د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کيمياګر (ناول)

ژباړن: راشد خټک 25.12.2008 11:53

(سپين سهار)

د کتاب نوم: کيمياګر (ناول)
ليکوال: پاولو کويلهو
ژباړن: راشد خټک
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
مخونه: ١٤٩
 دا د برازيلي ليکوال پاولو کويلهو په زړه پورې ناول دى، چې له انګليسي څخه تکړه ژباړن راشد خټک پښتو کړى او په ١٤٩ مخونو کې د دانش خپرنځي له خوا ١٠٠٠ ټوکه خپور شوى.
"پاولو کويلهو د برازيل هغه جادوګر ليکوال دى، چې کتابونه يې له چاپېدو سره سم د نړۍ په ګڼو ژبو ژباړل کېږي او خپرېږي.
د پاولو کويلهو دا ناول “Alchemist" (کيمياګر) تر اوسه د نړۍ په پېنځه ويشت- دېرش ژبو ژباړل شوى او خپور شوى.
په ناول کې برخليک ته د رسېدو کيسه ده، شپون هلک تل په خوب کې خزانه ويني، يو څوک ورته وايي، ستا خزانه د مصر له اهرام لاندې ده، د سوداګر په لور مَېنېږي، له غلو سره مخ کېږي، د شيشه يي توکيو په دوکان کې نوکر کېږي، د ژوند ډېرې څرخنې زغمي، د مصر تر اهرامونو ورځي؛ خو خزانه نه مومي، هلته يې غله سم وهي او ورپورې خاندي، وايي ما هم يو وخت داسې خوبونه ليدل، چې د هسپانيې په يوه زړه ګرجا کې له ونې لاندې خزانه ده، ورشه راويې باسه.
غله لاړل، هلک له ډېر درد سره سره ډېر خوښ و؛ ځکه ده ته هغه ګرجا معلومه وه، ده هلته مېږې څرولې وې...
هلک خپل نيلى د هسپانيې لور ته زين کړ، لاړ هماغې ګرجې ته، د ونې بېخ يې راوپلاټه او خزانه يې راووېسته... خپلې معشوقې "فاطمې" ته يې د هوا په څپو کې وويل: فاطمې! زه در روان يم.
کيمياګر خورا په زړه پورې ناول دى او ښاغلي خټک په کره روانه پښتو ژباړلى، هرومرو يې ولولئ.

danishpress.com