د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

آغلې ایوون ریډلی ولی مسلمانه شوه ؟

حفیظ الله خالد 14.11.2008 13:33

پدی ورستیو ورځو کی د اصلاح  د ټولنی  او  څو نورو  ویب پاڼو کی د آغلې ایوون ریډلی Yvonne Ridley  مصاحبه  چی د  هغه ټولنی استازو له  هغی سره  د اسلام اباد په کانتننتال هوتل کی سر ته رسولی دی خپور شوی، هغه څه چی پدی  مصاحبی کی ما ته  او شاید  ډیرو  لوستونکو ته په زړه پوری  ښکاري    په کال ۲۰۰۱  دسامبر په  میاشت  کی له  آغلی ایوون  سره د هغی د نیونکو نرم اسلامی  چلند پایله او نتیجه  ده، سره  له دی چی  آغلې ایوون  خپل  ټول عمر  په لودیځ کی  د یوی عیسوی   مذ هب معاشری کی تیر کړی وو مګر بیا هم د هغی د نیوونکو  د ښه او انسانی  سلوک  تر تاثیر لاندی  راغله او سمدستي د قید نه ورسته  رسنیو سره په  خبرو کی نه یوازی دا چی ځان سره  د نیونکو  د  ښه چلندستاینه وکړه بلکه په خپله خوښه حاضره شوه چی د اسلام مقدس دین په باره کی  نوره  څیړنه و کړی او بالاخره  په پای کی په خپله رضا او رغبت   د اسلام  په دین  مشرفه  شوه،  خپله ایوون  د  هغو ورځو په اړه  داسی وايی  : (  زه د طالبانو لخوا ونيول شوم، لس ورځ نيول شوې وم. زما چلند له خپلو نيوونکو سره سخت ګستاخانه وو. زما توقع دا وه چې دوی به ما وووهي، شکنجه به مي کړې، تیرې به راباندې وکړي او وبه مې وژني. ما ګمان کاوه چې هغه څه چې موږ وروسته په ګونتنامو او ابو غريب کې وليدل طالبان به له ماسره همداسې يو ډول بد چلند وکړي.‌ خو دوی هیڅکله ماته لاس هم را نه ووړ، هیڅکله يې زما بې احترامي هم ونه کړه.‌څومره چې به دوی نرمي کوله، ما به تشدد کاوه.)
په  حقیقت کی هغو کسانو چی په  هماغه لسو ورځو کی  د  ایوون   د ساتلو دنده  په  غاړه درلود په خپل   اسلامی  کړو وړو  سره  یی  اسلام  دین ته لوی خدمت  کړی دی،  لوی خدای دی هغو ته   د دی  کار اجر ورکړي البته دلته  زموږ   د ښه سلوک توقع  یوازی د  مسلمانانو څخه ده  ځکه د پردو نه خو پدی مواردو کی  اصلا ګیله  پکار نده ،که موږ  د اسلام  دسپیڅلي دین تاریخ ته یو ځغلنده  نظر واچوو داسی ډیر  مثالونه  پیدا کولی شو چی یو مریی ( غلام ) د آزادیدو نه ورسته د مسلمانانو د ښه چلند او سلوک تر تاثیر لاندی راغلی او  په نتیجه  کی بی له کوم جبر او اکراه   اسلام مقدس دین  ته اوښتی  دی  همدا رنګه  هغه  خلک چی  د مسلمانانو  لخوا اسلام  دین ته   مشرف سوي  د  مسلمانانو  ښه سلوک  او نرم چلند  هومره هغوي تر تاثیر لاندی راوستي   چی بیا خپله  د اسلام د خپریدو لپاره یی ملا تړلی  او  اسلام  دین   یی نورو سیمو ته خپور کړي   د تاریخی اسناد و له مخی   د نني پاکستان  ټول مسلمانان  د افغانانو  لخوا  د  اسلام  په مقدس  دین مشرف شوي   له بده مرغه اوس  هغوی  موږ ته  د اسلام    زده کړه  رایادوي ،  دا چی   نن   د اسلام  دین د نړی به  ګوټ ګوټ  کی د ملیونونو خلکو زړونو ته  لاره موندلی ده  دا ټول د دی آسمانی دین  د هغه وخت د پیروانو  د ښه چلند او انسانی  سلوک  نتیجه ده  چی د آغلې ایوون مسلمانیدل  د دی خبری یو ژوندی  ثبوت دی.

اوس راځو  یوی بلی ورته پیښی ته  چی هغه هم له قیدیانو سره د چلند او سلوک  په اړه ده  او بیا د دغو دواړه پیښو پایلی ته نظر اچوو چی پدی  دواړو پیښو کی چا اسلام ته خدمت  کړی او چا  دی پاک دین سره  خیانت او جفا کړی ده.  زموږ هیوادوال خبر دي چی څو موده مخکی د لغمان ولایت یو شمیر  بی وزلی ځوانان  ایران  ته  د کوم  کار او غریبی د پیدا کولو په مخه روان وه چی په لاره کی د  څو مسلحو طالبانو لخوا ونیول شو  او پس له یوی شپی قید  نه وروسته   ټول  تنکی   غریبکاره ځوانان او  مسافرین  په ډیره  بی رحمی د مسلحو افرادو لخوا   ووژل  سو  د هغوي  وژونکو د خپل انسان وژنی   د تندی د  لا خړوبولو پخاطر   د دی  مظلومو انسانانو  په  ساده  وژنه  بسنه ونکړه  او د ځینو شهیدانو  سرونه یی  هم  په بیرحمی  له تنه  جدا کړل هغوي په خپل دا کار نه یوازی  دا چی د اسلام مقدس دین  ټولی  سپارښتنی  تر پښو لاندی کړی بلکه د افغانانو او پښتنو دود او دستور او کلتور او غیرت  ته  چی  خپلو سیمو کی د مسافرو او میلمنو قدر او  درناوی کوی هم څه پروا ونکړه   که  د اسلام له نظره   د یوه بیگناه انسان وژنه دی ټول عالم  بشریت وژنه   په معنی ده    دی ظالمانه وژلو سره  د نړي ټول بشریت  ۲۷ ځلي قتل عام شوی دی ،  دی مثال  نه سړی کولی شی د دی   عمل  د  عظیم ګناه اټکل  وکړي ،که  د  ږیری  خریول  ،موسیقی اوریدل  ،سود  خوړل  او بد حجابی د اسلام له نظره  ګناه  ده  نو بیا د  ۲۷  تنو بیګناهو  انسانانو بی رحمانه   وژنه  او هغوي   د  لوی  څښتن لخوا د ورکړ  شوي  ژوند حق نه محرومول  خو  بی له کوم شک او تردید   نه بښوونکی  ستره ګناه  ده ، آیا هغه کسان  چی  دا ۲۷  تنه مظلوم او غریبکاره  مسافرین  یی په ډیره بی رحمی وژلي په آخرت کی  به  خپل  خدای ته څه ځواب ورکړي؟
بر سیره  پر دی  د دی  بیګناهو انسانانو وژنه   زموږ  په  معاشره او ولس کی  د نفرت او دښمني  تخم وکاره
آیا د دی  مظلومو انسانانو کورني  او خپل  او خپلوان  چی عزیزان  یی  بی له کوم جرم او ګناهه  لکه دی حیواناتو په  شان  حلال شول  دا ناروا  عمل به په آسانی سره  هیر کړي؟
  د ډیر  افسوس خبره خو لا داده چی دا غیر  اسلامی او ظالمانه  عمل  د اسلامي   عدالت  تر نامه  سر ته رسیدلی 
 پداسی حا ل کی چی دا  کار  په خپله د اسلام د مقدس دین  ضد  عمل وو  چی  داسلام د  سپیڅلي  او د سولی او  ترحم  نه  ډک  دین نه یی دنیا او  نړیوالو ته  د ظلم  او بیرحمی تصویر  وړاندی کړ و چی دا په خپله  اسلام  او مسلمانانو سره  لویه  جفا ده .
آیا  پدی دوه  ورته پیښو کی  اسلام  ته  خدمت   د آغلې  ایوون  نیونکو طالبانو  وکړو  چی  په کال ۲۰۰۱  دسامبر په میاشت کی  د دی عیسوي مذهبی  میرمنی سره   د یو واقیعی مسلمان  او افغان   په صفت  داسی چلند وکړ  چی د آغلې  ایوون په  زړه کی  د اسلام  سره   علاقمندي  پیدا شوه  او بیا وروسته مسلمانه شوه   او  دا دی نن    د دنیا مختلفو هیوادو  ته  د یوی مسلمانی مبلغی  میرمنی بحیث سفر کوی  او   اسلامي عقاید خپروي .

او یا اسلام ته خدمت  هغو انسان وژونکو  وکړ  چی ۲۷  تنه    بیګناه  مظلوم   قیدیانی   بی له کوم جرم او ګناهه  په بیرحمی  ووژل او بیا د ځینو شهیدانو سرونه یی هم له تنه پری کړل. قضاوت تاسو وکړي  .  
لوی خدای دی موږ ټول  اسلامي نیکی  لاری  ته هدایت  کړي. وسلام.