د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوګر والي دکرکټ اتلانو ته یوه یوه نمره ځمکه ورکړه

خبري - څانګه 14.02.2009 13:07

د لوګر والي عتیق الله لودین د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي ته په ارجنټاین کې د بري له کبله د لوګر په نوي ابادیدونکي ښارګوټي کې یوه یوه نمره ځمکه ورکړې ده.

لودین دا خبره لوبغاړو ته د بري د نمانځنې په مهال وکړ. دا نمرې د د لوګر په مرکز پل علم کې د دولتي مامورینو د کارتې په پروژه کې ځای لري.

تر دې دمخه د کلیو او ښاري پراختیا وزیر یوسف پښتون هم لوبغاړو ته د کابل د ده سبز په پروژه کې د یو یو اپارتمان ژمنه کړې وه.

د یادونې وړ ده چې دا انعامونه په داسې حال کې اعلانېږي چې د کرکټ د بورډ د مشرۍ په سر د څو کسانو تر منځ لانجې روانې دي،چې د ډېرو په باور یې د افغان لوبغاړو په روحیاتو بد تاثیر کړی دی او ویره شته چې د اپرېل په میاشت کې په سویلي افریقا کې د غواروۍ په لوبه کې هم د لوبغاړو په لوبو سیوری وغورځوي.