د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرزي کتاب چاپ شو!

دغلام ولي نوري ژباړه 21.10.2008 16:05

د ولسمشر حامد کرزي په اړه دغه کتاب چې نيک بې مايلس ليکلى، په دې وروستيو کې غلام ولي نوري پښتو ته راژباړلى او په کندهار کې د ويښو ملګرو فرهنګي ټولنې په زرو ټوکو کې چاپ کړى دى.
کتاب ټولټال ١٩٣ مخونه لري چې په منځ منځ کې د ولسمشر حامد کرزي بېلابېل عکسونه هم چاپ شوي، دوولس څپرکي لري چې د ښاغلي کرزي ژوند، هڅې او اندونه يې څېړلي دي. د کتاب لوستل هغو کسانو ته ډېره ګټه لري چې د افغانستان له سياسي جريانونو سره مينه لري. په کتاب کې ځينې پټ رازونه هم څېړل شوي.
غلام ولي نوري تر دې مخکې د ساراچېس کتاب هم له انګرېزي څخه ترجمه کړى او وايي پر ځينو نورو کتابونو هم اوس مهال کار کوي.