د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا نا امني د چا ډالۍ ده؟ (۶ برخه)

حبيب الله غمخور 15.10.2008 04:38

دپاکستان بنسټپالوگوندو او ضيا الحق تل شعار ورکاوه چې ((موږ دآموتر رود پوري  دافغانستان په نوم سرحد نه پېژنو))

اور پر بل ؤ له پخوا نه خو اوس سکور شو
دنيستۍ غږ يې په درست جهان کې خپور شو
ټول دمرگ اوبد بختۍ فرياد فرياد شو
خوږ  وطن مې ،اوس  خواږه ولس ته گور شو
عبدالوهاب سرتېر


د۲۰۰۱سپټمبر۱۱ مه  په افغانستان کې دنوي سياسي دور پيل

که د ۲۰۰۱ زکال حوادثوته ځير شوداکال دافغانستان اونړی لپاره يو له حوادثونه ډک کال و.پدې کال کي طالبانو دبن لادن دسپارلو نه ډډه وکړه او امريکا ملگروملتودسازمان دامنيت شورا اوروسانو په مرسته د طالبانوپرحاکميت اقتصادي بنديزونه زورورکړه تر څوطالبان مجبورشي بن لادن امريکااوياکومي نړيوالي محکمې ته وسپاري .خوطالبانو دامريکادهرډول تلاښونوپه نتيجه کي بن لادن هغوي ته  ونه سپاره ،له همدي امله امريکاپر طالبانو دپوځی حملې دسرته رسولو په موخه تابيه نيول پيل کړه ترڅودوسلې په زور دبن لادن مړاوياژوندی  دوي ته وسپارل شي .
په همدي کال طالبانودپاکستانی ملايانواواستخباراتي کړيو په هڅونه دملاعمر اخند د۲۰۰۱ کال دفبروري د((  ۲۶)) فرمان له مخې دمارچ  د مياشت پر يولسمه دټولو افغانانو اونړيوا لو دغوښتنوپر خلاف دباميانو دبتانو دنړولو پرېکړه عملي کړه . د طالبانو له دغې پريکړې  تر پلي کېدو وړاندي د ملګروملتونودسازمان عمومي منشي کابل اوکندهار ته خپل ځانګړي استازي واستول،ترڅودطالبانوله مشرانو سره د بودا دبتان ودنه ړنګيدو په اړه خبرې وکړي . يونسکو هم دنړۍ له اسلامي سازمان څخه غوښتنه وکړه چې طالبان له دغې پريکړې واړوي . دبودا د دين لارويانو د طالبانو ددغې پريکړي له امله په څو آسيايي هيوادونو کې په لاريونو لاس پورې کړ،خو طالبانو دهيچا ونه منله په باميانو کې زموږ دهيواددلرغوني تاريخ بهترينې نمونې دبودا لوى بُت (صلصال ) ۵۵ متره  او شمامه کوچنى بت ٣٣ متره لوړ والى او ((١٦٠٠ ))کاله لرغونتيا ئي درلودپه چاودېدونکو موادو له منځه يووړې. دبشريت دتاريخ اوزموږدهيواد دفرهنگی ميراث پر خلاف دپاکستان دادسيسه هم بريالي شوه. دنوموړي تحريک د مشرملا محمد عمر دفرمان د ملاتړ په موخه دعلماوو شورا او سترې محکمې په هيواد کې دټولو هغو اثارو د له منځه وړلو دستور صادر کړچې دهغوى په تعبير د اسلام له دين سره په ټکر کي واقع وو.
دطالبانودحاکميت په دوران کي پر تلويزيوني ،راديويي اوچاپي نشراتو بنديزولگېد ،هغه څه دنشر وړوه چي ددوي خوښ اوددوي له اديالوژی سره برابروه ،دبيان اوعقيدې ازادی  چي په اسلام اوبشردحقوقودنړی وال سازمان په منل شوې اعلاميه کښي تسجيل شوي تر پښولاندي شول اوپرژبه راوړل ئي کفر وبلل شو، دښځو رواحقوق اوازادي دمنځنيو پېړيودناروادستوروقرباني شول دهغوي پر ژوند باندي عجيب اوغريب بندېزونه ولگېدل ،په دولتي اودبهرنيوموسسو په دفتروکي ئې دکارکولو اجازه نه درلوده،دکابل په ښارکي غازي لوبغاړي چي دسپورتی لوبولپاره له جوړسوی و په قتل گاه بدل شو،دلته هره ورځ بيگناه انسانان په مختليفو بڼو وژل کيده.په حقيقت کي دامربل معروف  ونهي علل منکر اداره په دولت کي يوبل دولت واودپاکستاني استخباراتو تر مستقمې ادارې لاندي وه .البته همدلته هم بايد يادونه وشي ، همدا اوس چي دبشرد حقوقو نړيوال مدافعين اوداعلاميې په وړاندي مسولين په افغانستان کي دغه اوسنۍ حاکميت تر خپل مالي ،مادي اوسياسي نفوذاوحمايي لاندي ساتي دوي هم ددغې مسلې سره چندان علاقه نلري يعني پدغه حاکميت کښي هم دبشرپر حقوقواومسلموازاديوباندی تيری شوی ،البته شميراوشکل ئي يودبل سر فرق لري ،هغه وخت ډله ايزو رسنيو داحق نه درلود داخبره دنړيوالو ترغوږو ورسوی اوياکومه مدني ټولنه يادبشردحقوقوددفاع ټولنه فعاليت وکړي،خو اوس يو نيم بنده حق ورکه سوی هغه پدې بڼه که کوم ژورناليست اوکوم کس پدې ښه ډاډه شي چي په قانون کي داحق شته اودقانون له مخې دزرو اوزورخاوندانو گټوته گوته وروړی نو ډير ژر هغه بېچاره سر خوري لکه په هلمند کي شهيد روحاني اوياپه کابل کي نصير احمد فياض چي مړی اوژوندی ئي ورک شو .
له بدمرغه ښوونځی ،عالي اومسلکی تحصيلاتو موسسې په مدرسو بدلې شوې ،دعصري علوموپر زده کړي اوله هغو  نه پر استفادې بنديزولگېده . داخبرداسي تعبير نشي چي زه دمدرسو سره خداي نخواسته مخالفت لرم ،نه هيڅکله نه ،زه ديومسلمان په توگه داخبره اړينه بولم چي زموږ ځوانان اوماشومان بايد داسلام په پنځو بنا وپوره پوه شي ،په اسلام کښي لکه په نوروټولنيزو علوموکښي دومر عالي درسونه شته چي په هغه باندي پوهاوی دهرافغان ديني دنده بولم ،مگر پدې هم باورلرم چي ديوه هيواد  دټولنيزو،اقتصادي ،سياسي چاروتنظيم لپاره  دعصري علومو رواج اوپه هغه باندي پوهاوي ته حتمی او ضروري  اړتيا شته . موږبايد خپل افغان ((انجينر ،ډاکتر ،ښوونکی ،استاد،ليکوال ،شاعر ،اديب ، پيلوټ ،مسلکي افسر ،دولتي روزل شوی مامورين  په لسهاونورو مسلکونوکي روزل شوی خلک )) نارينه اوښځی ولرو. موږبايد لکه دنړی بل هر هيوادفابريکې ،غښتل زراعتي اومالداري سيسټم ولرو،پياوړی اردو،له هر پلوه مجهز روغتونونه اولابراتوارونه ،دعالي اومسلکي تحصيلاتو موسسې ،ښکلي تعميرونه اوښارونه جوړکړوداټول ماهرو کسانوته اړتيالري ،نو ولي موږبايد هميشه پردوته اړتيا ولرو؟ ولي ددوي ماهران زموږپه خاوره کي کاروکړي؟ اوخپل مودلوږی مړه سي ،پدې خاطر چي دهغوي څه نه دي زده  .که څه هم ملي غروراجازه نه راکوی خودزړه دبړاس ايستلو لپاره دومره ويلاي شم  چي دافغانستان مذهبي سياسي ډلي اوتنظيمونه ئي بايد له همدي نږدې ايراني اخوندانوڅخه زده کړی اوکه دنړی له نورومسلمانانولکه  پاکستان ،ترکيه عربی نړئ دهيوادوله تجريبونه استفاد وکړي موږبه هيڅ مشکل اوستونزه ونلرو. دغه تريخ حقيقت بايد ومنوچي پاکستان اوISI پلاسوجوړسو پاکستاني مذهبي ډلومشران زموږ خلک داسلام په نامه غولوي ،هرڅه راباندي ورانوی اوکه له دوي نه پوښتنه وکړې چي تاسو ولي داکارنه کوی؟ نودوي واي موږ اين لرو،دبېلگې په توگه کله چي طالبانو دباميانو بتان والوزول ،څه موده وروسته دمولانا فضل الرحمن څخه يو ژورناليست پوښتنه وکړه  چي تاسو طالبان دباميانو دمجسمو دورانولو لپاره وهڅول خوستاسو په هيوادکي هم داسي مجسمې شته هغه ولي نه ورانوي ،هغه په جواب کي ورته وويل .((موږداکار نه دي کړی ، داخپله طالبان ناپوه خلک وه چي داکار ئي وکړ،موږ آين لرو دلته قانون شته اونور...)) خودپردي شاته داپاکستاني چارواکي وه چي  دافغانانوسره دژوري دښمنی پوره کېدوپه خاطرئي هغه څه وکړه چي ددوي په نامه ئي پښتانه دنړيوالوپه ذهنيتونوکښي دعلم او فرهنگ ،دموکراسی  اوټولنيزعدالت  ددښمنان معرفي کړه اودنړيوالونفرت ئي دافغانانوپه ځانگړې توگه پښتنوپه مقابل  کي راوپاراوه .
ددې ټولو ناخوالوسره دطالبانو ملي اړخ  پدې وتوانيد چي ددوي تر حاکميت لاندي سيموکي امنيت راولي ،پاټکونه ونړوي ،تنظيم سالاري ورکه کړي  اوخلک دشمال ټلوالي اودهغوي دپلويانو تنظيموله شرنه خلاص کړي،دکوکنارو کښت  دامريکايانودغوښتنې پر بنياد کم اومخ  پر ورکېدو شو. زموردهيواد کورنيو اوبهرنيو دښمنانودخپلو همدغو پېژندل شوو افغانستانيانو،خراسانيانواوپښتنوضدڅېروپواسطه غوښتل دا هيواد دړي وړي کړي ددې لپاره دوي دخپلو لاسپوڅوپه واک کښي ټول ،مالي ،مادي اوتبليغاتي امکانات ورکړه ،له نېکه مرغه دغه دسيسه دطالبانو ملي او افغاني اړخپه نتفه کي شنډه اوناکامه کړه. 
غواړم دانصاف له مخې داڅرگنده کړم پر افغان ولس باندي دطالبانوپه نامه  دبدبختيو دراوستلوعامل اوپدې هکله ملامت  يوازي طالبان  ندي بلکی ،لکه چي وويل شوه دپاکستان دولت ،سعودي عربستان ،عربي عمارات  ،دامريکااو انگلستان دولتي ادارې اوچارواکي هم له دوي سره پدې  جرمونوکي  شامل دي . داچي ولي ؟ ددې خبر سپړل يوه لوي بحث ته اړتيالري  که ژوند ياري وکړه يوه ورځ به داخبره هم راوسپړو چي ولي يوازي طالبان ملامت نه وه ؟ دخپلي خبري دپخلي لپاره بايد څرگنده کړم کله چي په ۲۰۰۱ کال دسپتمبر ديولسمې پېښۀ وشوه اوسمدلاسه دبن لادن   اودطالبانو نوم چي دوي پدي پېښه کي لاس لري  پر ژبوشواوامريکاددوي دله منځه وړلو اوملامتياخبري راپورته کړي نودامر يکاپه گانگرس کي دکلفورنيادايالت دجمهوريت غوښتو نکودگوند استازی ((داناروراباکر)) دهمدې کال دسپتمبرپر ۱۷ مه کانگرس ته په خپله ويناک په ډاگه څرگنده کړه چي دطالبانوپه رامنځته کېدوکښي امريکاډير مهم رول درلود،همدا امريکاوه چي پاکستان، سعودي عربستان اودخليج هيوادونه ئې دطالبانوملاتړ اودهغوي دحاکيمت ټيگولوته هڅول ، خو اوس سرځيني ټکوي .
دسعودي عربستان داستخباراتو رييس امير ترکي الفيصل د۲۰۰۱ په لومړيووختو کي چي طالبان لا پرقدرت وه د ((MBC)) تلويزيون دلومړی کانال سره په مرکه کي دطالبانو اوپاکستان دښو اړيکو دتائيدپه توگه وويل چي زه په  ۱۹۹۵ کال پاکستان ته ولاړم اوهلته مي دبينظيري بوټو اونصر الله بابر سره ولېدل  بابر راته ويل چي(( طالبان زما بچی دي )).
دپاکستان پخوانی صدراعظمي بېنظير بوټوپه لندن کي ژورنالستانوته وويل :(( دطالبانودرامنځ ته کېدوفکردانگليسا نوسره پيداشو،مشري ئې امريکاپرغاړه درلوده ،لگښتونه ئې سعودي عربستان  ورکول ،اومادهغوي  لپاره امکانات برابرکړه اودهغوي طرحه مي عملي کړه .))
دامريکا افغاني سياست دطالبانو دملاتړ نه بيادطالبانوتر نسکورېدوپوري دامريکادستراتېژی دبدلون په معناندی ، بلکي دغه هيوادپدې وتوانيدچي خپلي ستراتيژيکي اواقتصادي موخوته درسېدولپاره اوچت اوکو ټلي گامونه پورته کړي  .
دطالبانودحکومت په ړنگېدواوپه افغانستان کي دامريکايي ځواکونوپه پلي کېدوسره د افغانستان  له لاري په سيمه کي دامريکاسترو اهدافوته درسېدولپاره ددوي په وړاندي  لوي لاري خلاصي شوې ، سره لدې چي ددوي تر اټکل زياتي ستونزمنې اودتلفاتوسره مل دي .
اوس امريکا په مرکزي اسياکي دخپل نفوذ دپراخېدواوپر دې سيمه دڅاراوهمدا ډول دقفقاز،مځنۍ اسيا،اودکسپين دبحيرې  زيرموته دلاس رسي اودانتقال  لپاره داقتصادي اولنډولاروڅخه داستفادې امکانات تر لاسه کړه . اوله بلې خوا په افغانستان کي دامريکادپوځي ډلگيوځاي پرځاي کېدوسره ايران  نورهم په يوه وړه اوتنگه حلقه کښي کلابند شو.
په همدې ۲۰۰۱ کال دسپتمبرپر ۹ دشمالي ټلوالي يو قوماندان احمدشاه مسعودژورناليستانو په نامه  دنامعلومو کسانو لخوا په قتل ورسېد،دغه کسانو ېوه اونۍ داستاد سياف سره تيره کړي وه او وروسته دسياف په سپارښتنه احمدشاه مسعوددهغوي سره مرکې ته زړه ښه کړ،مخکي له دې چي مرکه پيل شي دژورناليستان کامره چي له چاوديدونکو موادونه  ډکه وه وچاودېدل هغوي اومسعودئي قربانيان  شول ،ځکه  اوس ځيني خلک سياف ، ډاکتر عبداله اوځيني بيامارشال  فهيم په پدې وژنه کي شريک بولي ،خوتراوسه ئي قاتلين معلوم نشوه چي څوک وه اودچاپه دستورئي داکار سرته ورساوه  .
دسپتمبر د ۱۱مې  ورځی پېښي بياجهان  داسي وړلزاوه چي تر اوسه ئي ارام ندی نيولی .
له نن څخه  اوه کاله وړاندي دالقاعدې ډلې  د امريکا د نيويارک په ښارکي کې دنړيوال سوداګريز مرکز آسمان خراشه  ماڼۍ دملکي الوتکوپه استعمال سره مرگونې حمله اوکړه اودنړيوال تجارتي مرکزدوې دنگي ماڼئ ئې ونړولې. د۲۰۰۱زکال ددسپتمبر په ۱۱مه ورځ  ۱۹ ترهگرو چي پنځلس يي دسعودي عربستان وه په نيويارک کښي دنړېوالي سو داگرۍ مرکز
 (( ۱۱۰)) پوړيز ي ماڼۍ باندي  د۱۱ لمبر پرواز ديوې ملکي الوتکي پوسيله دنيويارک په وخت  دسهار پر ۸ بجو او۳۰ دقيقوحمله وکړه ،ددغي حملي جريان اودتعمير سوځېدل دامريکاپه مخليفوتلويزيوني کانالو کي ښکاره کېده ،پدغه وخت کي چي ۱۸ دقيقې لانه وې تيري شوی چي يوي بلي الوتکي پر دابل تعمير ورننوتل او تعمير اور واخيست  اوپر مځکه کښنست ،ديوې بلي الوتکي پوسيله په واشنگتن  کي دملي دفاع پر وزارت يا پنتاگون حمله وسوه څلورمه الوتکه چي غوښتل يې پر سپينه ماڼۍ حمله وکړي دسورليو دفشار په اساس دپنسلوا نيا ښار ته نږدي پر مځکه ولويدل ،تجارتي مرکز اور واخيست او ماڼۍ ونړېدي تر دريو زرو زياتوانسانان داور په لمبوکي خپل ژوند دلاسه ورکړ. ديادولو وړد چي وژل شوی کسان دنړی د۹۴ هيوادواو۸۰ مختليفوملتواستازي وه ،همدا ډول پدغو کسانوکي دامريکا د اطفائيې ۲۴۳ تنه مامورين چي دلومي تعمير داور وژلوته یي ځان دحادثې ځاي ته رسولی  و هم له منځه ولاړل . اوپر پنتاگون باندي په حمله کي ۱۸۰ تنه ووژل شوه ، پدې پېښه  کي دالقاعدې ډلې امريکا ته (٨٠) ميليارده ډالره مالي زيان واړوه .
که څه هم د کتي کلارک په وينا (( دسپتمبر له تراجيدی نه څو اونۍ مخکښي دطالبانو دبهرنيو چارو وزير متوکل دکوم مرستيال په لاس په پېښور او اسلام اباد کي دامريکې قونسلگری اود ملگرو ملتودسازمان ادارې ته خبردارۍ ورکړۍ و ، چي بن لادن پر امريکې باندي په دغه مقصد چي په زرگونو امريکائيان له مينځه يوسي دډير غټ بريد کوونکی دۍ ، خودهغه دغه خبري ته چا غوږ ونه نيوه. شايد له دې امله  وچي مرستيال يې دخبر سرچينه نه وه ښودلې .))
په امريکا کې دغه ناورين ددې لامل وګرځيد چي په افغانستان کې دطالبانود واکمنۍ ستنې ړنګې شي . دامريکا په متحده ايالاتو باندى له تروريستي بريدونو څخه دا دى اوه کاله تيرشول،خو امريکا تراوسه پورې په دې نه دى بريالى شوې چي دالقاعدې دډلې مشر اسامه بن لادن او دهغه نورملګري ونيسي اودقانون منګلولو ته وسپاري. جالبه لاداچي تر پېښي لږموده وروسته داسي گنگوسې  ترغوږشوې چي گوياداکار دامريکاداستخباراتي شبکوله خوا په لاري اچول شوی و. يو شمير کسان وايي  مخکي تردې چي الوتکی په ماڼيو ورننوزي پدغو ماڼيو کښي چاودېدونکي موادځاي پر ځاي شوي وه ،دوي دخپلي خبرې دپخلي لپاره دا دليل راوړي وايي چي که  الوتکې پر تعمير ورننوتې نوپورته منزولونه اويويادوه لاندي منزلونه به وران شوی واي ،داڅنگه وشوه چي دواړه تعميره له پورته نه تر وروستی منزل پوري له منځه ولاړل .
ددې خبري دپخلي لپاره چي دا(( ۱۱۰))منزله تجارتي مرکز تعميرچي دفولادي اوسپنو په کارولو جوړسوی وو څنگه يودم ړنگ شو په ۲۰۰۶ زکال سپتمبرپر ۲۳ مه   دلوموند په يپلوماتيک خپرونه کښي درحيمي په نامه يو شخص لخوا راټول شونظرياتوکي پدې هکله ليکل شوی دي چي : ((با گذر زمان، شك و بدبيني بسياري اشخاص و گروه ها در آمريكاي شمالي و اروپا در مورد صحت و سقم گفتارهاي رسمي بيدار گرديد. از ديدگاه آنها، مجموعه اي از شرايط و چيزها در اطراف اين حملات بسيار ضد و نقيض بوده، به هيچ وجه با توضيحات مقامات آمريكايي و كميسيون تحقيق 11 سپتامبر كه از سوي كنگره منصوب شده ،بنام  «كميسيون ملي پيرامون حملات تروريستي به ايالات متحده آمريكا» است، جور درنمي آيد.  يكي از دلايل عمده اين ترديد آن است كه شاهداني در ارتباط با رويدادهاي 11 سپتامبر وجود دارند كه توصيفي متفاوت از گزارش هاي رسمي ارائه مي دهند. نمونه اي از آن نيز، اظهارات شاهداني عيني است كه باچشمان و گوش هاي خود انفجارهاي دو برج را «پيش» از آن كه هواپيماها به آنها برخورد كنند، ديده و شنيده اند! از جمله اين «تماشاگران» مأموران پليسي هستند كه در محل حضور داشتند. به توصيف آنها، ديده ها و شنيده هايشان به «انفجارهاي درون ساختماني طراحي و كنترل شده» مي مانده است... درست مانند انفجار ساختمان هايي كه با نقشه قبلي و به منظور جايگزين ساختن آنها با بنايي جديد صورت مي پذيرد. «ريچارد باناچيسكي»، مأمور آتش نشاني، در اين ارتباط مي گويد: «درست مانند آن چيزي بود كه در تلويزيون مي بينيم... ساختمان هايي كه خودشان منفجر مي كنند. به نظر مي رسيد كه همه اين انفجارها به طور همزمان و مانند كمربندي در اطراف ساختمان صورت مي پذيرفت.» «استيفن گرگوري»، دستيار كميسر آتش نشاني نيز در اظهاراتش شهادت مي دهد: «چندين جرقه بزرگ در پايين ترين سطح ساختمان مشاهده كردم. مي دانيد، درست مانند زماني كه مي خواهند ساختماني را تخريب كنند.» و اما، شهادت جنجالي ديگري را از «ويليام رودريگز»، كارگر ساختمان مي شنويم كه در روز 11 سپتامبر در برج شمالي كار مي كرده است. او در مصاحبه اي با نشريه «نيويورك مگزين» مي گويد، در وهله نخست صداي انفجاري شديد را هنگامي كه در طبقه دوم زيرزمين آسمان خراش حضور داشته، شنيده است. او همچنين در مورد وضعيت قربانيان و پوست سوخته بازوان آنها بر اثر آتش اتاقك آسانسور شهادت مي دهد. «رودريگز» پس از انفجار در محلي كه حضور داشته، صداي انفجار ديگري را در بالاي سر خود مي شنود، كه اين ديگر، هواپيماي «بوئينگ 767» بوده است. «ويليام رودريگز» آخرين فردي بود كه از اين ماجرا جان بدر برد. از او به عنوان قهرمان ياد و او را به ملاقات با «جرج بوش» و ديدار از كاخ سفيد دعوت كردند. بعدها، هنگامي كه اين كارگر ساده مي خواست از داستان انفجارش در زير ساختمان بگويد، از سوي مقامات «دور انداخته» شد. همين شخص امروز پيگردي قضايي را عليه همين مقامات آغاز كرده است .)) پدې هکله نورپه زړه پوري معلوماتونه په همدغه گڼه کي گران لوستونکي لوستلاي شي .په هرحال تر دغوحملو وروسته  سمدلاسه دامريکاجمهوررئيس جورج  ډبليو بوش دغه حملې په شدت سره وغندلې اوهغه ئي  ترورستي حملي اعلان کړې .
د امريکادامنيت شورا بېړنۍ غونډه وکړه اوپه ټول هيوادکښي  فوقالعاده حالت اعلان شو . ددي لپاره چي دامريکا فضائي له هرډول تيری نه ساتلې وي دامريکا پوځی الوتکو پروازونه پيل کړه ،اووسله ځواکونه دتيارسی په حالت کي سوه . دامريکاپوځي مسولينو اعلان وکړهر ه الوتکه چي دواشنگتن او نيويارک پر آسمان راڅرگنده شي زموږلخوابه وويشتل شي .دناټوسازمان داحمله په کلکه وغندل اودائي ددغه سازمان داساسنامي دپنځمې مادي له مخې دناټوپر ټولو هيوادوباندي  يوگزاروباله . امريکاته پروازونه بنديائي لارېي تغير شوې ،ټولي دولتي ادارې وتړل شوې .په ټوله امريکاکښي خلک وارخطاسول اوهره لحظه ئي ديوې بلې حادثې انتظار ايسته .
په امريکا کي داسي پېښه وشول چي دپاکستان ټول پلانونه يي تر يوه حده په اوبو کي لاهو کړه، په بربنډه توگه په افغانستان کي داسامه بن لادن داوسېدو او طالب چارواکو دقدرت کمبله مخ پر ټولېدو سوه .
دامريکا سنا ولسمشر ته دومره پيسې او واک ورکړ چي چا ئې تصور نشو کولاي ، تر څو ولسمشر ددوي په وينا دامريکا دښمنان هر چيري چي پټ دي ورک او نابودکړي . ددغي زړه بوږنونکي پېښي دورځي په ماښام دامريکا ولسمشر جورج ډبليوبوش دامريکا خلکو ته په وينا کي وويل : موږ به دهغو ترورستانواوهغوتر منځ چي هغو ته يي پناه ورکړې فرق ونه کړو . کانگريس دسپټمبر په 14ولسمشر ته دغه  واک ورکړ چي دهغوملتو نو،موسيسو،ياکسانو پر ضد له ټولوضروري اومناسب زورنه کارواخلي کوم چي ده ته په اختيارکي ورکړه شوی دي او .... کانگرس ددغه موخي په منظور حکو مت ته د څلويښتو ميليارډو ډالرو دمصرف اجازه ورکړه .
جورج بوش دسپتمبر په شلمه دکانگريس په يوه غونډه کي بن لادن او دهغه سازمان په دغه پېښه کي تورن وباله، اوطالب چارواکو ته يې داسي اخطار اعلان کړ : ((دامريکي چارواکو ته دالقاعدي ټول هغه مشران وسپارۍ چي ستاسي په هيواد کي دي ... سمدلاسه او دتل لپاره په افغانستان کي دتروريستانو دروزني کمپونه وتړۍ ، تروريست دهغو روزونکۍ او ملاتړ کوونکۍ اړونده مقاموته وسپارۍ ، ددي لپاره چي مونږ باور وکړو چي هغوي نورعمل نه کوي امريکا ته دترهگرۍ په کمپونوکي پوره لار ورکړۍ . دا غوښتني دخبر يابحث لپاره نه دي . طالبان بايد سمدلاسه عمل وکړي .دوي بايد ترهگر وسپاري يادي دهغو په برخليک کښي ځانونه گډ وشمېري .))
 دا لومړۍ ځل و چي امريکا طالبانو ته داسي گواښ وکړ ،کاشکي داسي گواښ يي دپاکستان استخباراتي او پوځي چارواکو ته هم کړۍ واي نوبه يي گټي  زياتي او تاريخي واي .که رښتيا وويل سي او امريکا حق ته غاړه کښېږدي پاکستاني چارواکوته دامريکالخواداشان التوماتوم به نه يوازي افغانستان بلکي دامريکا په شمول ټوله نړۍ دترهگرۍ له شرنه خلاصه کړې واي  . داپاکستان دۍچي ددوي په خاوره کي رزول سوي ترور يستان  په مصر ،هسپانيا،فرانسه ،جرمني او انگلستان کي دترهگرۍ دعملونو دتر سره کولو امکانات تر لاسه کوي ،ځکه همدا اوس دپاکستان په مذهبي مدرسو کي چي شمير يي تر لسزرو ته رسېږي دآې آيس آي تر بشپړي حمايي او کنټرول لاندي دي ترهگر روزل کيږي ، په افغانستان او دنړۍ په نورو هيوادو کي دهمدغو مدرسو روزل سوي خلک ترهگريز ي کړنې اوځان وژنې  تر سره کوي.
کله چي دامريکا حکومت دکانگرس ملاتړ تر لاسه کړه دڅو ديپلو ماتيکوسفرو څخه وروسته امريکا دنړۍ په کچه دامکانات برابر کړه چي دطالبانو دغه ځواب او بي ځايه مقاومت ته چي بن لادن مسول نه دۍ ،او يا يې څرگندول چي امريکا دي دبن لادن دمجرميت اسناد دوي ته ښکاره کړي او داسي نور دلايل چي  منطقي نه برېښېدل ، امريکاته دابهانه پلاس ورکړه چي پر افغانستان وسله وال تيری وکړي او دوسلې داسعتمال په زوردطالبانو حکومت را وپرځوي . دغې موخي ته رسدولپاره امريکا دپاکستان مرستي ته زياته اړتيا درلوده ،که څه هم پاکستاني چارواکوپر طالبانودخپلو موخولپاره لويه سرمايه گزاري کړې وه ،امريکاپرويزمشرف دیولړ مالي اومادي امتيازونوپه بدل کښي دې ته وهڅاوه چي دطالبانو اوالقاعدي دسازمان په ځپلوکشي له امريکاسره مرسته وکړي . پاکستاني چارواکي چي پدي پوهېدل که دامريکاسره معامله ونکړي امريکابه لوي تاوان دوي ته پېښ کړې ديولږ امتيازاتولکه پاکستان  پر پاکستان باندي دپاکستان داټومي آزمويني په خاطر دامريکا لخوادلگول شوی بنديز ايسته کوم ،پاکستان ته پخواني پورونه چي په ميليارډو دالره کېدل بخښل دپاکستان اردوته نوي الوتک اومدرنه وسله ورکول اوهمداډول دافغانستان په راتلونکي حکومت کي دپاکستان پلويانوته ځانگړي ونده ورکول وه . پرويزمشرف دا وژانديز ومانه ،خودامريکااونژيوال ټولنې سره یي دوه مخی سياست پيل کړ .پاکستان په سيمه کي دتروريزم سره په نړيوالي مبارزه کي دهمکاری تر نامه لاندي  هره مياشت تر ۱۰۰ مليونه زيات داره ترلاسه کوي ،خوهغه سياست خپل کړ چي ((غله ته وايي غلاوکړه اودکورخاوندته وايي بيدار اوسه )) دغې خبري ته به په تفصيل سره په نوروبرخوکي راوگرځو.په ظاهر کي امريکادطالبانو اوالقاعدي دسازمان په ځپلو کي دپاکستاني چارواکودمرستی هوکړه ترلاسه کړه . خوپه عمل کي کله چي امريکاپه افغانستان کي بم بارۍ پيل کړې ،ټول له يوه سره لومړی پاکستان ته ولاړل ،وروسته يوشمير ي چي  نه ئي غوښتل نوردطالبانو اويا القاعدي سره تماس ولري  خپلو کورونوته راستانه  شول .پدغه وخت کي چي دوي پاکستان ته فرار کاوه که په رشتياسره دپاکستان دولتي اوپه ځانگړې توگه پوځی او استخباراتي اداروغوښتلاي چي دوي ونيسی داکارډير ساده وو. خودټولوشواهدوله مخي داڅرگنده ده چي پاکستان له امريکاسره دهوکړي سرهم دخپلو راتلونکو گټولپاره وخوځاوه ،ځکه ئي هغوي ته دا امکانات برابر کړه چي ځانونه دامن سيمو ته ورسوي اوهلته پټ شي .دغه دامن سيمي متاسفانه بياهم دکرښي کوزي خواته دپښتنو داوسيدو سيمي شوې .اوټول هلته ځاي پر ځاي اوپټ شول ،چي همدا اوس له هغو سيمو نه افغانستان  ته  دنا امنيو لپاره راځی .
د۲۰۰۱ زکال داکتوبر په اومه ورځ دطالبانو دځپلو اوالقاعدې دسازمان دجرړودايستلو اوددوي په ويناپه افغانستان کي ديوملي اودموکراتيک حکومت دجوړيدو اودموکراسی دپلي کېدو تر شعارلاندي زموږر پاکه خاوره يوځل بيادپرديو دبمونو،راکټونواومډرنو پوځي الوتکولخوا حمله او تېرۍ  پيل سو،امريکا دغې موخي ته درسيدو لپاره دروسي چارواکو په مشوره پر شمالي ټلوالي تکيه وکړه ، دا هغه ځواک و چي ددوي دظلم او وحشت په پايله کي دپاکستان روزل سوي طالب قوت ته افغانانو په دې خاطر چي دشمالي ټلوالي او هغوي دملگروځواکونو له تيريو، ظلم اووحشت نه خلاص سي  غاړه کښېښوده  .
دطالبانواوالقاعدي دسازمان دجرړودايستلوپه پلمه دامريکااوهغوي دنړيوالو ملاتړو تېری زموږ په هيواد کي د يوې بلي غميزي او اوږدې نا امنۍ پيل سو. په پاکستان کي په بربنډه توگه مولانا سميع الحق ، مولانا فضل الرحمن او نوروبنسټپالو ډلو په وسيله دټولو مدرسونه ځوانان دپاکستاني داستخباراتواو مليشو په لارښودنه او ملگرتيا دامريکا په مقابل کي دطالبانو په دفاع کي دجگړي لپاره دافغانستان په لور جوپي جوپي روان سول ،افغانستان ته په رسېدو سره طالبانوهغوي دهيواد شمال ته ولېږل ،داکارئې ځکه وکړچي  تر دغه وخت دهيوادپه شمال کي دپاکستان پوځی افسران وه ،هغوي غوښتل امريکاپه شمال کي په جگړه کي ښکېله وساتي ،ترڅودوي دبنسټپالوپوسيله دخلکوداحساساتودراپاراولونوره زمينه هم برابره شي اونړيوالوته څرگنده کړي چي تاسو گورۍ موږ دڅومرو سخت سروسره ستاسوپه خاطر مبارزي ته ملاتړو؟ ددغو لېرل شووکسانو يو شميرهلته ايسار او زيات يې ووژل سوه . په پاکستان کي يې دامريکا دبيرغونو په سوځولو سره هره ورځ مظاهري پيل کړي ، پاکستاني پوځيان دموقع نه په استفادې سره دپښتنو په سيمه ورننوتل او دلومړي ځل لپاره يې دډيورنډکرښي ته ځانونه ورسول . جالبه او دپاملرني مسله خو داده چي پاکستان دامريکا نږدې او نازولۍ دوست دۍ مگر ددوي په حضور کي دامريکا پر خلاف شعارونه ورکول کېده ،دبنسټپالو او فناتيکو مسلمانو ځوانانو او احساساتي خلکولخوا په مظاهروکي دولسمشر جورج بوش عکسونه اودامريکا بيرغونه سوځول کېده . له دغه حرکت څخه په گټه پورته کولو سره دپاکستان اساسي هدف داو ترڅو امريکا او نوري نړۍ ته ښکاره کړي چي په پاکستان کي مذهبي ډلي ډيري قوي دي، ددوي دځپلولپاره زياتو پيسو اوکو ټلي ځواک ته ضرورت سته ،ځکه امريکا دوي ته دپخواني قرض دبخښلوپه گډون تر دريوميليارډوډالرو زيا تي پيسي اويو په بل پسي نوي جنگي الوتکي اوموډرني وسلې ورکړې،تر څو پاکستان  پرې ترورستان وځپي، خو دا هغه خوب دۍ چي دپاکستان په مقابل کي داوسني سياست په تعقيب سره به هيڅکله هم رښتيا نسي .
دامريکا دبمباريو پايله داسوه چي داکتوبر له اومي څخه ددسمبر تر اتلسمي ورځ پوري دنږدي(( ۱۰۹۱۵)) کسانو ژوند دلاسه ورکولو په ارزښت ،دطالبانو دواک هغه ماڼي چي دوي ورته اسلامي  عمارت وايه ړنگه او ملامحمد عمر اخند چي پر موټر سيکل  دکندهارښار ارگ ته راغلي و،د همدغه موټر سايکل په سوارۍ يي دکندهار ښار او دعمارت تخت وتاج دپاکستان په لورپرېښود. دپاکستان هغه پلان چي ددوي په وجود کښي به دډيورنډ لعنتي کرښي برخليک اودايمي سلطه خوندي پاته شي  يو ځل بيا راتلونکي مهال اونوو پلانو جوړولواو پلي کولو ته معطل پاته سوه . ملا محمدعمر اخنداو طالب چارواکي په رښتياسره دخپل بي بنياده غرور،دهيواددبرخليک ټاکلو دساده ارزوني، او پاکستاني استخباراتو دنووگټو قربانيان سول .
داسي معلومېږي چي دوي لا اوس هم په دې نه پوهېږي چي پاکستاني چارواکي ددوي اوگران وطن اصلي او اساسي دښمنان دي . متاسفانه داسي ښکاري چي  ترډيره به  افغانستان دپاکستان دهغوي دنړيوالو دوستانو اود نړيوالو زبر ځواکودقدرت اونفوذ دپراختياپرسر د جنگي اوسياسي  لوبواوسياليوميدان وي .
افغانان به دکورسوځوني په جگړه کي خپل خوږ ژونددلاسه ورکوي . زموږ زورېدلي ولس به دبهرني پوځيانوتر پښواوبم اوريولاندي دتحقير او توهين شپي اوورځي سباه کوي ،پاکستاني اوايراني اخوندان موهڅوي چي اسلام وگټه .

 نور بيا