حامد، احمد که احمدزی به راتلونکی ولسمشر وي
30.12.2008 22:37
شپږ یا نهه میاشتې وروسته به د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي، ډیر کاندیدان به وي، سیالۍ به وي، ژمنې به وي، ګټونکي او بایلونکي به وي، خو څوک به اخیر میدان وګټي دا به ډیره سخته وي چې اوس وویل شي ولې دغه پوښتنه په څلور ځوابه پوښتنې بدلول کوم ستونزمن کار نه دی. اشرف غني احمدزی، علي احمد جلالي، حامد کرزی او یا بیا د احتمالي استثنأتو له مخې د اقلیتونو کوم کاندید.
دا ځل به ټاکنې له تیرځله ډیر توپیر ولري. د یادولو وړ توپیرونه یې دا دي چې دا ځل به له یو څخه ډیر وتلي پښتانه کاندیدان وي، دا ځل به تر ټاکنو وړاندې سیاسي سوداګرۍ په لوړه کچه او په منظمه توګه ترسره شي، دا ځل به ټاکنې دویم پړاو ته وغځول شي.
د افغانستان په تیرو او راتلونکو ټاکنو کې د امریکا او نړیوالې ټولنې نقش هیڅوک تر پامه نشي غورځولای. داسې ښکاري چې دوی نوې لاره خپلوي او هغه دا چې دوی غواړي چې د پردې تر شا د اځل د هغه کاندید سره ملا وتړي چې د دوی په اند د بدلون راوستلو جوګه وي. نو دغه ښاغلي څوک دی؟
بې له شکه د عامو افغانانو برسیره، امریکایان او نړیواله ټولنه هم دې پایلې ته رسیدلې چې کرزی نشي کولای هغه څه وکړي چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنه ده. امریکایان هم د مشرف او هم د کرزي په پلویتوب کې د اچولې پانګې نه پښیمانه دي. مشرف خو یې په ډیره ځیرکي له سیاسته وویست او اوس وار رارسیدلی د کرزي.
امریکایان او نړیواله ټولنه اوس په دې کې زړه نا زړه دي چې اشرف غني یا جلالي راوړاندې کړي. اشرف غني او جلالي د همدې موخې لپاره د دوی د دویمي هیواد (امریکا) په غوښتنه له دولت څخه وویستل شول چې د وخت په راتلو باید له دوی څخه ستره ګټه واخیستل شي او هغه وخت اوس رارسیدلیدلی دی. د جنوري پر ۲۰مه به اوبما په رسمي ډول د ولسمشر په توګه کار پیل کړي ولې د افغانستان په څیر مهمو بهرنیو مسلو باندې د دوی کاري ډله له ډیر وخت راهیسې کار کوي. ډیموکراتان په دې باور دي چې بې د رهبرۍ له بدلونه په افغانستان کې بدلون راوستل اسانه نه دي او په همدې خاطر په دې تمه دي چې د افغانستان د ولسمشرۍ تر ټاکنو پورې د کرزي يو بدیل ومومي. د اشرف غني او جلالي له څرګندونو داسې ښکاري چې دوی له یوې چینې اوبه څښي، دواړه د یوې ملي اجماع خبره کوي او دواړه داسې ښکاري چې لا تر اوسه دوی ته وروستی شنه اشاره نه ده ښکاره شوې، ولي دواړه د یوې سیکې دوه مخه دي. پاتي شو کرزی؛ کرزي هم خپل فعالیتونه چټک کړي په دې هڅه کې ده چې ډیموکراتان په ځان جوړ کړي، او د دې تر څنګ له داخلي کړیو لکه متحده جبهې، دوستم او نورو سره هم د سودا لپاره مقدماتي زمینه برابره کړي او په دې وروستیو څو میاشتو کې داسې کارونه وکړي چې ولسي خلکو ته ښکاره کړي چې دی نور بدل شوی او هغه پخوانی کرزی نه دی.
دا چې دا ځل به له یوه څخه ډیر وتلي پښتانه کاندیدان وي، هیڅ کوم کاندید به ونه توانیږي چې په لومړي وار کې له نیمایي ډیرې رایې ترلاسه کړي، نو څرنګه چې د افغاسنتان د ټاکنو د قانون له مخې ولسمشر باید په لومړي پړاو کې تر نیمایي ډیري رایې وګټې که نه نو ټاکنې باید د دوو ډیرو رایه وړونکو کاندیدانو تر منځ په دویم پړاو کې ترسره شي. د اقلیتونو له ډلو د کوم بل وتلي کاندید چانس دلته ډیریږي. کیدای شي په اول پړاو کې یو پښتون او بل د اقلیتونو له ډلو کوم وتلی کاندید دویم پړاو ته ورسیږي، چې په دغه ډول حالت کې د ځینو سیمو پښتانه چې له کرزي او د نړیوالې ټولنې له تیرو څو کلنو کړنو تر پزې رسیدلي او ډیر تنګ دي خپلې رایې د غچ اخیستلو لپاره د بشر دوست په څیر د اقلیتونو کاندید ته رایه ورکړي.
ټاکنې په حقیقت کې د یو حکومت د یوې دورې د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د خلکو د قضاوت ښکارندویه دي. دا چې د افغانستان غوڅ اکثریت وګړي له کرزي، د ده د حکومت له کړنو او د ده د فاسدې او بیکاره ادرې له څرنګوالي په هیڅ ډول نه دی خوښ، نو بدلون شونی دی. مثبت که منفی؟
ټاکنو کې به د امریکا او نړیوالې ټولنې نقش ستر وي ولې دومره ستر نه دی لکه څومره چې ځیني خلک فکر کوي. رایه بالاخره فردي حق دی او افغانان به دا واک ولري چې څوک ټاکي. امریکایان او غربیان کولای شي د بیلګې په توګه ټاکنې وځنډوي، خپلې رسنۍ لکه بي بي سي، ازداي راډیو او امریکا غږ د خپلو پلویانو په ګټه وکاروي، په غیري مستقیم ډول د خپلې خوښې کاندید ته مالي مرستې ورکړي. د پیسو په بدل کې د افغانستان داخلي رسنۍ او مخور لکه د طلوع تلویزیون او ورته نورې صوتي، تصویري او چاپي رسنۍ د خپلې خوښې د کاندي په ملاتړ وکاروي.
بې له شکه د اشرف غني او جلالي په څیر کاندیدان کیدای شي د افغانانو په ګټه هم وي او دا د افغاني روڼاندو، کارپوهانو او ملي شخصیتونو پورې تړلې چې د خپلې خاورې د ملي ګټو د ساتنې او د خپل هیواد د پرمختیا لپاره د هغه کاندید شاته ودریږي چې هغه په رښتیا کولای شي چې بدلون راولي.