د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چا په بوټ او چا په نښان ونازاوه

حبيب الله غمخور 20.12.2008 21:00

ديوځوان شاعر پدې شعر به ئي پيل کړم :

شي سرونه زموږ ولی ورته ټيټ
کوم سرونه چې شي ټيټ زموږ پیزار ته
وایو ولې به ثنا د هغو خلکو
چې لګولی يې دی اور زموږ ګلزار ته

دامريکادجمهوري رياست دمقام لپاره د۲۰۰۸ م کال په وروستيو ټاکنو کښي دامريکادسياسي بهير دتاريخ خلاف دامريکاجمهوري غوښتونکی گوندخپل ځاي دموکراتانوته پرېښود .دغه حاکم گوند داومنله چي ټاکنوکښي ئي ماته وخوړه .زه خپله ددې پروسې په اړوند دراپيداسوو سوالونوپه هکله داسو لپاره څه نه وايم يوازي پدې بسينه کوم خداي دي وکړي په امريکا کښي هم دموکراسي دسياسي لوبوقرباني سوې نه وي .
په هر حال دوې اونۍ اوڅو ورځي وروسته بوش دتل لپاره دامريکاله سپيني ماڼۍ نه دمعمول سره سم کډه کوي اودهغه ځاي دامريکانوی تورپوستی ولسمشر بارک اوباما نيسي .
دمعمول سره سم لومړی دامريکادبهرنيو چارو وزيري کانډوليزا رایس دافغانستان اوعراق په گډون ديوشمير هيوادوله مشرانو سره دخداي په امانۍ اخيستلو وروستی ليدنه وکړه .
تر هغه وروسته دامريکاجمهور رييس جورج ډبليو بوش هم ددې لپاره چي دخپل حاکميت په دوران کي په عراق او افغانستان کي ترخپلي حمايي لاندي کسانو اوخپلو پوځيانوته ډاډگېرنه ورکړي ،په ناببره توگه لومړی ئې عراق اوبيا افغانستان ته سفر وکړ .
زه داوس له لپاره دبوش دحاکميت ددوران ارزونه نه کوم دومره ويلاي شم هغه ارزو اوتوقع چي دعراق اوافغانستان خلکو دامريکا اونوروبهرنيو هيوادو دپوځی اوسياسي شتون څخه درلوده متاسفانه تر سره نشوه .عراق کاملأ په يوه بې ثباته اوکنډواله هيواد بدل سواوپه زرهاو بې گناه انسانان قرباني سول .
بوش خپله اعتراف کوي چي ددوي استخباراتي سازمان دعراق په اړوند غلت معلومات ورکړې وه ، مگردهمدغو غلتو معلوماتو له مخې ئي بېله دېنه چي له کوم نړيوال سازمان هوکړه اوياموافقه واخلي پر عراق ورودانگل ،دولتي حاکميت ئي ړنگ اودخپلي خوښي رژيم اوچارواکي ئي تر اوسه په زورپر خلکو منلي دي .
همدا دليل وو کله چي جورج بوش دوروستی ځل لپاره ددسمبر پر ۱۴ مه ناببره عراق ته سفر وکړ . کله چي جورج بوش دعراقي مشرانوسره تر خبرو وروسته دعراق له لومړي وزير نوري المالکي سره يوځاي داربلل سووژورناليستانو سره خبرو لپاره دعراق ددولتي کنفرانسونوپه تالارکي راڅرگند سو،دهمدې خبري کنفرانس په جريان کښي پداسي حال کي چي دعراق لومړی وزير نوري المالکي ئي بغل ته ولاړ وو دالبغداديه تلويزيون خبريال منتظر زيدي لخواپرجورج ډبلیو بوش باندې دبوټونووارونه وشول . دغه عراقي ژورناليست کله چي پر بوش دبوټونو گزارکاوه داچيغه ئي وهل : ((سپيه! دا بوټ د عراقي ولس له خوا تاته ډالۍ دی)).
که څه هم جورج بوش داگزارونه اوغبرگون په خندا اوټوکه تيرکړ ،څرگنده ئې کړه (( که غواړئ چې له حقیقته خبرشئ دهغه دپښو سایز لس وو.))خو په حقيقت کي ددې غبرگون جواب ټوکي نه بلکي بوش اودبوش پشان هر څوک چي دولسونوپه زورونه اودبل په هيوادکي دتېري اولاس وهنو خيالانه پالي هرو مروبه دهغه هيواد دخلکو له دغه ډول غبرگونوسره مخامخ کېږي .
که څه هم دبوټوغورځول له يوې خوايوه سپورتي لوبه هم ده خو دبلې خواکله ناکله دنفرت اوياپر مقابل لوري باندي دحملې په توگه استعمالېږي .
بلې! دبوټونوغورځول يوه سپورتي سيالي ده، چي همدا تير کال ددي سيالی دقهرمانی په پنځم دورکي د فرانسې ، بلژیک، کانادا، چین، امريکا متحده ايالاتو اومراکش لوبغاړو برخه اخيستي وه .مگرپه بل ځاي کښي بياديوچاپه مقابل کي بوټ وارول دغبر گون اودهغه دسپکاوی علامه ده .
عراقيانو هم په (۲۰۰۳) کال کله چي دصدام حسين مجسمه ئي ړنگول دهغه پرمجسمې باندي دبوټونو وارونه کول . البته هغه وخت هم غر بي تلويزيونواودډله ايزرسنيوپوسيله داعمل دصدام حسين په وړاندي دسخت ملي غبرگون څرگندولوپه توگه تبليغېده .زماپه عقيده دعراق خلک دصدام له يکه تازی نه تر پزي رسېدلي وه ځکه ئي فکر کاوه چي په بوټوباندي دمجسمې په ويشتلوسره به په عراق کښي رشتيانۍ دموکراسی اوعدالت راشي ، خو رانه غله .ډير پدې باوروه چي امريکا اوغربی نړۍ دوي ته خوشبختی ،ټولنيز عدالت اودموکراسی راوړي خو متاسفانه دهغوي دا اميد په نا اميدو بدل شو.دعراق ښکلي اوناوي پشان ښارونه په کنډوالوبدل شوه ،هلته هم دبهرنيانو پوځۍشتون دعراق دولس بهرنيو دښمنانو دټولوپه سرکي ايراني اخوندانواوترکي جنرالانوته دا امکان پيدا کړ چي دنفتو اوغازودعاشقانو له دغې تيری څخه د عراق پر خلاف اوهلته دخپلو کرغېړنو مخولپاره استفاده وکړي . اودهمدغو بهرنيانولخوا هلته اوس دشعيه اوسوني ، عرب ،عجم ،کوردي، جنوبي اوشمالي ،ښهري اوکليوالي په نومونودعراق واحد ملت دټوټه کېدوتلاښونه روان دي .
دتايلندپه فرهنگ کښي هم دبوټونو وارول دغبرگون اويوچادسپکاوي معنا لري .تير مياشت په سلگونه تايلنديان دمخابراتودکنسر سيوم دماڼۍ مخې ته راټول سوی وه ،کله چي دتايلند لومړی وزيرله دغه ځايه ليدنه کول ددغه عمل په وړاندي دلاريون کونکودغبرگون په توگه ورباندي دبوټواونوروتوکو وارونه وکړل .
همدا ډول کله چي دتايوان دشوراپه يوه غونډه کي پر يوه جنجالي مسله خبري اوبحث اوږداوتيز سوپه پارلمان کي يوې ډلې غوښتل چي دلاحيې دتصوب مخه ونيسي ،يوه وکيل ((وانگ شیوهیوی)) پرهغه خبري کونکی وکيل باندي چي دده دمخالف گوندڅخه ئې استازيتوب کاوه هم دبوټوگزاروکړ او حمله وکړه .
همدا ډول پنځوس کاله پخوادپخوانی شوروي اتحادمشر ((خروسچف )) کله چي غوښته دملگرو ملتو دسازمان دعمومي غونډي دگډون کونکوپام خپلو خبروته راواړوي ،نوئي خپل بوټ له پښي راوايست اوتريبون ئي ورباندي وټکاوه .داکارپه تاريخ کي ديوې عجبې اوجالې پېښي په توگه پاته شو. هغه وخت دبرتانيالومړی وزير په يوخاص ژيست اوريشخند سره څرگنده کړه : ((که شونې وي يوڅوک دې موږته وژباړي)) يعني هدف ئي دبوټ دټکهار داواز نه وو چي ورته وژباړل سي.
دهندمشر مهنداس کرم چندگاندي هم يو وخت کله چي په اورگاډي کي سپرېده ،گاډي ته دپورته کېدوپه وخت کښي ئي له پښې يوبوټ لاندي ولويد،گاندي پداسي حال کي چي خلک حيران پاته وه چي اوس به څه کيږي په ډيره ارامی خپل دابل بوټ هم له پښي راويست اودپخواني بوټ په لور ئي وارکړ چي دهغه پخواني بوټ سره يوځي ولويد. دگاندي دسفريوه ملگري له هغه نه وپوښتل چي داکارمو ولي وکړ ؟ هغه په جواب کي ورته وويل که يوغريب اوپښې لوڅۍ سړۍ هغه يوبوټ پيداکړي اوس کولاي سي دابل هم واخلي اودواړه په پښوکړي .
په عراق کې دجورج بوش د مخه ښې اوهرکلي مراسم هم ديوه عراقي ۲۹ کلن زلمی ژورناليست لخوادبوټانوپه وارولوسره پاي ته ورسېدل . البته دا دامريکاپه تاريخ اوياپه بل عبارت پدې ورستی سليزه کي لومړی ځل دي چي ديوه هيوادپر مشر باندي په بل هيوادکي دمطبوعاتي کنفرانس په درشل کي داډول دبوټونو وارکېږي .

.lenta.ru/news/2008/12/17
دعکس دترلاسه کولو منبع : لېنته .رو ويب پاڼه

که چيري بوش په امريکا کښي محبوبيت درلوداي طبعي ده چي ددې عمل په مقابل کښي به بل ډول اوډير سخت غبرگون ښکاره سوی واي ،خوداچي نور له جورج بوش نه خپله امريکايان هم بېزاردي په ډيرو ساده اوغولونکو جملو ددغه هيواددبهرنيو چارو وزيري څرگنده کړه چي : پر جمهور رئيس بوش باندي د يوه عراقي ژورناليست د بوټ له واري داسي ښكاري چي عراقيان اوس خپلواك دي .
کاندوليزا رايس دغه عمل دخپلواکي علامه بولي خوپه حقيقت دا دخپلواکی علامه نه بلکي دبل واکی پر خلاف دنفرت څرگندولو بهترينه بېلگه وه .
داهغه حالت دی چي ديوه وطنپرست نوره حوصله پاي ته ورسېږي ،تر هر څه تير اوهرڅه ځيني هېر سي .په زيات وياړ غواړي خپل ژوند دخپل ولس لپاره دسياست په ډگرکي قرباني کړي .
همدا دليل دی چي سمدواره په عربي نړۍ کې له عراقي خبریال منتظر الزیدي سره خواخوږي اوله هغه نه ملاتړ څرګند شو. په قاهره کې دعربي خبریالانودټولنې رييس سامح عاشور په یوې خبري غونډې کې وویل د دوي ټولنه به د ښاغلي زیدي د ملاتړ لپاره قانوني لارې چارې ولټوي .
همدارازد قاهرې د اونۍ په نامه ورځپاڼې د زیدي ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د ده حرکت دامریکایانوله لوري د عراق دغضب په وړاندې داعتراض یوسمبولیک حرکت وو،نوپه هیڅ ډول هغه باید محاکمه نه شي،بلکې فوراً بايدخوشي شي.
دمصر دالکرامه ورځپاڼې مسوول مدیر حمیدون صباحي وویل د زیدي کړنه دجورج بوش په وړاندي د ټولوعربو احساس منعکسوي .
په عراق كې زرگونو تنو دلاريون له لاري دالبغداديه تلويزيون خبريال منتظر زيدي دعراق اتل وباله او دهغه دراخوشي كيدوغوښتنه يې كوله . خوبل پلوته درارسېدلو خبرونوله مخې داسي ويل کيږي ي تر پېښي وروسته منتظر زيدي د امريكا د استخباراتي ادارې له خوا پر يوه نامعلوم لوري بېول سوئ دی .
عامو عراقيانو په خپلو خبروكې ويل چې دزيدي غصه دټول عراق دولس استازي توب كوي ، دوي ويل بوش په تيرو پنځو كلونوكې د زرگونو بې گناه انسانانونه ژوند اخيستی ځکه موږعراقيان له هغه نه سخت نفرت لرو.
یوشمېر مصریانوبيادالحیات تلویزیون ته وویلې چي د الزیدي بوټونه باید په موزیم کې کېښودل شي .
ددسمبرپر ۱۶ مه دوينزويلا جمهور رئيس هوګوشاويز ددغه هيوادپارلمان ته د وينا پر مهال وويل كه څه هم په بوټ ديوچا ويشتل ښه كار نه دئ، خودالبغداد تلويزون خبريال منتظر الزيدي ډېر ښه كار وكړ اوهغۀ يو باهمته انسان دئ. د وينزويلا ولسمشرخپله هم وخت ناوخت د امريكا رئيس جمهور په سپكو الفاظو يادوي . نوموړي تېره مياشت په نيويارك كي دملګرو ملتونو په سرمشريزه غونډه كي دامريكا جمهور رئيس بوش شيطان وباله.
درويتر دخبري اژانس معلوماتوپر بنياد ريانوستي خبرورکوي چي ددسمبرپر ۱۶مه دليبيادمشر معمرالقذافي دلور((عایشې قذافی)) تر مشرتابه لاندي د((واعتصمو)) په نامه سازمان غواړي هغه ژورناليست ته چي دامريکاولسمشر جورج ډبليوبوش ئې په بوټو وويشت دافتخارنښان ورکړي . دوي وايي هغه څه چي دې ژورناليست سرته رسولي هغه په نړی کښي دبشردحقوقوڅخه ددفاع په اړونديوغبرگون دی . ددې سازمان چارواکي وايي چي دعراق حکومت هم بايد دغه ژورناليست له زندان څخه ازاد اوهغه ته جايزه ورکړي .
رويتر ليکي په يوزيات شمير عربي او ايراني تلوزيونوني خپرونوکښي ئي دغه پېښه دطنزپه بڼه څو څو ځله په تکرار ښکاره کول چي ،يوه عراقي ژورناليست جورج بوش په بوټو ويشتلۍ دی . دسيمي ډير خلک دغه عمل په منځنی ختيځ کي دبوش دسياست په وړاندي غبرگون بولي .
رويتر وړاند ليکی کله چي دغه ژورنايست پر جورج بوش دلومړی بوټ ورا کاوه نوپه لوړاوازئي ويل : ((دادعراق دخلکو ډالۍ ده ،دادخداي په امانۍ په وخت کي ستاسره وروستئ مخ مچۍ دی ،ته يوسپۍ یې))اوکله چي ئې دوهم بوټ واراوه چيغه ئي کړه (( دادکونډو،يتيمانواوټولوهغوله خواډالۍ ده چي په عراق کښي وژل سوی دي .))
ديادولو وړده چي کله امريکاپر عراق تېرۍ وکړ دمعمرالقذافي لوڼوهغه وخت دغه تېرۍ په کلکه وغانده اودهغه سره ئي مخالفت اعلان کړ اوکله چي صدام حسين ونيول شوهغه ته ئي وړانديز وکړ چي حاضردي له هغه نه دفاع وکړي .
دامريکا جمهور رئيس خپل سفرته دوام ورکړ ،ددوهم ځل لپاره دشپې پر نيمه شپه دبگرام هوایي ډگرته راورسيد اوپه سهارئي دارگ په ماڼۍ کښي دښاغلي کرزي اوددولت له يوشمير کسانوسره وليدل ،اوتر هغه وروسته ټول يوځاي دمطبوعاتي کنفرانس لپاره پدې انتظار راټول سول چي دبوش ورستی خبري به څه وي ؟
پدې مطبوعاتي کنفرانس کي جورج بوش هغه وينا ورکړه چي انتظارئي کېده .البته دعراق تر پېښي وروسته ډيرکوټلی امنيتي تدابير نيول سوی وه .ماته يوچاله کابل نه په تليفون کښي په شوخی سره وويل ، په کابل دبوش دسفر په په ټوله موده کي بېله کرزي نه نوروټولوماسۍ په پښوکړي وې .(( ماسی له کراستي نه جوړي يوډول سختی جرابي دي چي کله کله دپلاستيک تل هم ورکوی . ماورته وويل دائي دڅه لپاره داسي کار کړی و،هغه وويل، امريکايان اوکرزی ډارېده دلته په کابل کښي به هم پر هغه باندي څوک دبوټ وار و کړي ،نوکه څوک وغواړي دماسۍ وار وکړی تر څوچي هغه له پښو باسي امنيتي کارمندان به ئي وويني .
په هرحال جورج بوش په دې خبري کنفرانس کې وویل : د هیواد راتلونکی اداره به یې له افغانستان سره د مرستو په دوام ژمنه وي، هغه وویل دهغه د ادارې په مهال افغانستان سره کافي مرسته شوی، جورج بوش په كابل كي خبريالانو ته دا هم وويل چي دامريكي متحده ايالات به د افغانانوترڅنګ وي اوله تروريزم سره دمبارزې د پياوړتيا لپاره به نورځواكونه هم افغانستان ته وليږي .
بوش ياولسمشر کرزي يوه هم دغه ټکی ته گوته ونه نيول چي دغه په ميليارډو ډالر پرکومه مصرف سول ؟؟؟
کرزی صاحب په خپلو خبروکي دبوش دخوشحالۍ په خاطر وويل چي امريکايانو موږ ته دخپلي ماليې پيسي رالېږلې ، چي رښتيا هم داسي ده .خودائې ونه ويل چي دگټي پر ځاي ئې ولي تاوان ډير سو؟ تر ټول جالبه داده چي ښاغلی کرزی دتل پشان ثابت دريځ اومعينه پاليسي دلته هم نه درلوده اونه ئې هغه خبري وکړې چي کله کله ئې دافغان ولس دغولولولپاره ياپه بله اصطلاح دانتخاباتي کمپاين په ډول کوي،څه چې ئې په گټه وي هغه کوي او وايي . دبېلگې په توگه تردغه څه موده وړاندي ئې په تکرارسره ويل چي دبهرنيو پوځی ځواکونو دشمير ډيرېدل زموږ په هيوادکي سوله نشي تامينو لاي ، اړينه ده چي دمخالفينو سره دسولي خبري وشي .
کله چي بارک اوباماپه ټاکنو کي بر يالی شو اوهغه اعلان وکړچي ددولت له مخالفينوسره دسولي دخبروتر څنگ به نور ((۳۰))زره تازه دمه امريکايي عسکر افغانستان ته لېږي دادسولي خبري چي يوه دوې هفتې ډيري تودې رواني وې هغه هم ورکي سوې ،اوس هيڅوک اوهيڅ ډله ايزه رسنۍ دهغۀ په هکله گردي ميزونه نه جوړوي .
دادی ښاغلی کرزی يوځل بيادجورج بوش ددي خبري نه چي افغانستان ته به نور پوځيان راولېږي دزړه له کومي مننه کوي اووايي چي په افغانستان کي دده په نظر دټولوخوشبختيواوښېرازيويوازنۍ راوستونکي اوحامي همدا بوش وو. ښاغلي كرزي و ويل چې بايد له تروريزم سره مبارزه په جديت دوام وكړي او ترهغو به نړيوال ځواكونه په دغه هيوادکې پاتې شي چې د تروريستانو فعاليتونه پای ته نه وي رسېدلي .
خوحقيقت دادی اوافغانان هم دايوه گيله لري لکه چي دکابل د ښار یوه دوکاندارعبدالجباردجرمني خبري اژانس (ډي پي اې) ته ویلي وه : ((دبوش حکومت افغانستان له داسي یوحالت سره مخامخ کړی چې اوس څوک نه شي ویلی بهرني ځواکونه دې زموږ له هیواده ووزی ، ځکه چې که بهرنیان ووزي پرافغانستان به یوواربیا د ګاونډیوحملې پیل شي، خو په عین حال کې که د هغوی پاته کېدل غواړو،بیا هم وینه بهیونه نه ختمېږي اوجګړه دوام کوي .))
بوش په افغانستان کې دطالبانود رژیم له پرزولو وروسته ډيرې ژمنې وکړې اوحتی ویې ویل چې دجرمني په څېر به دافغانستان دبیارغونې لپاره مارشال پلان جوړاوپلی کړي .مگر موږ تر اوسه ددغه مارشال پلان څرک ونه ليد،خوپه مقابل کښي لوږه ،بېکاري ،ددولتي اوشخصی ملکيتونو لاندي کول په بهراودننه په هيوادکي دکډوالوشمير ډېرېدل ،دبېگناه انسانانو وژنه اوزورونه دامريکا اوبهرنيو هيوادوترحمايې لاندي ددولتی چارواکواوبهرنيو ځواکونولپاره دورځي معمولي خبره گرځېدلې ده .
په اوسني وخت کې افغانان له یوه داسي حالت سره مخامخ شوي دي چې که له خپله هیواد نه دبهرنیوځواکونو دوتلوغوښتنه کوي نودابه دګاونډيو هیوادونو اوپه ځانگړې توگه (د پاکستاني پوځيانو اوایراني اخوندانو) لپاره دزوي زېری وي . موږ ټول دبهرنيو پوځيانو دشتون سره مخالفت لرو خوزماپه عقيده اوس اړينه خبره داده چي همدا بهرنيابايد شرافتمندنه له افغانستان څخه په عزت دوتلولپاره دافغان ولس سره په هيواد کي دټولوسياسي گوندونو، تنظيمونواوشخصيتونو په گډون ديوغښتلي دولت په جوړيدوکي مرسته وکړي اوپه خپله له افغانستان څخه دوتلو نورمال شرايط برابرکړي . ځکه که گريوان ته سرټيټ کړو تر اوسه لاموږ افغانان دسياسي تعقل هغه مرحلې ته نه يورسېدلي چي له يوې خوامو بهرنی دښمنان دخپلو ملي گټوپر خلاف استعمال نکړي اودبلي خواپه هيواد کي ددولتي سيسټم دجوړيدوپر مسله ديوه اوبل خبري سره واورو اويوه داسي تفاهم ته ورسېږو چي په هغه کښي يوازي دملي گټو اوزمان د غوښتنو پر بنياددهيواداقتصادي ، سياسي ،فرهنگي اوټولنيزي چاري تنظيم کړو. داچي يوشمير معمولأ په بهرکي ميشت افغانان په پټو سترگواوبېله دينه چي دهيوادسياسي اوامنيتي چاري وسنجوي په هيوادکي دننه اوتر هغه بيرون دمختليفوسياسي اوتنظيمي ډلو نظرياتو،غوښتنو اختلافاتو،تلاښونو،اوبهرنيولاسوهنوته پام وکړي وايي بهرنيان دي ووزي .فکر کوم داډول کسان يوازي ددې په خاطر چي احساساتي افغانان دڅولهظولپاره خوشحاله اوځان مشهورکړي دافغانستان په گټه خبري ندی ،يوځل په تکرارسره وايم پر بهرنيانو دهغه جملې دملگروملتوپر سازمان ، امنيت شورا ،داسلامي هيوادنو دکنفرانس پر سازمان ،دشانگهاي ،اروپايي پالمان اواروپاپر مشرانو،روسې اوخپله امريکا باندي دافشار وارد سي اوله دوي نه وغوښتل سي چي دوي خپله له افغانستان څخه دابرومندانه وتلواوزموږ په هيوادکي ددايمي سولي اوملي تفاهم لپاره شرايطو د برابرولوپه لارکي دافغان ولس سره مرسته وکړی بله لار نسته . دجگړې دوام زموږ هيواد اوهيوادوال نورهم دنابودی کندې ته ورټيل وهي ،اودنورولويوغميزوسره لاس اوگريوان کېدولپاره لاري پرانيزي . داهغه څه دي چي زموږ دولس کورني اوبهرني دښمنان زموږدولس دملي غرور نه په خپله گټه ناوړه استفاده کوي .دغه اور دا ۳۵ کاله دبهرنيانو دسياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوسيمه يزوگټو اودنړۍ پدې برخه کښي دخپل نفوذ دساتلو اوغښتلتيالپاره ددوي پلاس بل سوی یوازي دوي ئې تر هرچا دوژلو ښه امکانات لري ،افغانان دغه غوښتنه بايد په ټولو نړيوالو ډگرونوکي مطرح اودهغۀ دپلې کېدولپاره سياسي مبارزه وکړي .
دبهرنيانودبيله قيد اوشرط وتلو په صورت کي دا هیڅوک نه شي تظمینولای چې دکابل په شمول دافغانستان ټول ښارونه به يوځل بیا لکه په ۱۹۹۲ کال کي دتنظیمو،محلي قوماندانانو،مختليفوکرميناليستيکوډلو،غلو اوداړه مارودجګړو،سياليواوتيريوپه اورکې وريت اوبياپه يوه خرابه اود۱۴ پېړی په موزيم بدل ،اويوځل بياد افغان ولس تورسرواوماشومانولاسونه دپاکستاني پنجاپيانواوايراني اخوندانوپه لور اوږده نسي ،داچي نور به لاڅه پېښېږي داستان ئې اوږدی .
هر افغان چي خپل هيوادورباندي گران وي اوموخه ئي يوازي دخپل ولس دگټو ساتل وي دبهرنيوځواکو پر شتون باندي دملي گټوپه خاطر زيات سرنه خوږوي،ځکه دامسله چي ولي افغانستان ته دبهرني پوځيانو دراتگ امکانات اوپلمه برابره شول ؟ چاپدې کي لاس درلود ؟اوڅومره پدي مسله کي خپله افغانان ملامت دي ؟ډير لوي او اوږدسرخوږونکی بحث ته اړتيا لري .په هيوادکي هره سياسي ډله اوشخص پدې اړه خپل نظر لري زه دهرچاونظرته درناوی لرم .خوداټکی بايد تل په تکرار سره ووايوچي له دغه بهرني شتون څخه اميد داوو چي دوي زموږ داويجاړ او وران وطن را ابادکړی اوپه رښتيا سره موږ دهغو له منگولوخلاص کړی چي نه ئې گويا دوي غواړي اونه ئې موږغواړو . خو متاسفانه امريکا اونورو بهرنيو زبرځواکو دا اوه کاله داکار ونکړ.هغه چي دوي دبشريت اودموکراسی دښمنان بلل او ويل ئي موږپه هغوي پسي راغلي يو ،هغوي کرار او ارام يو پټ ځاي خپل ژوند کوی ،خوپه مقابل کښي پر افغان زوريدلي ولس باندي له مځکي اوهوانه بمونه اوری . اياښاغلي بوش اونور بهرني مشران پدي نه پوهېږي چي داغميزه له کومه راپيل اوڅنگه پاي ته رسېداي شي؟ پدې پوره باورلرم چي چي ټول له يوه سره پري پوهېږي ،خو موږته نه معلوميږي چي ولي دوي زموږولس دتروريزم سره دمبارزې تر نامه لاندي په خپل کورکي له منځ وړي؟ اومرگ ژوبله په عام ولس کي روانه ده.
ددې ټولو ناخوالو،غميزو اناندريوسر متاسفانه تر اوسه لاډير کسان اوډلې ترخپلو شخصی گټو دهيوادملي افتخارات قربانوي ،چي روښانه بېلگه ئې همدابوش ته پر خپل سردغازي امان الله خان دولتي نښان ورکول دي . تاسو واورېده او دډله ايزو رسنيوپه مټ مو پخپلو سترگومو وليدل چي دښاغلي کرزی له خواجورج ډبليو بوش ته بېله استحقاق نه دغازي امان الله خان دولتي عالي نښان وركړل شو. اوپدې کارسره ئي په ټوله نړی کښي دافغانانواوټول خيرخوا بشريت غصه راوپارول .
دوي دسپيناوي په خپلو خبروکي وايي ،دغه نښان په افغانستان كې د ولسواكۍ ، امن او بياجوړونې په برخه كې د ښاغلي بوش د هڅو په بدل كې وركړل شوئ دى .
اوس غواړم په څولنډو ټکو پردې مسله بحث وکړم چي اياښاغلي کرزی دبوش دکوم چوپړ په وياړ،کوم امن اوولسواکی په بدل کښي دغه عالي نښان دهغه پر سينه باندي په داسي حال کي وټومبه چي دحکومت دکابينې پارلمان اودبوش دخاندان پخواني ياران يعني دټولوتنظېمو مشران اوياخوئې استازي حاضر وه .اوتر نښان ورکولو وروسته ئي په ډير وياړدهغه سره يادگاري عکسونه اخيستل اويوځل بيائي دخپل هيواد راتلونکي برخه ليک په اړه دهغه سره مشورې کولې اوديوه اوبل نه ئې هغه ته گيلې کولې . تاسو ولېدل چي دغو دتنظمو مشرانو اواستازوپه څومره هوس دبوش وبغل ته درسېدو اوهغه سره ديادگاري عکسونوداخيستلو تلاښ کاوه اوپه څومره خوښی سره ئې په ارگ کښي له هغه سره چکرواهه . دکابل په ښارک داسي اوازې هم تر غوږو کېږي وايي چي بوش دتنظيمو مشرانو اواستازته وويل چي که تاسو په اتفاق سی ،دتنظيمو علني رهبران هغه چي په ظاهره گوياپټ دي مشترکه ژبه سره پيداکړی موږ به هغه پټ کسان هم علني کړواوپه دولت کي به دهغه چاپه مشری چي دامريکا لپاره داعتبار وړوي تردې لازيات غوښن مقامونه درکړو. طبعې ده ، دا اوازې يوڅه رښتيا ته نږدې برېښي ځکه دوي داکار ممکن وکړی او د۱۹۹۲ کال پشان يوځل بيا لوټه په اوبو کښي کښېږدي اوورباندي تير سي داچي بياپر افغان ولس څه راځی دوي ئې پر وانلري . په همدې دليل دغو په اصطلاح دامريکا خلاف سياسي اوتنظيمی ډلو ټپلو مشرانواو استازوپه وياړ دجورج ډبليو بوش سره وروستی يادگاري عکسو نه اخيستل او خولې ئي له خنداډکي وې .اوپه دابله ورځ ئې بيا ددې لپاره چي دافغاملت په مقابل کي خپل مخونه پرې مينځي اودابېچاره ملت وغولوي دپارلمان په غونډه کي بوش ته دنښان ورکول ئې معقول کارونه باله .
له نيکه مرغه ددوي ټولواصلي څېرې اوس افغانانوته بربنډي اوپدې خبرونورنه غولېږي اوباور نه کوي .
افغان دښاغلي کرزی صاحب نه سوال کوي چي تاسو داداري فساد دنړيوالي ورځي په مناسبت غونډه کي يوځل بيا دبهرنيانو دخپل سری نه سروټکاوه ،که دايوازي تبليغ اوزموږ دولس غولول نه وي نوتاسوخوپري پوهېږی که بوش اويادبل هيواد کوم مشرچي پوځيان ئي دلته شته ونه غواړي چي زموږولس دهوايي غونډارو قرباني شي ،هغوي ورته ويلاي سي ،خونه ورته وايي ،داچي ولي موږ ټول نه پرې پوهېږو.نوبيا تاسوپه کوم دليل اومنطق هغه چاته دهيواد تر ټولو ستر نښان ورکړله کوم نه چي کله ناکله سرټکوی اوپدې هم پوهېږي چي افغانان لکه دنړی نورو ولسونه ترې بېزار دي .
ددغوتيرکلنوپه جريان کي زمورږدولس ټولي هيلي په ناهليو بدلې سوې ،خوتاسو بيادبرياوو خبري کوي ،افغان ولس پوښتنه کوي ،دا چي بهرنيان اودهغه په سرکي بوش وايي موږ تاسوته امن راولو،دموکراتيک نظام مودرته جوړکړ، عدالت شته ،قانون پلی کيږي ،دښځو حقوق خوندي سول ،دمور اوماشوم ژوند ته پاملرنه کيږي ،دبيان اوعقيدې ازادي تامين سول اوداسي نوري تخيلي هوساينې په سترگو رامنډی چي په حقيقت کي داټولي برياوي اوياکه نعمتونه ورته ووايو شکلي اوغولونکې بڼه لري ،پايداره ندي په حقيقت کي خبره بله ده .نوځکه خلک ستاسو ددغه ستاينې سره چي دځان اوبوش په ادرس ئې کوی موافق ندي اوهربهرنی ته دهرډول مډال اونښان ورکولوسره غوڅ مخالفت کوي،ا وکه ئي يوه ورځ وس ورسېد نوپوښتنه به هم درځيني وکړي .
دغو ښېرازيوته به په ځغلنده نظر وگوروچي څومره له حقيقت سره نږدې دي :
۱/ دلته د طالبانو واکمني ړنگه شوه . بلې ړنگه شوه خوستونزه حل نشوه .دانوي دولت موهم له هغوډلو ټپلواوکسانوڅخه جوړ کړ چي زيات شمير ئي افغان ولس ته دمنلو وړندي .هغه پروني تنظيونه چي په پاکستان اوايران کي دهمدغو هيوادو استخباراتی ادارو جوړ کړی وه ،اوڅه موده وړاندي ئي دقدرت پر سرجگړه کي دکابل ښار اوټول هيوادپه کنډواله بدل کړ،داځل بوش ترخپلې نېغي حمايي لاندي قدرت پلاس ورکړ،دغه هم ددي لامل سو چي يوشمير ددولت اوبهرنيانوڅخه مخ واړو ي .
۲/ نوى حکومت جوړ سو،ټوله نړی ئي په رسميت پېژني . بلې داډير ښه کار وسو؛ خو کېداي سوه تردې لاهم يو سالم دولت جوړسوی واي .اوتر ټولوښه به لاداواي چي ټولوته مويوشان په دولت کي حق ورکړي واي اوله هغوي نه مودنړيوال نظارت دپرنسيبونوپه چوکاټ کښي دکار اودافغانستان په بياجوړونه کښي دفعال سهم غوښتنه کړې واي .دمور اوميرې برخورداوپر افغان ولس دهغوتپل چي له نامه اورېدوئې بېزار دي ،ددې لامل سول چي دهيوادلوي اکثريت خوابدي اوله دولت نه ئې مخ واړاوه اويا انتظار باسي ،گوري چي څه کېږي.
ستاسويوشمير نور بېځايه مصليحتونه ،ضعيف مشرتوب ،سياسي معاملې ،غلط اقتصادي اوملي سياست ددې لامل سول چي خلکوغرونوته مخه کړه ،دکوکناروکرکيله زياته سول ،تاسوټول ئي منۍ چي دولت ترغاښوپه اداري فساد کي غرق دی ښه به داوي چي وويل سي دولت ديوې عجيبې مرموزي دولتي ،اقتصادي اوتنظيمي معافيا نانزکه ده څنگه چې یې زړه غواړي هغه شان ئي لوبوی ،اوپه لسهاو نوري زړه بوگنوونکي ناخوالي ددغسي يوې نا سالمې اودخلکودغوښتنو خلاف دولتي ادارې دجوړيدو پايله ده . په دولتي اداروکي دابې ساري ،رشوت ،واسطې او نامشروع استفادې ،دتارياکو اوهيروئينو پټه اوښاکاره سوادگري ديوه غښتلي اوملي حکومت بېلگه نشي کېداي . تاسو اوستاسو بهرنيو ملاتړوته خودشرم خبره داده چي دهغوي دپوځی اوسياسي شتون په حالت کي ددوي په وينا افغانستان يوله هغو پنځو هيوادڅخه دی چي تر نوروهيوادوئې دولتي ادارې په اداري فساد زياتي ککړی دي .
موږ پدې باوريوهغه کسان چي بهرنيان ورته معاش ورکوي اوياددوي لخوادغومقامونوته رسېدلي اويابه يوځل بيا ورسېږي ،په کومو منطقونړيوالي ټولنې، امريکايانو،يا انگليسانو ته لارښودنه کولاي شي . دايولاسپوڅۍ اودبهرنيو هيواد دعامو وگړودزيار اوزحمت دمالياتوپه پيسوجوړه سوې اداره ده،دوي ملي پايه اودملت سره خواخوږي نلري، چي همدا نن بهرنيان دوي ونه غواړي سبابه يوهم په افغانستان کي ونه وينۍ،اونه به دادولت وجود ولري .
۳/ د ښځو ازادي ،دايوازي په نوم شعاردي تر اوسه افغانو ښځوته معقوله دافغاني اوسلامي دودپه چوکاټ کي خپل حق چاندی ورکړی .دهغوي پر وړاندي دتعليم اوتحصل نه نيولې دکاراوپه ټولنيزژوندکي دفعال گډون اوفعاليت مخه په زيات مهارت اوعجيبو،غريبو پلمو اوبهانوسره نيول کيږي .اياپه هرکال کي دسلهاو ښځو ځان سوځونه اوياله نورولارو دژوند نه ځان محرومول ښځوته حق ورکولو بېلگه بولۍ ؟ ملالی جويا ئي يو روښانه بېلگه ده .دابېچاره دټولو قوانينو خلاف دجنگسالارو اوتنظيم سالارودگډتفاهم پر بنياد دپارلماني حق نه محرومه سول ،داپدې معناچي دفراه خلک په پارلمان کي دخپل يوه استازي ددرلودونه داڅوکاله محروم پاته دي، داچي تهدېږې اوياپه يوه اوبل نامه رټل کيږي داخو لاپرېږده . دښځوپر حقوقوتيری ،دماشوم ژوندله پامه غورځول يوه معمولي خبره گرځېدلې ده ،زه له شرمه پر تنکيوماشو مانو دتجاوز خبره نه کوم ،خوداپوښتنه کوم دغه متجاوزين چي واسطې لري ولي تاسو داسلامي شرعيت خلاف خوشي کړه ؟ يوازي سږ کال دکابل په ښارکي دسوځېدوپنځه زره پېښي ثبت سوي چي په هغه کښي ئي تر زرو زياتي ښځي دي . ددې لامل څه شی دي ؟
دروغتياوزير ښاغلي فاطمي وايي چي دجگړي دتاثيراتو،اقتصادي ستونزو اونوروزړه بوږنوونکو رواجوله امله ښځې ځان سوځونې ته مجبورېږي . ايا چاددې ستونزي دحل په هکله کوم فکر کړی دی ؟
۴/دکارامکانات اوروغتيايي مرستي برابري سوی دي .که ئي ونه منو خوابدي کېږې خوبه نه ؟ داچي ورځ په ورځ دفقيرانواوبېکارانودشمير زياتېږي ،له هيوادنه دوباره کډي ته مجبورېږي اوبيائې ايراني اسلام دښمنه اخوندان په سره ژمي دټولو نړيوالو نورمونوخلاف په زورباسي اوياپاکستاني تورلېنگی ورباندي ملنډي وهي اويادعربي شيخانو غولتونونه پاکوي دا تاسو اوښاغلي بوش افغان ولس ته دژونداوکار دامکاناتو برابر ول بولۍ ؟ داچي دزکام اويوې بلې عادي ناروغی نه ژوند دلاسه ورکوی اويادازادبازار داقتصادي قاتلينو دانسان دښمنه سياست قرباني کيږي تاسو روغتيايي مرستي گڼۍ ؟
دبې كاری او لوږي کچه مخ پر لوړېدوده، همدا ددسمبرپر ۱۷ دآنيس په ورځپاڼي په يوه خپاره سوی مطلب کي راغلي چي سږکال نهه ميليونه افغانان غذايي موادو ته اړتيالري .
۵ / وايي ا نجوني اوهلکان ښوونځی ته تلاي سي : بلې تر يوې اندازې دا امکانات داسي برابر دي چي دولت دښونځيو دجوړېدو اوپرانيستلو سره دپخوا پشان مخالفت نه کوي .خو دکاغز پر مخ دغه شمېره چي ورکول کيږي ديوه ليوني لپار هم دمنلو وړنده . تر اوسه لا پدې برخه کي ډيرکارونه چي بايد ترسره سوی واي ندي سوي . همدا اوس تر دريو ميليونو زيات ماشومان دتعليم نه محروم دي همدا اوس دعالي اومسلکي تحصيلاتو اوپه بهرکي دتحصيل امکانات يوازي ددولتي جگپوړو چارواکودتنظيمو اوسياسي ډلودمشرتابه او دوستانو اولادواويادزور اوزردخاوندانو دماشو مانو ولپاره برابردي .
۶/ دسولي اوامنيت تامينول اوترهگروجرړي استلوخبري چي تاسو اونوربهرني مشران کوي ،زموږ ټولو سمدلاسه هغه دحضرت باز ټوکه راپيادېږي چي ويل ئي ((جوړبه ئي نکړې ورانه به ئې کړې )) تاسو هم جوړه نکړه تر ورانۍ مولا ورانه کړه .دامنيت په هکله ځکه نور بحث نه کوم چي موږ دلته په بهرکي نا ارامه يو اوخوب نلرو،فکر کوم ټول دبوش په گډون پوهېږي چي خبره څه ده اولي داسي غړکه سول ؟؟؟
دا۳۵ کاله کيږي چي افغانان يوځل دنړيوال انتر ناسيوناليزم ،بياداسلامي پنډمينټاليزم ،يابې سرحده اسلامی نړۍ دجوړېدو اودادی اوس دديموکراسۍ اوگلوباليزم دپياده کېدواوافغانستان دبهرنيو ترهگروله منگولونه دخلاصون تر نامه لاندي دسره اور په لمبوکي وريت شول . دابله بدمرغي چي په ښارونوکي د انسانانو تښتونې، لوټماریواو غلاووزور اخيستی تاسو امن بولي؟
تاسو خپله قضاوت وکړی ايادغه چي د((۶۰)) زروبهرنيوتر غاښوپه مډرنو وسلو سمبالوپوځيانوپه شتون کښي جورج بوش له بگرام نه تر ارگ پوري په جنگی الوتکه کښي راځي ،دغه دامنيت اوسلي راوستولپاره داوه کلن تلاښ محصول بولی ؟
۷/ دمطبوعاتو ازادي (د بيان اوعقيدي ازادي)، کرزی صاحب وايي دمطبوعاتو ازادي ،نوکله چي هغه داخبره کوي سمدواره ئې پر شمير تکيه کوي ،له کيفيت اوداچي په رښتياهم دبيان اوعقيدي ازادي سته سترگي پټوي .
له دنه داسوال څوک نه کوي چي دايوشمير ژورنالستان اوځوانان ولي دخپل مسلک په تورپه زندانوکي ناست دي ؟ ولي دډله ايزورسنو دعجيب اوغريب کنترول لپاره په مختليفو نومونودکميسونوجوړول چي دمطبوعاتو دازادی له کليمې سره ئې پرېکي مخاليفي وي څنگه بولی؟ ددغه بېچاره پرويزکامبخش ،غوث زلمی ،دبيات دتلوزيون دحقيقت دپروگرام چلونکي محمد بصير فياض اونوروگناه څه ده ؟ ولي څوک په زندان اوڅوک له هيوادنه فرارته اړيستل کيږي ؟ ولي تر اوسه دځوان خبريال ارواښاد عبدالصمد روحاني اونور ډيرو بېچاره ژورناليستانوقاتلان نه پيداکېږي ؟
په حقيت کي يوه خبره اوياکومه پېښه په ډله ايزورسنيو کي نشي خپرېدلاي په کومه کښي چي دزورواکانو تاوان وي ،او احينأ که څوک داکار وکړي نابودی يازندان ئي برخه ليک دي .
ددسمبرپه ۱۸ مه په کابل کي په يوه لکس سالون کښي گوياخداي مکړه داداري فساد پر خلاف دمبارزې دنړی والي ورځي دتجليل په موخه غونډه جوړه سوې وه .پدې غونډه کي ښاغلي کرزي صاحب يوځل بيا عجيبي اوغريبي وکړي ،
خو هغه به ټولواورېدلي وی تکرار ته ئې اړتيا نشته ،دلته يوازي داڅو ټکوته گوته نيول اړين بولم .
زما په باور داداري فساد اويانوروناخوالوپرضد مبارزه په مجللو سالونوکښي دغونډوپه جوړېدونشي بريالی کېداي بلکي عملي گامونواودقانون بې پرې پلي کېدوته اړتيا شته .دادحيرانتيا خبره ده چی ديوه مملکت مشر وايي طبوعات دي دهغوي چي په ډالر معاش اخلي اوپه لويو اختلاسو نوکي شريک دي رسواکړي . اورېدونکي پوه نه شول چي دا کسان چاته رسواکړي .خودادی تاسوکرزي صاحب خپله پرې خبر ياست رسواکيدوته کومه اړتيا نشته ؟
دامنيتي اواستخبا را تي ارگانونه مودڅه لپاره جوړ کړي اودڅه لپاره معاشونه ورکوئ ؟ تاسو څنگه ځان ولسمشر بولي چي دډالرومعاش لرونکو په فساد خبر نه ياست ؟ پداسي حال کي چي ستاسو داخبري همدا معنا لري چي ښه پرې خبر ياست خو غواړی دابېچاره ژورناليستان بېځايه تشويق کړي چي دډالر خوره اوستاسوپه ويناپه لويو فسادو ککړ جگپوړي ئي سروخوري . فکر کوم داڅو بيچاره ژورناليستان چي ژوندي اوياپه وطن کي پاته دي غواړی هغوي هم پدغوبې پشتوانې هڅونودپه فساد دککړو پوسيله فرار اويادمرگ خولې ته ورټيل وهۍ؟ بله خبره داهم دچي يوازي هغه کسان په فسادندي ککړ چي په ډالرو معاش اخلي دا په افغانيوچې اخلې هغوي هم ملايکي ندي ،په رښتياسره ټول دولتي سيسټم فاسد شوی .
خوپه افغانستان کي ژورناليستانوته زما مشوره داده چي دخپل مسلک دپاکی په نظرکي نيولوسره دهرډول فسادڅخه نه يوازي له ادادري فسادنه دپردې پورته کېدولپاره بې امانه خوهوښيارانه مبارزه وکړي اودخپل ژوند دحفاظت لپاره چي هر ه شېبه دزورواکودحملي دگواښونوسره مخامخ دي له زياتي هوښياری نه کار واخلي ،پدغه ډول هڅونو ونه غولېږئ .
دشرم خبره لاداهم ده چي کرزی صاحب په خپل هيوادکي داداري فسادپرخلاف مبارزه کي دبهرنيانو څخه مرسته غواړي دغه په فساد لړلي کسان خو افغانان اوستاسو په حاکميت کي په دولتي مقامونو کي کار کوي ،دبهرنيانوئي پرې څه اودا دهغوي کارندی .هغوي ولي ستاسودغه ډول بېځايه غونډوته چي بېله دوخت له ضايع کېدونه بله هيڅ گټه نلري درشي اوستاسو بې عمله خبري اوداستانونه واوري . اوس يوعادي افغان پدغه دولت کي چي تاسو ښاغلي کرزی صاحب ئي دمشرتابه مسوليت په غاړه لري له پورته ترکښته ټول په اداري فساد ککړ،رشورتخواره ،غاصبين ،دانسان پر رواحقوقو تيري کونکي اونورناوړه عناصر پېژني ،څنگه کېداي شي خلک ستاسو سره داومني چي تاسو نه ياست پرې خبر؟ اوکه نه ياست پرې خبر نوديوه ناخبره مشرپه توگه څنگه کېداي شي تاسو داملک په سالمه توگه اداره اورهبري کړی ؟؟؟
دداسي بيوسی په صورت کې بيانو ښه داده تردې دمخه چي دمسوليت دپاي ته رسېدووخت موراورسېږي همدا اوس شرافتمندانه استعفا ورکړی .خومتاسفانه تاسونه داچي دا کارنه کوی مټي مورانغښتي دوهم ځل بياهم غواړی پردې ملت دبهرنيانوپه مټ اودولتي نښانوپه وېشلوځان وتپۍ .
ښاغلي کرزی صاحب ! دادځان لپاره دعار خبره نه بولی؟ چي د يوولايت والي اويابل چارواکی مو امر نه منې ؟
دغه خبره څنگه اوکوم ژورناليست رسواکړي ؟ تاسوپري خبر ياست ،تاسوڅه وکړه؟
داټولوته څرگنده اوروښانه ده کله چي په ۲۰۰۱ کال دسپتمبر تر ۱۱ وروسته امريکادطالبانودحاکميت دړنگېدو پرېکړه وکړه اوزموږ پر پاکه اومقدسه خاوره ځمکنۍ اوهوايي عمليات پيل شول په زرهاو پښتانه دطالبانوپه نوم له ژوند څخه محروم اوپه لسگونوزره کورنۍ له شمال څخه په زور دځان اوکورنۍ دغړو دنجات اوعزت دساتلوپه خاطر وتلوته مجبور شول ،زه هغه نه يادوم چي دطالب په نامه يې ظالمانوپه ټانکروکي ژوندځنې واخيست،اوددښت ليلې اودښت شاديان مرغان اوځناوران ئي په غوښوماړه کړه،اوبيائې په ډله ايزه توگه ترخاورو لاندي کړه . او تاسو خبر ياست پدې ورځوکښي ددغو بېگناه انسانانوقاتلان دخپلو جرمونودعلايمودورکېدوپه خاطر دغه قبرونه له سره راوسپړل اوهډوکي ئي ور وسو ځول ، ترڅوکه سباورځ څوک کومه ادعاکوي شواهدئي پلاس ورنشي . بلکي زه هغه يادوم چي ژوندی په خپل وطن کي له کوراوجايدادنه فرارته اړيستل شول او اوس په خپل هيوادکي مهاجر دی ، له دغو سره چامرسته وکړه اوچائي ماشوم له يخنۍ څخه وژغوره؟ دغه هم ژورناليستان ستاسو درپيادکړی ؟ دنښانوپه ويشلودامسوليت نسي رفع کېداي اونه دغه چي تاسونښانونه او مډالونه ورکوی داملت ددوي لخوا ورپېښ سوي ناورين څخه خلاصولاي سي .
ښه به دا واي چي خپل ولس مو نازولي واي ، نه پردی په نښانونو. ومن اللله التوفيق