دننګرهار ولايت ديني عالمانو پر فلسطين داسرايلو تيرې وغنده!
01.01.2009 14:57
دننګرهار ولايت خواوشاه دوه سوه تنو ديني عالمانو چې دپنجشنبې په ورځ دحج او اوقافو په رياست کې راټول شوي و،ديو پريکړه ليک په خپرولو سره يې داسرايلو له لورې دبي ګناه فلسطيني مسلمانانو ټول وژنه په کله وغندله،
١-مونږ دننګرهار علما داسرايلو په صهيونيستي رژيم غږ کوو چې دفلسطين مسلمانانو له وژنې سمدستي لاس واخلي.
٢-دملګرو ملتونو ،اسلامي کنفرانس او دبشري حقونو دنړيوالو سازمانونو نه په ټينګه غواړو چې داسرايلو دتيري مخه ونيسي،
٣-دننګرهار ديني عالمان او ولسونه خپل ځان له فلسطيني مسلمانانو سره په دې درد او غم کې شريک بولي او دهغوې ټپيانو ته دخپلو وينو دورکړې وړانديز کوي.
٤-دنړۍ په هيوادونو په ځانګړې په امريکا چې ځان نړۍ ته دبشري حقونو علم بردار ورپيژنې غږ کوو چې داسرايلو له ملاتړه لاس واخلي او ددې تيري په مخنيوي کې چټک ګامونه پورته کړي.
٥-په ټولواسلامي هيوادونو غږ کوو چې لاسونه سره ورکړي او په يو غږ داسرايلو پرخلاف يو موټى دريځ غوره کړي.