جاوید میاداد تیار دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وروزي
21.02.2009 14:35د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان جاوید میاداد جیو نیوز ته ویلي دي چې تیار دی افغان ملي لوبډله وروزي.
د جیونیوز ګورتپاڼه وایي چې جاوید میاداد د افغانستان د کرکټ بورډ هغه غوښتنه منلې ده چې په کې یې له نوموړي غوښتي و چې افغان ملي کرکټ لوبډله وروزي.
میاداد چې پیاوړی کرکټ لوبغاړی او د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان پاتي شوی وايي چې دا غوښتنه یې په غیر رسمي توګه منلې ده او د افغانستان د کرکټ له بورډ څخه یې غوښتي دي چې د پاکستان د حکومت سره په رسمي توګه په دې اړه په تماس کې شي او رسمي غوښتنه ترې وکړي تر څو وکړای شي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وروزي.
د یادونې وړ ده چې د کرکټ د ملي لوبډلې اوسنی روزونکی هم د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کبیرخان دی.
که میاداد افغان لوبډله وروزي نو بې شکه چې دا به د افغانستان د لوبغاړو د پاره له خوښۍ ډک خبر او په هېواد کې د لوبې د پرمختګ دپاره یو مهم اقدام وي.