د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غازي محمد جانخان وردګ

حيات الله حليم 22.02.2009 21:22

دکتاب نوم : د غازي محمد جانخان وردګ ژوندلیک

ليکوال : حيات الله حليم

خپرندوی : دوردګو کلتوري يون
(تبصره :ګل آغا احمدي وردګ): غازي محمد جانخان وردګ، د خپلواکۍ په جګړه کې د نوموړي اتلولي او مظلومانه شهادت د هغه کتاب نوم دی چې ښاغلي حیات الله حلیم لیکلی او تازه له چاپه راوتلی دی. دغه کتاب چې په څلورو فصلونو او څه کم دیرش عنوانونو او ۲۳۴ صفحو باندې له څه تاریخي عکسونو سره یو ځای ترتیب شوی دی د هیواد د ستر سپهسالار شهید غازي محمد جانخان وردګ د ژوند لیک، ویاړلو کارنامو او مظلومانه شهادت په هکله تاریخي او مستند حکایت ستاسو مخې ته ږدي چې د لیکوال په ژورو هڅو او زیار برابر شوی دی.
د کتاب د مخ پوښتۍ په زیړ، سپین او آبي رنګ باندې ښکلې شوې ده چې د غازي محمد جانخان له عکس څخه یې د وړانګو پلوشې د پوښتۍ په ټولو خواوو خورې دي. د پوښتۍ په پاسنۍ کیڼه برخه کې د وردګو د کلتوري یون لوګو او له هغه را لاندې د نوموړي یون د کتابونو د لړۍ شمیره لیکل شوې ده.
همدارنګه د غازي محمد جانخان د عکس څخه را لاندې د کتاب نوم چې ( غازي محمدجانخان وردګ د خپلواکۍ په جګړه کې د هغه اتلولي او مظلومانه شهادت) کښل شو دی. په همدې توګه د کتاب د پوښتۍ په ښکتنۍ کیڼه برخه کې د کتاب د لیکوال نوم لیکل شوی دی. د همدې صفحې شاته د کتاب مشخصات لیکل شوي چې د چاپ شمیر یې ۱۰۰۰ ټوکه دی او د کابل د د وردګو د کلتوري یون له لوري خپور شوی او د چاپ چارې یې د بهیر په مطبعه کې سر ته رسیدلې دي. د کتاب زیار ګل آغا احمدي او د ډیزاین چارې یې ښاغلي امین الله عادل سر ته رسولې دي. همدارنګه د چاپ کال یې د ۱۳۸۷ د سلواغې میاشت بلل شوې چې د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ له میاشتې سره برابره ده.
د دې کتاب د پوښ په وروستۍ صفحه باندې د لیکوال فوتو د مختصرې بیوګرافۍ سره ځای لیکل شوی  او د نوموړې صفحې په پای کې د کتابونو د چاپ نړیوال سوداګریز لمبر ISBN  هم کښل شوی دی.
دغه کتاب د ښاغلي حلیم له لوري خپل ماما ارکانحرب غلام دستګیرخان وردګ ته ډالۍ شوی او محترم استاد حبیب الله  رفیع، ګل آغا احمدي، ښاغلي عبدالغیاث وردګ او ښاغلي محمد خالد وردګ هم پرې لنډې لیکنې کړې دي.
د دې کتاب د پوښتۍ د دویمې صفحې شاته د ښاغلي انجنیر عبدالرحیم وردګ لنډ ژوندلیک دی چې د نوموړي د عکس سره یو ځای چاپ شوی دی.

د غازي محمد جانخان د کتاب د پوښتۍ لومړی مخ
موږ له هر څه د مخه ښاغلي حیات الله حلیم صیب ته د دې سترې بریا له کبله د زړه له کومي مبارکي وایو چې د هیواد د ملي اتلانو د تاریخ لیکنې په بهیر کې یې یو قیمت بها اثر ور زیات کړ او د هیواد په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د ستر غازي محمد جانخان وردګ ژوندلیک او کارنامې یې په کتابي بڼه ترتیب کړې چې د وردګو د کلتوري یون له لوري چاپ شو.
د غازي محمدجانخان وردګ ژوندلیک سراسر ویاړ او د افغانستان د پياوړي او قهرمان ولس لپاره د نقش قدم غوره بیلګه ګڼل کیږي چې د هیواد په تاریخي او حساس پړاو کې یې د ملي غازیانو د لښکرو مشري کړې، هیواد یې له بهرنیو یرغلګرو څخه ژغورلی، د یوه ملي نظام د جوړولو په لاره کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې، د هیواد د مختلفو اقوامو خلک یې یووالي ته رابللي او بالآخره د انګریز د یرغلګرو ځواکونو استعماري نړۍ یې دړې وړې کړې ده.
لازمه خو دا وه چې د مخکنیو لیکوالو، د غازي د پاتې کورنۍ، مینه والو  او د هیواد د حاکمو حلقاتو له خوا د دې ستر غازي په ویاړ تر دې مهاله لسګونه آثار چاپ شوي وای، د هغه په نوم مډالونه منظور  او مختلف سیمنارونه رابلل شوي وای څو د دې نومیالي د ژوند مختلف ابعاد یې څیړلي او د عبرت په موخه یې د افغان ولس وګړو ته وړاندې کړي وای. خو موږ ګورو چې په ځانګړې کتابي بڼه تر دې مهاله د داسې کومې ټولګې درک نشته او نه مو هم د داسې یوه علمي سیمنار په هکله څه  اوریدلي دي چې د ستر غازي محمدجانخان وردګ یاد ته ځانګړی شوی وي؟

په هر صورت اوس هم ناوخته نه دی دا چې زموږ د ټولنې یوه لیکوال ښاغلي حیات الله حلیم په دغه نوښت لاس پورې کړی او د هیواد د ستر غازي محمدجانخان ژوندلیک یې لیکلی دی په ځای نوښت ګڼل کیږي او موږ د لوی خدای (ج) له دربار څخه نوموړي ته اجر غواړو.

د دې کتاب لویه ځانګړنه دا ده چې د هیواد ستر څیړونکي استاد حبیب الله رفیع هم له خپلې مطالعې تیر کړی او یو ګټور شالید یې پرې کښلی دی چې دغه تاریخي ټولګه یې له هره اړخه نوره هم بډایه کړې  ده.
د وردګو کلتوري یون ویاړي چې زموږ د ټولنې د یوه زړه سواند شخصیت ښاغلي انجنیر عبدالرحیم وردګ په مالي مرسته دغه کتاب ته د چاپ زیور ورکړل شو او ګرانو هیوادوالو ته یې وړاندې کړ او موږ ترې مننه کوو.
هیله من یم چې د دې تاریخي ټولګې چاپ به زموږ د کلتوری کړیو تر منځ د هیواد د ویاړلو شخصیتونو د ژوندلیکونو په هکله یوې مثبتې سیالۍ ته لاره پرانیزي او په نږدې راتلونکي کې به په دې هکله د لسګونو داسې څیړنو شاهدان و اوسو.
تاسو کولای شی چې د ستر غازي محمد جانخان وردګ ژوندلیک او د وردګو د کلتوري یون نور چاپ شوي آثار د هیواد له کتاب پلورنځیو او کتابتونونو څخه تر لاسه او د خپلې مطالعې تنده پرې ماته کړی.
همدارنګه په دې هکله د لا زیاتو معلوماتو لپاره له موږ سره د بریښنالیک په لاندې پته اړیکې نیولی شی نو موږ ستاسو ګټورو نظریاتو او غبرګونونو ته سترګې په لاره یو.
gulaghaa89@gmail.com 
موږ به هڅه وکړو چې په راتلونکي کې  دغه کتاب تاسو ته د انټرنیټ له لارې هم په لیکه کړو څو مینه وال  یې هم په آنلاین ډول هم د لوستلو وړتیا ولري.