د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

پوهنمل محمود نظری 29.10.2008 01:34

لسم کښت

په یوه فاتحه کې اخوند واعظ کوی اوو ویل يې :کربلا ته ولاړشئ چې د جنت خاوره درته واجب شي اوبیا يې د کربلا نکل پيل کړ:
ږغ يې وار په وار لوړیدی خلکو لاسونه پر تندي نیولي او غوږ ونه يې ورته نیولي وه
... د حرم اهل تږي وه ابوالفضل سپور په ذوالجناع د اوبو خواته تی د یزید سپاهیان ورپسې وه...
یو تن د ناستو خلکو اخوند ته وویل : ولي درواغ وایې
آیا ذوالجناع د حضرت حسین آس نه وو نو ولې وايي ابوالفضل پر سپور وو؟
اخوند په سړه سینه ورته ځواب ورکړ: ته که موټر ولرې خپل ورور ته يې نه ورکوې چې پر سپور شي نو امام حسین هم خپل آس ابوالفضل ته ورکړ چې پر سپور شي
ناستو خلکو له ډیرې خندا ژړل.
***
برنارد شاو انګریز نامتو انځور ګر چې قواره یې چندان ښه نه وه په یوه میلمستیا کې يې پام شو چې یوه ښکلې ښځه ډیر ورته ګوري . هغه ور نژدې شو او هغې ته يې وویل:
وبښئ میرمني ما ته ولې دومره ګورئ خیریت دی؟
هغې ورته وویل :غواړم تا ته وایم زما سره واده وکړه.
برناردهغې ته وکتل او بیا یې وویل : څنګه تا غوندې یوه ښکلې ښځه غواړی زما سره واده وکړې.
هغې ورته وویل: زه فکر کوم که زموږ زوی ستا عقل او زما ښکلا په ارث یوسي څه نابغه به وي!
شاو سمدستې ځواب ورکړ:
ښه فکر وکړه که يې ستا عقل او زما ښکلا په ارث یووړه په دنیا کې به څومره غټه فاجعه پېښه شي.


***

امیر اسماعیل گیکلی یو هلک ته زوی ویلۍ وو ؛ هغه دیوې ناروغې له کبله بد رنګه شو امیر د هغه دڅیرې د تغیر څخه تعجب وکړ چې ولې دومره بدرنګه شو .
کازي ابومنصور چې هلته ناست وو دا آیات شریف يې ولوست:
« پیدا کړی دی موږ انسان په ډیر ښه ترینو صورت سره مګر هغه کسان چي ایمان يې راوړی او کړي یې دي ښه (عملونه )....» سوره تین _4 و 5

داچې کازي خپله هم بد رنګه وو نو هغه هلک د هغه په ځواب کې سمدستې وویل:
«تړئ پر موږ مثل اوخپل پيدايښت موهیر کړی دی ...»
: (سوره یس _78)
کازي ډیر خړ شو

***


مازیګر وو ناببره د هغه له مخي ښکار تیر شو هغه آس د ښکار پسې چوکړ تر هغه چې یوه ځنکله ته ورسید؛ هغه له نورو ښکاریانو څخه ډیر لیری شوی وو، . هلته يې په یوې انجلۍ سترګې ولګیدې، چې د فرات د سیند څخه يې داوبو ډک مشک(ژی) پر سره کرار کرار رهي وه
هغه ویل: الهی داڅه پېښه ده ؟ په دې وخت کې يې یو ږغ واوریده
پلار جانه ! راوځغله د مشک خوله ونیسه چې نور یې ټینګولی نشم له اختیاره مې وځي.
هغي پلار ته نارې وهلې خو د پلار پټه يې نه وه.
هغه ځوان چې ادیب وو ورغی او هغې ته يې وویل:
ته کلیواله يي ؟
هغې وویل: هو.
ځوان ورنژدې شو او هغې ته يې وویل:
ته ډیره ښه عربي وایي؟
کلیوالې ورته وویل : ولې زه عربۍ نه یمه؟
ځوان :ته د کوم کام يې؟بنی فضاعه؟
- یا زه د بنی کلب یمه.
ځوان : ته ولې په دې ټبر کې پیدا شوی يې؟
کلیواله انجلۍ: ولې؟
ولې په دې ټبر کې څه بدې ده؟ هغه ډیره عزت لرونکی او میلمه پال ټبر دی.
-ته د کوم ځای یې؟
ځوان: ته دانساب په علم پوهیږې؟
انجلې: هو
ځوان :زه دبنی مضر یم.
انجلۍ:کوم بنی مضر؟
ځوان :هغه چې تر ټولو یې نسب او اعتبار لوی دی.
انجلۍ:ښه زه پوه شوم ته دبنو کنانه څخه یې. خو د کومې څانګې؟
ځوان :د هغه چې زوی يې تر ټولو شریف او سهونکی (بردبار) وو
انجلۍ وخندل : ښه ته قریش يي!. مګر د قریش د کومې کورنۍ؟
ځوان : دهغه کورنۍ چی ذکر یې تر ټولو لوړ او فخر يې بې مثاله دی
انجلۍ : ښه په خدای قسم ته د بنی هاشم څخه یې! ،مګر د بنی هاشم د کومې کورنۍ ؟
ځوان :دهغې کورنۍ چې کور يې تر ټولو لوړ تر ټولو شریف دی او هغه چې د بنی هاشم دوښمنان ترې ویریږي.
انجلی سر کښته کړ او ویي ویل:
سلام امیر المومنین
خلیفه مامون الرشید ددې انجلۍ مالومات او حاضر ځوابی ډیره خوښه شوه او هغه يې خپله ملکه کړه چې په تاریخې کتابونو کې دهغې نوم« کنیت �امّ عباس� »لیکل شوی دی

***

 

د پاکستان قایداعظم له یو کازي سره په یوه معامله کې بحث کوی کازي دهغه د خبرو تنګ شو او و یي ویل:
مستر جناح !زه ستا دا بې سره اوپښو خبرې له یوه غوږه اورم او له بله یې باسم.
قایداعظم په حاضر ځوابي ورته وویل: شاید په دی خاطر چې ستا د دوو غوږو تر منځ ځای خالي دی.
ا
***

یو عرب د یو سړي څنګ ته چې انځر یې خوړل کیناست، هغه انځر د خپلي چپنې لاندې پټ کړل ،هغه سړي عربي ته وویل : - قران راته تلاوت کړه!
عربي قرات پیل کړ: والزیتون و طور سینین...
هغه سړي له عربي څخه وپوښتل: د وَالتّین (انځر)کلمه چې د دې ایت شریف په سر کې راځي چیرې ولاړه؟
هغه ځواب ورکړ: ستاد چپنې لاندې

***

یو عرب په جماعت لمانځه ولاړ وو خو ډيره بېړه یې درلوده غوښتل یې ژر لمونځ پوره کړې او خپل کار ته ولاړ شي
ملا تر سوره يي فاتحې وروسته د نوح سوره پیل کړه:
موږ د ر واستوی نوح...( د نوح سوره)
خو نوره پاته سوره یې هیره شوه او څو دقیقې چوپ پاته شو
وار ختا عرب چې نور یې صبر کولی نه شو په لوړ ږغ وویل:
که نوح نه ځي بل څوک ورواستوه زه نور انتظار کولی نه شم

***

یو سړي ( ابن عمر ) ته وویل: مختار الدین ګمان کوي هغه ته وحی راځي
ابن عمر د هغه په ځواب کې وویل: رښتیا به وایي خدای (ج) فرمايي:
شیطانان خپل دوستانو ته وحی(وسوسه) کوي. ( انعام /121)
اخځلیکونه
forum.jameatulquran.com-1
urdupoint.com-2
hallagulla.com-3