د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستاني جنرالان د بلې کودتا لپاره پلمې لټوي

حبيب الله غمخور 29.10.2008 23:10

ترلمر روښانه خوداده چي نړيوالوزبرځواکوافغانستان دخپلوسياليومرکز گرځولۍ اوپدې هيوادکي يودبل دگونډه کېدواوناکامۍ لپاره هڅي کوي .


گران هيواد وال خبردي په دې وروستيو کې دافغانستان په ټولوجنوبي ،جنوبي غربي اوجنوب شرقي  ولايتونو، همدا ډول دهيوادپلازمېنې کابل ،غزنی او روزگان په گډون دهېواد په ډېرو لويو ښارونو کې امنيت له جدي گواښ سره مخامخ شوئ دی . هره ورځ د تښتونې ،وژنې  اودکاروانودسوځونې خبرونه تر غوږوکېږي . تر ډيره بريده داپېښي په هغوسيموکي ترسره کيږي کوم چي چې ددولت پردغوسيمودخپل حاکميت  اوتسلط  دتامين ادعاکوي ،دبېلگې په توگه  پدې  ورستيودوميا شتوکي په هلمند،زابل ،فراه ، هرات ،کندهار ،غزني ،کابل،لوگر ،خوست ،پکتيا،جلال اباد،کنړ ، لغمان    اوځينو نورو ښارونوکې داپېښي  ډيري ترسره شوی دي  . ددې ټولوپېښوپړه دتل پشان دطالبانوپه استازيتوب  قاري يوسف احمدي پر غاړه اخلي . سره لدي چي داسوال هم پر ځا ي دي چي وسي ،ايا  ددولت اوبهرنيانودشتون نورمخالف  تنظيمونه اوډلي نشته؟ طبعي ده چي شته .نوهغوي په څه مصروف دي ؟اياهغوي دوسلې له استعمال نه کارنه اخلي ؟  اوداتر ۸۵۰ زياتي وسله والي ډلي چي نه ډي ډي  آر(   ( DDRاونه هم ډايار) ( DYRبې وسلې کړاي شول په څه اخته دی ؟ ددي تر څنگ داسي گنگوسې چي تر ډيره بريده دمنلو وړهمدي ،هغه داچي دکوکنارواوهيروئينوپټ اوښکاره سوداگر هم غواړي دخپلو کسانو اوياددولت دوسله والو مخالفينوپواسطه امنيت نا انډول وساتي ،اوهمداشان  ايران اوپه دولت کي شامل يوشمېر څرگندي ډلي هم دبي امنيتۍ په راوستوکښي بې برخې ندي  هغوي څه شول؟ دگلندين حکمتيار حزب هم دبهرنيانواودغه دولت ځان مخالف بولې ،زه دهغو کوچنيو دغلو اولوټماري دلي نه يادوم کوم چي اوسنئ ناارامی کښي کله کله بهرنی اويادپيسو خاوندان تښتوی تر څو پيسې لاسته راوړي  .داچي  تل همدا يوقاري  يوسف اودطالبانو بل کوم وياندپه ټول افغانستان کي دپېښو پړه پر غاړه اخلي . داخبره هيڅوک نه منې چي داټولي ناخوالي ،ځان وژنې اوحملي دي دطالبانودفعاليت پايله وي .په هر حال  هر څوک چي دی هغه به وي خوپه پايله کښي زموږ اولس دقدرت دتږولخواددولتي واک دترلاسه کېدوپر سرجگړه کي داسلام اوجهادپه نامه داور په لمبوکي سوځی . سره لدې چي  دطالبانودحاکميت دړنگېدونه تر اوسه په افغانستان کي دبهرنيوځواکونو شمير تر شپېتوزرو اوړي  ،داچي دوي په کوم نامه افغانستان ته راغلل دابېله خبره ده خوشعارئي داو چي افغان ولس به دټولوهغوله منگولونه کوم چي دپاکستان دجهنمی استخباراي سازمان په هدايت ئې  پر افغان ولس دمنځنيوپېړيوقوانين  داسلام له نامه څخه  په ناوړه  استفادې سره پلي کول ،اوهمدا ډول  له عربي ملکونه راغلونابللوميلمنونه خلاص کړی  .اويوشمير نور سياسي  اوټولنيز تغيرات به راولي  ،دموکراسی اوټولنيز عدالت به پلي شی  . په همدې خاطر افغان ولس  پر خپله پاکه خاوره دبهرنيو پوځي حملوته غاړه کښېښوده . خومتاسفانه دا هيلي تر اوسه په ناهيليوبدلي شوې  .دطالبانو حاکميت ړنگ شو،خو پاکستان دافغان ولس تاريخي دښمن پسله هغه چي په افغانستان اونړی کښي ئي حالات تحليل  کړل  ډير ژردوباره دطالبانو په نامه يوه ډله له هغو خلکونه چي دطالبانو دحاکميت تر ړنگېدو وروسته ئې ياخپل اصلي ټاټوبي ته دتگ لپاره زړه نشو ښه کولاي  يادځايي خلکو اودولت نه  ډارېده ،ياداسي کسانو چي جگړه ورته عادت شوي وه بيله دينه هرڅه ورته بي مفهومه معلومېده اوترډيره برېده له هغوکسانوڅخه وه کړه چي دطالبانودهغومشرانوسره ئې نږدې اړېکي لرلې کوم چي امريکا بې دليله دغارت وروستۍ برخې پورې ځغلول . دطالبانوپدې نوې راپيداسوی حرکت کي داسي کسان هم شته چي دپاکستان استخباراتی سازمان  دخپلو راتلونکواوږدې مودې دموخولپاره ددوي له شتون څخه استفاده کولاي شول ،ځکه خوکله چي هغوي له افغانستان څخه دوباره پاکستان ت پنا ه راوړه سمدلاسه په ځانگړوځايوکي تر خپلې حمايي لاندي ونيول اوهغوي ته ئې وويل چي اوس ارام وکړی بيابه ئي گورو. همدلته بايد حرگنده شي چي دپاکستاني جنرالان اودISI   سازمان  دډېرې راتلونکی لپاره دهمدغوطالبانو اونورو هغو کسانوچي همدا اوس ددوي تر حمايې لاند دي بديل لري اوهغه روزي . دغوکسانوته چي په ۲۰۰۱ کال داکتوبر تر ماتي وروسته ئي ورته ويلې وه ارام وکړی د۲۰۰۴ په دوهمه نيمايي کښي آهسته آهسته سمبال اوپه وسلوبارپر  افغانستان رامرش کړې .دبلې خوا دبهرنيانوپلاس جوړسوی بې ملي رېښي اوپر جنگسالارو ولاړ دولت  کي ادار فساد،دخلکو زورونه ،ظلمونه اوجفاگاني ددې لامل شوې چي ددغه بهرنيانودمالي اومادي  امکاناتو څخه دملت په گټه کاروانه خيستل شي .زموږ دهيوادبهرنيو څرگندو اوتاريخي دښمنانوتبرته  ئې  په خپلو ناروااوظالمانه کړنولاستۍ واچاوه .
سره لدې هغو افغانانوچي دهيوادملي گټی تر هرڅه ورته گراني دي په تکراردنړی والو ډله ايزو رسنيو پوسېله  په افغانستان کي دهغو هيوادو چاروکوغوږوت چي دلته  پوځی اوسياسي شتون لري داخبره ورسول چي دطالبانوپه نامه خلک تر پنجاپه مه ځغلوی ،هغوته چي وسله ئې کښېښودل  بلنه ورکړئ که دولتي کارکولاي شي په دولت کي ځاي ورکژ اوکه ددوکانداري اويادهقانی شوق لري  دهغه شگل داختيارولو امکانات ورته برابر کړی ،تر څولکج چي دشمال ټلواله ،اونوري ډلې ټپلې ځان ارام احساسی دوي هم تر څوچي روحي ارامتياترلاسه کوي په خپل هيوادکي دارام اوتريوې خاصي حمايي لاندي ژوند کولو امکانات ورته برابرکړی .متاسفانه دغيبوپه ازان چاروژه ماته نکړه ،اونه ئي زموږ اواز واورېد.له ښاغلي کرزی نيولې ټولوپه دولت کي شاملواوبهرنيانو همدا يوه خبره کوله چي والله کي ئي تر لحده پرېږدو . پايله داشوه چي مقاومت راوزېرېد، يومتل دی وايي ((ليوه دخدايه څه غواړي ؟ باداوباران)) پاکستاني جنرالانودخدايه غوښتل چي د افغانستان خلک  ديوه بېگانه،ناکامه اوپه فسادککړ دولت خاوندشي، تر څودخلکو اودولت ترمنځ دبيلتون کرښه لري شي .
په هرحال تاريخ ثابته کړې چي پاکستاني چارواکي دافغان ولس دسرپه قيمت اوقربانۍ خپلوموخوته رسېدلۍ دی ،داځل هم همداسناريوپرمخ بيول کيږي ،نوځکه  ئې ددې لپاره چي وسله وال کسان ئي دخلکو په منځ کي ځاي ولري اويادهغوي ملاتړتر لاسه کړي  ددولت اوبهرنيانوسره دمخالفت  په نامه يواوبل ځاي حملې پيل شوې . پاکستاني چارواکو لخواجوړسوی پلان مخ په  پلې کېدو شو. ډيره موده لانه وه تېره شوې چي ښاغلي کرزي ځان په ارگ کې نا امنه احساس کړ . ددې لپاره چي  بياهم پر خپل وخت دغه گواښ ته پاملرنه وکړیي همدا يو خبره ئ کوله چي بايد بهرنيان زيات پوځونه راولېږي ،دلته اوهلته ئ ځاي پر ځاي کړی .پاکستاني چارواکي پدي پوه شول چي په افغانستان کي دامريکااوناټوتر حمايي لاندي دولتي چارواکي ډارېږي  اوغارلټوی نورئي هم دافغان طالب اوپښتون په نامه په افغانستان کي نا امنيوته زور ورکړ ،که به چاويل چي پاکستان داکار کوي دپرويزمشرف په گډون به ټولوهمدا يوه خبره کوله چي :((پښتانه ددولتي چارواکو اوبهرنيانو نه خفه دی ځکه امنيت نشي ټينگېداي ،دامورنه داخپله ستاسو افغانان دي )) داخبره خورښتياوه اوده چي پښتانه له اودهغه دبهرنيو ملاتړونه خفه دی ،مگر ټول پښتانه هيڅکله نه غواړي چي خپله ورپېښه ستونزه دټوپ په زور ل کړی ځکه پدې پوهېږي چ که ټوپک ته لاس کړی دبهرنيو پوځی ځواکونوپه شتون کښي قرباني کيږي اوتلفات به ئي تر گټي ډيروي .خوپاکستاني چارواکوپدغو خبرو امريکا اونړيوال ټولنې ته چي افغانستان کي وسله وال ځواکونه لري  داڅرگنده کړي چي داپښتانه دي ي جنگېږي ،زمور استخبارات له دگو کسانو سره مرسته نه کوي ،اوپدي کار سره ئي دپښتنوپر خلاف  دامريکا اونړيوالي  ټولني  احساست راپارول . همدا دليل دی چي بهرنياتر هر بل ځاي دپښتنو داوسېدو په سيمه کي په يوه اوبل نامه بېگناه پښتانه تر بم اوريو لاندي نيسي .
ځکه خوټول پښتانه په يوه اوازنارې وهې چي داجگړه بايد در ژرختمه اودپښتنودوژلوپلمه ورکه شي ،خومتاسفانه دپاکستانی جرالاوپلاس زمور نالوستی دپاکواحساساتو يوشمير پلاس ورگلي تر وروستی سړی به ئي پرې نه ږدي .
دپاکستاني چارواکوپدغه افغان دښمنه پلان باندي په پوهېدو سره تراوسه داچيغی وهې چي په افغانستان کي دناامنيو يوه له اساسي سرچينوڅخه په پاکستان کي ده .دادپاکستان پوځی جنرالان  اواستخباراتي سازمان  اي ايس اي دی چي زموږولس پر ارامه نه پرېږدي .مگر متاسفانه  بهرنيانوپر دغو وړانديزونواوگو تنيو نوغوږونه گراوه .متاسفانه له افغانستان څخه داسي خبرونه هم رارسېږي چي دخپل سروړ ندو عملياتو تر څنگ دنامعلوموموخوپه منظور بهرنيان سره لدي چي مالي اومادي تلفات هم ورکوي دښورشيانو سره مرستي کوي اودوي نه غواړي چي په افغانستان کي ارامي راشي .دوي سوال کوي چي څنگه کېداي شي داومنل سي چي دشپېته زره په مډرنووسلوسمبال بهرنۍ اردو نشي کولاي دڅو زرودحملو مخه ونيسي ؟ ولي دوي دافغانستان دنارامي دمخالفينو دوسلو اوپيسوتر لاسه کولو چينې نه وچوی اوپر هغوي فشارنه راوړي چي نور دغو مداخلوته دپاي ټکی کښېږدي.خلک داپوښتنه هم کوي ،ددوغوجنگيالوزخميان چيري تداو کيږي  معلومه خبره ده چي په پاکستان او ايران کښي تر درملنې لاندي نيول کيږي  . 
دافغان ولس دفشاروپه نتيجه کښي به کله ناکله بهرنيانوپر پاکستان چارواکو ږغ کاوه چي افغانان وايي داتاسو ياست چي ددوي په کورنۍ چاروکي مداخله کوی اود هيوادته ترهگر رالېږي .دپاکستان دهغه وخت جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف په ټوله سپين سترگی تل همدا يوه خبره کوله چي موږ ته ارام اوسوله لرونکي افغانستان په گټه دي ،موږ ددولت مخالفين په خپله خاوره کي نه روزو اونه هم دطالبانو،حزب اسلامي اوالقاعدي سازمان مشران په پاکستان کي اوسی .
سره له دې چي دجنرال پرويزمشرف دغلطي ادعادثبوت لپاره په سلهاوو شواهد اوثبوتونه خلک لري اوزيات ئي په نړيوالو او افغاني ډله ايزو رسنيو کښي خپاره هم شول ،خو پاکستاني چارواکو له دوي سره اړېکي ردولې اوددوي په هکله ئي بې خبري څرگندول . دامريکا،انگلستان اواروپايي هيوادو دڅار اداري اووسله وال ځواکونه چي په مډرنو تخنيکي وسايلو سمبال دي  هم ددوي داوسېدودځاي  په هکله ناخبري  ښکاره کوي اودهغه دچاخبره دکاليو سره دخلکو په سترگو ورننوزي اووايي چي موږئي نشو پيداکو لاي .
دبهرنيانو دنووشعارونوپه مقابل کي خلک سوال کوی ،که دوي له خپلو دغومخالفينو سره دجگړې توان نه درلود،نوولي ئې  زموږ خاوره تر وسله وال يرغل لاندي راوستل؟ اوهره اونۍ پردې خاوره په ټنونوبمونه ولي اورېږي ؟ کلي په کنډوالو بدلېږي  اوبېگناه انسانان  موله ژوندڅخه محرومېږي؟ نږدې اوه کاله  تير شوه چي سوله تامين نشول  .
 جالبه داده پدې ورستيوکښي يودم لکه چي سړۍ له خوبه راويښ شي  دانگليستان  ددفاع له وزيرنهنيولې  دامريکا،ناټو،اويوشمير نوروهيواد دپوځی  جنرالانو اوسياستوالولخواهمدايوه خبره کيږي چي جگړه په افغانستان کي گټونکې  نده . بايد له مخالفينو(طالبانو) سره خبري وشي اودامسله دسولي له لاري حل شي .
بلې ! داخوډيره شه خبره ده ،اوداسوالونه اوخواستونه موږ ډير پخوا کول چي  په (( زورکلي نه کيږي ))،خو متاسفانه چانه اورېدل .بهرنيانو به همدا يوه خبر کول چي بايد دپوځيانو شمير زيات شي اومډرنې وسلې افغانستان ته ولېږل شي ،او ښاغلي کرزی به ورته هرکلی وايه او آن تردې کچي  چي  همدا سږکال  کله چي ښاغلي کرزی دپاريس له نړيوال کنفرانس  څخه راستون شوه ،کورته لانه وتللۍ چي دارگ په ماڼۍ کښي يې ژورنالستانوته وويل :دا ترهگر له پاکستان څخه زموږ خاور ته راځي ،که ئي پاکستان مخه ونه نيسي موږ به ئي هلته په پاکستان که له منځه  يوسو. يودم اوازې شوې لکه چي کرزی صاحب ته اريکابياشين څيراغ روښانه کړی او اميدواي ئي ورکړيده .يوشمير جمهوررئيس ثوښونکو هم غوږوته گوتي واچولې اوهمدا ډول ئې ږغاوه چي اوس کرزی دپاکستاني استخباراتو اوجنرالانو حساب په لاس ورکوی .خو حقيقت داسي نه دايوه لوبه وه چي بهرنيانو پکار واچول کتل ئې چي انعکاسات څنگه دي . انعکاسات داي شول چي پاکستاني چارواکو کابل اوکندهار دجگړې په ميدان بدل کړ،دکندهار زندان څخه ټول هغه کسان چي دولت مخالفين وه دجنايي زندانيانو په شمول ازادشول ،زندان په سپينه ورځ مات شو،دکورنېو چارودوزير تر زنې لاندي ئي دهندپرسفارت ،بياپه ننگرها اوهرات کي دهندوستان پرسياسي نماينده گیو ځان وژونکي بريدونه وکړه ،دالاڅه چي په ټولو هغو سيمو کښي چي دښاغلي کرزی ترحاکميت  لاندي وې پر اوسېدونکو ئې مځکه سره کړه .پايله داشوه چي دښاغلي کرزي وياند هغه ژورناليستان چي اور يد لې ئي وه افغان اردوبه خپل دښمنان  تر اټکه پرې نږدی  وويل ،: په مطبوعاتو کي دکرزي خبري  ستاسولخوا غلطی تعبير شوی دي ،دهغه موخه داسي نه وه لکه چي اوريدل کيږي .خو اوس کار تر کار تير و،اړيکي خړې شوې وې ،تر څو دامريکا دولتي چارواکو پاکستان ته سفرونه وکړه اودپاکستاني جنرالانو غوږونه ئي يولږ څه ورومښل ،حالت يوڅه نورمال شو. داقيصه مې ځکه وکړه چي دهغه وخت دټولو پېښو پړه ئې هم دطالبانو دوياند په خوله پر طالبانو واچول ،مگر په حقيقت هر هغه څوک چي سالم عقل ولري پدې پوهېږي چي داټول کاورنه اوله ټولي نړۍ سره دښمنې دطالبانو تر وس وتلې خبره ده .حملي دپاکسان استخبارات اويابله کومه استخباراتي شبکه اوددولت نوري مخاليفي ډلي کوي ، خوپړه ئي طالبان پر غاړه اخلي . يعني په حقيقت کي دټولو ناامنيو شاته غښتلی اودايمأ فعال قوت دپاکستان بنسټپال پلوه جنرالان او ISIد ی  .
خو اوس دادی  همدا کرزی صاحب  وايي چه يوازنې لارخبري دي .سره لدې چي  دغه ابتکاردبهرنيو ځواکونودی ، ملي بنياد او اساس نلري  ،داچي دڅه په خاطردی متاسفانه تراوسه څوک پرې نه پوهېږي ،ځکه به تر ډيره بريده گټورنه وي.  خو اوس ټول له نيکه مرغه همدا يوه خبره کوي چي سوله ،سوله . خودسولي راوستلو لپاره نه دولت  اونه بهرنيانو کومه عملي طرحه اوستراتېژي  وړاندي کړې ده .يوازي داستازودلېږلو اوپټوخبروپه بڼه ددې مهم ملي ستونزمن کار سرته رسول به چندان پايلي ونلري .ددې خبري  دپخلي لپاره بايد څرگنده شي چي تراوسه ددولت مخالفو ډلوهم خپلي طرحي اوغوښتني په خپل نامه اوله خپل  ادرس څخه  ندي څرگندي کړې .دطالبانو وړانديزونه کله مولوي متوکل اخند اوکله بياملامجاهد اخند وايي داخوبياهم ښه کاردی ځکه افغانان خودي اوپه رښتيا سره هوښيار خلک دي .دشرم اوعارخبره خو داده چي  دادی اوس دطالبانواستازيتوب دافغان ولس مشهور دښمن د آی ایس آی دجهنمي شبکې پخواني مشر جنرال حميد گل کوي اوددوي وړانديزونه ئي داکتوبر پر ۲۰ مه د ايټاليا دمطبوعاتو له لار خپار کړه . دلته مي دوتلي اوسرکښ شاعر شعر راپيادسو چي وايي :
وطن دودشولوپه تول دسپېلنيو
نظرماتی شودبدوګاونډيو
خدايه څومره دي غريب څومره دي خوارکړو
چې کمېږو ورځ په ورځ شمېردسړيو
دبلې خواتر اوسه اودگلبدين حکمتيار وړانديزونه چاته ندي معلوم ،يوازي دټول افغان په پاڼه کي دکومې ليکنې وروسته دوي دتبصيرو ځاي پرانيزي ،چي له بده مرغه هلته  هم يوازي ښکنځل په زياته کچه ليکل کيږي ،يوچادمسافر په نامه چي يومستعار نوم دي دحکمتيار دگوند نوي وړانديزونه ليکلې وه ،زه نه پوهېږم چي دابه تر کومې کچې جدي وه ،ځکه په سياست کي دنظر څرگندول پدې ډول ټيټک کچه  اومستعارونومومعمول ندی ،په هر حال خبره داده چي تر اوسه دسولي دخبرودپيل په هکله دهغه  معينه طرحه چي بحث ورباندي وشي نشته . هغه څه چي ئې څه وړاندي په  يوه مرکه کښي ويلي وه ،دامرکې اوپه مرکو کښي خبري ددومره لويي  ملي اونړيوالي لانجې دحل لپاره جدي څرگندونې نشي بلل کېداي .
دپاکستان چارواکو هيڅ وخت دانده منلې چي طالبان اوددولت نور مخالفين په پاکستان کښي دي اويادوي وسره نږدې اړېکي لري .اوس چي دټولوپرخوله همدا يوه خبره ده چي له طالبانوسره بايد خبري وشي ددې پرځاي چي دطالبانومشر تابه بايد دیوې  اعلاميې په ترڅ  کې خپل دريز څرگند کړی واي ،متاسفانه له دغې راپيل سوی پروسې سره دپاکستاني استخبا راتو په هدايت بې پروا برخوردکوي  .داسي معلومېږي چي دپاکستان استخبارات دجنرال حميد گل پوسيله غواړي دطالبا نو استازيتوب  اودهغوي له گټونه دفاع وکړي،چي که طالبان افغانان وي داډيره دعار خبره ده  .جنرال حميد گل دايټاليا دمطبوعاتو له لاري  دسولي دخبرودپيل په اړوند دطالبانو شرطونه  چي داشناراډيوپه ويب پانه کي په پښتو ژبه خپاره شوی دي داسي  برملاکړې  : جنرال حمید گل واېې  چې طالبان  به  هغه وخت د سولی له خبرو سره موافقه وکړی چی ، دوي د یوه سیاسی قدرت په حيث وپېژندل سي، د افغانستان څخه د بین المللی قواو دوتلو دپاره نېټه وټاکله سي او د طالبانو ټول بندیان آزاد  شي . 
بل پلوته داکتوبر پر ۲۱ مه مولوي  وکيل احمدمتوکیل دسعودي عربستان الوطن ورځپاڼې ته په مرکه کې دطالبانو شرطونو په اړه وویل : طالبانودکابل له حکومت سره دخبرو او له القاعده شبکې سره داړیکو د پرې کولولپاره ترټولومهم شرطونه دا دي :
۱/   بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي .
۲/ داسلامي هیوادونوقواوې دې په افغانستان کې ځای پرځای شي .
۳/  د اسلام دین دې دافغانستان داساسي قانون په توګه په رسمیت وپېژندل شي .
پردې خبره اوس بحث نه کوو چي دافغانستان اساسي قانون  داسلام له اساسي اصولوسره مخالف ندی اودبلې خوادطالبانودحاکميت قانوانين نوردهيچالپاره دقبول وړندی.دامنيت او اسلامي عمارت په نامه افغانستان په سياسي ،فرهنگی اوټولنيز زندان بدلول دخلکو لپاره دمنلو وژنه دي ،لکه ي همدا ددموکراسی دسفيرانو لخوادافغان ولس سپکای اوپر عزت تيری اوبې گناه وژنې  .افغانستان ديوه مستقل هيوادپه توگه ځینو نړیوا لومیثاقونو ته ژمن  دی ، د ښځو اوبشردحقونو په برخوکې ځینې ازادۍ ،دعقيدې اوبيان ازادي یو منلی  او په ۲۱ قرن کي  ديوه دولت  ملي اونړيواله  دنده جوړوي . متوکل دطالبانواو القاعدې تر منځ تړاو هم منې وايي : دا ارتباط یوازې د جګړې په خاطر دی چې یوبل ته اړتیا لري .ښاغلي متوکل ټینګار کړی چې د القاعده او طالبانو ترمنځ زیات توپیر دی اوحتی د دوی دواړو دعملیاتو ساحې سره بېلې دي ، هغه  وايي  دطالبانو اوالقاعده ترمنځ په اړیکو کې ترپخوا ډېر بدلون راغلی دی ،اوس هغسي نه دي چې تر۲۰۰۱ مخکې وې .
ممکن داخبره به رښتياوي  خو زموږ دهغوخلکولپاره چي غواړي په سوله کي ژوندوکړي،کار ولري ،اولادونه ئي ښوونځۍ ته ولاړ سي عالي اومسلکي تحصيلات ولري  اوپه ارامه دخوب بستر ته ولاړ سي ، داړېکو دشکل  تغير اودجگړې له لاري  دولتی حاکميت ته رسېدل  په هيڅ ډول نشي کېداي دقناعت اودلچسپۍ وړ خبره وي .
دبلي خوادپاکستاني استخباراتوپخوانی جنرال حمیدگل په خپلوخبروکي نړيوالوته اجازه ورکړه اوڅرگنده ئې کړي : چی دطالبانودمشر ملامحمد عمراخند سره د سولی خبری  دي پر مخ ولاړي سي .
جنرال حمیدگل دخپلو نږدې اړيکوڅخه داسي پرده پورته کوي وايي  ((زه طالبان پېژنم،ما دهغوي سره د ډېره وخته  همکاري کړې ده او زه ویلای سم چی هغوی به د افغانستان دجمهور ریس حامدکرزي سره هیڅ وخت خبری ونه کړي . ځکه چی دوی هغه دخارجیانو گوډاگی بولي . )) دجنرال حميد گل  دغه څرگندونې دامعنالري، چي دغه اوسنۍ منډې ترړي اودحکومتونولخوادامن  دولتی جرگې اوياسعودي اوډوبۍ ته دخپلوانو لېږل ،اودهغو عربونه چي موږ ته ئې تل دمذهبي موخوپر بنيادناخوالي جوړوي مننه کول بې ځايه خبري دي .ځکه ترڅوددوي (دپاکستانی چارواکو) اراده نه وي  نوطالبان دکرزی ددولتي استازوسره دخبروعلاقمندي نشي څرگندولاي اونه هم دملي پخلاينې دخبرو پر لمڅۍله خپلو وطندارانوسره کښېنستلاي شي .
دجنرال حميدگل خان خبري ددي ښکاره څرگندوي دي چي دوي څومره پر طالبانو برلاسي دي ،ځکه حميد گل دسولي خبرودپيل په هکله داسي خبري کوي اودلايل وايي  ته به وايه  چي نوموړی  دټولو مخالفينو په ځانگړې توگه دطالبانو په استازيتوب دافغان دولت سره دخبرودپيل يواړخ دی  .
بلې !
 رښتياهم همدا سي ده!  ځکه حميد گل يوځاي په خپلو خبروکي په ټوله سپين سترگی سره وايي چي دملي پخلاينې په خبروکي بايد پاکستاني چارواکي  ونډه اوگډون ولري  . له يوې خواله دغه دولت نه چي همدا اوس دمگړۍ حاکميت پلاس لري شکايت کوي ،وايي ديکتاتوري  ده ،دا ده  ،اوهغه .خوکله چي ئي خپلې گټې مطرح وي بيانو وايي  چي دافغانانو تر منځ دخوابدی ليري کولو اوپخلاينې په جرگو،مرکو اورسمی خبروکي بايد موږ يعني  پاکستاني چارواکي  گډون ولري .اوکه سړۍ ورته ووايي ،گرانه تالره دخيره ؟ پرېږده چي موږخپلي گيلې پخپله اوپه خپل منځ کي بيله دېنه چي پردی ئي واوري سره وکړو اوخوابدی مو په هرډول چي وي سره حل کړو،نوحميد گل خان بياسمدلاسه زموږ دپاکواوسپېڅلې احساس  لرونکوخوابدو اوزورول شوو افغانانوته وايي : مړه ! غولوې دي ،ته خومسلمان يي ،ته دهغه چا بچۍ ئې چي هيڅ وخت ئي پردۍ په خپله خاوره کي نه دی منلۍ ،دانگريزانو سره جگړې درپيادکړه ،داڅه کوي ؟اوداسي نوري افسانې ....،خودانه ورته وايي  : ښاغلې کله چي دا ته  دپاکستان ددولت استازيتوب کوې نو ته  څوک ئې ؟اوولي نن دومره مهربانه شوې؟ کله چي دمجاهدينواوطالبانودحاکميت په وخت کي دپاکستان پوځ  زموږ دهيوادټولي چاري په مرموزه توگه څارلې ،هغه وخت دي ولې نه ويل چي زه پنجاپۍ هم پردئ يم ،اويا دا اوس چي غواړې زموږ په خپل محنځی جرگو اومرکو کي برخه ولري ؟دادکومي وطنداري له مخې ؟ته داولي نه وايي چي زه هم ستاسو سره دکرښي اوپر پښتنو باندي دحاکميت ساتلو په خاطر اختلاف لرم .
حمیدگل ددې لپاره چي ټوله پړه پر جنرال پرويزمشرف واچوي اوداسي څرگنده کړي چي پوځ او استخبارات  ئي مخالف دي  ،وايي :(( پخواني جمهور ریس پرويز مشرف  د ټروریزم په مقابل کی له متحده ایالاتو سره د لاس په یو کولو سره داسی غلطی وکړه چی د بخښلو نه ده. )) رښتياهم ټولوته دا څرگندېده چي دپاکستان پوځ اواستخباراتو دپرويزمشرف دغه دوه مخۍ سياست هم نشوزغملاي،هغوي غوښتل اوغواړي لکه ايرانی اخوندان نېغ په نېغه په افغانستان کي خپل لاسپوڅی رژيم ولري ،ځکه خودادي ددريم ځل لپاره دطالبانوپه نامه ددولت دمخالفينو سره  په هرډول خبروکي دخپل گډون پر اړتيا ټينگارکوي . اوداهم هرچاته څرگنده ده که دوي دافگانستان په اړه خبروکي گډون ونلري هغه به سبوتاژاوله ناکامی اوياداسي ستونزوسره مخامخ کړي چي دحل لاره  به ئي ډيرو زياتو قربانیو ته اړتيا ولري  .
جنرال حميد گل چي څومره دافغانستان ولس  سره دښمني لري دکرښې هاخوادپرتو پښتنواوبلوڅو سره هم همدومره تاريخي دښمنې لري ،هغه خپل ټول عمر پنجاپيانوته په چوپړکي تيرکړی ،اوپه پاکستان کي دزيات شمير نا امنيو په راوستلواوپوځی تغيراتوکي دنوروجنرالوسره برابره اوپوره ونډه لري  .
په حقيقت کي  دطالبانو دشرطونودڅرگندولوپه پلمه ،حميد گل وتوانيد نوري  طرحي اوپلانونه چي په ورستيوکښي به په پاکستان کښي پلي شي په ډير مهارت  اوديپلوماتيکه زبه اورېدونکو اولوستونکو ته ور وفهمولې ،هغه وايي  : ((داسی ښکاري چی د جمهوری ریاست دپاره دواړه کاندیدان، بارک اوباما او جان مکېن غواړی چی په افغانستان کی هغه پالیسی تعقیب کړي چی دا اوه کاله روانه ده او زه فکر کوم چی د دې پالیسی دوام به په افغانستان کی د یوې فاجعې سبب سی .))  دحميد گل هدف په رښتياسره په افغانستان کي   کومه فاجعه نده ،دايوه پلمه ده چي نړيوال پري ډاروي ،بلکي  موخه ئي پاکستان دي . دوي يوې بلي پوځي کودتاته اماده گي نسي .له همدې امله وروسته له هغه نه چي دټاکنوله مخې اصف علي زرداري  دپاکستان نوی ملکي ولسمشر وټاکل شو.په افغانستان اونړی کي دغه ټاکنه استقبال شوه ، دښاغلي اصف زردادري نه زموږ دولس غوښتنه  وکړه چي له افغانستان سره په سوله او ورورگلوی کښي ژوند وکړی اودخپلي خاوري نه دافغان ولس اوپه افغانستان کي دسولي اودموکراسی پر خلاف  دټولو کورنیو اوبهرنيو دښمنانو لاسونه لنډکړي . داردوپر جنرالانو اوISI  پر مشرتابه ئي دغه استقبال ښه ونه لگېد،ځکه نو دپاکستاني جنرالان دعادت  له مخې غواړي دپاکستان پر سرگردان  ملت حاکمان اوسي . له همدي امله همدا اوس په پاکستان کي دډيرو بدامنيو اوملي بهران په راوستلوکښي نړيوال څېړونکي دپخواني رژيم دپلويانو مداخلې اولاس وهنه نه رده وي  .
متاسفانه ددولت دسياسي اوپوځی مخالفينودهر اړخيزه تلاښونوپه پايله کښي  کورنی نارامي اودبلې خواد پاكستان مخ پر زياتېدونكی اقتصادي بحران، هغه څه دي، چې كېداى شي په نېمه لاره كې د نوي دولت لپاره دزورونې  اورا پرځېدو لامل وګرځي. دآصف زرداري  په دولت کي شامل مخالفين تلاښ کوي هغوي له جدي ستونزو اومشكلاتو سره مخامخ كړي . تر دې بريده چي همدا به يوه پلمه شي ترڅويوځل بياپوځيان دښاراوکوڅو واټونوته راووزي اودملي امنيت دساتلواواقتصادي بهران دمخنيوی په پلمه به دعادت سره سم پوځی مارشالا اعلان کړي .
سره له دې،کله چې  سيديوسف رضاګيلانى د نوي لومړي  وزير په توگه وټاکل شو، پرويزمشرف  په خپلوڅرګندونوکي  دهغه په وړاندې درېځ نه دى نېولى، آن د ګيلاني تر ټاكل كېدو مخکې، ده ويلي وو، چې دى به له نوي لومړي وزير او د هغه له حکومت سره بشپړه همکاري کوي . البته هغه وخت پرويزمشرف ته لادامريکالخوادانه وه څرگنده شوي چي خپل مقام هم بايداصف علي زرداري ته پرېږدي ،ځکه ئي داسي څرگندول چي ديودموکراسي پلوه جنرال په توگه حاضردي د خپل مخالف سره گډکار وکړي .هغه وخت هم  دسياسي  شننوونكو په عقيده د پرويزمشرف دغه څرګندونې تر ډېره بريده، د زړه له تله او رښتينې نه وې .بلكې دا هغه خبرې وې ، چې د اوسني لنډ مهالو مجبوريتونو اوبېوسيو له امله ئي کولې .
د پاكستان سياسي تاريخ  داښودلې چي په پاكستان كې رښتينى واك، هېڅكله هم د خلكو له خواندی  ټاكل شو ی ، بلكي تل جنرالانو پر دې هيوادحاکميت په خپلوپه لاسونو كې ساتلى  اوکه چيري دخلكو له خوادټاكنوپر بنياد کوم څوک واک ته رسېدلی وي ،په هغه صورت کښي هم ،كله چې پوځيانودا احساس کړی  چې واك يې کمزوری اويا له لاسه وزي، سمدلاسي يې كودتا په لاره اچولې او ټول  دولتي واك ئې بېرته په خپل  لاس کښي اخيستی دی  .له همدې امله دغه نوۍ ټاکل شوی دولت  هم دړنگېدوله ورته احتمالي ګواښونو سره مخامخ اوبرخليك يې دتيرودولتونو په شان اټكل كېږي .  داځکه چي داوسنې جمهوررئيس خانمه بينظر بوټودهمدغولخواله منځه  ولاړه کوم چي تر اوسه لاپه اردو اواستخباراتو کي غوښن اوټاکلی ځاي لري  .
که څه هم اصف زرداري دواک دترلاسه کولوپه لومړيو ورځوکي پډاگه وويل چي : موږغواړوهغه اداره پاته وي  کوم چې زموږڅخه یې بېنظیربوټوواخیسته ،ځکه چې که دا نه وي په پاکستان کې به هم دافغانستان په شان جګړه مار وي اوپر هرغره به یو واکمن ناست وي . 
اصف زرداري په لاهورکې له خبریالانوسره په خبروکې بې له دې چې دچا نوم واخلي ،وویل : هغه څوک چې غواړي دا اداره(پوځاو استخبارات ئي موخه وه )کمزورې شي ،موږترهغۀ د دې ادارې زیات قرباني شوي یو،خوموږ یې بیا هم د ټینګښت غوښتونکي یو.  داسي ويل کيږي چي سياسي لاملونواصف زرداري دې ته مجبورکړ چي  يوه هڅه وکړي ترڅو د  ISI   استخباراتي سازمان په کورنو چارو وزارت پوري وتړی ،خوبريالی نشواودغه مسله همدا سي پټه پاته شول . سره لدې چي دبريتانيا ابزرور ورځپاڼي دخپاره شوي خبر له مخې ، اصف زرداري په داسي وخت کې په پاکستان کې قدرت ته رسېدلى چې داهيوادتربل هروخت له بدې بې ثباتۍ سره لاس ا وګرېوان دى.د دې ورځپاڼې په نظر له ستراتيژيک پلوه په پاکستان کې دسخت دريځو منګولې ورځ تربلې ټينګې شوي اوله بلې خوا له اقتصادي ستونزې زياتې شوې دى .
مگردپاکستان داوسنی ولسمشرداصف زرداري نه ټوله نړيواله ټولنه  داهيله کوي چې په خپل هيوادکې سياسي اوټولنيز ثبات راولي اوله سخت دريځو سره  مبارزه وکړي . که هغه داکارونه ترسره کړي، نوهغه به په رښتياسره دپاکستان ترټولوپياوړى ملکي ولسمشر وي .
حقيقت خودادی چي داټول دپرويزمشرف دحاکميت په دوران کي داردو دجنرالانواو ISI  دادارې لخوا دامريکا اونړيوالي ټولنې څخه چي په افغانستان کي پوځی ډلگۍ لري دزياتو مالي ،مادي اوسياسي امتيا زاتو دتر لاسه کېدوپه موخه تر دغه کچې ورسېدل .په وروستيووختوکي  چي به  په قبايلي سيمو کښي کله کله يوه اوبل قوماندان سر واخيست ،ددوي ئي چم زده وو هغه به ئې سمدلاسه چوپ کړ  . لکه په طالبانوکي،کله  چي به کوم طالب قوماندان مليروحيه څرگنده کړنوهغه دوي  سمدلاسه دامريکايانوپلاس ورګړی دي .په يوه خبره په پاکستان کي ټول سياسي اومذهبي حرکتونه منډي اوتړي امنيتي نا ارامۍ اوناانډولی  دهمدغوپاکستاني وسله والوځواکونودجنرالانو ترکنترول لاندي  دي .داچي دترهگروسره دمبارزې په نامه دوي  په کوزه پښتو نخواکي څومره قومی مشران اوغښتلي څېرې په يوه اوبل نامه له منځ يوړې اويائي دا امکان تر لاسه کژ چي هلته خپلي پوځی هډې جوړي کړی  داهغه غمېزه ده چي هلته همدا اوس پښتون اوبلوڅ قوم ورسره مخامخ دي  . له همدې امله دټولوسياسي مسايلودڅارونکو په اند دا اوسنۍ نا امنۍ هم ددبنسټپاله پاکستاني جنرالانو لخواددې لپاره چي له  يوې خواداصف زرداري حکومت بې ثباته کړي اودبلې خواغواړي دامريکادراتلونکو ټاکنو وروسته چي يوځل بيابه دافغانستان پر برخليک خبري کيږي ،دغوښنې ونډې ترلاسه کېدوپه خاطر خپل دريځ  پياوړی کړي  .
داتر لمر روښانه خبره ده که چيري پاکستابي جنرالان  اود آی ایس آی سازمان  خپلو موخوته ونه رسېږي  په هغه ورځ به سره لدې چي نوی ستردرستيزئي وايي :(( اردوله سياست نه بايدليري وساتل شي))  دنړۍ په ټولوراډيو  گانوکي واورۍ چي دپاکستان پوځ دملي گټواوپه هيوادکي دامنيت دتامين په خاطر اړسودولتي واک پلاس کي واخلي .
ځکه خو ښاغلي حمید گل وايي  چي ،په پاکستان کی ټروریسټی فعالیتونه پراخېږی، ډېر ژور اقتصادی بحران پکښی روان دی او امریکا سره مخالفت  ورځ په ورځ زوراخلي اوهیواد دسقوط له خطر سره مخامخ دی . دغه خبري به دپاکستاني جنرالانودکودتالپاره دثبوت ټکي وي !
جنرال حميد گل  نورهم نړوال وارخطاکوي وايي : (( دغی وضع د ټروریزم سره د جگړې بریالیتوب اودپاکستان د اټومی وسلو مصونیت له خطر سره مخامخ کړی دی. دا وضع دونه خطرناکه ده چی ښایی په پاکستان کی داخلی جنگ پیل سي او یا د اېران په ډول اسلامی انقلاب پیل سي.))  اوس پرې پوه شوې گرانه لوستونکې چي دا اسختباراتي جنرال څه وايي؟ اوڅه غواړي ؟ دغه خبرې دهمدې باور پخلۍ کوي چي جنرالان وغواړي دحميد گل لخواددغوپه گوته شووحوادثونه دپاکستان دنجات په خاطر دولتي واک پلاسه کي واخلي . منطقي خبري هم ده ،څوک په پاکستان کي دبنسټپالولخو ا انقلاب  غواړي؟ اياداخطرهم چاته دمنلو وړدی چي دپاکستان اټومی وسلې دبنسټپالوملايانو پلاس ورشی؟ نو ددې لپاره چي دا کار ونشي جنرال حمد گل سرله اوس نه  نړيوالوته خبرداری ورکوي او ورته وايي ،تاسو راته وواياست موږ څه وکړو؟؟؟
 دلته غواړم يوټکی په گوته کړم هغه داچي زموږ سپېڅلي هيوادوال بايد دغه ټکی ته جدي پاملرنه وکړی ،کله چي دپاکستاني جنرالانو گټه وي نوبيادوي له هر بنسټپال نه ملاتړ کوي،وسلي ورکوي اوامنيت پرې گډوډ ډوی ، خوکله چي ئي په بله خواکي گټه وي بياپه همدغو بنسټپالو نړيوال ډاره وی او ورته وايي :دچا حاکميت مو خوش دی ؟زمور جنرالانو چي اټومي وسله له ملايانو څخه ساتواوکه دملايانواوبنسټپالو حکومت او پر اټومي وسلوحاکميت ؟
 داچي دپردې شاته به کله امريکا له دوي سره موافقه شي دابله خبره . که دوي وغواړي کېداي سي  امريکا ديوه انجام شوی عمل سره مخامخ کړي . ددې لپاره چي دخلکو ذهنيتونه اغفال کړي پرويزمشرف ته هم گوته څنډی  چي گوياد ټروریزم په مقابل کی د امريکا سره د لاس په یوکول ئې داسی غلطي وکړه چي دبخښلووړ نه ده . دوي  داخبره اځکه کوي  چي  دغه همکاري په پاکستان کي دپوځيانو دقدرت دپيکه کېدويوله اساسي لاملوڅخه بولي .
خوحميدگل  د آصف علی زرداري پر پالیسیو باندی هم انتقاد وکوي  او وايي : چی هغه یو ملکی د یکتاتور دی  اود پرویز مشرف پالیسیو ته یې دوام ورکړی دی . ده وویل دا ضروری ده چی په هیوادکی پارلمان ته داسی واک ورکړه سي لکه په یوه ډیموکراټیک سيسټم کی چی ورکول کېږی . په دري ژبه کي يومتل دي وايي  ((بگيرکه نگيرت )) ،حميدگل هم ددموکراسي اودموکراتيک نظام خبري  کوي ،خوداپداسي  حال کي چي يوله پېژندل شوو پوځی ديکتاتورانو پرويز مشرف  څخه  ئي بې ساري ملاتړ کاوه ،اوخپله هم  دديکتاتورۍ اوپوځی واکمنۍ دملاتړ روڼه بېلگه ده . خواوس چي دده مخالفين دولتي واک پلاس کښي لري نوورته ديکتاتوران وايي  .
حمید گل خبرداری ورکړ هر څونه چی امریکا د سرحد څخه دې خواته خپلی حملو ته زور ورکوی په هغه اندازه به خلک دطالبانو څخه ملاتړ زیاتوی . حميد گل څرگندوي ،په شمالی او جنوبی وزیریستان کی ډېر زیات کلیوال د طالبانو طرفداری کوی او په دې عقیده دي چی پر دوی باندی د طالبانو سره  همکاري کول واجب دي.
حميد گل  دناټو قواو ته مشوره ورکړه چی مخکي له هغه چي د پسرلي په موسم کی د طالبانو زوروري حملې پیل کېږی دوی باید خپل پوځیان پرشا کړي . 
حميدگل دپاکستان داستخباراتو ديوه پخواني جنرال په توگه په يوه فيردوه نښانه ولي .له يوې خوا امريکايا نوته وايي چي خبراوسی په راتلونکی پسرلی کښي به پدغه سيمه کي دطالبانو وسله والي حملې زور واخلي ، يعني که ئي له منځه وړاي سئ همدا اوس ئي وخت  دی،ځکه خوا وايي ((که سوله ټینگه نه سي د بیا ابادولو کارونه پر مخ نه سی تللای . )) اودبلې خواپه کوزه پښتونخواکي  بېچاره پښتنوته وايي دطالبانوحمايه پرتاسو واجب ده . سره لدې  چې ښاغلی حميدگل خپله پدې  ښه پوهېږي که پښتانه دطالبانوملاتړي اوسی او هغوي ته دپټېدوامکانات برابرکړی .نوداکاربه ددې لامل شی چي له يوې خوابه دغه دپښتنوداوسېدو سيمې دامريکا په غوښتنه دپاکستاني پوځ ترحملولاندي  په دې نامه راسي چي دالقاعدي اوترهگروسره دمبارزې نيواله جگړه پر مخ بيايي ، اوپدې پلمه به يوځل بياپښتانه اودهغوي  څه پاته مشرانه له منځه يوسي .  اودبلې خوابه  بهرنيانوته څرگنده کړي ،چي مړۀ!  پښتانه ستاسو دمخالفينوڅخه حمايت  پرځان واجب بولي،نوڅومره  چې مو وس رسېږي  هغومره خپل دښمن وځپۍ .طبعي ده چي امريکابه بيادالقاعدي او طالبانوسره دمبارزې په نامه په ښکاره ياپټه دبې پيلوټه الوتکو پوسيله پر پښتنو ميشتو سيمو بمونه اوروي .پدغه  ځاي کي هغه دليوه خبره ده چي واي  : ((ليوه دخايه څه غواړي ؟يوازي باد اوباران)) که ددغوپېښواوکشالوپه پايلوکي دامريکا پرخلاف دعام ولس بغاوت اوج ته ورسېد،نودوي به هم خپلو لاسپوڅوته  سمدلاسه هدايت ورکړی چي مظاهرې  پيل کړي ،عکسونه اوبيرغونه  وسوځوی  اودوکانوته اور واچوی  . دابه يوه بله  اوتر ټولو ښه هغه جوړه شوې پلمه وي چي دپاکستان پوځ  به ددې لپاره چي دملکی نظام ړنگېدوته ئې مټې رانغښتی دي  ځان پر حق وبولي .
بېله هر ډول سياسي سمپتيونه دملي گټو اوافغاني غرور دساتلو اودرناوي په خاطر ددې ليکنې څخه زماموخه داده چي زموږ افغانان هرڅوک چي دي (طالبان ،دگلبدين ډله،تنظيمونه اوسياسي گوندونه چي شمير ئي تر ۹۰ اوړي) بايد پدي پوه وی چي دپاکستان پوځی جنرالان  اواستخبارات  داځل بياغواړي دافغانستان دمسلې  په سياسي حل کښي ځانته دپښې اېښودلواوهمدا ډول  په پاکستان کي دکودتالپاره امکانات  برابرکړي .
اوس چي زه گورم ،متاسفانه يوځل بيا افغانان  ديوې بلې پټې سياسي لوبي قرباني کيږي .اودپاکستان اردو دخپلوکرغېړنوموخولپاره دطالبانوپه نامه دډيورنډ دکرښې دواړو خواته پښتانه دخپلواوبهرنيانود پوځونو دوحشيانه حملو په پوسيله  له منځه وړي . دافغانانواوپه ځانگړې توگه دکرښې دواړو خواپرتو پښتنو قومونو دسرپه قيمت  ديوې بلې پوځی کودتالپاره لارپرانېزي .
نوځکه غواړم څرگنده کړم که داخبره رښتياوي چي امريکا اونړيواله ټولنه په رښتيا سره غواړي په  افغا نستان کي ددوي ترحمايي لاندي دولت  بايد دخپلوټولومخالفينوسره دروغي جوړي په موخه خبري وکړي اودجگړې پر ځاي  دټولوخوابدو اودافغانستان په سياسي ژوندکي د دشاملوافغانانو په گډون ديوې ملي سرتاسري  افغاني جرگې په جوړېدوسره چي په هغه کښي ټولي خواوي  بېله پرونيو نومونواولوروبرخه ولري اودملي گټو پر بنياددملگروملتودسازمان دامنيت شورا اواسلامي کنفرانس دغړو هيوادو دسازمان  دتظمين  اوملاتړ پر بنياد ديوه ملي دولت دجوړېدوخښته کښېښودل شي ،نوهرلوری بايدد نړيوالودغوښتنوسره سم  له دغوپلاس راغلوامکانا تو څخه پراخه استفاده وکړي . اوکه دابيا يوه بله نوې سياسي کورنۍ يانړيواله لوبه وي ؟نو ټول افغانان  ته پکارده چي په يوه اواز هرڅوک چي دی  دملي او ايماني دندي له مخې بايد دالوبه ناکامه اودخپل هيوادراتلونکۍبرخليک پر همدغه پورته ياد شوو بنسټونوپخپله وټاکي  .
پدې  اميد چي يوه ورځ زموږ په هيوادکي سوله  تامين  ددموکراسی اوټولنيز عدالت د لمر وړانگي پر ټول هيوادخپرې شي  .  ومن الله التوفيق

يادونه :
دليکنې لپاره دتاند،لر اوبر،اشناراډيو،غورځنگ ،ټول افغان ،بي بې سي ،المان ږغ  پښتوويب پاڼو، دطالبانو له ويب پاڼي ،ازادي راډيومعلوماتي اوخبريزوخپرونوکي له خپروشوومعلوماتو،روسي چاپی خپرونولکه : انتر تاس، ويستي . رو،ارگومنتۍ ئي فکت ،روسيه نيوز،گازيتا.رو،اوزماله  شخصي ياداښتونو څخه استفاده شوې ده .