د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتو فلمونو د بڼ ګل ورژېد ( د خواخوږۍ پيغام)

حبيب الله غمخور 16.10.2008 21:19

 دخواخوږۍ پيغام

سويډن - دمالموښار
دډله ايزورسنيوله لارې مو په زياته خواشينۍ خبر تر لاسه کړ چې د پښتو فلمونو پياوړي اوپېژندل شوی لوبغاړي  بدرمنيرد روان کال د اکتوبر پر ۱۱ مه  دزړه دورپېښې شوې  ناروغۍ له امله  د لاهور په اتفاق روغتون کې  دعمرپه ۶۷ کلنۍ کې د فاني نړۍ نه سترگې پټې اودخپل هنردمينه والوڅخه  د ابدي ژوند په لوروکوچېد .   اناالله و انا اليه راجعون

د پښتو فلمونودې وتلي ستوري بدرمنير دکوزي پښتونخوادسوات  دسيمې ديوې روحاني  کورنۍ مولانا ياقوت خان  په کورکښي سترگي دې دنياته غړولې دي .
که څه هم دبدرمنير خداي بخښلي قبله گاه  مولانا ياقوت خان  زيات غوښتل چي زوی يې دديني مروجه  علوموتر څنگ عصری تعليم او تحصيلات هم تر سره کړي ،خوبدرمنير  له ښوونځي سره دومره مينه نه لرله چې دخپل پلار داميدونودغه غوټۍ وغوړوي . مرحوم بدرمنير دزوي په وينا د لومړنى ښوونځي  يوازي پنځه جوماته يې پاى ته رسولي دي  .
مگر په فلمی دنياکښي دهغه ځلېدل ددې ښکارندوي دی چي هغه هرو مرو پسله هغه نه چي فلمي نړۍ ته  ئې لار پيداکړه اوډير ژر وځلېد دهنراوپه سينمايي  فلموموکي لوبېدو په  برخه کښي شخصي مطالعې کړې دي ،ځکه  دبيسواده او ناخبره سړې لپاره دهنر په دنياکي  دومره ځلېدل ناشونی کار دی .
دا ډيره جالبه خبره ده چي دژوند روزگارځوان  بدرمنير ديوې گولې مړۍ لپاره ددريکشا چلولو ته اړيست ،خو بيائې له همدي لاري دفلم سټډيواو فلمی نړۍ ته  لار او دځلېدو امکانات پيداکړه .  پدې بڼۀ  يې فلمي دنيا ته  ورودانګل  له يوې خواد لوي څښتن  فضل اود بلې خواده ته ورکړه شوي   استعداد برکت ؤ چي دفلم  ډايريکټر هغه  ته دلومړی ځل لپاره پداسي ديوه تاريخي داستان لرونکي فلم  ((يوسف خان او شيربانو)) کښي دمرکزي  رول  لوبولوته بلنه ورکړه . په همدې فلم  کښي دبدرمينر زيار او زحمت او بې کچې ځلېدو په پايله کښي دپاکستان  سرمايداران  وهڅول چي دخپلو گټو په خاطر دپښو فلمونوپه جوړېدولاس پوري کړي . بې ځايه به نه وي که وويل شي چي بدرمنير دپښتو فلمونودماڼۍ لومړنۍ خښته په خپلو لاسونوپه پاکستان کي کښېښوده .
بدرمنير  په خپل لنډ عمرکي په زياتو  هنري فلومونوکښي برخه اخيستې  دټولو فلمونو په جمله کښي ئې دا مشهوراودخلکوپر ژبه هنري  فلمونه لکه :  ديوسف خان او شېربانو، ادم خان  اودرخانۍ، علاقه غېر، اوربل، دپښتون توره ، ټوپک زما قانون، ديدن،اقرار، گناه کار، د انتقام لمبې، خانه بدوش ،  تربور، بدنام، ګڼ کپ،  نيمګړى ارمان  ،  پړانګ ، باز او شهباز، باغي اوکوچوان  ، نادان ، ديوې شپې ناوې اوژوند يامرگ ديادولو وړ دي .
د پښتو په فلمی نړۍ کښې بدرمنير داوچت نوم اومقام  څښتن وو، هغه ديونه ستړي کېدونکي فلمي لوبغاړي په توگه دخپل عمر ترهغو شيبوپوري  چي دوجو دروغتيا ورسره ياري کوله  دپښتو فلمی هنرلپاره نه هېرېدو نکي خدمتونه کړي   .بدرمنير له ۱۹۷۰ کال نه چي دلومړی  ځل لپاره د((يوسف خان او شيربانو)) په نوم پښتو فلم کي  راښکاره شوتر ۲۰۰۴  کال پوري  يې دهغه دهنري همکارانواودوستانو په ويناتر ((۵۰ ۶)) زيات  پښتو او اردوفلمونو کښي دلومړی څيرې په توگه  رول لوبولی دئ ،هغه په رښتيا سره دفلمی نړی پېژندل شوی ستوری وو .
راتلونکی نسل کولاي شي د پښتو فلمونو تر ټولوپخواني اوبريالي لوبغاړي  په توگه  دمرحوم بدر منيرد هنري اوفلمي ارزښتونواوتجربوڅخه دپښتو فلمي هنرد پياوړتيا او پراختيالپاره  لازمه استفاده وکړي .
دخواشينۍ ځاي دادی چي د بدر منير په مرګ سره د پښتو فلمي نړۍ د يوه هڅاند اونه ستړی کېدونکي او مشهور هنرمنداولوبغاړي  بې برخې شوه .
موږ پداسي حال کې چي دپښتوفلمی نړۍ  لپاره اوپه کل کښي ديوه پياوړي سينمايې لوبغاړي په توگه  دټولو پښتنو لپاره دنوموړې مړينه لويه  اونه جبرانونکې  ضايع بولو دلوې څښتن له دربارنه مرحوم بدر منيرته دبخښنې او د هغه دکورنۍ غړو، دوستانو اوټولو علاقمندانو ته دصبر اوحوصلې  پيدا کېدودعاکوو .  
روح دې ښاد او ياد  دې ابدي  وي

په سويډن کې ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې دادارې په استازيتوب
حبيب الله غمخور

په لاندې پيوند د بدر منير  يوه ويډيوکتلای شئ چې څه موده وړاندې د خيبر پښتو ټلويزيون  لخوا دعوت شوی و. 

http://www.youtube.com/watch?v=yXTbsG8qYBU