د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني احمدزی د هېواد وتلې ملي څېره

سرلوڅ مرادزی 19.01.2009 21:15

په امریکا کې د افغانستان اریانا تلویزیون چې د ښاغلي مسکینیار په مشرۍ چلیږي ، د جنورۍ په ۱۸ د هېواد د نامتو او وتلي ملې څېرې اشرف غني احمدزي سره یوه مرکه وکړه .
ښاغلئ احمدزئ چئ لوړې زده کړې يي د لیبنان د بېروت په پوهنتون کې ترسره کړی او په علومو کې ډوکټوره لري ، په امریکايي پوهنتون کې د استادئ سربېره يي په نړیوال بانک هم د لوړپوړي چارواکي پتوګه دنده ترسره کړي . نوموړي د کرزي په حکومتي جرګګۍ کې ، د ماليي د وزیر او روسته د کابل د پوهنتون د مشر په توګه هم دندې سرته رسولې دي .
په دې تلویزیوني مرکه کې چې د یوه نیم ساعت په شاوخوا کې په ژوندۍ بڼه روانه وه او ښايي د هېواد د ولسمشرۍ لپاره په ټولټاکنو کې د نوماندۍ د چمتوتوب په موخه شوې وي ، غني احمدزي د افغانستان د روان ناورین د بېلو بېلو اړخو په وړاندې خپل دریځ او تګلاره په څرګندو او روښانه ټکو کې وړاندې کړه .
په مرکه کې د احمدزي هراړخیزه څرګندونو او پريکنده ملي دریځ ، نوموړئ د هېواد د یوې وتلې ملې څېرې پتوګه وځلاوه .
زما په اند دا مرکه د روان کړکېچ په حل کې افغانانو ته یوه روښانه تګلاره ښۍ او ډېره ګټوره او بډایه مرکه ګڼل کېدلئ شي .
دلته زه ددې مرکې په ځينو برخو چې زما له انده مهمې لېدل کیږي یوازې یوه ځغلنده لېکنه وړاندې کوم :
احمدزئ د یوې پوښتنې په ځواب کې تر ټولو ړومبئ د کړکېچ حل په دې کې ویني چې ، د افغانانو یوه ملي اجماع دې جوړه شي ؛ په دې اجماع کې د ې د هېواد په اوږد مهاله او لنډ مهاله ملي ګټو او ملي هویت یوستون ( توافق ) راشي ؛ همدارنګه په دې اجماع کې دې د هېواد په نورو ملي چارو هم د نظریووالئ راشي ، د هېواد په کچه باید د یوې ملي روغې جوړې په اړه هوډ ونېول شي . په ملي توافق سره باید بهرنۍ چارې او سیاست تدوین شي ، دا چې ملتونه دایمي دوښمن او دوست ملتونه نه لري بلکې دایمي ملي ګټې لري ، افغان ملت هم باید د خپلو دایمي ملې ګټو په خوندیتوب سره د ګاونډیو او نورو ملتو او حکومتونو سره اړیکي ولري .
احمدزي د بلې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړه چې موجوده دولت یو بېکاره او فاسد دولت دئ ، دا دولت باید کورټکاني شي ، د دولت واګي باید نوي نسل ته وسپارل شي او که ده ( احمدزي ) سره په ملي اجماع کې توافق وشي د یوه ملي ټیم په جوړښت سره به د حکومت چارې په ګډه مخ ته یوسي . همدرنګه د کورنیو چارو وزارت چې له سره تر پایه په بډو ، غلاوو ، بې امنیو کې ښکېل دئ ؛ له سره جوړ شي . د ملي دفاع په وزارت کې باید ټول هغه چارواکي چې مسلکي پوهه لري او له دندي ګوښه شوي او دا مهال بېکاره ګرځي ، بیرته په دندو وګمارل شي . د هېواد امنیت باید د ملي امنیت د ادارې ، کورنیو چارو وزارت او د ملي دفاع وزارت د ځواکونو په پیاوړتیا سره بسیا شي .
د نړیوالو ځواکونو په تړاو هم باید په ملي اجماع کې توافق ترلاسه شي چې په کومو برخو او په څه ډول دغه ځواکونه وکارول شي .
په اقتصادې برخه کې کرهڼې او د اوبو له زیرمو څخه د پراخې ګټې اخیستنې او په دې اړه ، پانګې اچونې ته ځانګړې پاملرنه تر سترګو کيږي . بزګرانو ته په پاملرنه او د ورځې د ۴ ډالرو په ګټلو سره د بزګرانو په ملاتړ ، د کوکنارو د کښت په مخنېوي کې ملي تګلاره په ګوته کیږي .
همدارنګه د معدنونو په برخه کې پانګه اچونه او د هغو کارونه په پام کې نېول شوې ده .
د ازاد بازار انارشیستي اړخ باید کنترول او د قوانینو په لګولو سره باید دا بازار تنظیم شي .
دا چې افغانستان په وچه کې ښکېل هېواد دئ ، او په سوداګریزه برخه کې تل ستونځي لري ، د وچې ټولې لارې پرانیستې ساتل ، د افغان ملي حکومتونو لویه دنده ګڼل کیږي . د هېواد د نورو لارو په پرانیسته ساتلو کې ، د هېواد شمالي لارې هم خپل وتلئ ارزښت لري ، چې ښاغلئ احمدزئ په خپله ملي تګلاره کې دې ټکې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده .
د ځوان نسل روزنې ته ځانګړې توجه او په چارو کې د ځوان نسل بوختیا په نښه کیږي .
په تګلاره کې ولسوالیو او ولایتونو ته د واک په ورزیاتولو کې هڅه شوې ده .
د اجتماعي عدالت د تامین ، د داسې ملي تګلارې د چلونې چې په راتلونکې کې د تشدد د ټولو بڼو مخنېوئ وشي او د لويي جرګې پشان د یوې ملي اجماع په چوکاټ کې په تېر کې د شویو جنایتونو د څېړنې او مجازات په اړه تصمیمونه په پام کې نېول کیږي .
احمدزي چې په علومو کې ډوکټوره لري ، لوی استاد دئ ، یو نړیوال کارپوه دئ ، په نړیوالو رسنیو کې ښه او تکړه ویال دئ ، د ملګرو ملتو د ټولنې د مشرتوب لپاره یوازینئ افغاني نوماند او په دې توګه د افغانانو ویاړ دئ ، د کرزي په اداره کې یوازیني بریالي وزیر و چې افغانۍ يي پر پښو ودرولي ، په دې مرکه کې د یو ریښتیني افغان پتوګه ځلیږي .
نوموړي د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره یوه ملي لاره په ګوته کوي .
زما په اند افغانانو ته خدای یو ښه چانس په ګوتو ورکوي چې په راتاونکو ټولټاکنو کې د همداسې یو ملي شخصیت په شاوخوا راټول شي .