د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کــوچنـی جـالـوان

پوهنیار ظفرخان «اهتمام» 16.02.2009 14:23

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ده ته! خپلې جګې ونې، په تسمه غوښو پټـو اندامونو او روغتیا سترغم جوړ کړ!؟، له ده څخه د سین د کبانو د ښکار ډولونه، د هوا د الوتونکو د نیولو چارې او ښکار یو هم پاتې نه ؤ. کوچني جالوان له هغې ورځې نه راپدیخوا، چې پلار ئې شهید شوي و د خپلې مور د نفقې د پیدا کولو لپاره ښکار کول خپله دنده ګرځولې وه ده ته هم خداي (ج) پدې کار کې ښه وس ورکړي و. که په هر موسم د کال کې به د هر څومره کبانو فرمایش ورکړ شو کبان به پوره او تیار ؤ. په اوړي او مني کې یې په چنګ ماهي ګیري کوله مګر په پسرلي مني او ژمي کي به یې دپنځه چارکه کړیو جال تر شا و او مخ په سیند به روان ؤ ... وایي: چې کبان نیول د ژمي او مني د موسم په یوه شپه او ورځ کي یو خاص وخت او ټایم لري په هغه وخت کي کبان د څړلپاره ګموته راوزي، خوراک او مستي کوي جالوانان یي غافل ګیروي او همدا شیبه یې د ښکار ښه وخت وي دا وخت اکثرا ً دشپې له خوا د میده باران د اوریدو سره سم وي. یو ورځ چي خسک توتان مخ په خلاصیدو ؤ او په بې دانه توتانو کې سپین لیګید لي و. موږ د سین تر غاړي مالونه څرول. د لوی چمن په ونو کي د پسرلي د رنګارنګ مرغانو د آوازونو زوږ پورته کیده د ژیړا او توتخورو آوازونه په کي له ورایه بیل او خوندور اوریدل کیدل. په دې وخت کې کوچنی چالوان راغي چي د کبانو پنډوکی یې تر شا او په لاس کې یې یو لنډ د کړکي چنګ و د چنګ سیم، سرب او خاري ټول دومره د پام وړ، نه و. مګر څه چې دپام وړ ؤ هغه د نیول شوو کبانو ډیروالي ؤهغه هم په لږ وخت کې، یو کوچني په اریانتیا ور څخه وپوښتل دا ټول کبان دِ په همدي کوچني چنګ نیولي دي؟ هغه! ورته په ځواب کي وویل: هو په وخت یي برابر شوم د هر توت په کوزولو مي یویو ماهي پورته کاؤ (توت او ماهی توت ماهی) چې توت خلاص شول دادی راغلم ...
سره له دې چې دی په چالوان مشهور شوی و، خوده! د زرکو، سسیو، قزلاقو،سایرکو، ګل سرو او نورو لپاره د ښکار دامونه او مرغۍ لرلې خو په ټول ژوند کې یې د یوه ټوپک درلودل ارمان ؤ، پلار یې د وخت رواج ټوپکونه ګـِلټی او کابلی ډبل دواړه درلودل خو دی لاډیر کوچنی و چې هغه ورنه تیري کوونکو روسانو وړي و ...!

                                      ٭                              ٭                        ٭
 د روسانو چورلکې د ګڼو نخترو، دشتو او ځنګلونو لپاسه د ناوونو په مینځ کې د داشکې له ویرې کله په یوه او کله په بله ډډه کیدې په ټیټه الوتنه یې په کلیو او ځنګله د مرمیو او راکټونو په شیندلو ځان ټاکلې قرارګاه ته ورسا ؤ، هلته یي جلبي او په زوره راوړل شوي عسکر په چالان ماشین کوز کړل او الوتکې په تېښته پورته شوې. په دې غرونو کې یوه سرحدي لؤا زنداني وه دلؤا ډیر افسران او عسکر بې واسطې کسان و، ټول په زور او چل راوړل شوي و دلؤا ګرد چارپیره د ماینونو څو کمربندي کشتزارو، ... دلته ژوند په بلنداژو کې و، ټول جلبیان په یو تاریک او نمجن بلنداژ کې واچول شول، په لومړۍ ورځ یو غټ افسر د دوۍ دې نومو لست د پاکټ شوي مکـتوب له مخې ولیکه، د لست سره مل مکتوب کې داسې لیکل شوي و: "... پدې ډله جلبیانو کې ډیر خطرناک کسان هم شته ...، هغه کسان چې په نفر کشي کې د کنډک تجمع له لارې دروړل کېـږي یو هم د اعتباروړنه دی ...". د لست له مخې یې د راوړل شوو سرتېرو(!) موجودي و کړه، څوتنو خو په اوله ورځ خپل نوم هم ونه پیـژنده ځکه نومونه یې بدل ورکړي و او اوس ورنه هېر شوي و.
د شپې له خوا جلبیانو د خپلو ګیرېدو او تر دې ځایه د رسېدلو کیسې کولې، کوچنی جالوان هم په دې ډله کې و، د ټولو کیسې خلاصې شوې وې، نن شپه د ده وار و چې خپله کیسه و کړي د ده په هکله د ټولو سره پوښتنې وې خو دی پخپله چوپ و. په دې وخت کې یو جلبي چې شپون کوچی مالومیده، له ده څخه پوښتـنه و کړه، هلکه! ته خو په کلونو کې ډیروړوکی ښکارې ته څنګه سوق شوی یې، وایې چې له اولس کلن څخه ټیټ خو نه شي سوق کیدای؟. جالوان یې په ځواب کې وویل: ولې دا خبره کوې، وروره ته خوهم کوچی یې نو ته څنګه سوق شوې یې کوچیان خو هم معاف دي؟. ته دا څوشپې کیسې نه اورې چې څنګه یې د تعجیل پاڼـې او د مجلایانو کار تونه له سوق نه د مخه ورڅیرې کړي و ... ځوانان خو ټول همدې جنګ وخوړل له یوې خوا یې لیږي او له بل خوا تمامېـږي اوس زموږ او تاسو وار هم راورسید ...، زه یې څو ځلي کمیسارته احضار کړم، اسناد خو مې نه و، کمیسار به ویل چې دی په ونه غټ ښکاري په سن کوچنی او د سوق وړنه دی. څو ځلي یې راباندې پایڅې پورته کړې او ویل به یې چې په پنډویو یې یو ویښته هم نه دی تور شوی ...؛ پوه نه شوم چې د جلب او احضار ډلې اخر د خپلې ورکړ شوې برخې د پوره کولو لپاره په کمیسار څه و کړل، په دریم ځل یې ایله زه سوق کړم د دې ګروپ او کمیسار تر مینځ ما دا خبرې هم واوریدې: ټول ښار په پیسو کار تونه جوړ کړي دي، واسطه لرونکي د هیواد نه باندې زده کړې کوي سوق یې کړه خپله برخه د واخله، اخر موږ خو یې له خپله جـیبه نه در کوو، کله چې په ښار او سرایونو باندې یو ګذر و کړو هم زموږ اوهم ستا کار جوړیږي ... دا شپه جلبیان تر ناوخته بیدار و دا یې آخري شپه وه چې کیسې یې سره و کړې، د خوب کولو وخت شو ټول ویده شول. کوچنی جالوان تر سهاره په خوب کې نا آرامه و. ده! خوب لیده چې مور یې سخته ناروغه ده، د کپسونو مرغۍ یې دانه او اوبه نه لري، سره لمر ته پاتې دي او د ځنکدن وروستۍ سلګۍ وهي ټوله شپه دی و، د ده مرغۍ او کپسونه، بل د ده مریضه مور او کړاوونه . سهار دوۍ وویشل شول په لومړۍ اونۍ کې نیم په مزائیلو او نیم په ماینونو والوتل پاتې شوو کسانو د تېښتې لار لټوله؟ خو یو له بل څخه وېریدل او چا د زړه حال نه شو ویلای، جالوان په لږ وخت کې څوتنه عسکر او یو منصبدار ملګري او همراز کړل. منصبدار به د پیرې په وخت کې له ده سره پټـې خبرې او د زړه راز کاؤ. په نوموړی افسر خو یې هغه ورځ باور لازیات شو په کومه ورځ چې، یو غټ افسر ټولي ته د هیواد د استقلال او آزادۍ ساتلو تر سر لیک لاندې خبرې و کړې له درس څخه وروسته د جالوان ملګری افسر راغی او دوۍ ته یې په ډاګه وویل، پدې خبرو څوک نه غـولېـږي، هیواد ساتنه یعنې څه او د چا څخه؟!. کوم استقلال او آزادي؟! هیواد کې خو اصلا ً د ازادي په مانا کوم شی نه شته؟. غټ افسران د روسي مشاورینو تر لاس لاندې کار کوي، ټوله قومنده او واک د روسانو په لاس کې دی او موږ ټول لکه غلامان یوو!؟ تاسو وګورئ چې څنګه مسلمان! افسران او عسکر له خپل سر نه تېرېږي او په ماینونو باندې اوړي ځان د مجاهدینو لیکوته رسوي، دوۍ ټول د آزادۍ په خاطر قرباني ورکوي. بله ورځ! د کوچني جالوان د څوکۍ نوبت و ده هم نوموړي منصبدار ته د زړه راز او د تېـر ژوند کیسه داسې پیل کړه: صیب! ما د نیولو په هماغه لومړۍ ورځ د عسکري دنه کولو او له مجاهدینو سره د پیوستون لپاره قسم کړی و، زما پلار روسانو شهید کړی دی زه هغه وخت شپږکلن وم. د غنم لو وخت و، د کلي نیم خلک تښتېدلي وو سیمه د تیارو، ټانګونو او د توپونو په غړزا لړزیده او د قوې د رانږدې کېدو خبر یې ور کاوه.

 لږ وخت پس د کلي په سر برګ برګ روسي ټانګونه و دریدل. قووې د کلي ډیر اوسېدونکي په پټـیو او ساراکې لکه توتان وڅنډل او شهیدان شول بیا په بر ګو دریشیو کې روسي یرغلګر پوځیان، د زنځیر خپور او تر بلې په شکل په کلي خپاره شول. د کلي یوازینی سړی چې ځان یې هم غازي او هم شهید کړ، زما پلار ؤ په ګلټي ټوپک یې ورته په بلۍ کې سنګر نیولی و، درې تنه روسان یې ځای په ځای ووژل او پینځه تنه نور یې د یو قومندان په ګډ ون ټپیان کړل او بیا دی هم د شهادت لوړې درجې ته ورسید ټپي شوي روسان ما په خپلو سترګو لیدلي و، خو د پلار د میړانې کیسه خپلې مور راته کړې وه مور مې په کلا کې پټه شوې وه د مېـړه مېـړانه او د روسانوتیری یې خپله لیدلی ؤ د مور په یادیدو یې په سترګو کې د اوښکو ډ نډ جوړ شو ستونی یې بند شو او په ژړغوني آواز یي وویل په مور پسې خفه نه یم خفه په دې یم چې هغه به څه خوري ژوندۍ به پاتې وې اوکنه؟. جالوان غاړه تازه کړه او وېې ویل: صیب! زه د څوتنو سپین ږیرو او کوچنیانو سره روسانو نیولی وم، موږ یې د کلی وستـل(دکلي د ېرې) ته راوستي وو، پدې وخت کې یې وژل شوي او ټپي روسان تیاروته د پورته کولو لپارۀ د وستل له لارې تېرول، کله چې د ټپي شوو روسانو سترګې په موږ ولګیدې سترګې یې پټې او وچلي یې تریو کړل، په تذکرو کې یې په ټوپونو او بغارو پیل و کړ: افګان دښمن! مسلمان دښمن! دښمن، دښمن!!.
 دغه وخت کې د یو ټپي شوي روسي کولمې له ډیرو چیغو او ټوپونو څخه ان د تذکرې څخه د لاندې ځوړندې شوې. روسي پوځیانو د زخمیانو د تسلي لپاره زموږ په وهلو پیل و کړ موږ هم پرې هیله ونه کړه او سره مُشت او ګریوان شوو  یو سپیـن ږیري سړي چې روسي منصبدار یې له ستوني کلک نیولی ؤ او دواړه سره لوټاپوټ ؤ همدلته د شهادت جام نوش جان کړ، د ده له ځان څخه په تیرې شوې مرمۍ هغه روسی منصبدار هم ووژل شو. او له موږ څخه څوتنه په برچو هم ټپیان شول، شخړه د کلي د یو مزدورشوي کلیوال په منځکړیتوب چې د روسانو په څېر دریشي او کله کوف ماشینګڼه یې درلوده پای ته ورسېده،   ده ته د د ولسوالۍ د کمیټې څخه راه بلد په توګه دنده ورکړ شوې وه په لومړي سر کې موږ هغه وه نه پیژانده، ده هم ډیر خلک وژلي و ...،
 دجالوان د خبرو په پای کې نوموړي منصبدار وویل ته مه خفه کېږه دا دومره منصبدار او عسکر چې د مجاهدینو له لیکو سره یو ځای کېـږي هرو مرو به یوه ورځ بریالي راستانه شي او د هیواد د آزادي بیرغونه به د دوۍ په لاسونو ورپېـږي هغه وخت به ستا د شهید پلار او په زرګونو نورو شهیدانو ارمان پوره شي، بله ورځ کوچني جالوان او نوموړي منصبدار د ټولي د څوټنو عسکرو په ملتیا د ماینونو په کشتزار شق اجراء کړ او د وتلو لار یې خلاصه کړه، خوله بده مرغه چې دهمدې سیمې د نوموړي منصبدار او یو عسکر څخه پرته، نور ټول په شمول د کوچني جالوان په ماینونو والوتل او شهیدان شول. انالله وانا الله راجعون. اوس چې هیواد آزاد دی نوموړی افسر د همدې سیمې قوماندانان دی. د هرې جمعې په شپه ګوري چې د ماینونو د کشتزار ټوله ساحه څراغان وي او په شهیدانو ډیوې ګرځي. دی هم د شهیدانو روح ته دُعاوې او خیراتونه کوي او د میړانې په کیسو یې یاد تل تازه ساتي. پای