د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان فارسي ژبی هيواد نه دی!

حبيب الله غمخور 13.01.2009 00:34

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندې مه کړه
زه پدې افتادګۍ کې لوی ګړنګ يم

تير ۲۰۰۸ کال پدي ناورين راباندي تير سوچي يوه ورځ به ايراني اخوندانودخپل هيوادڅخه دژمي په سړو او يخنيو او، يا ددوبي په گرمیو کي  يو ځل دوي پښې په يوه موزه کي واچولې اوچيغه به ئې کړل  چي افغاني کډوال دي ووزي . اودټولو اسلامي اوبشري قوانينوخلاف به ئي دهغوي په زورايستلوته مټي راونغښتلې . دا چي پدې غير اسلامي فشاروکي دغو داسلام سياسي سوداگروڅه  ډول کرغېړنې موخې لرلې ؟  له نېکه مرغه اوس نړيوال  اوټول افغانان له يوه سره پرې خبر اوددوي پدې  وروځنېزو اواسلام غولونکو شعارونوپوره پوهېږي. ددې په څنگ کښي چي به کله چا دراديو اوټلويزيون له لاري واورېدل چې  ښاغلي کرزی  ايران او يا تاجکستان ته ځي نو په خلکو کې داخبره متل سوې وه چي، بيا بايد خبرخپور سي چي پدې نږدې  راتلونکي کښي دفارسی  ژبو هيوادو(افغانستان، ايران، تاجکستان) په گډه همکارۍ يوه تلويزيوني نړيواله شبکه په خپرونو پيل کوی .  اوداسي هم کېدل ،اوهر ځل داخبر د افغانانو دنفرت اوکرکې سره مخامخ سوې دی . پايله داسوه  چي په طرحه کي يوڅه تغيرات راغله هغه داچي دنشراتو مرکز ئي گويا له ايران څخه تاجکستان  اوداسي هم ويل کېږي چي افغانستان ته انتقالېږي، اودافغانستان لپاره به په پښتواو دري ژبوهم خپروني ولري . په هر حال طبعي ده  ددغه شان يوناتوان اولړزاند دولت طرحي اوپاليسی هم لکه دولت غوندي  لړزانده اوبې ثباته وي، نوځکه افغانا ن دافغانانولپاره په بهرکي دبهرنيو هيوادوپه مالي لگښت هر ډول خپرونې دخپل هيوادپه کورنيو چاروکي نېغه لاس وهنه بولي اوهغه ئې تل په کلکه ردکړې اومردوده گڼلې ده  .
اوس به  راشودابل نوي داستان ته  چي دانگلستان په مالي، لگښت دايراني اخوندانودخوشحالی اوفرهنگی مداخلې لپاره پيلېږي !
لومړئ  خوبايد پدې دټولوښه سر خلاص وي  چي موږ افغانانوله يوه سره د انده منلې چي زموږ هيواديو فارسي ژبی هيواد دی! زموږ په عقيده اوباور داهم لکه د ډيورنډ پشان دناسور زخم چي له جنوبي کرښونه پر موږ وتپل سو،  دادی بل دلودېزوکرښونه دهمدې برطانيويانو لخوازموږ پرهيواد تحملېږي .
دمخه تردې چي زه بحث ته داخل شم  بايد داټکی په گوته کړم چي زه د انگلستان لخوا دتلويزويوني نشراتو سره په همدي اويابل نامه کوم مخالفت نلرم . زموږ د مخالفت ټکی  يوازي پدي کښي دی چي څوک پر افغانستان باندي  دفارسي ژبې هيوادنوم کښېږدي؟   نور دانگريزانوکاردی پيسې اوتخنيکی امکانات لري موږ خوار افغانان که زموږ دملي اوفرهنگی گټوپر خلاف هم وي داوس لپاره ئي دمخنيوی توان نلرو. دافغانستان دولت اوددولت ټول امکانات ددوي او ددوي ددوستانوپلاس کي دي . خود هغه نوم منل چي زموږ ملي اوفرهنگی هويت ته زيان رسوي  (افغانستان فارسي ژبی هيوادبلل ) دافغانانولپاره په هيڅ ډول دمنلو وړنده اودغه نوم يومنفورنوم بولي .
پدي پوهېږوچي دانگريزانودنوی استعما ر دفرهنگی تيری په مقابل کي چي دفارسی ژبي هيوادپه نامه زموږ هيواد نوموي  او پدې وسيله زموږ ولس ديوې بلې ملي غميزي سره مخامخ کوي تراوسه لاڅوک دمقاومت توان نلري اونه ددې ناوړي پروسې چي دايران داستخباراتي کړيواوپلويانولخوا به  دبرطانياپه پيسوزموږ په هيواد کي د ايراني کلتوراو ژبې  دپراختيا لپاره کار روان وي  دمخنيوي توان نلرو.  بهترينه بهانه ئې داده چي اوس دانترنټ نړی ده په فارسی ژبه يوازي موږ نه بلکه امريکا اوخپله ايراني اخوندان هم دلسگونوتلويزيوني شبکو له لاري نشرات لري . بلې موږ په هيڅ ځاي کي دکومي ژبي له نشراتوسره مخالفت نلرو، خودا راته دمنلو وړنده چي هيواد مو په بل نامه اوهويت وپېژندل سي، اوزموږملي افتخارات او تاريخي هويت ته زيان ورسېږي .
پدي هم پوهېږو چي د همدې نامه اوناروا تعبيرنه په استفادې سره به په همدې ژبه دافغانستان لپاره هم پروگرامونه ولري . نوددې سوال حق هم لرو چي ولې په پښتو، دري ، ازبکي ، ترکمنی او نورو ژبود نشراتو لپاره زموږ سره مرستي نه کېږي . ټوله نړۍ پدې خبره ده چي زموږ ملي راډيو تر اوسه په ټول هيوادکي نه اورېدل کيږي د بهرخبره خوزه نه کوم ، مگر دا مهربانه  انگريزان  زموږ لپاره دايراني اخوندانو د خوښۍ په موخه په فارسي نشرات پيلوي . اوپه ډيره عجيبه بڼه وايي افغانستان خبر جوړونکی  اوفارسي ژبۍ هيواد دی ځکه زموږ لپاره اهميت لري . زما په باوردنړی په ټولو هيوادو اوخپله افغانستان کي زموږ د هيوادلپاره ددغه نوي نوم اوهويت سره مخالفت دافغانانوملي او اسلامي دنده بلل کيږي .
درنو هيوادوالو!
دروان م کال دجنوري پر لسمه دبې بې سي په پښتو پاڼه کي خبرخپورسوچي :
 د بي بي سي ټلويزيون دجنورۍ په  ۱۴ نېټه په فارسي ژبه  خپلې خپرونې پيلوي، د دغه ټلويزيون چلوونکي وايي هڅه کوي چې د نړۍ او سيمې سره تړلي خبرونه رپوټونه، سياسي، اقتصادي او ټولنيزې شننې د بي بي سي د ارزښتونو په پام کې نيولو سره د نړۍ ټولوفارسي ژبوته وړاندې کړي . افغانستان چې دسيمې ديوخبر جوړوونکي هېواد په توگه نورو رسنيو اود بي بي سي نوروبرخو ته ارزښت لري، نود يوفارسي ژبي هېواد په توگه د بي بي سي په ټلويزيون کې هم ځانگړى ځاى لري .
زه پوه نشوم چي دبې بې سي ارزښتونه څه دي اوغواړم څرگنده کړم چي دغه ډول اوتردغه پرده لاندي ځانگړی ځاي به دټولوبا احساسه  افغانانو دنفرت سره مخامخ سي .
ناجيه غلامي چې په دغه ټلويزيون کې افغانه ويانده ده وايي : ((خوشاله ده چې هېوادوال يې په خپله ژبه خبرونه اوپېښې د بي بي سي له ټلويزيونه اوري اوگوري  .))
زه نه پوهېږم چي اغلې ناجيه په کوم دليل پدې خوشحاله ده چي هيوادوال ئي په فارسي ژبه  دبې بې سي خبرونه اوري ؟ نه په پښتو اودري ژبو او دکوموتاريخي اسنادوله مخې داخبره کوي چي په خپله ژبه (فارسي) به خبرونه اوري اوگوري ؟؟؟. په حقيقت کي خو بايد تر ټولو زيات ايراني اخوندان خوشحاله وي او  ددې تلويزيونې چېنل ټول مالي لگښت بايد پر غاړه واخلي چي دانگلستان په مټ به دبې بې سي له لاري خپله ژبه اوکلتور يا په بل نامه فرهنگی يرغل دبې بې سي دنشراتو په مټ  پرافغان ولس تپي .کاشکي دې تلويزيون په پښتو اودري ژبوخپرونې کړې واي،چي داکار به هيڅکله ونکړي .
داغلې ناجې  په وينا ((سره له دې چې افغانان له نورو رسنيونه هم ډېرڅه اوري، خو هغوى به له دې وروسته وتوانېږي چې کره، بې لوري اودباور وړاطلاعات له دغې نوې رسنۍنه ترلاسه کړي .))
پدې پوهېږم چي دايوه ژورناليسته اودبې بي سي راديواوټلويزيون همکاره ده، خو بايدڅرگنده کړم ،درنې خورسياست بيا سياست دی او په داډول سياسي او فرهنگی  مسايلوکي موږ افغانان  دملي گټو په ساتلو ځانونه مکلف گڼوتاسوبايد زمانه خفه نشئ، ځکه زماد ليکنې اوخبروتېره څوکه درنو ژورناليستانو اوددې ډله ايزي رسنۍ همکارانوته نده متوجه، بلکې زما دليکنې موخه دانگلستان دولت او اړونده ادارې او زموږپر هيواددغه ډول نوم ايښودونکوته متوجه ده .
خو يوازي دومره ويل غواړم چي پدې شعارونواوس څوک نه غولېږي ، چي يوهيواد دي  په خپلو پيسو اوخپل مادي او تخنيکي لگښت هغه څه خپاره کړي کوم چي ددوي اويا ددوي د دوستانو له گټو اوموخوسره په ټکر کښي اوسي . اودغوهيوادوهم په نړۍ کي گلان ندي کرلي ،دخپلو سياسي،اقتصادي اوفرهنگی گټوپه خاطرئي هر دول جابرانه اوظالمانه کړنه ئې دموکراسي اوعدالت بللۍ اوداسي نور بې شمېره مثالونه .
 بې بې سي راډيواوتلويزيون  اړ دی  چي دانگلستان د حاکمانواودهغوي د نړيوالودوستانوټولي گټي په  زياته هوښيارۍ سره وساتي ، بلې ددې رسنۍ ژورناليستيکي مهارت ډير پېچلی اومرموز دی خو د اپدي معنا هم نده چي څوک پرې نه پوهېږي .
په حقيقت کي به ددې خپرونې پوسيله د(( افغانستان ، ايران او تاجکستان)) دراتلونکي گډ تلويزيون دجوړيدوپه وړاندي د افغانانو غبرگون او انعکاسات ځانته معلوم کړي . زما ددي خبري پخلۍ د ((اغلې ناجې  )) پدې اندېښنه کي سوې چي وايي : ((زموږ اورېدونکي اوکتونکي چې په ايران، افغانستان او تاجکستان کې دي نوناشونې ده چې دهغوى ټولوسليقې په پام کې وساتل شي .))
 بلې دوې غواړي ددغې خپرونې له تجربونه دراتلونکی (فارسي ژبو) هيوادو د تلويزيون  دجوړيدو او د هغه دنشراتو لپاره استفاده وکړي .
 دبې بې سي يوبل وياند داود قاريزاده وايي (( افغانان د هماغولومړيو کلونو نه چې بي بي سي په فارسي ژبه خپرونې پيل کړې تر دې دمه دغه رسنۍ پېژني اوباور پرې لري، همدغه د هغوى باور وچې د بي بي سي د فارسي ټلويزيون لپاره يې لاره پرانيسته .))
 ښاغلي بايد پدې پوه اوسي چي دا ددغې راډيود ژورناليستانو اونوروهمکارانودورځنيز زيار اوخولو تويو لوپايله وه، نه ددې راډيودمالي لگښت ورکوونکو اوپاليسي ميکرانوحوسونه . ځکه نو داسي تعبير لويه تيروتنه اوکاملآ  له حقيقت سره سر نه خوري ، داچي يو وخت خلکو بي بې سي اوريدل اوهغه ته ئي غوږ نيوه دليل ئي دانه وو چي رښتيا ئي خپرول اوبې پرې معلومات اوخبرونه ئي داورېدونکوتر غوږو رسول  اويا رښتيا هم خلکو پري اعتبارکاوه، پدې هکله چي د بي بي سي راډيو څه ډول خبرونه خپرول په لسهاوو متلونه  زموږ دهيواد والوپه منځ کي شته ، بلکه دليل ئي داوچي په هغه وخت کي هم پښتو ژبه  په دولتي ادارو اوحاکمه محافلوکښي ميرېزی  ژبه وه، او د فارسي ژبې لپاره په بې انصافۍ سره د پښتو ژبې په وړاندي  ډير زيات تبليغ کېده . خودا بله مسله ده چي اوس  زما دبحث خبره نده . پرما او هر افغان دري  ژبه لکه پښتو گرانه اوزموږدوهمه ژبه ده . خبره داده چي هغه وخت هم دايران د حاکمانو لخواپر درباردافشار راوړل کېده اودې ته هڅول کېدل چي د دري دکليمې  پرځاي د فارسي کليمه زموږ په ولس کي استعمال اومروجه کړی ،پايله داسوه چي اوس دهمدې يوې کليمې نه په استفادې سره ايراني اخوندان زموږنه هر څه اخلي اوزموږ په هيواد کي  دخپلو گوډاگيانو  پوسيله  زموږ د يوې بلي مورنۍ ژبې يعني دري پرخلاف بې منطقه لوي اوبي ځايه بحثونه راپورته کوي، تاريخې رېښه ئي دايراني اخو ندانوپه خوښه راسپړي، دا خو پرېږ ده چي له پښتو سره  داکسان څومره دښمني لري .
بلې!  دبي بي سي راډيو خبر اوريدل له ډير وخته رواج لري ، خو داد لوستونکو کسانو په منځ کي، دهغو په منځ کي چي له سياست سره ئي کاروبار درلود او په فارسي ژبه څه ناڅه پوهېدل . دبلې خوا دا يوه له لومړنيوهغه راډيوگانوڅخه وه چي له اروپانه خپرېدل . مگر زموږدهيواد غوڅ اکثريت اوسېدونکي پښتانه پښتو ژبي اوپاته ئي په دري ، ازبکي، ترکمنی ، پشه يي، نورستاني او نورو ژبوخبري کوي، په هيځ وجه موږ فارسي ژبی هيواد نه يو،هرڅوک چي پدې نامه موږ ته شهرت راکوی زموږسره دښمنۍ ته ملاتړي . افغانستان يو پښتو ژبی هيواددی،خوداپدې معنا نده چي سبا پاکستان  هم وغواړي  دافغانستان ددولتی چارواکوسره په خائينانه تړاوکي دپښتو ژبوهيوادوپه نامه ديوه تلويزيون دجوړېدو تلاښ وکړي .
زموږ په باورانگليسي چارواکي له دې لاري غواړي ايراني اخوندان افغانستان دفارسي ژبې هيوادپه نامه  يادولوسره خوشحاله کړی اوپدي ډول خپلو نوروسياسي، پوځی او اقتصادي موخوته ځان ورسوي .
له دغه ډول اوپه ځانگړې توگه پدې نامه مرستونه  دوينو بوي  راځي او دازموږ دولس يودردهم نشي دوا کولاي ، اونه هم معلوماتي تشه ډکولاي سي ، بلکي ديوې بلي غميزي پيل ئي بولم .
په يوه خبره انگريزان خپلواقتصادي اوسياسي مخوته درسېدو او د ايراني اخوندانو د خوښي په موخه پدې نامه  دغه خپرونه پيلوي . اوداپرموږ نه يوازي  دا چي احسان او پيرزوينه نده بلکه پدې نامه او بڼه زموږ ملي هويت اوتاريخي غرور ته  سترتاوان  رسول دي .
پدې هيله چي يوه ورځ زموږ هيواد دبي بي سي لپاره ددې ډول خبرونو، دخبر جوړوونکی هېواد نه اوسي . پای