د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلړم دمیاشتې شپرویشتمه دمحصل نړیواله ورځ!

همت الله امين زي 14.11.2008 14:43

لیکونکی: همت الله امين زي پوليتخنيك پوهنتون

محصلين په هر هېواد کې هغه ډله خلک دي چې په هر هېواد کې ورته ډېر ارزښت ورکول کېږي ځکه چې دهر هېواد پرمختګ اوياهم په بل ډول ووايو چې هر پرمختګ اودهر هيواد راتلونکې چې کېدى شي مونږ ورته ښه راتلونکې ووايو دهمدغو محصلينو په غاړه وي چې نن ځوانان دي او هغه مرحله ده چې ډېر څه زده کړي ترڅو کله چې ټولنې ته وړاندې کېږي دخدمت او چوپړ توان ولري.

دافغانستان دپلازمینې کابل له څلور ګونو پوهنتونونو څخه یو هم دکابل پولیتخنیک پوهنتون دی . دغه پوهنتون چې دانجینري علمي کادرونو په روزنه کې دهېواد له سترو علمي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. دځوانانو اوتنکېو ځوانانو لپاره چې مینه لري لوړې زده کړې ولري یو ډېر ښه اکاډمیک پوهنځای دی. په دې پوهنتون کې محصلین په درې ګونو پوهنڅیو کې په زده کړو بوخت دي.

که څه هم چې ددې پوهنتون محصلین په دې وروستيوکې په خپلو بیلابیلو څانګو کې دیو سلسله لاسته راوړنو شاهددي. نن سبا له پوهنتون څخه دفراغت په ددغې برخې له نورو فارغانو څخه دپولینخنیک پوهنتون فارغین زر په دندو کې منل کېږي او دیادولو وړ بولم چې دکار په ساحه کې هم ډیر ښه ځلیدلي دي.

که څه هم چې استادان او زمونږ دپوهنتون اداره ددې هیواد داولاد د ښې روزنه په لاره کې تل ژمنه کړې اوژمن پاتې شوي دي،خو زمونږ محصلین ورونه اوخویندې تل دیو سلسله ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي.

دنویو علمي معلوماتو ستونزې دیادولو څخه ځان تیروم ځکه چې داهغه ستونزه نه ده چې یوازې زمونږ دپوهنتون محصلین ورسره مخامخ وي داکېدی شي په لویه کې یوه عمومي ستونزه وشمیرو خو هغیې برخې ته څان رسوم چې نن ورځ زمونږ ګڼ شمېر محصلین ورونه اوخویندې ورسره په خپلو ورځنیو چارو او درسو نو کې لاس اوګریوان دي.

1-        کله چې دکال دلومړۍ ورحې وې په لومړیو کې دلوړو زده کړو چې نیت پوهنتون ته لاره بیدا کول وی له ګڼ شمیر ستونزو چې له هغې ډلې څخه کېدی شي داوسېدلو لپاره دلیلیې یادونه وکړم.

2-         دا چې داستونزه چې لیلیه نه لری په خپله اویاهم په یوه بل ډول حل کړي په دوهم قدم کې دخپلې علمي رشتې دټاکنې په مهال ورسره مخامخ کېږی داسې چې دنورو پوهنتونو په څیر پولیتخنیک پوهنتون هم دخپلو پوهنځیو په چوکاټ کې نورې خانګې لری چې محصل وروسته له دې چې پوهنتون ته لاره پیداکړي باید درشتې ټاکنه یې وشي چې په دغه وخت کې هم ځینې ستونزې ګڼو محصلینو ته ولارېږی داسې چې غواړي هغې خانګې ته نه شي تلای نو فیصله په دې کوي چې نور زده کرو ته دوام نه ورکوي.

3-        لکه چې ښکاره ده دکرېډیټ سېستم نوی اوپرمختللی سېستم دی خو په داسې پوهنځیو لکه پولیتخنیک پوهنتون چې درسونه یې ډیرې له میخانیک او څېړنې او دداسې مثالونو دحلولو سره تړلي دي چې دهر سوال حل تر 90  دقیقو زیات وخت ته ارتیا لري چې په خواشینۍ سره باید ووایم چې په دې سېستم کې یوه درسي ساعت ته یوازی 50 دقیقې وخت ځانګړی شوى دی.

4-         دتیرو کلونو پر خلاف دکریډیټ سېستم سره دهمغږۍ کېدو په خاطر په درسونو کې هم ډیر ځله له داسې ستونزو سره مخامخ کېږو چې کوم مضامین چې تر نورو باید مخکې یا لومړی ولوستل شي ترهغه مخکې هغه مضامین لولو چې ډیر چمتوالی ورته په دې سبب نه لرو چې ترهغه وراندې مضمون مونه وي لوستي.

5-        زمونر دزده کړو روان داسې دی چې باید که ډیر نه وي ځینی کارونه په عملي بڼه ووینو چې په دې برخه کې همیشنۍ ستونزه ترننه هم ترسترګوکېږي. او په دې برخه کې چې مونږ باید پرکتیکونه اوپه ساحه کې کار وکړو اودعلمي کچې دلوریدو په موخه یو نیم ځای له پوهنتونه بهر دخپلو استادانو په لارښونه ځینې داسې ځایونوته هم لاړشوچې ووینو چې ریښتیاهم چې مونږ څه چې په درسونو کې وایو داپه ساحه او عمل کې شونی دي اوکه څرنګه.

6-         دکتابتون په برخه کې هم ستونزې ترډیره پورې نه دي حل شوې چې زمونږ محصلین ورونه نه شي کولی کومې ستونزې چې لري او یاهم کومه پــروژه یاکورنۍ دنــده چې دمضــمون اړونـداستــاد له لــوري ورتــه ورکــول کېـــږي.دبشپړ حاکــمیــت اویــاهـــم دلږڅــه ډیــر پوهېدو په مــنظـور ورته مراجعــه وکړي.

7-           په پوليتخنيک پوهنتون کې ځینې څانګې دمسلکي استادانو دکمبود سره مخامخ دي داسې چې داړوند مضمون لپاره استاد نه لري او نوي منل شوي استادان هغه تجربه نه لري چې وکولی شي هغه مضامين تدريس کړي چې يو ډېر سابقه لرو نکى استاد يې تدريس کوي اوپکار دی چې هغه استادان هم دعملي کچې دلوړیدو لپاره ځینې علمي سفرونه پرمختللیو هیوادونو ته ولري ترڅو له راستنیدو وروسته وکولی شي خپلې تجربې له محصلینو سره شریکې کړی چې له یوې خوابه یو څه نوي څيزونه دمحصلینو لپاره دتدریس لپاره ولري اوبل هغه حاکمیت به یې ډېر شوی وي چې دمحصلینو په وړاندې ودریږي او دتدریس چارې پرمخ بوځي.