د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قران ته د ښځو واده کول

عبدالهادي حېران 19.10.2008 21:08

سکينې چې د پېغلتوب د اولنۍ ورځې نه کوم خواږه خوبونه ليدل هغه ټول د يو توري په اورېدو لکه د نازکې ښيښې ټوټې ټوټې شول او هره ټوټه د هغې د پوست او گلورين بدن لپاره د يو تېره ازغي نه کمه نه وه. دغه تورى \"حق بخشوان\" و. او سکينه يواځينۍ پېغله نه وه چې د دې توري د سپېرې تورې نه ځار شوې وه. د تېرو څو پېړيو په اوږده موده کې د هغې په څېر د زرگونو پېغلو ارمانونه د دې وحشي رواج په لاس زندۍ شوې دي او زړونه يې چاودلي دي. او دا وحشت د يويشتمې پېړۍ د تمدن د رڼاگانو سره څنگ په څنگ د يو تور داغ په توگه لا هم موجود دى.

دې رواج ته په عامه ژبه کې قران ته د ښځو واده کول وايي او سندهيانو ورته په خپله ژبه کې د \"حق بخشوان\" نوم ورکړى دى. دا رواج د پاکستان په سندهـ ايالت کې د پېړيو راهيسې موجود دى او اوس هم هيڅ کمى پکې ندى راغلى. او په دې لعنت کې زياتره هغه خلک ککړ دي چې ځانونو ته سيدان او پيران وايي او ډېر په وياړ سره د خپل نسب شجره د اسلام پېغمبر حضرت محمد (ص) ته رسوي.

د رواج له مخې د سندهـ د سيدانو، پيرانو، وډېره گانو او نورو دې ته ورته قومونو خلک خپل نسب، اولاد، ژوند، روايات او حال مال د نورو خلکو نه زيات معتبر، سپېڅلى او ځانگړى گڼي او لدې امله خپلې خويندې او لوڼې نه پرېږدي چې د دوى د کورنيو څخه بهر واده وکړي. بله دا چې دا سيدان، پيران او وډېره گان ډېر زيات مال جاييداد او ځمکې لري او په اسلامي شريعت کې چې کله يو سړى مړ شي نو د هغه په بچو کې دوو ښځو ته د يو سړي برابر برخه رسېږي. نو کله چې يوه انجلۍ په بېخي نژدې خپلوۍ (تره کور) کې داسې هلک ونلري چې واده ورسره وکړي، د هغې واده د قران سره کېږي، ځکه چې سړي ته د واده کېدو په صورت کې يې د ميراث برخه بل کور ته ځي.

دغسې انجلۍ چې د پېغلتوب مرحلې ته ورسېږي نو ورته ويل کېږي چې د دې مور او پلار او کورنۍ سپېڅلي او مقدس خلک دي نو ځکه هغوى غواړي چې دا انجلۍ هم سپېڅلې پاتې شي او قران پاک ته په نکاح شي. هره انجلۍ چې د دې نکاح نه انکار وکړي د هغې مړى بله ورځ چېرته په کومه ليرې سيمه کې ليدل کېږي. ځکه نو انجلۍ غلې کېني او په ښکاره هيڅ نه وايي خو په زړه زړه کې د وينو اوښکې تويول شروع کړي. لومړى خو په دغو کورنيو کې انجلۍ ته د خپل ژوند په اړه د کومې خبرې يا پرېکړې کولو حق نه ورکول کېږي او که بيا کومه انجلۍ ووايي چې زما هيڅ جاييداد او ځمکه نده پکار نو هغه د کورنۍ د پرېکړې نه باغي گڼل کېږي او پايله يې د هغې مرگ راوځي.

کله چې انجلۍ ته د \"حق بخشوان\" وويل شي نو بيا هغه پاکه ولمبول شي، د يوې مېلمستيا په ترڅ کې د کورنۍ د غړيو په وړاندې د ناوې په شکل کې کېنول شي، قران شريف ورته په لاسو کې ورکړاى شي او په دې تورو قسم وخوري \"زه د فلانکۍ سپېڅلې کورنۍ غړې يم، زه په دې پاک قران قسم خورم او خپل حق خپلې کورنۍ ته بخښم، په دې پاک قران لاسونه ږدم او ژمنه کوم چې ټول عمر به دې قران ته وفاداره يم او هيڅکله به بل چا سره د واده يا ژوند تېرولو فکر نه کوم، زما ژوند او مرگ د دې قران سره دي.\" په دې توگه په زښت ظالمانه ډول د دې انجلۍ څخه د ژوند او کورنۍ ټول هغه حقونه واخيستل شي چې خداى پاک او اسلام ورته په واضح ډول ورکړي دي.

د دې ناوړه رسم ويرجن اړخ دا دى چې د پاکستان په سندهـ ايالت کې د پاکستان د پيپلز گوند اثر و رسوخ زيات دى او دا گوند له اولې ورځې راهيسې د روښان فکره سياست شعار ورکوي خو دا شعار تراوسه پورې يو منافقانه سياسي شعار ثابت شوى دى. ځکه چې دا گوند دوه ځل واک ته رسېدلى دى خو بيا يې هم د دې رسم د ختمولو په لړ کې هيڅ ندي کړي. وجه يې دا ده چې د پيپلز گوند ډېرى ووټونه د دغو سيدانو او وډېره گانو سره دي او په سيمه کې خلک دوى ته د سيدۍ او پيرۍ له امله ډېر زيات درناوى لري. او دا ناوړه رواج دومره پوخ دى چې د پاکستان يو نامتو ليکوال طارق علي په خپل کتاب \"د بنسټپالنو ټکر\" کې ليکلي چې د پيپلز گوند مرکزي مشر مخدوم امين فهيم خپلې څلور خويندې قران پاک ته په نکاح کړې دي.

په همدې توگه، د جماعت اسلامي او جمعيت علماء اسلام په گډون هغو مذهبي گوندونو چې د نړۍ د هر گوټ او هر قوت نه د مذهب او جهاد په نوم چندې او خېراتونه راغونډوي او د افغانستان، کشمير او فلسطين د جهاد په نوم يې خپلو خېټو ته اچوي، هيڅکله هم په سندهـ کې د دې او دې ته ورته نورو ناوړه رواجونو لکه \"کاروکاري\" پر ضد د جهاد غږ نه دى پورته کړى او نه يې تراوسه پورې د دې خلاف د سياسي اثر و رسوخ په ځاى کې کومه فتواى ورکړې ده.

ښايي لامل يې دا وي چې دا مذهبي گوندونه يواځې د هغو مسئلو او ستونځو په اړه هلې ځلې کوي چېرته چې د يوې يا بلې خوا نه ورته د پېسو او وسايلو د راتلو امکان وي. دوى به دې ته په انتظار وي چې که امريکا چېرته د دې رسم د ختمولو لپاره ډالر ورکول پېل کړل نو بيا به دوى هم جهاد شروع کوي گنې نو دا دومره غټه مسئله نه ده.

د \"حق بخشوان\" تر څنگ په سندهي او زمونږ په پښتنه ټولنه کې هم يو شمېر نور داسې رواجونه شته چې د بشر د تمدن په مخ يو تور داغ دى. په دې رواجونو کې کاروکاري، سوره او ځينې نور شامل دي. د دې رواجونو د ختمولو لپاره د ټولنې په هر غړي لازمه ده چې خپل رول ترسره کړي.