د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسراييلي ډار او د غزې مقاومت

لطف الله خيرخوا 08.01.2009 19:08
په مادي لحاظ حماس هغه ماشوم ته ورته دى، چې ايله يې د فرعون اسراييلي حکومت ږيرې ته لاس رسي... خو د فرعوني خوبونو تعبير داسې شوى، چې دده دبدبه به د حماس له خوا ختمېږي، گنې فلسطين ډېر مقاومتي حرکتونه لري، چې حماس او الفتح يې په سر کې راځي...!
دا چې اسراييل له حماس څخه دومره وېره ولې لري؟ لاندې به ورته د ځواب موندلو هڅه وکړو.
١_ حماس اصول لري، نظرياتي خلک دي، سياسي تعامل پېژني او پرې پوهېږي، خو له ثوابتو تنازل ورته د اسلاميت او فلسطين خاورې کول ښکاري. الفتح گوند سره له دې، چې ځان د فلسطين مدافع گڼي، خو د اسراييلو استخباراتو دومره رام کړي، چې ان غوږونه هم د \"المرت\" په اجازه گروي! دا خو څه ورته ځکه پېښ شوي، چې له اصولو او ثوابتو څخه تېرېدل ورته سياست ښکاري او د بې نظريې خلکو په څېر په سياست کې اخر حرف نه مني!
٢_ حماس ايمان لري او همدې ځواکمن اصل ورته د سرښندنې جرات ورکړى او د مادي قوې تشه يې ورته ډکه کړې! نن د اسراييلي هوايي يرغل يولسمه او د ځمکني هغه څلورمه ورځ ده، خو بې له ټولوژنې، عامه خرابۍ او گډوډۍ څخه يې پرته هيڅ د پام وړ برى نه دى ترلاسه کړى.
د حماس ايمان د دوى د ماتېدو او ورکېدو شونتيا ورکه کړې! چورلکې، ټانگونه، توپونه، بحري قوې او... په يوه امر د اوربل تعميل کوي، خو حماس لا هوډمن کېږي... حماس بيا هم له خپلو دريځونو نه اوړي؛ ځکه چې حماس ايمان لري، په \"کليمه\" تربيه شوى، د ژوند ټول ارمانونه يې دې پورې تړلي، چې څرنگه د دين او هېواد دفاع په خپلو غوښو او وينو وکړي؟
٣_ حماس خپلواک دى... خپلواکي او ازادي هغه توکي دي، چې انسان ته د ژوند او مرگ ارزښت مالوموي... او د انساني ارزښتونو سره سم ژوندون ته لار پرانيزي... هغه قومونه چې ازادي پېژني؛ غلامي ورته غير طبعي مرگ ښکاري؛ نو ځکه خو حماس مقابله کوي... ځکه خو د ټوپک ځواب په \"مچنوغزه\" وايي... د خپلواکۍ او ازادۍ په ترلاسه کولو ځان ان له غير طبعي مرگ څخه هم ژغوري!
٤_ حماس واحد قيادت لري... د اسلامي امت يوه ستره ستونزه دا هم ده، چې واحد قوي خپلواک قيادت نلري، خ حماس واحد قوي خپلواک قيادت لري... او راز يې په دې کې دى، چې حماس د قيادتونو روزنه کوي... په اخوان المسلمين پسې دويم اسلامي حرکت حماس دى، چې په لنډ راتلونکي کې يې د قيادت ستونزه تصور کېدلى هم نشي... پورتنۍ ځانگړتياوې او ورته نورې ډېرې، چې حماس يې د اسلامي حرکت په حيث لري، د اسراييلو خوب يې تښتولى. جابر او مستعمر قوتونه هيڅکله په خپل څنگ کې داسې د روښانه راتلونکي څښتنان نشي زغملى.....
اسراييل د ډار په اخرني بريد کې واقع دي؛ ځکه خو يې له مادي قوته تشه غزه له شپږو خواو کلابند کړې او له هيڅ ډول وار څخه دريغ نه کوي... خو غزه نه ماتېدونکې ده او هغه وار چې ملا نشي ماتولى، لگيا دي خپل خوب رښتينى کوي، د غزې خلک راويښوي او خپله ماتې په خپلو سترگو لېدل غواړي... غزې نوره هم هوډمن شه... غزې نوره هم کلکه شه... غزې!... غزې!... بريا ستا ده.
{وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ }القصص5
{وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ }السجدة24