د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سویلي افریقا سیالۍ ته د کرکټ ملي لوبډله ونومول شوه

خبري - څانګه 15.02.2009 22:16

ټول افغان ته د افغانستان د کریکټ د بورډ ویاند جاوید احمد همیم ویلي دي چې د سویلي افریقا سیالۍ دپاره یې د کرکټ نړیوالې شورا ته د افغان لوبډلې لیست سپارلی دی.

د افغانستان د کریکټ بورډ باید د کریکټ نړیوالي شورا ته د فروري تر ۱۵ پورې د لوبغاړو نومونه سپارلي وای. داسې ښکاري چې د ارجنټاین د سیالۍ څخه وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ او روزونکي کبیر خان ډېر وخت نه لرلو چې په لوبډله کې یې د نوو لوبغاړو د شاملولو دپاره پروګرام تیار کړای وای. له همدې کبله یې هماغه لوبغاړي چې د ارجنټاین سیالیو ته غوره کړي و د سویلي افریقا د لوبې دپاره هم غوره بللي دي.

کبیر خان رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي و چې افغانستان نور ښه بیټسمینان یا توپ وهونکي لري. که افغان لوبډله د نورو غوره بيټسمینانو په شاملولو پیاوړي شوې وای نو د لوبډلې یوه کمزوري به له منځه تللې او په راتلونکې سیالۍ کې به یې د لوبډلې په کردار مثبت اغېز کړی وای.

جاوید همیم ټول افغان ته دا هم وویل چې د افغانستان ملي لوبډله به سبا نه بل سبا (سه شنبه) پېښور ته ځي تر څو د هغه ځای څخه سریلانکا ته د تمرینونو او د سریلانکا د ځیني ځایي کلبونو سره تجربوي لوبو دپاره د تګ پلان جوړ کړي.

د لوبډلې روزونکی کبیر خان دا وخت په انګلستان کې دی چې وروسته به هغه هم د لوبډلې سره یو ځای شي او په سریلانکا کې به یې روزنه پیل او د سویلي افریقا لوبو ته یې چمتو کړي.

په سریلانکا کې د تمرین او تجربوي لوبو برسېره، د آسیا د کرکټ شورا (ACC) د درې آسیایي هیوادونو (افغانستان، عربي متحده امارات، او عمان) دپاره چې د سویلي افریقا د غوراوي پړاو ته یې ځانونه رسولي د مارچ له ۱ څخه تر ۱۲ پورې یو ځانګړی پروګرام جوړ کړي. د دې پروګرام له لارې د آسیا د کرکټ شورا غواړي چې د دې درې هیوادونو د لوبډلو سره په فزیکي او ذهني پیاوړتیا کې نوره مرسته هم وکړي تر څو د غوراوي یا کوالیفایر په سیالۍ کې ښې پایلې لاس ته راوړي.

په سویلي افریقا کې د کرکټ د کوالیفایر سیالۍ مهال ویش

په همدې ورځو کې د افغانستان د کرکټ یوه بله لوبډله (A لوبډله) چې د ملي لوبډلې څخه یو درجه ټیټه ده ایران ته د لوبو دپاره تللې ده. دا لوبډله به په ایران کې د ایران، پاکستان، او عمان د ورته لوبډلو سره دوستانه لوبې کوي. دا لوبې به د فروري د ۱۷ څخه تر ۲۵ پورې دوام کوي.

په مشرۍ ناندرۍ لا دوام لري

له بله پلوه د کرکټ د بورډ په مشرۍ لانجه لا دوم لري. داسي ښکاري چې الله داد نوري بهرنيو او کورنیو ارګانونو ته د رسمي مشر حیثیت لري په داسې حال کې چې شهزاده مسعود هم یو ځای بل ځای د لوبډلې سره ښکاري. څو ورځې مخکې چې د لوګر والي عتیق الله لودين د لوبډلې په ویاړ کومه غونډه جوړه کړې وه، د لوبډلې سره شهزاده مسعود مل و، او الله داد نوري ورسره نه و. 

معلومه نه ده چې د سویلي افریقا سیالیو ته په اپرېل کې د لوبغاړو سره کومه مشرتابه ملتیا کوي.