د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

پوهنمل محمود نظری 21.10.2008 20:41

نهم کښت

 
یوسړي په ټوکو له یو توري (توررنګ سړی) څخه وپوښتل :رنګ دي ولې تور دی؟
هغه ځواب ورکړ:
غلطی یہ سرزد ہوئی فرشتوں سے
تل بنا رہے تھے تو سیاہی اُلٹ گئی

«له ملایکو څخه غلطی وشوه تل( د پښو تل) يې جوړوئ د سیاهي مشواڼۍ( بوتل ) ترې چپه شو»
***

د عربو یو ملک رنځور وو؛ له زړښته او ژونده نا هیلې شوی وو په دې وخت کې یو سپور سپاهي راغی او ددوښمن د کلا د سوبې زیرۍ يې ورکړئ او ویل يې ټول دوښمنان ونیول شول
ملک یو سوړ اسویلی وکیښ او ویي ویل:
دا زیرۍ ماته نه زما دوښمنانو ته یاني وارثانو ته دی
به دین امید به سر شد دریغ عمر عزیز
که آنچه در دلم است از درم فراز آید
امید بسته بر آمد ولی چه فایده زانک
امید نیست که عمر گذشته باز آید
کوس رحلت به کوفت دست اجل
ای دو چشمم وداع سر بکنید
ای کف دست و ساعد و بازو
همه تودیع یکدگر بکنید
بر منِ اوفتاده دشمن کام
آخر ای دوستان گذر بکنید
روزگارم بشد بنادانی
من نکردم شما حذر بکنید

«عمر مې په هغه اومیدونو او هیلو چې په زړه کې مې وه تیر شو ټوله هیلې پوره شوې خو د ځوانی ( ژوند )بیرته راګرځیدلو اومید نه تر سره کیږی د رحلت نغاره داجل نارې وهي. اې دوو سترګو ، دلاسونو ورغوو اومړوندونو له یو بله رخصت واخلئ؛ پر ما د دوښمن آ ه !اغیزه وکړه ما وبښئ دوستانو! ما ژوند په ناپوهې تیر کړ خو تاسو ځان وژغورئ»
***
په د مشق کې د پيغامبر یحیی (ع) په زیارت کې یو مجاور ناست وو چې د عربو یو پاچا چې ډیر بې انصافه اوظالیم وو راغی؛ لاسونه يې دعا ته پورته کړل اوحاجت يې غوښت
مجاور سمدستې وویل:
درویش و غنی بنده این خاک درند
و آنان که غنی ترند محتاج ترند
«فقیراو شتمن دواړه ددې وره د خاورې مرییان دی هغه چې ډیر شتمن دي ډیر اړ دي»
***
یو معزول شوی وزیر د دنیا د کارونو ډډه وکړه اود درویشانو په کړۍ کې ننوت
پاچا هغه ته وویل: راشه زما وزیر شه!
هغه ورته په ځواب کې وویل:
آنان که به کنج عافیت بنشستند
دندان سگ و دهان مردم بستند
کاغذ بدریدند و قلم بشکستند
وز دست زبان حرف گیران رستند
« هغوی چې د عافیت په کونج کې کښینی؛ د سپو او خلکو خولې و تړلې. کاغذ څیري او قلم يې مات کړ اود نیوکګرو دلاسو اوژبویې ځانونه وژغورل»

پاچا ورته وویل :ما پوه سړی په کار دی چې هیواد اداره کړي!
هغه ځواب ورکړ:اې پاچا! د پوه ښه نښه داه ده چې دا کارونه نه کوي
همای بر همه مرغان از آن شرف دارد
که استخوان خورد و جانور نیازارد
«هما ځکه پر نورو مرغاتو برتري لري هډوکي خوري او نوروځناورو ته زیان نه رسوي»
پاچا ورته وویل: چې دنعمت شکر یې کوې ولې نه ور نژدې اومخلص کیږې ؟
هغه ځواب ورکړ: ځکه دهغه له غوسې څخه ځان امن نه وینم!
اگر صد سال گبر آتش فروزد
اگر یک دم درو افتد بسوزد
«که سل کاله ګبر اور بل کړی خو که یو ګړی اور ته ولویږي اوريې سوځي»

***

لاینکس ( یو پیشو ډوله ځنګلي ژوی دی ) ته یو بل ژوی وویل :ته ولې د زمري چوپړ کوي؟
هغه ځواب ورکړ: دهغه د ښکار پاتې شونې خورم ا و د خپلودوښمنانو له ویرې څخه د هغه تر سیوري لاندې ژوند کوم .
ژوی بیا ترې وپوښتل : اوس چې د هغه تر سیوری لاندی ژوند کوې نودپاچاهانو د رنګارنګو طبعو(خیالو) څخه خبر اوسه !
کله په سلام اچولو څوک ځړوي او کله په ښکنځلو بخشش ورکوي وایي ډیر ظرافت د ندیمانو هنر او د حکیمانو عیب دی.
تو بر سر قدر خویشتن باش و وقار
بازی و ظرافت به ندیمان بگذار

«ته په وقاره او دروند اوسه لوبې او ټکری( ظرافت) ندیمانو ته پريږده»
***

مولانا قطب الدین په لاره رهي وو؛ ناببره له بامه یو سړی د هغه پر غاړه راولوید او د مولانا غاړه ماته شوه او څو ورځي د ناروغۍ پر ځای پریوت .ځينې لویان د هغه پوښتنې ته ورغلل او له هغه څخه يې و پوښتل: څنګه يې؟
هغه په ځواب کې ورته وویل: ددې بده څه کیدای شي بل له بامه لوېږي او غاړه زما ماتیږي.
***

خلیفه مامون الرشید ډیر حاضر ځوابه وو هغه وایي ما تر ځان پرته یوازې درې تنه حاضر ځوابه لیدلی چې زه یې مات کړی یم.
لومړی :د یو دینپاله سړي مور وه چې زوی يې مړ شو مور يې ډیر ژړل ما هغې ته وویل:
مه ژاړه موري !چې زوی دي مړ شو ؛ زه دی هم زوی یم له هغه څخه ډیره را باندې ګرانه یې!
هغې ځواب راکړ:
د هغه زوی پسې چې ځای ناستۍ يې لوی سړی لکه تا وي باید وه ژاړم.
دویم : یو تور مخۍ سړی وو چې په مصر کې يې د پيغمبری دعوا کوله او ویل يې: زه حضرت موسی یم
ما له هغه نه وپوښتل:
حضرت موسی (ع) معجزې کولې آیا ته يې هم کولي شي؟
هغه ځواب راکړ: موسی(ع) هغه وخت معجزې کولې چې فرعون د خدایې دعوا کوله. که ته غواړی زه معجزه وکړم ته د خدایي دعوا وکړه چې زه معجزې دښکاره کړم.
او درېیم :زه یو ورځ د قضا پر څوکۍ ناست وم چې یو سپین ږیري یو ه شکایت پاڼه په لاس کې راکړه چې د کوفې خلکو لیکلې وه او د ښار د حاکم څخه یې شکایت درلود
ما هغو ته و ویل: تاسو خپل یو استازی وټاکئ چې زما سره خبرې وکړي.
هغو دا سپین ږیری رامخي ته کړ او ویل یې هغه په غوږو دروند دی ښه نه اوري .
ماورته و ویل: خیر دی په لوړ ږغ به خبرې ورسره وکړم!
هغه ویل: اې امیرالمومنین! تاسو زموږ ښار ته ظالېم حکیم رااستولی دی؛ ډیر نامرد اوبېرحم دی .موږ ټوله د هغه د لاسه بد مرغه شوي یو په لومړي کال مو د خپلو میرمنو ګانې او زر وپلورل په دویم کال مو کورونه وپلورل په درېیم کال مو باغونه او مځکي وپلورل او ټوله شته مو له منځه ولاړه که ته زموږ داد وانه ورې بیله خدایه بل چا ته پناه نه شوای وروړای.
ما په غوسه ورته وویل:درواغ وایاست !هغه ډیر پوه او رښتیا ویونکی حاکم دی
هغه راته وویل :
اې امیرالمؤمنین! که رښتیا داډول ده پر تاسو واجب ده دهغه د وجود برکت ټولو خلکو ته ورسوئ نه دا چې دهغه ګټه یوازې د کوفې ښار ته ورسیږي ټوله باید دهغه څخه ګټه واخلې
زه په خندا شوم او هغه مې له دندې لیري کړ.
***

اخځلیکونه:
p;ak.net/showthread.php-1
a;ftab.ir/lifestyle-2
member.zebo.com-3
infrared-ultraviolet-4