د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتانه د افغانستان په افسانوي او داستاني تاريخ کې

مجيب الرحمان انګار 16.02.2009 21:58

(سپين سهار)د کتاب نوم: پښتانه د افغانستان په افسانوي او داستاني تاريخ کې
ليکوال: غوث خيبري
خپرندوى: دانش خپرندوله ټولنه
مخونه: ٤٨٣
دا د پښتنو په اړه د غوث خيبري نوى څېړنيز- تاريخي اثر دى، چې د دانش خپرندويې ټولنې له لوري له کلکې دوتنې سره په سپين کاغذ چاپ شوى.
د کتاب لومړي ٩٩ مخه د ليکوال سريزه ده، پاتې برخه يې په شپاړسو څپرکيو کې راغونډه ده، چې د افسانوي او نيم تاريخي پښتنو پاچاهانو په اړه په زړه پورې څرګندونې او دغو پاچاهانو پورې په تړليو اسطورو، افسانو او داستانو باندې خبرې شوې.
په دې تاريخي اثر كې په شاهنامې او ګشتاسپنامې كې د آريانا افغانستان د يادو شويو افسانوي- داستاني پاچاهانو په اړه د نړۍ د بېلابېلو څېړونكيو، تاريخپوهانو او ليكوالو څرګندونو ته كتنه شوې او په كره لاسوندونو يې د دوى څرګندونې كرولې دي.
دغه راز يې د آريانا افغانستان له تاريخ مخکې پېر پښتنو پاچاهانو افسانوي او داستاني کيسې هم را اخيستې او په شاهنامې او ګشتاسپنامې کې يې د دوى په اړه د اختلاف ټکي هم روښانه کړي دي.
ليکوال د افغانستان په بودايي پاچاهانو پورې افسانوي او داستاني انګېرنې را اخيستې او د افسانوي او داستاني پاچاهانو د واکمنۍ پر مهال يې د دوى تهذيب او مدنيت حال هم ويلى دى.
ليكوال هڅه كړې، چې د ګانډويانو ناسمې دعوې د لاسوندونو په راوړلو ځواب كړي، چې د شهنامې او ګشتاسپنامې كركټرونه، ځايونه او پاچاهۍ پخپلو سيمو او وګړيو پورې تړي.
د کتاب لومړى څپرکى د آريانا افغانستان په لومړني پاچا يما- يم يا جمشېد پيل شوى، که څه هم ډېرى څېړونکي په دې خبره سره يوه خوله نه دي، چې يما د آريانا افغانستان لومړنى پاچا دى، لېکن يما د شهرت او هغو مهمو دندو په ښه ډول د سر ته رسولو پر اساس، چې اهورا مزدا ورسپارلې وې، د آريانا افغانستان لومړنى پاچا بلل کېږي.
د بلخ دې ستر پاچا د بلخ له لومړنۍ شاهي كورنۍ (پېشداديانو) سره تړاو درلود، دده نوم په اوستا کې ييمه، په پهلوي کې يم او په دري کې جم دى، چې معنا يې ځلېدونکى ده.
ددې کتاب په لومړي څپرکي کې د بلخ د پېشدادي شاهي کورنۍ ددغه ستر پاچا شجره راوړل شوې، پر واکمنۍ، نيم افسانوي کړنو او شخصيت باندې يې د لاسوندونو په راوړلو پوره رڼا اچول شوې.
په کتاب کې ځاى ځاى د آريانا افغانستان د افسانوي، اسطوره يي او داستاني پاچاهانو په اړه د فردوسي له شاهنامې او د اسدي طوسي له ګشتاسپنامې نه شعرونه را اخيستل شوي او بحث يې پرې کړى.
دغه راز په کتاب کې د زراتوشترا (زردښت) د راښکاره کېدلو، د اوستا د ليکلو او سوځولو او له يرغلګرو سره د خپلواکۍ په جګړه کې د زراتوشترا د مړينې كيسه شوې.
وايي زراتوشترا يا زردښت د غرغښت يا ګرشاسپ –چې هغه مهال يې واک واګي په لاس کې ول- په مرسته او لارښوونه اوستا د دولس زره غوايانو پر پوستکيو وليکله او د بلخ په ښکلې واره کې يې کېښودله، چې بيا هخامنشي پاچا (داريوش) په جګړه کې له کاميابۍ وروسته له ځان سره پارس ته يووړله.
كه څه هم پارسيان او پاچا يې (داريوش) په زردښتي دين ګروهمن نه و، خو دا كار له پښتنو سره د خپل ناوړه نيت له مخې وكړ، ددې كار آر موخه يې دا وه، چې خپل مخالف لورى ښه پرې وځوروي.
کله، چې مقدوني سکندر پارس ونيوه، د پرسپوليس له سوځولو سره يو ځاى يې اوستا هم د اور خوراک کړه.
د يادونې وړ ده، چې ښاغلي غوث خيبري د تاريخ په اړه ګڼ کتابونه ليکلي، چې د بېلګې په ډول يې دلته "پښتانه د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کې"، "نوميالي افغانان يا د هند په تاريخ او مدنيت کې د افغانانو برخه"، "لوى افغان شېرشاه سوري"، "پښتانه د برهما، زراتوشترا، بودا او اسلام په پېرونو کې" او "په افغانستان کې توپان" کتابونه يادولاى شو؛ خو د ښاغلي خيبري دا اثر "پښتانه د افغانستان په افسانوي او داستاني تاريخ کې" د آريانا افغانستان د تاريخي او له تاريخه وړاندې پېر پاچاهانو په اړه له ژورو څېړنو او غوره لاسته راوړنو ډک دى.
دا چې دلته د کتاب پر هر څپرکي جلا جلا خبرې نشو کولاى، د کتاب د لړليک په راوړلو به بسنه وکړو.


د کتاب لړليک په دې ډول دى:
سريزه:
اوستا او د اريانا افغانستان افسانوي پاچاهان،
د تاريخ زړې سرچينې او په داستاني- افسانوي پاچاهانو پورې تړلې خبرې،
لرغونې آريانا، اوسنى افغانستان، ويدونه او اوستا،
د افغانستان په بودايي پاچاهانو پورې تړلې افسانوي او داستاني انګېرنې،
د افسانوي پاچاهانو په مهال کې د تهذيب او مدنيت حال،
د افغانستان په افسانوي او داستاني تاريخ کې د پښتنو ځاى،

لومړى څپرکى:
يما (YAMA)
يما څوک و؟

دويم څپرکى:
د يما پاچاهي (د وګړيو د سوکالۍ، نېکمرغۍ او پرمختګ پېر)

درېيم څپرکى:
(يما) د اهورا مزدا قهر او د يما د ژوند پاى

څلورم څپرکى:
ضحاک = سهاک

پېنځم څپرکى:
ضحاک، د بلخ ورانول او د يما وژل
له سهاک نه ولې او څنګه ضحاک جوړ شو؟

شپږم څپرکى:
ضحاک او د وژل کېدلو په اړه يې ګډوډ اندونه

اووم څپرکى:
غرغښت، غرشاسپ، ګرشاسپ

اتم څپرکى:
غرغښت او زردښت
غرغښت، زردښت او اوستا
د غرغښت يا ګرشاسپ د ژوند وروستۍ شېبې

نهم څپرکى:
سرند يا سربن

لسم څپرکى:
تريتون = تريتونا يا فريدون

يوولسم څپرکى:
فريدون او غرغښت

دولسم څپرکى:
کاوه، کاواتا او کاوه يوسا
د کاوه کواتا يا کي قباد د واکمنۍ پاى

ديارلسم څپرکى:
کاوه يوسا يا کوى اوسن

څوارلسم څپرکى:
هوسروايا، کي خسرو، هئوسره وه

پېنځلسم څپرکى:
اوروت اسپه يا کي لهراسپ
د اروت اسپه = لهراسپ په اړه د شاهنامې او ګشتاسپنامې اختلاف

شپاړسم څپرکى:
مهراب د کابلستان، ګورنګ د زابلستان پاچا.

کتاب په دغو پتو تر لاسه کولاى شئ:
پېښور: دانش کتابتون، ډهکي نعلبندي، قصه خوانۍ.
کابل: دانش کتابخانه، پخته فروشۍ کوڅه.
کندهار: افغان کتابپلورنځى، ارګ بازار.
جلال آباد: مجيد مومند کتابپلورنځى، مخابراتو چوک.
خوست: غرغښت كتابتون، خوست ښار.