د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کرکټ فدراسیون خبرتیا

خبري - څانګه 03.02.2009 07:35

کابل، د سلواغې ١٤مه

 د افغانستان دکرکټ ملي لوبډله په ارجنټاين کې د درېيم پړاو په سياليو کې د اتلولۍ له  ترلاسه کولو وروسته نن د سې شنبې  په ورځ  دسلواغې په ١٥مه چې د روان زېږدیز کال د فروري له درېيمې نېټې سره سمون خوري د سهار په لسو بجو د کابل نړيوال هوايي ډګر ته رارسي  .

له ټولو محترمو رسنيو ، هېواد  والو او د کرکټ  مينه والو څخه هيله کېږي چې د ملي لوبډلې د هر کلي لپاره د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ځان ورسوي .

د افغانستان د کرکټ فدراسیون له حکومتي چارواکو هم غواړي چې د هېواد د نورو لوبغاړو په څېر د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړو د تود هرکلي لپاره جدي اقدامات وکړي.

 جاوېد هميم کاکړ

د افغانستان دکرکټ فدراسیون وياند