د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حاضر ځوابي یوځانګړی ادبي فن

پوهنمل محمود نظری 14.10.2008 23:30

اتم کښت 

له یوې زړې حاضرځوابي ښځې څخه وپوښتل شول:
ولې واده نه کوي ؟
هغه مسکۍ شوه او ويي و یل:سپی لرم چې پرله پسې غاپي ، طوطی لرم چې مدام تښتي، بخار ی لرم چې تل دود کوی او پیشو لرم چې مدام خرخر کوی نو واده ته څه اړتیا شته
***

یو هلک د خره ومخي ته ولوید یوې ښکلې جنۍ هغه ته وویل:
له خپل مشر ورورڅخه دعا ( هندوان د مشرانو پښو ته کښته کیږی) غواړې؟
هغه ورته ځواب ورکړ:
هو، وریندارې!

***


یو سړی له یو ملا څخه د ږیرې د مسح په هلکه وپوښتل:
هغه ورته وویل:لوند لاس پر تیر کړه:
هغه ویل : که اوبه ټولو ځایو ته ونه رسیدې بیا
ملا ورته وویل: نو له ماښامه يې خښته کړه .
***

له ګیدړې څخه یې وپوښتل:
په څو علتونو له سپي تښتئ؟
هغې ځواب ورکړ:
تر سلو ډیر علتونه لري ، خو تر ټولو ښه يې دا دی چې سره ونه وینو.
***

یو سړی خپل میلمه په زیر خانه کې ویده کړ؛ نیمه شپه د پورته کوټې څخه د خندا ږغ راغی د کور خاوند پورته کوټې ته ورغی میلمه هلته پروت وو
دکور څښتن د هغه وپوښتل :دلته څه کوئ؟
هغه ځواب ورکړ:په خوب کې رالغښتۍ یم
د کور خاوند په هېښتیا وپوښتل:
- خلک له پورته څخه لاندی لغړي ته له لاندی پورته؟!
هغه ځواب ورکړ : زه هم په همدې خاندم
***

یو چا له مولانا عضدالدین څخه وپوښتل:د سلطانیه (ښار) یخی سوړ دی که د ابهر(ښار) ؟
هغه ځواب ورکړ :ستا پوښتنه د تر دواړو سړه ده
***

یو سړي د خدایي دعوا کوله ،هغه يې خلیفه ته بوت
په خبرو کې خلیقه هغه ته وویل:
پروښږکال یو بل د پیغمبري دعوا کوله هغه مو مړ کړ
هغه په خوشالۍ وویل: دا مو ډیر ښه وکړه ما هغه نه و راستولی.
***


مولانا شرف الدین دامغانی د یو مسجد د مخي تیرېدی د مسجد خادم په مسجد کې یو سپي نیولی او وهی د سپي کوړنجی وو.
مولانا د مسجد ور پرانیست ؛سپی په منډه بهر ووت.
خادم مولانا ته په غوسه شو
مولانا ورته وویل: یاره وبښه !سپی عقل نه لري له بې عقلي مسجد ته راغلی وو موږ چې عقل لرو تا کله هم په مسجد کې لیدلي یو
***

سيد رض يالدين د یو بزګر سره په یوه کوټه کې پروت وو بزګرهر ګړی هغه ته ویل: یو څه ووایه چې خوب راشی .
دا يې څو واري تکرار کړه.
سید ته چې خوب ورتی هغه ته يې وویل: څه مه وایه چې خوب راځي
***

وايي انشتین ساده ژوند درلود ؛خپلو کالو ته يې ډیر پام نه کاوه .یو ورځ يې یو ملګری له هغه څخه وپوښتل: ولې یو نوی پتلون نه رانیسئ؟
هغه مسکۍ شو او ځواب يې ورکړ : څه اړتیا ده؟ ټول ما پیژنې چې څوک یم.
تصادفاً له څو میاشتو وروسته بل ښار ته ولاړ هغه ملګری يې بیا ورسره مخامخ شو؛ انشتین بیا هم هغه زوړ پتلون اغوستۍ وو؛ هغه په حیرت ترې وپوښتل: بیا دی هغه زوړ پتلون اغوستی دئ؟
هغه ځواب ورکړ: څه پروا کوی دلته خو ما څوک نه پيژني!
***

څه مده مخکی میرمن اعظم طالقانې د مرحوم آیت الله طالقانی لور یو طنز یه لیک خپور کړ نو په یو ه غونډه کې څو ښاغلو هغې ته په کنايي وویل:
د نارینو لیک دی لیکلی وو!
هغې ورته وویل: تاسو هم کولای شئ نارینه لیک ولیکئ
هغو ورته وویل : که موږد طالقاني زامن وای موږ به هم لیکلی وای!
هغې سمدستی ځواب ورکړ:
که تاسو ولیکئ خپله ښاغلی طالقاني به شئ.
***

نصرت الدوله د ایران د اقتصاد وزیر یو لایحه شورا ته واستول چې دولت باید سل سپي له انګلستان څخه وپلوري هغه د دې سپو د ځانګړتیاو په هکله غونډې ته وویل:
هغوی تذکرې لري، پلرونه او میندي يې مالوم دی او بل داچې هغوی غله پیژني او هغوی نیسي .

«مدرس» د شور ا ریس ورته وویل:
زه مخالف یم!
وزیر ورته وویل :موږ چې هره لایحه راوړو تاسو هغه ردوئ ستاسو د مخالفت دلیل څه دی؟
هغه ځواب ورکړ : زما مخالفت ستاسو په ګټه دی؛ ولې تاسو ونه ویل دا سپي د غلو په لیدو هغوی نیسي؟
که هغه راوغواړو لومړی تا نیسي

***

مدرس د ایران د شورا رییس عموماً لیکونه د تنباکو پر پاکت او د خښتي قند د قطۍ پر کاغذ لیکل
یو وزیر د هغه دا لیک ولید او هغه ته يې یوه دسته سپين کاغذ واستوی او هغه ته يې ولیکل: نور پر دې کاغذو لیک لیکئ!
هغه بیا د قند د قطۍ پر کاغذ هغه ته ولیکل:
کاغذ ډیر لروخو ستا لیاقت ددې کاغذ پورته نه دی.
***

درو تنو محصیلینو خبرې سره کولې، یو پولیس راغی او دیوه څخه یې وپوښتل:
تاسو څه نسبت سره لرئ؟
هغه ځواب ورکړ :دوه نسبت یو!!
***

یو ځوان زړه بایللۍ وو، هیڅ چاره يې نه لیده؛ لکه مرغۍ په دام کې بند شوی وو یو چا په نصیحت ورته وویل :
دا خیال له سره وباسه دا د پښو زنځیر دی!
هغه په ژړا ځواب ورکړ:
جنگ جویان به زور پنجه و کتف
دشمنان را کشند و خوبان دوست
«جنګیالي دمټو او تورو په زور دوښمنان وژني او ښکلې دوست»
***

پخوا زه او یار مې لکه د یو بادام دوه مغزه په یو پوستکي کې وو؛ بیا ناببره د ډیر وخت لپاره سره جلا شو ؛چې راغی په غوسه یې راته ویل:
ولې دي زما احوال ونه نیوئ او ولې دي رویبار(قاصد) راونه لیږئ!
ځواب مې ورکړ: نه مې غوښتل دقاصد سترګې ستا په جمال ړوني شي!
رشکم آید که کسی سیر نگه در تو کند
باز گویم نه که کس سیر نخواهد بودن
«رخه مې راځي چې څوک تا په مړو سترګو وویني بیا وایم :سړی په لیدو کله مړیږي»
***

په ځواني کې له یوې پيغلې سره اشنا شوم؛ دومره سره نژدې شولو چې د سترګو قبله مې دهغې جمال او د عمر شتمني مې د هغې وصال شو.
مگر ملائکه بر آسمان ، و گرنه بشر
به حسن صورت او در زمین نخواهد بود
« مګر ملایکه په اسمان کې نه ده، کنه دهغو په ښکلا بشر به په مځکه کې نه وای»
ناببره هغه مړه شوه: دواړه سره جلا شو؛ دهغې پر قبر مجاور شوم او ویل مې :
کاش کان روز که در پاى تو شد خار اجل
دست گیتى بزدى تیغ هلاکم بر سر
تا درین روز جهان بی تو ندیدی چشمم
این منم بر سر خاک تو که خاکم بر سر
«کاشکي هغه ورځ چې ستا په پښه کې د اجل ځوزننوت
خدای زه هم وژلۍ وای، چې نن بېله تا مې په جهان سترګې نه وای ړنې شوی دا زه یم ستا پر قبر خاورپرسر»
***

«هرمز» د انوشیروان زوی ته یې یو دوست وویل:
د پلار په وزیرانو کې دي څه بدي لیدلې ده ، چې ودي شړله؟
ویي ویل: دا کومه ختا نه وه !
هغوی زمانه ډیر وېرېږي او زما پر وعدو باور نه لري ډارېږم د خپل ځان له ویرې زما د مړینې قصد ونه کړي نو د پوهانو د هغه ویناو څخه کار اخلم چې ویلي يې د ي.
از آن کز تو ترسد بترس ای حکیم
وگر با چند صد بر آیی به جنگ
از آن مار بر پای راعی زند
که ترسد سرش را بکوید به سنگ
نبینی که چون گربه عاجزشود
بر آرد به چنگال چشم پلنگ
« د هغه چا له جنګه ووېرېږه ؛ چې ستا څخه وېرېږي که څه هم څو سوه سپاره درسره وي.
مار دهغه په پښه نیښ وهي؛ چې ویریږی سر يې په ډبره ونه وهي . چې پیشو ناامیده شي په منګولو د پړانګ سترګه باسي»


***
اخځلیکونه
oururdu .com-۱
payvand.nl/pages-farsi-۲
۳-ګلستان ، سعدی باب پنجم
۴-ویکی ګفتګو وب
andishaenau.com ۵-
behar.ir-۶