د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اسفندیار ولي خان په سټوکهولم کې

سرلوڅ مرادزی 18.10.2008 16:12

د لرې پښتونخوا د فخر افغان پاچا خان د پښتني سترې کورنۍ او د ملي نیشنل عوامي پارټي نامتو مشر اسفندیارولي خان ، نن د جمعي په ورځ د ماپښین په څلورو بجو ، په سټوکهولم کې د مېشتو پښتنو سره د لېدنې په موخه د سوېډن هېواد ته راورسید . د اسفندیار ولي خان د راتګ په ویاړ یو ګن شمېر پښتانه د هغه ښه راغلاست او ستړي مشۍ ته د سټوکهولم د سکاوستا په نوم هوايي ډګر ته ورغلي وو . کله چې د پښتنو ستر مشر اسفندیار ولي خان له الوتکې څخه پلئ شو ، د ګڼو پښتنو له خوا د رنګارنګه ګلانو په پاشلو او د پښتنې ولولو او احساساتو په ښوولو سره بدرګه شو . سټوکهولم مېشتو پښتنو د هغه د سپرلۍ موټر له هوايي ډګر څخه د هغه د استوګنځي پورې په خوښۍ ، مېلې او جشن سره بدرګه کړ . ډيرئ ځوانانو د سرخپوشانو سرې خولۍ پر سر کړې وې ، چې په هوايي ډګر او لاره يي د لېدونکو ځانګړې پاملرنه ځانته اړولې وه . د هغه لپاره په موقت استوګنځي کې د ستړې مشۍ په ناسته کې ، سناتور حضرت خیبر ، حمید ورور ، ډاکټر مسعود سرلوڅ ، ډاکټر خپلواک ، د بایزي خان خوره يي توریالي خان او په ستوکهولم کې د نيشنل پارټۍ مشر خان ګل خان او نورو ، د پښتنو سترمشر او دروند میلمه ته ښه راغلاست ووایه . مشر پښتون اسفندیار ولي خان د تاوده هرکلي په مناسبت ، له ګډونوالو څخه مننه وکړه . روسته ټولو ګډونوالو ، د سنګین ولي خان د مړینې په مناسبت اسفندیارولي خان ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او په اسفندیار ولي خان باندې يي د هغه په استوګنځي چارسده کې روستۍ تروریستي حمله وغندله . لوی مشر اسفندیارولي خان به څو ورځې نور هم په سويډن کې اوسې او په ګڼو ښارو کې به له پښتنو سره لېده کاته وکړي . د هغه د لېدنو او خبرو په اړه به ، رسنیو ته مالومات وړاندې کیږي .