د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمستعارو نومونو بې مسؤليته كاره ونه

اتل احمدزی 23.10.2008 20:51

دشپې څه له پاسه يوولس نيمې بجې وې دروژې دمباركې مياشتې وويشتمه شپه وه د تراوو اوختم نه ستړى كوركې داستراحت په حال كې ووم چې دټيلفون زنګ وكړنگيده داوكې بټن له كېكاږلوسره مې جوخت دملگري غږ ترغوږو شو په قهرجنه لهجه يې راته وويل :
و وروره دا څه ډارمې دې شروع كړي دي ؟
حيران شوم چې داڅه جرم مې كړى چې ددې خوږ ژبې ملگري د ژبې نه يې هغه خواږه الفاظ چې زما په وړاندې تل كاروي واخستل او نن شپه يې داسې راته قهرجن كړ.
په خوبولې غږ مې ورته ځواب وركړ چې !
ګرانه ! ولې خيرت خوبه وې ؟ چېرته او ولې په غصه يې؟ ځواب يې را غبرگ كړ!
زه دمكې معظمې نه درته زنگ وهم ، عمره كوم ، نن مې ستا يوه ليكنه په بېنوا ويب پاڼه كې چې زبيح الله مجاهد ته دې ليكلى ولوست . دذبيح الله مجاهد، بېنوا اوليكنې په اوريدو سره هك پك پاتې شوم هلكه رښتيا دا څه ډرامه ده .ځواب مې وركړ:
نه زه خبرنه يم او زه ددې ليكنې نه خبرنه يم دابه رښتيا چا راپسې ډارمه جوړه كړې وي!!!
خيرشپه سبا شوه او سهار مې ځان په بېړه يونيټ كافي ته ورساوه ، خلاصه دا چې مضمون مې پيدا كړ، ومې لوست او مضمون رښتيا چې هم زما په نوم باندې ليكل شوى وو اوهم زما دپلرني ولايت پكتيا نه .
كيسه دروژې دمياشتې نه را پيل شوې كله چې د يوه کس ليكنه (( زبيح الله مجاهد ته پرانستى ليك )) ترعنوان لاندې د (( اتل ))په مستعار نوم دبېنوا په ويب پاڼه كې خپره شوه اوهمدا لړۍ تراوسه دلیکونو اوځوابونو په توګه په بېنوا كې جريان لري .

كه څه هم زما ددې ليكنې موخه اوهدف په هيڅ صورت نه ددې ليكوال ددريځ ،دفاع او يا ردول اونه د زبيح الله مجاهد او يا د طالبانو د غورځنګ په اړه څه پرېكړه كول دي اويا ددوي ددريځ او كړو وړو په اړه څه ويل دي ، بلكې زما موخه ددې ليكنې نه زموږ په ټولنه كې د روان او نوي زيږيدلي هغه بې مسؤوليته كړه وړه دي چې د ټولنې هريو كريكټر يې په خپلو منگلو كې را ايثار كړى دى . دا رنځ زموږ په ټولنه كې د را شروع شوى هغه بې پښو او بې سره مفكوره او انگيزه ده چې د ډيموكراسي په نوم د ټولنې مقدسات، دودونه ،عقايد، فردي او تولنيز مسؤوليتونه دپښونه ريبې. دې مرض نه يوازې دا چې زموږ په نوم سياستوال ، رسنې او په مجموع كې ټول نظام په رنځ اخته كړى دى بلكې د طاعون مرض په توگه يې د هر وگړى در ور ټکولی كړى دى نور خو لا څه كوي دې بې مسؤوليته طاعون د ډيموكراسي ترنامه لاندې زموږ ځينې ليكوالان هم په خپلو تورو او خيرنو پنجو كې را ايثار كړي دي.
زه په دې باور يم چې ددې مضمون ليكوال په مستعار نوم دا ليكنه كړې ده دا مستعار نوم او بيا د ولايت يوشانتوالى زما دنوم ا ولايت سره زه په هيڅ ډول تصادفي نه گڼم . دا كيداى شي ددې ليكوال كردار كشي يوه بيلگه او كوښښ وي او كه چيرته دا تصادف هم وي نو زه يې يو كرغيړن تصادف ګڼم.
دليكوالۍ په فن كې د مستعار نوم استعمالول هم ځانته اصول او حدود لري .
دې جناب دقلم چلولو هنر كيداى شي چې زده وي اما دقلم داستعمال په اخلاقو او پرنسيپونو نه دى خبر.
راځو اوس اصلي ټكي ته داخودلمرپه شان يوڅرګند حقيقت دى چې په مستعار نوم باندې ليكنې كول خپله يو نوع سانسور دى چې په خپله دليكوال لخوا ترسره كيږي خو بعضي كړكيچنوحالاتوكې چې دبيان ازادې په ټولنه كې نوي تضمين نو ليكوال كولاى شي چې مستعار نوم وكاروي . اما دا هيڅكله پدې معنى نه ده چې يو ليكوال دي دخپل بام واورې دبل چا په بام ور واچوي او په ټولنه كې دځينو كړيو لپاره دخپلې كړنى مسؤوليت پربل چا ور واچوي.
د ((اتل )) مستعارنوم استعمالول ځكه زه دټولو ژورنالستكي اود ليكوالۍ داصولو خلاف گڼم چې پدې نوم ((اتل احمدزى )) ما ډير پخوا دپښتو بيلابيلو ويب پاڼو ته لكه بېنوا ، ټول افغان ... څيړنيزې ليكنې كړي دي .
دبېلګې په ډول كولاى شم (( دځمكو په سر شخړى دټولينزو څيړنو په رڼا كې ))ذكركړم.
نوځكه زه داحق بل ليكوال ته نه وركوم چې زما دنوم ((اتل)) په كارولو سره دى خپلې ليكنې پرليكه كړى . نه تنها دا چې زه دا حق چاته نه وركوم بلكې په را تلوونكي كې دداسې كړنو دمخنيوي لپاره د قانوني لارو چارو لټول زه خپل مدني حق گڼم او د ځان سره يې محفوظ ساتم .
ديادولو وړ يې ګڼم چې هره خپرونه ځانگړي مسؤوليتونه لري هرې خپرونې يا ويب پاڼې ته بايد دمستعار نوم ليكوال پژندګلوي ښكاره وي او په هيڅ صورت سره بل ليكوال ته اجازه ورنه كړي چې د يو بل ليكوال نوم و كاروي پدې مورد كې زه ديو ليكوال په توګه دبېنوا ويب پاڼې نه د گيلې كولو حـــــــق لرم ځكه چې د دووه كلونو را هيسې بېنوا زما ليكنې كله نا كله خپروي نو بيا څنګه بل چاته دا اجازه وركوي چې زما نوم دى دخپلو (( اتو بوتو )) لپاره وكاروي .
په پای کی یو ځل بیا زه د نوموړی لیکنی چی د\\\" اتل\\\" په نوم خپریږی خپله بی خبری او نه تړاؤ ددی لیکنی په وسیله روښانه کوم٠
په پښتنې مينه اودرنښت
اتل (( احمدزى ))