خوست کې ميډيا سنټر جوړ شو
28.02.2009 18:29
دخوست په مرکز کې دخوست په نامه ميډيا سنټر جوړ شو، په دې ميډيا سنټر کې به ژورنالستان خپل کاري تجربې يو بل سره شريکوي او همدې سنټر کې به ژورنالستانو ته مسلکي روزنه ورکولاى شي.
دخوست دژورنالستانو داتحاديې مشر محمد غفور مهيدي ددغه جوړيدنه مهمه بللې او ويلي يې دي چې دغه مرکز له جوړيدو سره به ژورنالستان به اسانه سرچينو ته لاس رسي ومومي .
ددې سنټر موخه دا ده چې له بيلابيلو سرچينو څخه خبرونه راټول او بيا يې پخپل وخت رسنيو ته ورکړي .
ددې سنټر دپرانستې څخه وړاندې ځوانو ژورنالستانو ته دکمپيوټر په برخه کې روزنه ورکړې .
دبيات بنياد او ځايي سوداګور په مرسته دلته يوه عامه کتابتون هم جوړ شوى دى