي او غواړي د پاکستان د کرکټ بورډ سره په دې مشوره وکړي چې د لاهور پر ځای افغان لوبډله د تمرینونو کیمپ د لاهور پر ځای پېښور ته یوسي. 

د افغانستان د کرکټ بورډ دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې د لاهور په ښار کې نن سهار د سریلانکا د کرکټ په ملي لوبډلې برید وشو. په برید کې د سریلانکا ۶ لوبغاړي ټپیان او ۶ پاکستاني پولیسان - چې د لوبغاړو ساتنه یې کوله - وژل شوي دي.

د پېښې په اړه د عبدالهادي حيران رپوټ دلته ولولﺉ

پتیل شوې ده چې افغان کرکټ لوبډله سبا ته د لاهور ښار ته د تمرینونو دپاره راونه شي.  دا تمرینونه به ۱۲ ورځې دوام کوي او په لړ کې به یې افغان لوبغاړي د سویلي افریقا سیالیو ته - چې د اپریل په لومړۍ نېټه پیل کېږي - ځانونه چمتو کوي. د سویلي افریقا سیالي د نړیوال جام لوبو ته د بریالیتوب اخري پړاو دی.

افغان لوبډله به د تمرینونو په مهال په پاکستان کې د سیمه یزو کلبونو سره لوبې هم کوي. د کرکټ د بورډ ویاند جاوید احمد همیم ټول افغان ته وویل چې دوی د قذافي په لوبغالي کې - چېرته چې نن د سریلانکا په لوبډله برید شوی - لوبې نه کولې ځکه د ا نړیوال لوبغالی او د سریلانکا او پاکستان ټیسټ لوبې په کې کېدلې. نوموړي وویل چې د دوی به تمرینونه په لاهور کې په نیشنل کرکټ اکیډمۍ کې ترسره کول. او سیمه ییزو لوبډلو سره لوبې به یې په سیمه ییزو لوبغالو کې کولې.

همیم دا هم وویلې چې تمرینونه به په پېښور یا لاهورکې کوي. بل هیواد ته د تمرینونو د کیمپ وړل لا تر اوسه مطرح نه دي.