د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په غزه کې د مړو شمير ۳۰۰ تنو ته ورسيد.

بشير ګواښ 29.12.2008 04:52

نن په دريمه ورځ هم  اسرايلي هوايي ځواکونو په فلسطين کې بمباريوو ته دوام ورکړی  او تر دا  مهاله يې په غزه کې ۳۰۰ تنه وژلي او ۹۰۰ ټپيان کړي.

د نړيوالو خبري اژانسونو په وينا اسرايلي ځواکونه د ځمکني عملياتو لپاره هم چمتووالی نيسي.  سي اين اين  د اسرايلي سرچينو له خولې راپور ورکړ چې اسرايلو د دغه کار لپاره ۷۰۰۰ نور پوځيان راغوښتي.  د اسرايلو د دفاع وزارت په وينا دا عمليات به د اړتيا تر وخته دوام ومومي.

د الجزيره په وينا په وژل شويو کسانو کې زياتره ماشومان او ميرمنې شاملې دي. د دغه خبري ادارې پر وينا پاتې قربانيان  د حماس غړي دي چې د فتح د ګوند سره په ګډ فلسطيني حکومت کې په غزه کې د پوليسو ماموريتونه پر مخ وړي.

د اسرايلو په بريد کې په غزه کې يو پوهنتون هم زيانمن شوی.  

که څه هم ملګرو ملتونو چې د اسرايل په دې وروستيوو بريدونو کې يې تر دا مهاله نهه تنه کارکوونکي وژل شوي، دا بريدونه غندلي او د اسرايلو څخه يې غوښتې چې سمدستې دې بريدونه ودروي خو د سي اين اين په وينا د اسرايلو د دفاع وزير وايي چې عمليات به ونه دروي او تر هغه به دوام ومومي چې حماس له منځه يوسي.

اسرايلو له هغه وروسته چې د حماس سره یې ۶ مياشتنی اوربند ختم شو او حماس پر اسرايل د توغنديو بريد وکړ، د يکشنبې پر ورځ  په غزه  بمباري پېل کړه. د حماس په راکټي بريدونو کې يو اسرايلی وژل شوی وو خو د اسرايلو په بريد کې  تر اوسه ۳۰۰ مړه او ۹۰۰ ټپيان دي.