د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هيلاري کلينتن Hillary Clinton بيوګرافي

ژباړونکی : حبيب الله غمخور 03.12.2008 01:17

ايتر تاس ۲۰۰۸ ددسمبر اوله
ژباړونکی : حبيب الله غمخور

هيلاري کلينتون چي پخوانی نوم ئي هيلاري ډاين رود هام دی په ۱۹۴۷ زکال د اکتوبر  پر ۲۶ دشيکاگو پرشاو خوا دايلينويس   ILLINOIS په ښارکښي په هغه کورنۍ کي  دنياته راغلې  چي رېښه ئي انگليسي ده .
هغې په ۱۹۷۳ ز کال  داييل پوهنتون دحقوقوفاکولته  پاي ته ورسوله . په همدغه پوهنتون کي  په ۱۹۷۰کال دخپل راتلونکي مېړه بل کلينتون سره هم معرفي سول .
هيلاري کلينتون په ۱۹۹۲ کال کي دماساچوسيت په ښارکي  دماشومانو ددفاع په فونډکي حقوقي مشاوري دنده پر غاړه لرل .
اوپه ۱۹۷۴ کال په واشنگتن کي دامريکا دکانگريس دحقوقي چارو دکميټې  په اپارات  کي مقرره سول .
هغې دواترگيت دمسلې اودريچاردنيکسن پر خلاف چي بايد له مقامه گوښه سي ددوسې په څېړونوکي هم برخه اخيستې  ده .په ۱۹۷۵ کال  ارکنزاس  ته ولاړه ،اوپه همدې کال ئي دبيل کلينتون سره واده وکړ .
په ۱۹۹۲ کال دبيل کلينتون په انتخاباتي کمپاين کي ئې فعاله ونډه واخيسته ،دهغه تر ټاکل کېدو وروسته ئي په ۱۹۹۳ کال کي دجمهوري رياست په چوکاټ کښي دروغتيايي خدماتودکمېټې دمشري دنده پر غاړه درلوده.
په ۱۹۹۴ کال کي داويتواتر Whitewater په مسله کي چي دارکنزاس په ښارکي  د ۱۹۷۰ نه تر ۱۹۸۰ کال پوري  دبيل کلينتون  دغير منقول  جايداد دمالې پر سر لانجه وه،  يوه له مهمو څېرو څخه وه ، داپدې معنا چي دغه دعوه هغې پر مخ وړله . البته دايوبله  لويه  قيصه ده چي دددوي دزراعتي مځکو دمالي  پر سره راپيداسول اوداويتواتردمسلې په نامه ئې شهرت پيداکړ.  ژ 
کله چي په ۱۹۹۸کال په سپينه ماڼۍ کښي ديوې  پراکتيک کونکی انجلی مونيکا ليوينسکي سره د بيل کلينتون  دنامشروع اړيکو  رازرسوا شواو ددې مسلې  پر سر لانجه راپيداسول  ، دامسله دسياسي رقابتونو له مخي دومره گټه سول  چي بايد بيل کلينتون دجمهوري رياست له مقامه گوښه سوي واي .  په همدي وخت کي هيلاري کلينتون دخپل مېړه بيل کلينتون په پلوی ودرېدله او هغه ته ئي نجات ورکړ .
په ۲۰۰۰ کال کي ددموکرات گوند لخوا دنيويورک دښار نه کانديده هيلاري کلينتون په ۲۰۰۱ کال د سناتور په توگه دامريکا په کانگريس کي دنده پر مخ بيايي . هيلاري په ۲۰۰۶ کال کي ددوهم ځل لپاره بياهم  دهمدې ښار نه دسناتور په توگه وټاکل سوه .  هيلاري ديوشمېر قوانينو په ليکلو کي  فعاله ونډه اخيستې او په ۲۰۰۲ کال کي ئي دامريکاپه کانگرس کي  دعراق پر خلاف دجگړې دپيل په پلوی رايه ورکړېده .  خو اوس پدي ورستيو وختوکې دعراق څخه امريکايي پوځونو دايستلو سرسخته پلوی ده .
هیلاری دبیل کلینتون دخانمي له ۱۹۹۳ کال نه تر۲۰۰۱ کال پوري په سپينه ماڼۍ کي ژوند وکړاود امريکا لومړی مقام لرونکې ښځه وه .  
هيلاري کلينتون په ۲۰۰۸ کال کې ئي دجمهوري رياست دمقام لپاره ددموکرات گوند دوهمې استازي په توگه له بارک اوباماسره سخته سيالي وکړه ،خو دنومبر پر ۷ مه  له دې سياليونه ووتله اوخپله ناکامي ئي ومنله. پسله هغه نه ئې دبارک اوباماپه پلوی ئي فعاليت پيل کړ . دادي اوس ددسمبر په لومړۍ ورځ   ۶۱ کلنه هيلاري کلينتون دبارک اوبامالخوا د امريکادبهرنيو چارو دوزيري په توگه ونومول سوه .