د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشرانو جرګې د اسراييلو بريدونه وغندل

حماد حليمي 30.12.2008 13:50

پر غزه د اسراييلو وحشيانه بريدونه

د افغانستان مشرانو جرګې او ملي شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر غزې د اسراييلو بريدونه غندلي او دا يې يې وحشيانه بريدونه بللي دي .

د افغانستان مشرانو جرګې په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې پر غزې د اسراييلو بريدونه غندلي او د ايې يو وحشيانه کار بللی دی .

په خبرپاڼه کې راغلي له تېرو څلورو ورځو راهيسې پر بې دفاع فلسطيني وګړو د اسراييل وحشيانه بريدونه په کلکه غندي چې په کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

مشرانو جرګې په اسراييلي بريدونو کې ټپي شويو فلسطينيانو ته د عاجلې روغتيا دعا کړې ده .

 د افغانستان مشرانو جرګې په منځني ختيځ کې د بې وزله فلسطيني وګړو پروړاندې د اشغالګرو اسراييلو بريدونه د بشريت او اسلاميت ضد کار بولي .

مشرانو جرګې په خپله خبرپاڼه کې ويلي چې دوی د فلسطين د ازادي غوښتونکي مظلوم ملت ترڅنګ ولاړ دي .

                                           حماد حليمي

 

د عکسونو لپاره دلته کلېک وکړۍ