د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

پوهنمل محمود نظري 17.11.2008 22:14

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

دولسم کښت

یو شتمن یو حکیم ته وویل: سل دیندار لرم غواړم تا ته يې درکړم څه وایي؟
هغه ورته ځواب ورکړ: که یې راکړې !تا ته ښه، که يې رانه کړې !ما ته ښه.
( که يې راکړی پر ما به دي منت وې که يې رانه کړی ستاله منته به خلاص یم)
***
یو لوی بخښاوو (سخي) عرب دغریبو عربو یوې کیږدۍ (خیمې) ته ورغی د کیږدۍ څښتن یو چرګ ورته حلال کړ او په يوه ښه لوښي کې يې هغه ته کیښود او ويي ویل:
ماخپله دې چرګ ته ښوونه ورکړې؛ ما خپله اب و دانه ورکړې او دا هیله مې لرله دهغه له مړینې وروسته هغه تر ټولو په ښه ځای کې ښخ کړم؛ نوله ستاسو مبارک نس څخه مې بل ځای ورته ښه ونه موند ، خپلې هېلې ته ورسیدم.
شتمن د هغه ددې خبرو څخه ډیر خوشاله شو او پېنځه سوه درهمه يې هغه ته ډالۍکړل.
***

د رییس او خطیب تر منځ دوښمني وه . رییس مړ شو نو خطیب یې دهغه پر قبر راوغوښت
هغه وویل: له دې کاره پرته بل هر کار چې وغواړئ ؛ هغه کوم ځکه. که زه دهغه په قبر د هغه ښه ووایم هغه زما دا خبرې بلوسونکي (غرضي) ګڼې .
***
«علامه حلى‏» په ماشومتوب کې د «محقق‏» شاګرد وواو کله کله به له هغه څخه وتښتېد او «محقق‏» به د هغه پسې منډې وهلې ،چې هغه ونیسي، چې هغه ته به نژدې شو هغه به د سجدې ایت ورته ووایه «محقق‏» به په سجده شو او هغه به بیا وتښتید.
***
یو سړی روژه نه نیول کازي ترې وپوښتل :
ولې روژه نه نیسې؟
هغه ځواب ورکړ::
په قران شریف کې راغلي پر مسافر روژه نه کیږی او زه په دې نړۍ کې مسافر یم.
***
یو سړی د یو ناروغ پوښتنې ته ورغئ او هغه ته يې وویل: د خدای شکر وکړه!
ناروغ ځواب ورکړ: څنګه شکر وکړم ،چې خدای(ج) فرمایلي دي:
\"لئن شکرتم لازیدنکم\"(که شکر وکړی هغه زیاتوم)
***

دنصرا په نامه یو سړي د پیغمبري دعوا کوله ؛هغه یې خلیفه ته بوت. خلیفه له هغه څخه وپوښتل:
ته چې وایي ته خدای رااستولې یې آیا کومه آیه ستا دا ادعا ثابتوئ؟
هغه سمدستې دا ایه وویل:
اِذا جاءَ نصراللّهِ وَ الفَتح


***

دسقراط میرمن\" گزانتیپ \" نومیده چې ډیره بوزبوزي (عصبی) او توند خویه ښځه وه. یو ورځ سقراط دښځو د ښوونې په هکله وینا کوله او ویل يې :
که ښځو ته ښه ښوونه ورکړ شي کیدای شي دهغې څخه ډیر ارزښتناکه شیان زده کړو!
دهغه یو شاګرد سمدستې له هغه څخه وپوښتل: تا ولې د\" گزانتیپ \" سره واده وکی(وکړئ)؟
هغه ځواب ورکړ : تکړه او ماهر آس اېلونکی هیڅ کله اېل( رام) آس نه خوښوي هغه سر واخی( سرکښ) آس خوښوی چې هغه اېل کړي. ما هغه سرواخې خوښه کړه چې دنور سرکښو خلکو رامول او اېلول زده کړم.
***


دلته دنظامي گنجوی یو سوال او ځواب( مناظره) لیکم.
بگفتا گر به سر یابیش خشنود ؟
بگفت از گردن این وام افکنم زود
بگفتا دوستیش از طبع بگذار
بگفت از دوستان ناید چنین کار
بگفتا رو صبوری کن در این درد
بگفت از جان صبوری چون توان کرد ؟
بگفت از صبر کردن کس خجل نیست
بگفت این ٬ دل تواند کرد ٬ دل نیست
بگفت از عشق کارت سخت زار است
بگفت از عاشقی خوشتر چه کار است ؟
بگفتا جان مده بس دل که با اوست
بگفتا دشمن اند این هر دو بی دوست
چو عاجز گشت خسرو در جوابش
نیامد بیش پرسیدن صوابش
به یاران گفت کز خاکی و آبی
ندیدم من به این حاضر جوابی

« نظامی گنجوی »
ویل یې: که په مغزو کې يې خوشالې وي؟
ځواب يې ورکړ: دا پور به ژر له غاړې پرې کم(کړم)
ویل یې: دوست یې يي له طبع څخه يې تیر شه!
ځواب يې ورکړ:دوستان کله داکار کوي.
ویل یې: ورشه په دې درد صبر وکړه!
ځواب يې ورکړ:له ځان صبر څنګه کولې شم؟
ویل یې :په صبر څوک نه خجل کیږي!
ځواب يې ورکړ:ځغله صبر کوونکی کله زړه لري
ویل یې له عشقه دي کار خورا خراب دی
ځواب يې ورکړ: له عاشقي پرته ښه بل څه کار دی
ویل یې: ځان مه ورکوه زړه یې بس چې ورسره وي!
ځواب يې ورکړ: د دواړه دوښمنان دي بې دوسته
چې خسرو یې له ځوابه عاجز شو
نور یې پوښتنې ښه ونه ګڼلې
یارانو ته يې وویل په وچه اواوبو کې مي
داسې حاضر ځوابه نه وه لیدلئ

اخځلیکونه:

Mahyaaaa.blogfa.com-
Behar.ir-
Bitaraf.com-