د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

تبصره: ګل آغا احمدي وردګ 25.01.2009 17:07

د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود د هغه کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې زموږ د ټولنې د هڅاند لیکوال او د وردګو د کلتوري یون د یوه فعال غړي ښاغلي سید عبدالله ولي زي په وسیله لیکل شوی او د چاپ زیور یې موندلی دی. موږ  د دې کتاب په اړه له خپلې تبصرې څخه د مخه د پښتو ژبي خوږ ژبي لیکوال ښاغلي ولي زي صاحب ته د دې لویې بریا له کبله مبارکي وایو. البته د دې خبرې یادونه هم اړینه بولو چې ګران ورور ولي زی صاحب یو روڼ راتلونکی په مخکې لري ځکه چې نوموړی تر دې مهال لا محصل دی چې د لیکنې په ډګر کې یې لویې لویې بریاوې د خپل نصیب په بوخڅه کې ځای په ځای کړې دي او د متعددو کتابونو او مقالو د لیکلو ویاړ لري.
د ماشومانو اسلامي لارښود کتاب چې په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې له خوا د ارواښاد سید مجیب لمر د شهادت د دویم تلین په مناسبت په روان کال کې خپور شوی دی ښکلې بڼه، ښه صحافت او د مخې پوښ یې په ډیر ښه شکل ډیزاین شوی دی. د نوموړي کتاب پر مخ د نبوي جومات عکس او له هغه پورته د Back ground په توګه زیړ بخن رنګ ورکړ شوی چې هلته د یوه ماشوم لاس د یوه مشر سړي له لاس سره په داسې ډول انځور شوی دی چې ماشوم لاس د ناز په توګه  د مشر د لاس یوه ګوته رانیولې ده. له انځور ښکته د کتاب نوم او بیا د نبوي جومات عکس او د عکس په ښکتنۍ برخه کې د لیکوال په توګه د ښاغلي سیدعبدالله ولي زي نوم لیکل شوی دی. همدارنګه د کتاب له نامه څخه لږ راښکته د کتاب د خپریدو کال هم لیکل شوی چې د ۱۳۸۷ کال منی دی. د کتاب د پوښتۍ په وروستي مخ باندې بیا هم یاد شوي دوه لاسونه د Back ground په توګه په ټوله پاڼه انځور شوی او زیړبخن رنګ لري خو د صفحې د پای په برخه کې په نیدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې لوګو یا نښان هم راغلی.
د ماشومانو لپاره د اسلامي لارښوونو د کتاب د چاپ شمیر ۱۰۰۰ ټوکه ښودل شوی چې د چاپ چارې یې د سهر په مطبعه کې سر ته رسیدلې دي. د مهمتم په توګه د ښاغلي ډاکتر لمر نوم لیکل شوی او د کتاب د ټایپ چارې ښاغلي سیدعمادالله تر سره کړې دي چې د کتاب د قطع اندازه ۲۱X ۱۳،۵ دی.
نوموړی کتاب په مننلیک، د ټولنې پر یادښت، سریزې، سپړنې او یادونې سربیره ټول ټال ۶۴ لوی او واړه عنوانونه لري او د مخونو شمیر یې ۱۱۶ دی. باید وویل شي چې مقدماتي لیکنې پرې پوهندوی عبدالاحد مسلم او سید نصیر احمد کړې دي. همدارنګه د نوموړي کتاب په پای کې اخځلیکونه او سمونپاڼه هم ځای پر ځای شوي دي.
په دغه کتاب کې د اسلام د پنځه ګونو بنسټونو یا بناوو لکه کلیمه، لمونځ، روژه، زکات او حج په اړه معلومات خورا په زړه پورې لنډه او مناسبه شرح راغلې ده چې ژبه یې ساده او روانه پښتو ده ماشومان، نوي ځوانان او مینه وال یې په آسانه توګه لوستلی شي. پر دې سربیره د کتاب په پای کې نږدې دوه درجنه هغه نبوي ماثورې دعاګانې له پښتو ژباړې سره یو ځای راغلې دي چې په احادیثو باندې ثابتې دي او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ورځې ورد ګڼل کیږي او لوستل یې زیات دنیوي او اخروي اجرونه لري.
د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود کتاب ګڼې ځانګړنې لري چې یوه یې هم په تصویري ډول د نارینه او ښځینه ماشومانو لپاره د کتاب په منځپانګه کې د اوداسه او لمانځه د رنګینو تصویرونو ځای پر ځای کول دي چې د هغه په وسیله اودس او لمونځ په عملي شکل ښودل کیږي.
د نوموړې کتاب ژبه ساده، روانه او خوږه پښتو ده چې ماشومان او نوي ځوانان په آسانه توګه ترې استفاده کولی شي. پر دې سربیره د نوموړي کتاب لوستل ټولو لیکوالانو، څیړونکو او مینه والو ته هم بې ګټې نه دي او په بیړه د خپلو معلوماتو تنده پرې ماتولی شي.
په دې کتاب کې زیاتره قرآني آیتونو او نبوي احادیثو عربي متنونو ته د زور، زیر، پیښ، غړوندي، شد او نورو  مسایل تر ډیره حده په پام کې نیول شوي دي خو د آیتونو او احادثیو ځینې عربي متون بیا له دغه قاعدې څخه پاتې دي او ښه به دا وی چې په کتاب کې چې ټولو موجودو آیتونو او احادیثو ته نوموړې قاعده په پام کې نیولې وای نو لوستل به آسانه وای.
همدارنګه د کتاب د پوښ په دویمه پاڼه باندې که د لیکوال مختصره معرفي د نوموړي له یوه فوټو سره یو ځای راغلې وای نو زما په آند بده خبره به نه وه خو دا چې لیکوال دغه کار نه دی کړی نو د هغه خپله خپله خوښه. باید وویل شی د معاصرو آثارو د چاپ په برخه کې تر ډیره حده دا خبره په پام کې نیول کیږي او د کتاب د لیکوال لنډ ژوند لیک او عکس د کتاب د پوښ په دویمه برخه چاپیږي . بل دا چې دا د لیکوال حق دی چې د خپل اثر په وسیله خپل ځان په لنډه توګه لوستونکو، مینه والو او ټولنې ته ور و پيژني.
د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود کتاب په ټولیزه توګه یو ارزښمتن اثر ګڼل کیږي چې زموږ د ټولنې  یوه ځوان لیکوال او د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون یوه محصل ښاغلی سیدعبدالله ولي زي صاحب په خوږه او روانه پښتو ژبه لیکلی دی.
موږ  د خپلې لیکنې په پای کې له ټولو افغان لیکوالانو او ژباړونکو څخه هیله من یو چې د خپلو دیني، علمي، ملي، ټولنیزو او هراړخیزو ارزښتونو د پياوړتیا لپاره په ورته لیکنو لاس پورې کړي او د ژوند په مختلفو ډګرونو کې ښکلې، علمي، اخلاقي، تخنیکي او ټکنالوجیکې لیکنې هم د خپلې ټولنې د وګړو د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره وکړي. همدارنګه  د امکان په صورت کې خپل آثار د کتابونو په بڼه چاپ کړي ځکه چې د افغاني ټولنې ځوان نسل د ژوند په مختلفو برخو کې تازه معلوماتو ته اړتیا لري چې وخت پر وخت ورته وړاندې شي. ښاغلي ولي زي صاحب خپل کتاب په داسې اغیزمن ډول تهیه او چاپ کړی دی چې هره کورنۍ کولای شي د خپلو اړینو دیني معلوماتو د زده کړې او سمون لپاره ترې ګټه واخلي. باید وویل شي چې د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود کتاب د هیواد په کتابتونونو کې موندل کیږي.