د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شمشاد تلویزیون د کرکټ اتلان ونمانځل او هوډ لري چې مرستې ورته راټولې کړي

الهام الحق یاسیني، 05.02.2009 10:46

رپوټران:
الهام الحق یاسیني،  داود عربزی، او حمزه مومند


د شمشاد ملي تلویزیون بېګاه شپه د کرکټ د ملي اتلې لوبډلې په ویاړ نمانځنغونډه وکړه.

په غونډه کې - چې د افغان سوداګر حاجي زراب ګل په مرسته جوړه شوې وه - د مالیې وزیر انور الحق احدی، د کلیو او پراختیا وزیر یوسف پښتون او د مخابراتو او معلوماتو وزیر امیرزي سنګین برخه اخیستې وه. 

په غونډه کې د ولس استازو نادر خان کټوازي، شکریه بارکزۍ او د ولسي جرګې نورو غړو هم برخه اخیستې وه. د یادونې وړ ده چې شکریه بارکزۍ په ارجنټاین کې هم د تيلي فون له لارې د لوبډلې احوال اخیستی و او د نادر خان کټوازي سره یې د کابل په هوایي ډګر کې د ملي لوبډلې هرکلی کړی و. نادرخان کټوازي د لوبډلې د هرکلي په مهال خپله یوه میاشت تنخواه ملي لوبډلې ته د انعام په توګه ورکړي وه.

په غونډه کې د مالیې وزارت د کرکټ د فدراسیون دپاره د لس ملیونه افغانۍ کالنۍ ځانګړې بودیجې اعلان وکړ. نوموړي همداراز وویل چې افغان دولت به دوه ملیونه ډالر په هیواد کې د کرکټ په انکشاف ولږوي.

د یادونې وړه ده چې په ارجنټاین کې د کرکټ د ملي لوبډلې له بري څخه وروسته د ولسمشر کرزي دفتر د کرکټ د فدراسیون مشر الله داد نوري سره ژمنه کړې وه چې مرستې به ورسره کوي او له همدې امله یې د مالې وزارت ته امر وکړ چې د کرکټ فدراسیون دپاره دې ځانګړې بودیجه وټاکي.

په غونډه کې د افغان کرکټ فدراسیون مشر الله داد نوري وویل چې د کرکټ فدراسیون د ارجنټاین د تګ-راتګ، د خوراک او اوسیدو مصرفونه، او په دوبۍ کې څو شپو مصرف دپاره پیسې په پور اخیستې وې. نوموړي وویل چې باور یې لرلو چې افغان لوبغاړي به اتلان راځي نو ځکه یې پیسې پور کړې او دوی یې ارجنټاین ته ولېږل. نوموړي دا هم وویل چې باور یې لرلو چې کله لوبډله اتلولي وګټي نو د ولس مشران به ورسره د دې پور په پرې کولو کې مرسته کوي.

په غونډه کې د ځینو افغاني شرکتونو لکه "الکوزي چای" له خوا لوبغاړو ته سوغاتونه هم ورکړل شول.

د کلیو او پراختیا وزیر یوسف پښتون د خپل وزارت له پلوه د لوبغاړو سره په کابل کې د ۱۹ کورونو ژمنه وکړه.

په غونډه کې چې په مخامخ بڼه خپرېدله، پخپله د شمشاد تلویزیون، یو شمېر حاضرو سوداګرو او هیوادوالو د کرکټ د فدراسیون سره د مالي مرستو ژمنې وکړې.

د مرستو راغونډولو غونډه

د شمشاد تلویزیون هوډ کړی چې د مرسته کونکو هیوادوالو لیست جوړ کړي او د کرکټ ملي لوبډلې ته نورې مرستې هم  راغونډې کړي. په همدې هیله به شمشاد تلویزیون په راتلونکو ورځو کې یوه غونډه جوړوي.

تر څو چې ټول افغان ټکی کام خبر دی، هغه هیوادوال چې پخپله غونډې ته نه شي حاضرېدلای کولای شي د ټیلي فون د لارې د شمشاد تلویزیون سره په دې اړه اړیکې ټینګې کړي او خپلې مرستې د کرکټ لوبډلې ته وروسوي.

 لوستونکي کولای شي د شمشاد تلویزیون سره په دې نمره ( ۰۷۹۹۳۱۲۹۳۸) اړه اړیکي ټینګي کړي تر څو خپلې مرستې د کرکټ فدراسیون ته وروسوي.

د یادونې وړه ده چې په دې غونډه کې د متحدې جبهې پورې تړلي وزیران، چارواکي او د پارلمان غړي چې د نورو لوبغاړو په ویاړ به تل په غونډو کې حاضر او تقریرونه کول حاضر نه وو. کېدای شي دا ډله ملي وحدت همدا رنګ تعریفوي.