د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ښاغلي رهنورد زرياب صاحب څخه يوه دوستانه ګيله

حبيب الله غمخور 23.01.2009 03:22
ليکوال ديوې ټولنې داوسېدونکولپاره درهنما اومرستندويه مفهوم لري .
که په يوه ټولنه کي دسواد خاوندان او پوهان  نه وي هغې ټولنې ته ړنده اوکڼه ټولنه ويل کيږي . ديوې ټولنې په پرمختگ اوپياوړتياکي دپوهانو اوعالمونو رول لکه  دژوندون لپاره داوبواوهواغوندي ارزښت لري .
څرنگه  چي ټولنه مختلف اړخونه لري دعلم څانگي هم بېلي، بېلي دي ، يوه له هغونه ادبيات  دي ، ادبيات  هم مخلتفي برخي اوښاخونه لري حې سپړل ئي زمادليکنې موخه نده . خوداديبانومقام ،رول  اومسوليت  بياددژبو اوفرهنگ دپرمختيا، پياوړتيا اوساتلو په برخه کي تر هربل عالم ډير وي . همدا اديبان  اوشاعران دي چي يوه ژبه غښتلې کوي اوهغه دابياتوله کړکۍنه په خلکو پېژنې اويا دقلم په مټ دهغې د رواجولو لپاره شپه او ورځ زيار باسي .
البته دژبې په غښتلتيا او رواج کي يوازي ادبيات ټاکلي ارزښت نلري ،مگر دعلم تربلې هري برخي ئي ونډه درنه ده . له همدې امله په يوټولنه کي ددې لپاره چي ديوه ولس ژبه غښتلې  اوعلمی شي نودادبياتوپه برخه کي  پوها نوته اړتيا ليدل کيږي  .که دټولنيز ژوندپه نوروبرخوکي اختراعات ،اکتشافات اونورعلمی څېړنيز کارونه ديوې ژبې دزده کړي اړتياپيداکوي نوادبي اثار هم يوه ژبه په نورو ولسونو پېژنې، حتا تارخ پوهانوزيات وختونه د پخوانيوتاريخي پېښواوتمدن دتاريخ په اړوند دابي اوشعري اثاروپه مټ تر يوې کچي  معلوماتونه راټول  کړي .
له بدمرغه زموږ په هيوادکي چي لاتراوسه  تر لوسونکو دنالوستوشمير ډيراودگوتوپه شمار پوهان اوادبيان لرو،ځکه نودهغوي کړنو اوڅرگندونو ته دهرچا سترگي وراوړي اوله هغوي نه زياتي غوښتنې کېږي . زموږولس دادبياتو،تاريخ اودعلم دنوروبرخوله پوهانوڅخه داغوښنه لري چي زموږ ټولنه په رڼوسترگو مطالعه اوحقايق تر خپل ولس اوراتلونکو نسلونو پوري ورسوي . په ځانگړې توگه له اديبانواوتاريخ پوهانو څخه موږ دداسي ليکنو اوويناو ارزولرو چي زموږ داکړېدلی ولس سره رانږدې اوپه تاريخي حقايقو پوه کړي  اوپرې نږدي چي زموږگاونډيان خپلوتورواوشومو،سياسي اوفرهنگی کرغېړنو ارزوگانوته درسېدوپه موخه زموږد ولس  په منځ کي ژبنيو،قومي اوسيمه ايزوبې اتفاقيوته لمن ووهي . 
زه دخپلي ژبي دپياوړتيا لپاره کاراودهغې څخه دانصاف اوعدالت پر بنياد دفاع دهرچاحق بولم .خو نه داسي دفاع لکه چې ښاغلي رهنوردزرياب صاحب چي ئې دايراني اخوندانودخوشحالی لپاره دهغوي لخوادروزل شووځوانانوپه غونډوکي کوي .
زرياب  صاحب کله ،کله داهيروي چي هغه زموږ دولس په پيسو روزل شوی اوموږ ئي افغان بولوځکه نوتر هرڅه بايد خپل ولس چي دافغان په نامه يادېږي اودهغوي  ژبې ،دود،دستوراومذهبی اړېکي ورته  گراني وي .
موږ ټول پښتانه ،ازبک ،هزاره،تاجک ،ترکمن اونوروله يوه سرۀ  زرياب صاحب  او ټولو پوهانو ته پدې شرط چي دپرديوترگټو زموږ ملي گټي اوتاريخي افتخارات قربان نکړي راته گران  اوداحترام په سترگه ورته گورو.
خوښاغلي زرياب صاحب  لکه لطيف پدرام اويوشمير نورکسان چي داپښه ئي تر ايران  پوري ورسېږي بيا ديوه افغان  په توگه خپل ملي مسوليت هيرکړي . دبېلگې  په توگه پدې شپو اوورځوکي ښاغلي زرياب صاحب  ايران ته دايراني ځوانانو دټولنې لخوا په ايران کي دفارسي ژبي اوادبياتودشپږم  نړيوال سمينار په کارکي دگډون لپاره بلنه ورکړه سوې وه . ښاغلي زرياب صاحب تهران ته سفر وکړ او دروان  م کال دجنوري پر ۱۴ مه ئې  ددې سمينارپه غونډه کي چي دتهران په دولتي پوهنتون کي جوړه سوې وه ،دايران دمحصلينوخبري اژانس (ايسنا) دادبي برخې دخبريال درپوټ له مخې خپله اعتراض  آميزه له افسوس اوفريادنه ډکه ليکنه د «نگاهي به زبان و ادبيات فارسي در افغانستان» ترنامه لاندي ولوستل .
 ښاغلي زرياب  صاحب په افغانستان کي دفارسي ژبې  دحالت اوڅرنگوالي په اړوند په خپلو له انصاف نه ليري څرگندونوکي وفرمايل :  ((پس از دوره يی تيموريان، زبان فارسي در اين سرزمين بي‌يار و ياور شد و رويدادهاي تلخ را به نگريستن نشست . ))
زرياب  صاحب !
لومړی  خوموږ په علمی مجلسونواوليکنوکي دغه ژبې ته چي تاسو اوعوام ئي فارسي بولۍ دري وايو اوپه دې ژبه وياړو،چي هرڅومره ئې دفاسي سره په مختاړي اوياوروستاړي کي يوځاي کړي څوک ئي درسره نه منې ،اوله نيکه مرغه ډير ايراني روڼ اندي اديبان ئي هم درسره نه منې ،هغوي ددې ژبې رېښه  اودلويدوځاي  گران افغانستان بولي .  نورزه پردي نه ږغېږم چي کله اوڅنگه دا فارسي سول اويائې ولي د افغانستان  په عوامو خلکوکي  دفارسي په نامه شهرت پيداکړ . پدې  بايد سره پوه شوچي زه اوټول پښتانه له دري  ژبې سره هيڅ ډول دښمني نلرو،بلکی په تکراروايم پري وياړواودهغه چااحترام کوو، چي زموږ دولس دري ژبه غښتلې اوپياوړی کړي ،خوي له پښتوسره اويابلي کومي وطني ژبې سره ئې ونه جنگوي ، دايراني اخوندانوديرغل نه ئې  وژغوري  . له بلې خواپه کل کي ديوې ژبې سره  هم اختلاف نلرو، دادهر ولس حق بولوچي خپله ژبه علمی اوپياوړې کړي خونه دبلي ژبې دسپکاوي په قيمت لکه چي تاسوپه خاصه بې انصافی سره دغه کارته ملاتړلې ده . که دبشري ټولنواوژبوتکامل تاريخي سير ته نظر واچوگوروچي ژبې څومره سره نږدې دي خو دا ځني کسان دي چي دوي سره ليري کوي اويودبل په مقابل کي ئي سره دروي . زموږ دولس ژبې زموږ ملي افتخارات دي تأصف دهغوپر حال چي زموږ خويندي ژبې سره جنگوي .
دوهم : که گريوان ته سرټيټ کړی دافغانستان په سياسي اودولتي تاريخ کښي تل دپښتوسره ستاسوپه وينا د ((فارسي )) په تناسب دښمنانه اوميرېزی برخورد سوئ دی . داچي تاسو دتيموريانو ددورې  دومره ستاينه کوی ،پدې خاطرنه دی چي په هغه زمانه يعني په ۱۴ او۱۵ پېړی کښي دټول هيوادپه کچه کوم فرهنگی کارونه  شوي داهم ديوه افغان ليکوال په توگه چي په خبروکي ئې ملي غرورياحتا توکمی غرورنغښتۍ وي نه کوی  . بلکي متا سفانه داستاينه هم دايرانيانواوپه ځانگړې توگه داوسني حاکمو اخوندانودخوشحالۍ لپاره کوی چي شپه او ورځ ترخپل فرهنگی يرغل لاندي دافغانستان دراوستلوخوبونه ويني . نه پوهېږم حي لي تاسوديوه په اصطلاح چپ  ليکوال په توگه دتيموريانو دحاکمانود کړنو په تاريخ دومره ډير وياړی ؟خوکه ليري ولاړ نسودمرحوم غبارپه  ليکل سوی تاريخ (افغانستان درمسير تاريخ)  کي له ۲۵۰ مخنه تر ۲۸۰يم مخ ونو کي ئې  کړنې لوستلاي سو،هلته مرحوم غبار دصفويانو ددورې په اړوند خپل نظر وړاندي کړي دي ،هغه ورته دومره روښانه اوځلانده دوره نده ولې لکه چي تاسو ئې ستاينه کوی .هلته خودټولوافغانانو اوزموږدهيواد دتاريخ لپاره دومره دوياړ توکي ماپيدانکړه لکه چي تاسوپرې وياړی . گوری تاسوځانته داټولنيز عدالت پلوی ليکوال اويوشخص واياست خوبيا دومره بې انصافی کوی چي  تاسوته  تر ټولو گراني ايرانۍ فارسی ژبې دځلېدووخت دتيموريانو په دوران کي وينۍ ،داځکه چي هغوي ټول ايران پلوه اوياله هغه ځايه پشکل دشکلونوراټوکېدلي حرکتونه وه اوټولوپه فارسی ژبه خبري کولې اوچيري چي ئي وس رسېدلۍ دپښتنو مشران ئي وژلي دي .تاريخ ته درسره نه ځم ځکه يواز گيله درنه کوم ،کنه نوکه پوښتنه درځيني وکړم چي  دلوي احمدشابابا په دربارکي کومه ژبه تر نوروډيره مروجه اودولتي وه،ځواب به مو څه وي  ؟؟؟ اوتر هغه راوروسته دافغانستان د سياسي اودولتي حاکميت په تاريخ کښي پدې څوسوه کاله ،ترنن ورځي پوري کومه ژبه دولتي ده اودکومي ژبې لپاره ډير کارسوی اودکومي ژبې حق تر پښو لاندي سوی دی ؟؟؟ که انصاف ولری نودابه راسره ومنۍ چي دپښتو سره جفاسوېده  .
دبلې خواکه رانه خوابدی نشی نويوبله رښتياخبره به هم ستاسو اوستاسونه دگيلې په پلمه له يوزيات شمير ليکوالو، پوهانو اوسياستوالونه وکړم  چي که په رښتياسره غواړی دافغانستان پدغه جغرافيايي چاپېريال کي ځانته دټول ملت په زړونوکي ځاي پيداکړی اوداحق ځانته ورکړي چي ځان  افغان ليکوال اوياعالم وبولي  اوياپدې سيمه کي پښتانه هم دخپل ملي حق خاوندان وبولی ،نو حداقل په پښتو اودري ژبوخوبايد روان وپوهېږي اودافغان ولس له هري  ژبې اوقوم سره دښمني نه يوازي داچي بياد تاسوته دروښنفکرانوپه توگه دعارخبره وي بلکي بايد دنفرت اوکرکې په سترگه  ورته وگوري،چي متاسفانه يوشمېر نه يوازي داچي دا دريز نلري بلکي دپښتنو اوپښتوسره ئې دښمنۍ ته ملاتړلې ،سره لدې چي داباربه تر مزله ونه رسېږي .
دتهران دپوهنتون پدې غونډه کي زرياب صاحب دويناپه اړوند خبريال ليکي  ((اين داستان‌نويس با اشاره به دوران پادشاهي محمدظاهر شاه گفت: درسده‌ي‌ بيستم ميلادي،حلقه ‌ها وعناصر شناخته ‌شده در درون دستگاه دولت وبيرون از آن يك جريان برنامه ‌ريزي ‌شده‌ي پارسي‌ستيزي راسازمان دادندكه تا به امروز نيز ادامه دارد. در سال 1315 هجري خورشيدي، بر اساس فرمان دولت‌ مردان آن روزگار، زبان پشتو در سراسر كشور به جاي زبان فارسي به زبان آموزش و پرورش تبديل شدو براي 10 سال، كودكان و جوانان تمامي اقوام افغانستان ناگزير بودند به زباني كه با آن آشنايي نداشتند؛ يعني پشتو آموزش ببينند و اين همه براي زبان فارسي در افغانستان فاجعه‌اي بزرگ بود.))
زرياب  صاحب ! فکر کوم تاسوقيصه ليکونکی ياست نه تاريخ پوه اوکه تاريخ پوه هم اوسی نوتاريخ چپه مه تعبيرویاوله لمر گوندي روښانه حقايقونه ولي سترگي پټوی ؟ ټول پدې خبردی چي خپله دظاهر شاه اودهغه دکورنۍ دټولوغړوديوه هم پښتونه وه زده اونه ئې دپښتو دپياوړتيالپارکارکړی،داچي په ورستيوکي په دولتي ارگانوکي دمامورينولپاره دپښتو ژبې کورسونه جوړ سوه ،يوخوداکارچندان عملي اوگټورنه وو اودبلې خواداهم دغه په اصطلاح ددموکراسی دلسيزي يوبې بنياده فرهنگی نمونه وه. نوپدې خاطرتاسو څنگه اودکومو منطقوپربنياد دابېځايه انتقاد لري چي گويادظاهر شاه دپاچاهی په دوران کي ستاسو دښمنې ،خودافغان غوڅ اکثيت ژبې (پښتو) ژبې پياوړتياته زياته پاملرنه وشوه. زه پوهېږم چي تاسوکوم فرمان يادوي خوهغه هم غلط يادوی ،که داسي واي نوپدي باورولري چي اوس به دټولو پښتو زده واي لکه چي دپښتو ژبو زموږ دري اوستاسو فارسي زده ده .خوداسي نده اوهغه فرمان  پدې بڼه نه وولکه چي تاسو ورته اشاره کړې ده . اوکه داسي هم سوې واي نوڅه کفر خونه کېده ،د نړۍ په ټولو هيوادوکي دولتي ژبه دهغه هيوادداکثريت  اوسېدونکو ژبه ده ،ولی په افغانستان کي تاسو دپښتو ژبې  سره دومره حساسيت لري ؟
يوشمير بې وطنه کسانومحمدگل خان مومند پدي نه خوښېږي چي دظاهر شاه کورنۍ اونوردولتي چارواکي ئي دپښتنواوپښتو ژبې سره سپکاوی ته متوجه کول .که داکار هغه دفارسي په اړوندکړي واي بيابه نوستاسو اوايراني چاواکواواخوندانولپاره هغه يو نړيوال قهرمان واي. هغه بله کومه گناه نه درلوده يوازنۍ گناه ئي داوه چي خپل ژبه اوخپل قوم ورباندي گران وو،خوهغه هيڅ وخت دبلې ژبې اوبل توکم سپکای لکه ستاسو يوشمير ليکوال نما اوسياست نماچي ئي کوي نده کړې .
زه نه غواړم دزرياب صاحب  پر بيوگرافي خبري وکړم خو دومره ويلاي شم چي دادبي ليکنو په څنگ کي ئي  په چپ سياست کي هم گوتی وهلي ،هغه څوک چي ځان دچپ سياست پلوی بولي دهغه لپاره  په هرنامه اوبهانه چي وي دشرم خبره ده چي دژبو اوقومونو ترمنځ اختلافاتواوبېلتون راوستلوته لمن وهی  . اونه هم په فرانسه کي دهغه پراړېکواوياداچي څنگه له فرانسې نه کابل ته ولاړ بحث کوم .
متاسفانه رهنوردزرياب  صاحب په فرانسه کي هم دهغوافغان کډوالوسره زياتي نږدې اړېکي درلودي کوم چي اوس ،اوس په افغانستان کي دفدراليزم ډول ډنگوي  اويائې دپښتو اوپښتنوسره دښمنۍ ته ملاتړلېده  .
يوځل ئي دملي سرود په مسله کي چيخلې ماتولې او راورسته پسله هغه چي دده دخوښي مقام ئي په دولت کي ندي تر لاسه کړی په پښتو اوپښتنو پسي ئې په بربنډ توگه  پښې رالوڅي کړې دي .کله چي موږ له زرياب صاحب  نه داسي حرکتونه او ويناوي اورو، مجبور يو له ځان سره وخاندو اوځان پدې صبرکړو چي خيردي له ښاغلي کرزی نه خوابدی  سوی دي اوس ئې زورتر پښتنو اوپښتوباسي بايد حوصله وکړو،خوپه ايران کي چي زموږ سره په زياتو مسايلواودزرياب صاحب سره هم په اډيالوژيکي اوعقيدوی مسايلوکي اختلاف لري  ددې لپاره چي ديوبل هيوادگټي وساتل سي اوايراني اخوندانو ته ځان نږدې اودهغوي دمرحمت وړوگرځي داډړول له حقيقت نه ليري مسايل مطرح کول هر افغان زوروي اوځان مکلف بولي چي له رهنورد زرياب صاحب نه ر ځاي گيله وکړي چي داڅه کوې اودڅه لپاره ؟ 
خوکه دامسله جدي ونيسونوښاغلي زرياب صاحب بيا بايدځانته داحق ورنکړی چي دتهران دپوهنتون غوندي په غونډه کي بې مسوليته خبري اوڅرگندونې وکړي .
پدې بايد زرياب صاحب اونورهغه کسان چي دايراني اويانوروبهرنيوافغان دښمنو دخوشحالی لپاره لاس اوپښې وهي تل پوه وي چي پردې به بريالي نشي چي پښتانه اوپښتوژبه ورکه کړي .
ښاغلي زرياب صاحب! 
 تاسوخوپه يوه انترناسيونالست پلوه حپ گوندکي هم سر ښوراوه ،اودهمدې سرښورونې برکت ووچي دشوروياد يرغلپه دوران کي  مو وروستی دنده دافغانستان دليکوالودانجمن درياست  مقام وو. سره لدې چي هغه وخت موهم د حاکم گوندنه په پټه له شمالي ټلوالي اوپه حاکم گوندکي دشمالي ټلوالي دپلويانواوپه افغانستان کي ديوشمير ليري اونږدې گاونډيانو دنوي ستراتېژی له پلويانوسره چي تر اوسه ئې دافغانستان ټوټه کېدوته ملاتړلې يوڅه سر ښوراوه اوپه فرانسه کي داوسېدوپه وخت کي خوکاملأ دهغوي تر تاثيرلاندي راغلاست اوديوه ليکوال په توگه موخپل ملي دريځ پرېښود. دادی اوس په کورنيو اوبهرنيوجگړوکي سوځېدلي افغانستان  داوسېدونکو تر منځ دژبودجگړې اودپښتواوپښتنوسره داختلاف اودښمنۍ له لښتيونه داوبوڅښل پيل کړي دي  .
بايد لوستونکی وخاندي ،کله چي ستاسودغه ټکي لولي ((اوبه سياست جداسازي زبان فارسي و دري اشاره كرد و توضيح داد: به باور بسياري از صاحب‌نظران، منظور دولت‌مردان از اين امر، نه تنها زنده‌سازي زبان دري نبوده؛ بلكه به گونه‌اي مرزكشي فرهنگي ميان افغانستان و ايران بوده است كه تا امروز نيز ادامه دارد.))
يوه بې عقل هم پرې پوهېږي چي څومره ديراني اخوندانوپه چوپړ کي ياست ؟ بلې تاسو اومتاسفانه ستاسوپشان يوشمير کسان غواړی چي موږدايران سره ستاسوپه اصطلاح فرهنگی پولی ورانې کړواوهغوي پرېږدوڅه چې ئي زړه غواړي هغه تر سره اوزموږپه ملک کښي خپلي فرهنگی منډي  ووهي اوافغان دښمنې موخي تر لاسه کړي ،ځکه خوتاسو غوندي کسان نازوي . خوداارمان ډيرو گورته وړی ايراني اونوربهرپلوه به هم هرومروددې پروسې مزه څکي . دافغان ولس پر خپلاف هرډول تيري کونکي خپل سرخوړلی ځکه خودټولو ظالمانه اوله پښتوژبې سره دخاينانه سياستونودپلې کېدوسره بياهم داژبه ورکه نشوه بلکي دهرې ورځي په تېرېدوسره آهسته خوپه آطمينان  اوپوره قوت پرمخ درومي . دتاسف ځاي دی چي تاسو ديوه افغان په توگه دايران په چوپړکي ياست اخپل ملي غروردهغوي دخوشحالی لپاره ترپښولاندي کوی .
زرياب صاحب وړاندي وايي (( از همين‌رو، در حال حاضر هم حلقه‌ها و عناصر معيني مي‌كوشند تا اين اصل را بر جامعه بقبولانند كه فارسي زباني است ديگر و دري زباني ديگر، و رسانه‌ها و نهادهاي دولتي كشور اجازه ندارند كه انبوهي از واژه‌هاي ناب فارسي دري را مثل دانشكده، دانشگاه و داداگاه به كار ببرند؛ زيرا جايز نيست و اين مضحكه‌ي ننگين تا هم‌اكنون ادامه يافته و جريان دارد. جنگ‌هاي 25ساله‌ي اخير باز هم فرهنگ و زبان پارسي دري را در افغانستان با چالش‌هاي جدي روبه‌رو ساخت و خطرهاي  بزرگي را براي فرهنگ و زبان فارسي دري به بار آورد.))
زرياب صاحب پدې پوهېږو چي ايراني ځوانان چي ايراني اخوندانوئې مغزونه ورپرېمينځلې دي  دومره ئي پدې مسله ممکن سر خلاص نشي ،مگر موږ اوتاسو خوسره پوۀېږو چي غواتوره اوشيدې سپينې دي . موږ دري له فارسي څخه نه جلا کوو،بلکي لکه چي پياوړي اومنلي ژبپوه ښاغلي  زيار صاحب اويوشمير نوروپوهانوورته  اشاره کړې ،دري اوفارسي ورته اويوه رېښه لري ،يوه ژبه ده خوپه بيلو بيلو سيموکي لويه شوې اوپه همدغوسيموکي دټولنيز،سياسي ،فرهنگي اومذهبي تاثيراتولاندي ئي تکامل کړی  . زموږ لپاره داختلاف ټکي په نورومسايلو کښي دي، چي  هغه دملي ترمينالوژي  اوپه افغانستان کي ددري ژبې  ډياليکټ اوددې ژبې چي تاسو ورته فارسي واياست دپيدايښت تاريخ ،سيمه اوريښه ده ،موږ ئي رېښه په خپل هيواد کي بولو خوتاسو هرڅه تاريخي افتخارات چي افغانان لري هغه تر ايراني اخوندانو اونوروبهرنيانو قربانوی . تاسودا مسله نه دژبني ملحوظاتوپر بنياد بلکي دسياسي ملحوظاتو اودپښتواو پښتنو سره ددښمنۍ پر بنيادغواړی  لمن ورته ووی ،هغه ژبه اوډياليکټ چي همدا اوس په ايران کي  خلک ورباندي خبري کوي  غواړی هغه په افغانستان کي هم په همدې بڼه  مروجه کړی ،اولمر غوندي ټولوته  روښانه ده چي داکار دايرني اخوندانوپه هدايت کوی ، کنه داپخواتاسوچيري واست ؟ ايا ماشومان واست ؟خونه واست ؛هغه وخت مونوري خبري کولې موږ اوتاسو خويواوبل سره پېژنو يودبل خبري مو سره اورېدلي دي ،اياشرم ندي هغه څوک چي وايي خپل هيواد اوخپل خلک راباندي گران دي ، بيا همدا گران ولس دپردوپه لمسون سره جنگوی اويادهغوي دښمنانوته خدمت کوي ؟
په بل ځاي کي رهنورد زرياب صاحب ليکي : (( با اشاره به سقوط طالبان و سرازير شدن نيروهاي غربي و آمريكايي به افغانستان در طول هفت سال گذشته، از ديدگاه مردم، ناداري، گرسنگي و بي‌كاري نصيب ما شده و تلاش مي‌شود فرهنگ و ادبيات و هنر به حاشيه رانده شود؛ چون دريافته‌اند كه اگر در افغانستان فرهنگ بالنده وجود داشته باشد، انديشه زاده مي‌شود. به هرحال، در اين اوضاع اين فرهنگيان راستين هستند كه با پذيرش دشواري‌ها و محروميت ‌ها به درگاه زبان فارسي دري و ادبيات اين زبان، بار سنگين امانت رودكي، سنايي، عطار، مولانا، سعدي، حافظ، و بيدل را به دوش مي‌كشند و بي‌ هيچ چشم‌داشتي از دولت حامد كرزاي به حفظ فارسي كمر بسته‌اند. ))
زرياب صاحب چي هر څومره ځان مترقي روښنفکره معرفي کړی  تاسوپه خپل ليکنه کښي دتعصب  نه ډکه خپله  بڼه نندارې ته وړاندي کړېده .له يوې خوا سياست کوی ،داسي معلوميږي چي سياست هم دفارسي ژبو لپاره په هغه هيوادکي کوی چي شمير ئي تر نورولږ دی ،اودبلې خوادافغانستان فرهنگ  چي اندېښنې اوعالي مفکوري رازېږوي يوازي په همدې ژبه اودهمدې ژبې په فرهنگ کي وينۍ چي  دامو يوه تاريخي جفا اوکه خفه نسی له افغان ولس اپه ځانگړې توگه له ټولوهغوسره چي دايراني فارسي اوايراني فرهنگ  له رواج سره په خپل هيواد کي  چي دهر څښتن اوعالي کلتور اوژبه لري دمختليفو علمي،ټولنيزو اوسياسي لاملوپر بنياد مخالفت لري دهغوي سره مودښمنۍ ته بربنډه ملاتړلې ده ،خداي دې خيرکړي چي له فرانسي نه وروسته دايران تابعيت ترلاسه نکړي .
که په قهرنسی بې ځايه ځان اوخپل ملگري ((رودكي، سنايي، عطار،مولانا، سعدي، حافظ، و بيدل))  د امانت  وارثين مه بولۍ .پدې پوره باورلرم چي که  هغوي ژوندي واي  تاسولخوا دپښتو اونوروژبوسره ددې ډول سرټمبگيو اودښمنيوسره به ئې هيڅ ډول علاقه نه درلوداي اوپر تاسوبه ئې خندلاي چي تاسو څه کوي او ولې دومره دخپلو وطندارانواودهغوي له ژبې سره مخالفت کوی  .هغوي عالمان وه شپه او ورځ ئي زيار ايسته تر څو بشريت ته خدمت وکړي ،دوي په هغه ژبه ليکل چي دوي پرې پوهېدل ،ددوي په بيوگرافيوکښي ستاسو غوندي طرحي ،تعصب  اوبې بنياده مسايل نه ليدل کېږي . هغوي ته ټول بشريت دقدروړ وه،خوتاسو اوستاسوياران بيادتنگ نظری په ويالوکي لمبېږي ،پام کوی چي گوډنسی .
ددې لپاره چي ليکنه اوږده نسي داوس لپاره پر هره کليمه تبصير نه سم  کولاي  سره لدې چي دتبصرې وړده ،قضاوت لوستونکوته پرېږدم .
خوپه يوه ټکي پوه شوم چي تاسوهم يوله هغوکسانوڅخه ياست چي په پښتو اودري ژبوکي دمنل شوي ترمينالوزی سره چي اوس ئي ملي بڼۀ غوره کړې اودافغان ولس ديووالي بېلگه شمېرل کېږي مخالفت کوي . هغه دبلخ دوالي  عطا محمد خبره پرځاي ده چي دبلخ دپوهنتون ديوشمير محصلينودغوښتنې په مقابل کي کوله چي ايراني اخوندانوداستخباراتي شبکواوکړيوپه لمسون ئي غوښتل چي پر يوه لوحه دپوهنتون نوم په څوژبو وليکل سي ژورنالستانوته وويل ((زه پوهېږم چي دادچاکاردي اوولي ئي کوي ،دا. . . .دي )) فکر کوم تاسوتر والي صاحب ددې مسلې په رېښه  ډير خبر ياست ،چي له کومه ځايه اوکوم افغان دښمنه استخباراتي سازمان په هدايت روزل کېږي ،اوحتمأ به پوهېږی چي دڅه لپاره داشعارونه پورته کېږي اوپايلي ئي څه دي ؟ دومره ويلاي سم چي دابارترمنزله نه رسېږي ،هره ورځ چي وي داکوږباربه راولوېږي .
درهنوردزرياب صاحب ستاسو په ژوندليک کښي ليکل سوي چي ((در دورة مكتب به جنبش چپ وتريند شوروي علاقمند گرديده بود، با اين سفرهاي تحصيلي، تحقيق و مشاهدة جهان، به يافت ها و باور هاي نويني دست يافت، به گونة كه تا امروز به عنوان يك صاحب نظر مستقل و منتقد آگاه برجا مانده است.)) که ستاسو دژوند ليک په اړه دغه خبره رښتياوي بيانوبايددهمدغه باوراونظر سره ځان عيارکړی ،اوس خو ستاسو بيوگرافي اوستاسوکړنې په ټکر کي ليدل کيږي .
زرياب صاحب ! تاسوپه خپلو ليکنو کې ډيرکوښښ کوي افغانستان په فارسي ژبي هيواد مشهورکړي ، دملي سرود دجوړېدوپه وخت کي مو هم خپل تعصب پټ نکړ،داسي ويل کيږي  چي ستاسودغه تاکتيک اوپاليسي دايراني اخوندانو ډيره خوښه اوتاسودهغوي دهدايت ل مخې داکارونه کوي  .
زه پدې باوريم که غواړي ديوه افغان ليکوال په توگه دټولوافغانانولپاره دمنلي وړ شخص په توگه پاته سۍ دتنگ نظرواوتعصب نه ډکو کسانو پر پله قدمونه مه ايږدی  ،خداي مه کړه چي دنوروتنگ نظرو غوندي دافغان ولس دقهر اوغوسې سره مخامخ نشي .
گوری تاسودافغانانوپه پيسو تعليم اوتحصيل کړی اوهمدا اوس هم هرچېري چي سفرونه کوي دافغانانوپه پيسواودافغان په نامه  معرفي کېږي،پدې صورت کي داوطن پر تاسو حق لري چي ملي يوالي اوفرهنگي وحدت  اوتاريخي  افتخارات ئي وساتی اوايراني اخوندانوته بې ځايه له پښتو،دري اوپښتنوڅخه سرمه ټکوی ،داکارموپه گټه ندی .  داچي ښاغلي کرزی اويا داطلاعاتو اوکلتور وزير تاسوته  ستاسودخوښی اوغوښتنې سره سم مقام ندي درکړې پدې کي دپښتو اوپښتوکوم تقصير نشته .
له نيکه مرغه زموږ په هيوادکي هيڅ يوشخص اوياکومه سياسي ډله ،ټپله دکوم قوم اوژبې  استازيتوب  نشي کولاي ،تاسودغه ژبنی اوقومی سوداگرپه خپلو سترگوگوری چي څومره تحقيرېږي ،بيانو تاسو ولي غولېږی اودخپل هيواديوه لوي  اوبې گناه قوم اودهغوي له  ژبې سره دښمنۍ ته ملاتړئ ؟
پدې هيله چي زما خبرې اوعرض ستاسو دخوابدی لامل نسي ،ددې ليکنې څخه زماموخه پدې شرايطوکښي چي له لرگی نه بايد سړۍ جوړسي اودهيوادپه گټه  ترېنه کارواخيستل سي  داده چي  تاسوبايد ديوه افغان په توگه په ټولنه کي دروند ځاي ولری ، زما نه پيرزوکېږي چي تاسو دوطن ددښمنانو او پردی پلوو افغان دښمنو د پاليسيواوتاکتيکونوقرباني سی . پاي