د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارواپوهنه

08.02.2009 10:16

ارواپوهنه، د هغه پوهنيز کتاب نوم دى چې ٤٤ بېلابېل سرليکونه او ٢٠٢ مخونه لري. ډاکټر فيض محمد ځلاند ليکلى او په دې وروستيو کې د هېندارې مطبوعاتي او فرهنګي بنسټ په حقوقي ملاتړ د سالنګ کتاب خپروونکي له خوا د ١٠٠٠ ټوکو په شمېر په ښه صحافت سره چاپ شوى دى.
په کتاب کې د ارواپوهنې له نظره د شخصيت جوړونې د پروسې تر څنګ د اعصابو پر ساتنه، پالنه او روحي فشارونو هم زيات بحث شوى دى. پر کتاب ډاکټر خوشال روهي يادښت کښلى او د ښاغلي ځلاند دغه زيار يې ستايلى دى.
د ارواپوهنې په اړه په دې وروستيو کې ځينې ژباړې چاپ شوې په دې برخه کې ليکلي اثار ډېر لږ تر سترګو کېدل.
د کتاب مينه وال دغه وروستى اثر په لاندې پتو ترلاسه کولاى شي.
کابل: شاه محمد کتاب پلورنځی، صدارت څلور لاره مصطفی هوټل ته څېرمه
         صميم کتاب پلورنځی پښتونستان هوټل يوسفي مارکېټ.

کندهار: افغان قرطاسيه او کتاب پلورنځی ارګ بازار.

ننګرهار: مومند کتاب پلورنځی پښونستان واټ جلال اباد.