د مرغــومي شــپږمه او د كرغـېړنو مخونو بيا بيا ښكاريدل
29.12.2008 15:53د هماغه ورځې نه دا دى ۲۹ كاله تيريږي او بيا هم ۲۹ كاله كيږي چې په دې هيواد كې مرګونه را روان دي ، بمونه او راكټونه زما د معصوم ولس كورونه ورګډوي او د دوى اولادونه وژني اما هيڅ څوك نشته چې وپوښتي دا ولې ؟؟؟
هغه څه چې د افسوس ځاى دى هغه دا دى چې نه پوهيږم هغه زموږ د ولس خبره چې دا چپه باد له كومې خوا را الوتلى او د خلكو دماغـونه يې داسې له منځه وړي چې دا ۲۹ كاله كيږي چې ملت كړيږي اما دوى لاهم نه پوهيږي چې څه وكړي لا هم كله چې يو ګردى ميز جوړيږي دوى نه پوهيږي چې د دې ګردي ميز د جوړيدو هـدف څه دى او څه بايد وشي چې د دې كړاو او د دې مصيبت نه ووځو او ولې موږ لار نشو موندلاى ، هغه شى چې زموږ افغانانو په وړاندې خنډ جوړوي څه دي ، خو ډېر د افسوس ځاى دى ........
هغه كس چې د امين الله سره مينه درلود نن يې هم لري ، هغه كس چې كارمل سره مينه درلود نن هم هغه ستايي او هغه كس چې له رباني او سياف سره مينه درلود نن هم دوى ستايي او هيڅ كله هم داسې يو مصلح د دوى په منځ كې پيدا نشو چې حـقـيقــت ووايي او حـقه خبره وكړي ، دا چې امين په زرګونو انسانان يې په شهادت ورسول نن هم ستايل كيږي او ويل كيږي چې هغه يو ملي شخصيت وو ، كارمل هم ويل كيږي چې يو ملي شخصيت وو هغه چې د تاجكستان څخه خپل جمهوري رياست اعلان كړ او روسي يرغل ته يې يو مشروع حركت ويل خو نن بيا هم سره له دې چې پايلې يې په سترګو وينو خو بيا هم هغه يو ملى شخصيت دى ، رباني او سياف چې د امريكا د يرغل د پاره يې زمينه مساعده كړه او خپل ولس يې دومره ووژل چې خلك يې دې ته اړ ايستل چې دا ووايې كه هرڅوك راځي خو رادشي تر څو موږ د دې مصيبت نه وژغوري همدا علت دى چې اوس امريكا خپل راتګ ته مشروع وايي او وايي چې موږ خو نو د خلكو په بلنه او د بين المللي ټولنې په بلنه دلته راغلي يو خو هيڅ يو بيا دا پوښتنه نه كوي چې هماغه كسان چې د دې مشروعيت زمينه يې برابره كړه هغه څوك دي .
گوش كر بـفـروش و ديگر گوش خر كه اين سخن را در نيابد گوش كر
اوس كه دا ټول سره پرتله كړو نو داسې يوه ډله نشو موندلاى چې په دې ۲۹ كاله كې د دې ملت په وينو د دوى لاسونه نوي سره ، لاندې موږ څو شيان د دغـو مختلفـو ډلو يو له بله سره پرتله كوو او بيا ګورو چې كوم يو په دوى كې سلامت دى او كوم يو ملامت :
البته دا بايد واضح كړو چې د مجاهد نه زما هـدف هغه مجاهـد ندى كوم چې شهيد شو او يا ژوندى دى خو په نيمه ډوډۍ باندې هم وس نلري چې خپل ماشوم پرې موړ كړي بلكه هـدف مې واضح دى چې زه چاته مجاهـد وايم .
كه امين او امينيان او كارمل او كارمليان دلته او هلته په زرګونو انسانان يې ووژل او تر ننه پورې تري تم شول خو دا رهبران هم د آى اس آى او سي آى اى په دستور ټول هغه مصلح افغانان يې يا خو ترور كړل او يا هم كله چې به پيښور ته ورسيد نو سم دستي به امر راغى چې يا خو به دا ځاى پريږدي او يا هم به ترور شي ولې ؟ دوى او د دوى باداران پدې پوهيدل چې كه دا خلك چې يا به د پوهنتون استادان وو او يا هم د داوود خان پوه صاحب منصب او دا توان يې درلود چې خلك سره منسجم كړي او جهاد ته يو منظم حركت وركړي خو دا بيا د آى اس آى او سي آى اى په ګټه نه وو ولې چې امريكا د خداى په پار د دوى سره مرسته نه كول بلكه هغه د نن، هو همدا نن چې دا دلته اوس حضور لري پلان درلود او هـغه هيڅ كله هم نشواى پلي كيدلاى كه دا پوه كسان هـلته د مجاهدينو په منځ كې واى او جهاد ته يو منظم او سيستماتيك حركت وركړاى واى بلكه هـلته د جهاد په راس كې بايد داسې كسان واى لكه رباني ، سياف ، ګلبدين ، مسعود او نور د دوى غلامان .
ستر شخصيت خداى بښلي پژواك صاحب كله چې د ضياءالباطل په دستور د پيـښور نه اړ ايستل شو چې بايد ووځي او دا كرغيړن مخونه د غلامۍ د پاره ښه دي نه دى او نه د ده د ملت دوستۍ او وطن دوستۍ نه ډك او فيلسوفانه سر ، نو دى مبارك شخصيت څه وليكل چې لاندې يو دوه بيته د نمونې په توګه غواړم وليكم :
چې له خپل وطن نه څوك ژوندى وتلى
د پردي وطن نه تګ ورته عار نشي
د جهان خواري كه ټول ورباندې وشي
د ايمان خاوند به هيڅكله خوار نشي
بې مـغزان به ارسطو او افلاطون شي
خود مينې ليوني به هوښيار نشي
كه كمونيست رژيم د شورويانو په دستور كار كول خو مجاهـدين هم د آى اس آى د دستور پرته هيڅ نوع حركت نشواى كولاى دوى د دې حق نه درلود چې سره منسجم سي او يو منظم حركت ولري ، كه د دوى هـدف يو واى او هغه هم د افغانستان ژغورل نو بيا دومره مختلف تنظيمونو ته څه ضرورت وو خو بايد يوه رهبري يې بايد درلودلې واى چې تر پايه داسې نشول بلكه خپل په منځ كې هم دومره اختلافات درلودل چې نيمه ورځ يې له كمونيستي حكومت سره جنګيدل او نيمه ورځ په خپل منځي جګړو به اخته وو .
كه كمونيستان په زرګونو انسانان يې په شهادت ورسول نو بيا تاسو مجاهدين صاحبان چې راغلاست پر خلكو مو ګلان وپاشل او كه راكټونه نو توپير څه دى يواځې په نامه چې تا پر ځان د مجاهـد نوم ايـښى دى او هغه د تا په تندي باندي اوس حك شوى او چې هر څه كوې بايد يې وكړې .
كه نن طالب ښونځي سوځوي نو تا بيا ښونځي ودانول ؟ خو تا هم معلم ووژل او په زرګونو مامورين مو په كليو كې حلال كړل او ويل مو دوى له پخوا نه كافـران ول او همداسې په كليو كې مو يوه ښونځۍ هم پرينښودله چې دروازه يې پرانيستې وي .
د سردار داوود خان حكومت چې د استقلاليت خاوند حكومت وو او نه كفــر چېرته موجود وو او نه هم كومه بې عدالتۍ خو حكمتيار په هماغه كلونو كې د آى اس آى سره رابطه لرله او كله به په اسمارو باندې او كله هم دلته د ننه څه حركتونه درلود رباني هم په همدا شان ، كه كمونيستان د شورويانو سره لاس يو كړ او خپل ملك يې په روسانو باندې خرڅ كړل او په زرګونو ولسي خلك يې په شهادت ورسول خو مجاهـدين هم د پردو په دستور د خپلو وروڼو هغه وياړلي جهاد د روسانو په وړاندې خرڅ او حتى هــغه شهامت چې زموږ مجاهـد ولس لخوا و نړيوالو ته وښوول شو هغه د همدغـو څو تنو رهــبرانو په واسطه بدنام شو چې حتى اوس هغه مجاهـدين چې ژوندي دي كله كله وخاندي او وايي چې كه داسې پوهيدلو چې دا رهــبران خرڅ شوي ول او دا وطن په يو بل كافـر چې تر پخوا هم بې رحمه دى خرڅوي نو ولې بيا د دوى تر شا دريدلي واى .
لنډه داچې د دې وطن په ويجاړولو كې ټولې خواوې لوبې وكړې او تر ننه پورې هم هماغه چــټل مخي كمونيستان دي چې حتى نن هم د كارمل او امين او يا هم د تركي په صفــت نه مړيږي او ديخوا ته بيا احمدشاه مسعود اتل كيږي او كله هم رباني اتل كيږي كوم يو چې هيڅ مخ نلري ولې چې كله دى د روس سره سر ښوروي او كله د ايرانه سره او كله هم بيا خـپل د نوي بادار بوش سره او همدا شان سياف داسې له بوش سره روغـبړ وكړ لكه لس كاله وروسته چې خپل پلار او يا هم ورور ليدلى وي له هغه چا سره چې مليتونه يې وژلي او ملكونه يې ويجاړ كړي دي .
نن څه بايد وشي ؟
ګرانو وطنوالو خصوصاً هغه وطنوال چې په خلكو كې نفـوذ لري او هـغه چې بيا د سياست په ډګر كې پيژندل شوي شخصيتونه دي ،دوى نن ستر مسئوليت لري چې ډګر ته راووځي او خپل صداقـت وښيي كه نن دوى ډګر ته راونه وځي او صرف په خبرو او اترو باندې ځانونه لګيا كړي وي او وطن او ملت د همدغـو د روس او امريكا غلامانو ته وسپاري نو خداى ته به مسـئول وي ، دا رهــبران او دا كسان چې نن د حكومت په سر كې دي او هـغه كسان چې په زور باندې د خلكو د استازيو په صـفـت په پارلمان كې يو ځاى شوي دي دوى هيڅكله هم د دې وطن پر خلكو زړه نه سوځوي دوى صرف د مينا او طوطي په شان يو څه زده كړي او نور نو كوم انساني عمل نلري .
نن هـغه صادق او پوه افغانان بايد سره يو شي او اسلامي نړۍ و دې ته وهـڅوي تر څو هغه اسلامي ملكونه چې مستقيماً او يا غير مستقيم د ځينو كړيو سره اړيكې لري دوى سره يو ځاى كړي او دې ته يې وهـڅوي چې بايد دا ملت نور ونه كړوي او په ريښتيني توګه سره كښيني او د دې وطن د ويجاړولو څخه نور لاس په سر شي ، او كه دې ته وګورو چې دا د پارلمان خلك څه كوي او د كرزي حكومت نو دا خو واضح ده چې دوى نه دا فكر په سر كې لري چې دا وطن سمسور شي او فـقــط غواړي چې پيسې پيدا كړي او نه هم د دوى باداران غواړي چې دا وطن جوړ شي ، دا وطن صرف او صرف هغه وخت جوړيدلاى سي چې متنفـذ او پوه او صادق افغانان سره يو ځاى شي او يو منظم حركت پيل كړي او د دې پرته دا وطن سيلاب وړى او دا چې چيرته به يې وغــورځوي نده مالومه ، په پاى كې بيا تكراروم چې په دې سرو كې شى نسته نه سياسي ادراك او شعور او نه هم د وطن دوستۍ مـفكوره .
تل دې وي ريــښتيـني افغانان او وياړلي دې وي دا د خوشال او ميرويس خاوره كوم چې د ملالې نه غـرور تر لاسه كړى .

