د روزګان ۱۵ او ۱۶ ګڼه چاپ شوه
05.11.2008 00:06
دروزگان مهالنۍ ملي خپرونه
Monthly News in Ruzgan
2006--۱۳۸۵
Afghan Democratic Publication in
روزگان مهالنۍملي خپروني پرله پسې پنځلسمه اوشپاړسمه گڼه له چاپ نه راووتل .
دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې پدې گڼه کې تاسود هيواداونړۍ په هکله په زړه پورې نوي علمي، تاريخي، سياسي اوادبي معلومات لوستلای شئ .
روزگان کومه سيمه ايزه خپرونه نده اونه هم يوازې په روزگان پورې اړه لري . دروزگان په نامه داخپرونه دهر ډول ملي ژبني ، قومي او سيمه ايز توپير او لوړتيا غوښتنې سره نه پخلا کېدونکې ده .
دا خپرونه دټولوهيوادوالو دسياسي ،ادبي علمي او فرهنگي عقيدواونظريودخپرولوخپلواک تريبون دی .
روزگان خپرونه کومه تجارتي خپرونه نده او نه هم زموږموخه دپيسو پيداکول دي ، مگردچاپ اوپه ټول افغانستان کښي مينه والوته دوړيا لېږلو دمصارفو دپوره کولو لپاره له افغانستان څخه بهر کلنی گډون په لاندې توگه په نظر کې نيول شوئ :
الف : په روزگان مهالنۍ ملي خپرونه کې دکلني گډون بيه په ټوله اروپا ،امريکا متحده ايالاتو ،کاناډا ،استراليا ،هند ،ايران اوپاکستان کې ((۳۰۰ ))سويډني کرونه يا(( ۳۰ )) ايورو ټاکل شوېده .
ب : په بهرکې له درنو هيوادوالو اوفرهنگپالوڅخه په درنښت غوښتنه کوو چې پرموږ خپلې مادي او معنوي لورېينې او پيرزوينې ونه سپموی .
په ټوله نړۍ کي هر افغان کولاي سي خپلې ليکنې اودافغان ولس سره دزړه خواله ،شعرونه ادبی مطالب اوطنزونه موږ ته راولېږي ، موږ هرڅه په ورين تندی منو اوتر افغان ولس پوري ئې په پوره امانتداری سره رسوو.
که غواړي چې د ((روزگان)) هره ګڼه ستاسو پر آدرس درورسیږی ، هيله مند يو زموږ سره پدغه پوستي پته او يا برېښنا ليک تماس ونيسۍ :
پوستي پته :
Ghamkhor Habibullah
SNÖDROPPSGATAN 7
21527 Malmö
SWEDEN
برېښنا پتي :
ghamkhor@hotmail.com
hewadsherzad@gmail.com
داړېکو لپاره تليفونونه :
حبيب الله غمخور : 00 46(0)736 511 569
هيواد شيرزاد : 00 46 (0) 737 143 140