د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سولې د مشاعرې راپورتاژ

لیکنه او ترتیب: ګل آغا احمدي وردګ 25.10.2008 19:00


سوله له تیرو دیرشو کلونو راهیسې د هر افغان د زړه آواز، د آرمونونو غوټۍ او د هیلو بوخڅه ده چې کله به زموږ ګران، ویاړلی او تاریخي هیواد د یوې داسې سراسري سولې خاوند شي چې د دې هیواد په هیڅ یوه ګوټ کې د ټوپک د مردکۍ خونړی غږ وا نه وریدل شي بلکي د خلکو تر منځ د ژوند ټولو خوږو او ترخو ته د عقل، منطق، پوهې او روا سوله ایزو بنسټونو له لارې ځواب وویل شي. د همداسې یوې هیلې په موخه د وردګو او میدان د ولایت په مرکز میدان ښار کې د سولې په نامه مشاعره جوړه شوې وه چې د هغه بشپړ راپورتاژ ته ستاسو ګرانو لوستونکو پاملرنه را اړوم.

لنډیز:

د وردګو او میدان د ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د وردګو د کلتوري یون، افغان ادبي بهیر او کابل میشتو شاعرانو په همکارۍ   د 1387 هجري لمریز کال د لړم  په 3 نیټه چې  د 2008 میلادي کال د اکتوبر د 24 نیټې سره سمون خوري د نوموړي ولایت په مرکز میدانښار کې د سولې تر نامه لاندې یوه لویه، پرتمینه او رنګینه مشاعره  جوړه کړه.چې له وردګو او هیواد له ګوټ ګوټ څخه لسګونو شاعرانو، لیکوالانو، ولایتي شورا وکیلانو او عامو خلکو ګډون پکې کړی وو. غونډه د سهار په نهه نیمو بجو پيل او د رنګارنګ پروګرامونو په وړاندې کولو سره په همدې ورځ د ماسپښین په دوو بجو پای ته ورسیده چې تفصیلات یې په لاندې ډول د ګرانو لوستونکو مخې ته ایښودل کیږي:

د مشاعرې دریځ یا ستیج

د سولې د مشاعرې دریځ یا ستیج د هیواد د جلالتمآب ولسمشر حامد کرزي او یو شمیر تاریخي، ویاړلو او علمي شخصیتونو لکه د هیواد د آزادۍ اتل غازي محمد جانخان وردګ، ستر غازي امان الله خان، ستر فرهنګي شخصیت او پياوړی لیکوال محمد ارسلان سلیمي، په هیواد کې د کرنې د لوی نوښتګر ډاکتر عبدالوکیل، لوی کلتوري شخصیت عبدالجلیل وجدي په انځورونو، د هیواد په ملي بیرغونو او یو شمیر ښکلیو شعارونو ښکلی شوی وو. د دریځ چارې د ګل آغا احمدي وردګ او شرر صافي له خوا په مخ وړل کیدې.
 
د مشاعرې پيل

د سولې مشاعره  له غرمې مخکې د سهار په نهه بجو او دیرشو دقیقو د ښاغلي محمد دین همدرد له لوري  د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې ورپسې د هیواد ملي سرود و غږول شو او له هغه وروسته د وردګو او میدان د ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ښاغلي حکمت الله نوري د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
ښاغلي نوري د خپلو خبرو په ترځ کې زیاته کړه چې دغه ډول مشاعرې هیواد ته د سولې د بهیر په پياوړي کولو، خلکو ته د ګټورو پیغامونو د انتقال، پوهې او کلتور په وده کې خورا مهم رول لري او د وردګو او میدان د ولایت چارواکي هڅه کوي چې له دې لارې خپلو خلکو ته په هیلو او امیدونو باندې داسې سمبال پیغامونه ورسوي چې د لوی خدای په مرسته او د خپلو خلکو په همت به آخر یوه سراسري سوله د دې هیواد په ګوټ ګوټ باندې خپل زرین سیوری غوړوي.

پرانیستونکې وینا
د پرانیستونکې وینا لپاره د وردګو او میدان د ولایت والي ښاغلي محمد حلیم فدايي ته بلنه ورکړل شوه څو په دې ویاړمن مناسبت خپله وینا واوروي.

ښاغلي فدايي د خپلو خبرو په ترځ کې د غونډې ټولو ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته د قرآن کریم د دې آیت تفسیر په اغیزمنه توګه بیان کړ: ژباړه ( خدای (ج) د یوه قوم حالت تر هغه نه بدلوي څو چې دوی یې په خپله بدل نه کړي) او د بدلون لپاره یې د شته امکاناتو په وسیله د مناسبې هلې ځلې و نه کړي.

د وردګو او میدان د ولایت مقام زیاته کړه: د افرادو جوړول په یوه ټولنه کې د ودانیو او مادي زیربناوو د جوړولو سره جوخت او تر هغه د مخه مهم دي ځکه که چیرې انساني منابع، سرچینې او افراد جوړ نه شي نو که ودانۍ جوړې هم شي بیرته ته به خدای مه کړه ورانیږي او که ړنګې نه شي نو داسې مناسبه استفاده به نه ترې کیږي څومره چې د یوې ویاړمنې ټولنې د پرګنو لپاره مناسبه ده. نوموړې د نمونې په توګه د هیواد په ځینو برخو کې د هغو ښوونځیو  سوزولو  سړکونو او داسې نورو زیربنايي بنسټونو ورانولو اشاره وکړه چې هیواد ته د سولې د راګرزیدو په دور کې جوړې شوې خو د فردې او ټولینزې روزنې د کمزورتیا له کبله له منځه تللې، ورانې شوې، سوزیدلې او په خاورې بدلې شوې دي چې زموږ د خاورې، بې وزلو پرګنو او عام ولس لپاره یو لوی زیان او د هغه چا لپاره عیب او پیغور ګڼل کیږي چې د ناوړه  اعمالو په وسیله یې د نړیوالو په ذهن کې زموږ د ښکلي هیواد بڼه تته کړې ده.

نو له همدې کبله ضرروي ده چې د فکر په رغولو، د وړ سلوکو، اخلاقو او د ژوند د روغ طرزالعمل د غښتلي کولو په وسیله موږ د خلکو د اذهانو په جوړولو لاس پورې کړو چې دغه کار په ټولنه کې د هراړخیزو کلتوري، پوهنیزو او علمي چارو د پراختیا په وسیله شونی دی. که چیرې موږ په دې و توانیدو چې د خپلو خلکو په سلوکو کې مثبت بدلون راولو نو دا کار د یوې سالمې ټولنې د جوړولو په لاره کې د اغیزمن فعالیت لومړی ګام ګڼل کیږي او موږ کولای شو چې د هیواد ورانو بنسټونو ته د بیا رغولو مناسب او مثبت ځواب ووایو.

ښاغلي فدايي زیاته کړه چې نور هغه وخت تیر شوی دی چې زموږ خلک په ړندو تقلیدونو پسې ولاړ شي بلکي اړینه ده چې د نړۍ د عیني واقعیتونو سره سم په هغه لار د خپل پرمختګ کاروانونه برابر کړو چې د نړۍ خلک او زموږ ولس ورته اړتیا لري چې دغه کار بې له شکه له عامه پوهاوي، علمي، کلتوري او ټولنیزو چارو او د هغه له عمومیت پرته په لاس نه شي راتلای.

نو په دې لړ کې زه د داسې یوه بهیر ځواکمنتیا ګټوره ګڼم چې د ولس ستونزې په ولسي ژبه بیان شي او دا کار د عامه پوهاوي په لاره کې ډیر اغیزمن دی. شاعران او لیکوالان کولای شي چې د عامه پوهاوي په  لاره کې خپل مثبت کردار ته وده ورکړي او د خپلو خلکو د روزلو په لاره کې خپل  عظیم مسوولیت ادا کړي چې د نن ورځې مشاعره یې یوه نمونه ګڼلی شو. هیله ده چې دغه مجلس به وکولای شي چې یو لړ ضروري مفاهیم په ولسي ژبه د ولس خلکو ته وړاندې او ټاکلې موخې تر لاسه کړي.

ښاغلي فدايي زیاته کړه موږ غواړو چې د داسې غونډو او مشاعرو له لارې په دې ولس کې د مدني ټولنې وړ بنسټونو ته وده ورکړو او د بیان آزادي د یو بل د تحمل، نیوکې او سالم انتقاد منلو بهیر ګړندی کړو څو خلک و کولای شي چې خپل هیواد ته د خدمت په مختلفو لارو چارو باندې د غور کولو او عملي کړنو فرصت تر لاسه کړي. د بیان آزادي، د معلوماتو تنوع او کره کتنه هغه ځانګړنې دي چې موږ د یوه ښه راتلونکي په لور بیايي او موږ پياوړی هوډ کړی دی چې په دې لړ کې ټاکلو موخو ته به  د خپلو امکاناتو په حدودو کې وده ورکوو.

د وردګو او میدان د ولایت مقام ښاغلي محمد حلیم فدايي د عامه رایې په وسیله مخکې له مخکې د یوې موخې د تعین او د هغه لپاره د وړ ګامونو د غښتلتيا بهیر هم د دغه ډول پروګرامونو له لارې شونی وباله چې د هیواد کلتوري بنسټونه، فرهنګي کړۍ، پوهنیزې موسسې،  لیکوالان او شاعران کولای شي چې په دې هکله خورا  مهم رول و لوبوي او د وردګو د ولایت مشرتابه پلاوی یې همیش ملاتړ کوي.

ښاغلي فدايي د خپلو خبرو په پای کې ژمنه وکړه  او ویې ویل چې په نظر کې لري چې یو د همدې مشاعرې ټول شعرونه او ویناوې په یوه ټولګه کې راټولې او چاپ کړي او بل هغه ضروري او موثر کتابونه چې د وردګو د کلتوري یون او افغان ادبي بهیر له لوري لیکل کیږي د وردګو د ولایت مقام به یې د چاپ کولو لپاره هر ډول ممکنې په لاره اچوي.

د رئیسه پلاوي ټاکل
د وردګو او میدان د ولایت د مقام تر پرانیستونکې وینا وروسته د غونډې رئیسه پلاوی تعین او د مشاعرې د ریاست چارې د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سلاکار ښاغلي نجیب الله منلي ته ور و سپارل شوې، د کوربه په توګه د وردګو والي محمد حلیم فدايي او د مشرانو میلمنو په توګه ښاغلی بازمحمد عابد، ښاغلی احمد خاشع، ښاغلی حاجي جانان، ښاغلی جنرال مظفرالدین یمین او ښاغلی حبیب الرحمن شیر تعین شول.

د شعرونو د برخې پيل
د رئیسه پلاوي، کوربنو او مشرانو میلمنو تر ټاکل کیدو ورسته د سولې مشاعره د ګل آغا احمدي وردګ په یوه نظم سره پيل شوه چې د روژه ماتي تر نامه لاندې وو چې په دې ځای کې ستاسو د پاملرنې ویاړ لري:

روژه ماتی
د آرمانونو په ګلونو روژه ماتی کړمه
زه په رنګه رنګه سوچونو روژه ماتی کړمه

چې د خندا نصیب مې کور ته راشي
د څو زاریو په څاښتونو  روژه ماتی کړمه

د هر ټوپک ځای وي قلم ته میراث
رب ته د عجز په نفلونو روژه ماتی کړمه

د ګلابي رخسار په تمه تمه 
د تږو هیلو په خالونو روژه ماتی کړمه


د ویاړ له تږو لېمو اوښکې څاڅي
د ورکو وړانګو په آهونو روژه ماتی کړمه

خدایه چې کله به یې لاس ته راوړم
همیش د سولې په یادونو روژه ماتی کړمه

ورپسې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه د سولې د مشاعرې ګډونوالو ته واورول چې د اوریدونکو له خوا په چکچکو او تودو ولولو بدرګه کیدل. هغو ښاغلو شاعرانو چې خپل نظمونه، غزلونه او شعرونه یې د سولې د مشاعرې پر مهال و لوستل نومونه یې په لاندې ډول دي:
ثناالحق ملکزی، محمد دین همدرد، قدرت الله قدیري، نورګل شفق، بازمحمد عابد، شرر صافي، انور صدیقي، مصطفی باور، اعوذ باالله بشرمل، جیلاني جلان، هارون پرهر، محمد مصطفی، منصور احمد، عبدالغني وفا، څپاند، ضیاالله سهار، تاثیر خان تاثیر، ګل محمد اریوبي، صابرخان بې ریا، عبدالحمید ملنګ، حبیب الله میرخیل، اجمیر سرګردان، نقیب الله غمشریک، شګوفه مینه، محمد آصف ننګ، قاري فهیم الله فدايي، محمد صابر عزیزي، ضیاالرحمن ابراهیمي، محمد الله کمال، شیرزی، محمد زاهد او زمری توحیدیار.

د مشاعرې ارزونه
د سولې د مشاعرې ارزونه د نوموړې مشاعرې د رئیس او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سلاکار  ښاغلي نجیب الله منلي د خپلې وینا په وسیله وکړه او ویې ویل:

چې زما په آند د نن ورځې مشاعره ډیره بریالۍ وه ځکه چې په دې مشاعره کې داسې شعرونه ولوستل شول چې له واقعیت سره یې سمون درلود او زیات اورول شوي نظمونه، غزلونه او شعرونه له هغه دایرې څخه راوتلي وو چې یوازې یوه خیالي او غیر واقع بینانه نړۍ یې ترسیم کړي وي.

له بلې خوا زه په دې آند یم چې راځی نور موږ او تاسو له واقعیت سره سم حرکت وکړو او د هغه چا په نامه ویاړ و کړو چې افغان ولس ته یې په  علمي، تخنیکي، کلتوري او پوهنیزو برخو کې تلپاتې ویاړونه په برخه کړي دي.

نوموړي وویل چې زه له ګرانو لیکوالانو او شاعرانو څخه هیله لرم چې خپلې لیکنې او پیغامونه د عیني واقعیتونو په نظر کې نیولو سره په داسې ډول برابر کړي چې د ولس رښتنې ترجماني له ځان سره ولري او زموږ خلک، هیواد او سیمه د سولې او پرمختګ لوري ته ګړندۍ کړي.

د ویاړ د پګړیو او پوړنو مراسم
د سولې د مشاعرې د ارزونې څخه وروسته د ویاړ د پګړیو او پوړنو مراسم په دې تر سره شول چې د وردګو او میدان د ولایتي شوری د رئیس  ښاغلي حاجي جانان له خوا د ښاغلي نجیب الله منلي په سر باندې د ویاړ پګړۍ کیښودل شوه. ورپسې د وردګو او میدان د ولایت د مقام له لوري ښاغلي بازمحمد عابد ته و یاړ پګړۍ او آغلې شګوفه مینه او اسما ته د ویاړ پوړني ورکړل شول.

د شعرونو د برخې پای او دعا
د ډالیو تر ویشلو وروسته د یوه سیمه ایز مخور ښاغلي مولوي عزیزالرحمن له لوري د دعا په لوستلو سره  د شعرونو برخې ته د پای ټکی کیښودل شو. نوموړي په هیواد کې د سراسري سولې د تامین او د ټولو افغانانو منځ د یووالي لپاره  دعا  وکړه او د سولې د مشاعرې د شعرونو برخه رسما پای ته ورسیده.

ملي اتڼ، د مڼو نندارتون او غرمنۍ
د غوڼدې د شعر د برخې د پای ته رسیدو سره سم د ملي اتڼ وار را ورسیده چې د هیواد زلمیانو، ځینو شاعرانو او لیکوالانو ورته څڼې و غورزولې او د سولې د مشاعرې د محفل رنګیني یې یو په دوه کړه.
له اتڼ وروسته د دې هیواد له بزګرانو کرنیزو تولیداتو ته پیژندنې او مارکیټ پيدا کولو په موخه د وردګو او میدان د ولایت د مختلفو ولسوالیو لکه جغتو، سیدآباد، چک، دایمرداد، مرکز، نرخ، جلریز او بهسودو د مڼو ځینې ډولونه د نندارې لپاره وړاندې شول چې د مشاعرې د ګډونوالو له خوا وکتل شول او د هغوی پاملرنه یې خپل لوري ته  جلب کړه. د مڼو د نندارتو تر کتلو وروسته د غونډې ټولو ګډونوالو په هغه غرمنۍ میلمستیا  کې ګډون وکړ چې د ولایت د مقام له خوا برابره شوې وه او د غرمنۍ د خوړلو په پای کې د مڼو د ننداتون ځینې مڼې چې په ښکلیو پاکټونو کې ځای په ځای شوې وې د ډالۍ په توګه په میلمنو و ویشل شوې چې په همدې سره د سولې د مشاعرې ټولې برخې په بري سره پای ته ورسیدې.

نوټ: د دې مشاعرې انځوریز راپور به د سولې د مشاعرې د ځینو ځانګړتیاوو او وړاندیزونو سره یو ځای ډیر ژر ستاسو د لوستلو او لیدلو وړ شي له موږ سره اوسی.....