د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ اتله لوبډله هېواد ته راستنه شوه. انځوریز رپوټ

خبري - څانګه 03.02.2009 14:51

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سهار هېواد ته راستنه شوه. د کابل په هوایي ډګر کې په سلګونو کسانو د ملي لوبډلې هر کلی وکړ. په هرکلي کونکو کې کې د پارلمان ځیني غړي هم وو.

د ملي لوبډلې د هر کلي په ترڅ کې یو شمېر هیوادوالو د لوبغاړو انځورونه په سترو لوحو چاپ کړي او زړولي و. لوبغاړو ته د هر کلي په ترڅ کې په غاړه کې ګلان واچول شول او بیا د هغه ځانګړو مراسمو ځای ته ولاړل چې د کرکټ د فدراسیون له خوا ورته نیول شوي وو.

د یادونې وړ ده چې دا ځل ډېری هغه دولتي چارواکي چې مخکې به د کرکټ د لوبډلې هرکلي ته هوایي ډګر او د نمانځنې مراسمو ته ورتلل، نه و ورغلي. یواځي د کابل د امنیه قوماندان یې په هوایي ډګر کې هرکلی وکړ.

دکرکټ د فدراسیون ویاند جاوید احمد همیم ټول افغان ته وویل چې دولت د لوبډلې هغسې هرکلی ونه کړ لکه څرنګه چې د لوبډلې له بري سره مناسبه وه.


د درېم ځل دی چې افغان ملي لوبډله سر په سر اتلولي لاس ته راوړي.

د لوبغاړو هرکلي ته دولتي چارواکي په داسې حال کې مخې ته نه و ورغلي چې د ولسمشر دفتر د کرکټ د فدراسیون مشر الله داد نوري ورغوښتی و او د مرستو ژمنه یې ورسره کړې ده. له بله پلوه د کابینې په غونډه کې ولسمشر د مالیې وزارت ته امر کړی دی چې د کرکټ ملي لوبډلې ته دې ځانګړې بودیجه په نظر کې ونیسي. لا معلومه نه ده چې د ځانګړې بودیجې امر به رڼا وویني او که نه؟! او که یې ووینې نو څومره به د ملي لوبډلې اړتیاوي پوره کړای شي. وخت به د ولسمشر ددې امر د ژوند او مرګ په اړه پرېکړه کوي.


ولسي خلکو د افغانستان د لوبډلې تود هرکلی وکړ خو دولتي چارواکي ترې ورک و. افغان لوبډلې لا هیله لرله چې پخپله ولسمشر به یې هرکلي ته ورځي. خو داسې نه ښکاري چې ولسمشر یا مرستیالان یې داسې کارونه د خپل پروګرام سره برابر بولي.


ولس هر وخت د کرکټ په بریاو خپله خوښي کړې ده. دا ځل یې هم ملي لوبډلې ته اتڼونه وکړل.


اتلان له هوایي ډګر څخه د کرکټ د فدراسیون لخوا برابر شوي نمانځنځای ته ولاړل.

افغان لوبغاړي په دې خوښ دي چې بری یې په نصیب شوی دی. ویکټ ساتونکي کریم صادق د کابل په هوایي ډګر کې رسنیو ته ویلي دي چې زه ډېر خوښ یم، الله دې وکړي چې دا بری زموږ هېواد ته سوله راولي، دا بری زه ټولو افغانانو ته ډالۍ کوم.

 بل لوبغاړي میرویس نظري رسنیو ته ویلي چې ان شاالله ان شاالله، که د افغانانو دعا راسره وي، نو نړیوال کپ ته به ووځو.


هیوادوالو د لوبغاړو انځورونه چاپ کړي او هر کلي ته یې یې له ځانه سره راوړي و.

هیوادوالو په ټوله لار دن لوبغاړو د بریالتیوب په ستاینه کې شعارونه ورکول.

انځورونه له یاهو نیوز څخه