د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لام او ايلينو

عبدالغفور لېوال 12.11.2008 10:08

د کتاب نوم: لام او ايلينو
شاعر: عبدالغفور لېوال
خپرندوى: دانش خپرندويه ټولنه
مخونه: ١٢٠
دا د پياوړي ليکوال، شاعر و ژورنالست عبدالغفور لېوال په زړه پورې منظومه ده، چې ددغه ښاغلي د تېرو دوو منظومه په څېر د هنر له خوږو ډکه ده.
د ښاغلي لېوال ددې منظومې د پيليزې په لوستلو لوستونکى اړ کېږي، چې تر ګرد سره شپږ ويشت واړه سرودونه په يو وار ولولي.
د منظومې په پاى کې د "دا منظومه" له سرليک لاندې د الفبا له مخې په منظومه کې راغلي د زاړه نورستان د لرغونو اساطيرو کرکټرونه او څېرې راپېژندل شوې.
راځئ، چې د "لام او ايلينو" او ددې منظومې د خپرندوى "اسد دانش" په اړه د شاعر خبرې، چې د کتاب د پښتۍ پر دويم او درېيم مخ چاپ شوې ولولو:
لام او ايلينو د نورستاني زاړه مدنيت د يوې روښانه دورې يواځنۍ راپاتې افسانوي نښه ده، چې د هند ځينې برخې او د زاړه روه يو شمېر سيمې د نورستاني مدنيت تر اغېز لاندې وو.
لام د نورستاني هنر پنځوونکى دى او ايلينو د عشق او وفا يوه ژوندۍ بېلګه.
"لام او ايلينو" د بشريت هغه هيله ده، چې ګوندې که په ټوله خاورينه ځمکه د بېرحمۍ له تور سيوري څخه پاکه ځمکه ومومي او له هغه ځايه خداى ته د سوال لاسونه پورته کړي، چې سوله، مينه او عاطفه پر جګړې، شر او قصاوت بريالۍ کړي.
اسد جان دانش ددې منظومې د چاپ لپاره نه؛ بلکې د هغه ژور درد لپاره د نمانځلو وړ دى، چې د ودان افغانستان لپاره يې لري. د هغه له دغه پټ جوهر څخه –پرته له يو څو ملګريو- نور خلک نه دي خبر. هغه يواځې خاندي نه، يواځې مجلسونه نه رنګينوي او د ګپ و شپ او دوستانه منډو رامنډو سړى نه دى، هغه تر دې ډېر بر دى؛ ځکه هغه ژړلى هم شي".
کتاب داسې ډالۍ شوى:
"دا هم تاته ډالۍ!
چې د زړه په زخمي جام کې دې د غمونو او دردونو له ترخو سره د مينې خواږه هم راکړي دي.
ته به په دې منظومه کې خپل ځان او "ما" ووينې!".
د عبدالغفور لېوال د خپرو شويو آثارو لړ په دې ډول دى:
مخه ښه او دوه منظومې،
ژړا، اور، مينه (شعري ټولګه)،
هوسۍ (منظومه)،
ارشاک او اوشاس (منظومه)،
د ورېښمو تول - د پښتو شعر اوسمهالى بهير (کره کتنه)،
د ماشومانو سندرې او لوبې (د ماشوم د ادبياتو په هکله)،
کله چې ته خپه شې (شعري ټولګه)،
نه، ته مې هېره نه وې (شعري ټولګه)
او
د ټراى ښځې (منظومه ژباړه)، ګډ اثر.
په "لام او ايلينو" د خپرندويې ټولنې يادښت:
دانش خپرندويه ټولنه وياړي، چې د هېواد د تکړه شاعر ښاغلي عبدالغفور لېوال د منظومه ليکنې دې درېيمې هنري هڅې ته د چاپ جامه وراغوندي.
ښاغلى لېوال د پښتو د معاصر آزاد شعر او منظومه ليکنې په برخه کې يوه شوخه څېره ده، چې د خپل سرشار هنر خواږه يې د پښتو شعر مينه والو ته تر ډېره د ازادو شعرونو او منظومو په زرينو جامونو کې رسولى دى.
د منظومه ليکنې په برخه کې يې د "هوسۍ" او "ارشاک او اوشاس" په نومونو دوه شهکارې منظومې پخوا چاپ شوې دي، چې له امله يې ډېرو تږيو ذوقونو ګران لېوال ته د دعا لاسونه لپه کړي دي.
"لام او ايلينو" د لېوال درېيمه منظومه ده، چې د زاړه نورستان "بلورستان" په غېږ کې د يوې اورنۍ افسانوي او د هنر په مرمرو کې د پټې مينې شېبې په ښکلې شاعرانه او عاطفي ژبه انځوروي.
د "لام او ايلينو" د منظومې انځورونه سربېره پر دې، چې ددې منظومې د داستاني زنځير کړۍ دي، ښکلي شاعرانه سمبولونه هم دي، چې تر شا يې په يوه وخت ټولنيز او فلسفي مفاهيم سترګکونه وهي.
څوک ويلى شي، چې "ګېښ" زموږ د ټولنې جګړه مار نه دى، چې د خپل ناولي هوس "يوښ" له مغارې نه تل هڅه کوي، چې د معصوم انسان د زړه په مرمر کې د مينې د "ايلينو" پر تراشل شوي حسن د کرکې او خشونت کمرې راښويوي؟
آيا د لېوال د منظومې ورکه ببر سرې لېونۍ "ايلينو" د انسان د زړه له "بلورستانه" تښتېدلې "مينه" نه ده، چې اوس يې يادونه افسانې ښکاري؟
آيا "بې لاسونو لام" د جګړه ځپلي انسان د هغه مات او بېوسه زړه انځور نه دى، چې اوس يې د "مينې د ايلينو" د تصور مرمرينه مجسمه په شا پورې تړلې ده؟ د امن د جنتي او افسانوي جزيرې په لټون ستړى ګرځي؛ خو:
"... پاکه ځمکه يې لا هم نه ده موندلې...".
او آيا...؟؟
دانش خپرندويه ټولنه يو ځل بيا ددې ښکلي اثر د چاپ له امله خوښي څرګندوي او شاعر ته يې د لا نورو تلپاتې آثارو د پنځېدو لپاره دعا کوي".

دانش پرس نه په مننه