د کرکټ فدراسيون خبرتيا
13.10.2008 21:47د افغانستان د ملي اولمپيک کمېټه د کرکټ فدراسيون خبرتيا
ټاکل شوې ده چې دافغانستان د کرکټ اتله ملي لوبډله چې په افريقايي هېواد تانزانيا کې يې د څلورم پړاو په سياليو کې يې اتلولي ترلاسه کړې ده، سبا د تلې يا ميزان په ٢٣ چې د اکتوبر د مياشتې ١٤ سره سمون خوري له غرمې مخکې په لسو نيمو بجو د اريانا هوايي شرکت د الوتکې له لارې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ورسيږي.
له درنو رسنيو او ټولو هېوادوالو څخه هيله کيږي چې د ملي لوبډلې د هر کلي لپاره د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ولاړ شي او اتله لوبډله تر د کرکټ سټيډيم پورې بدرګه کړي.
په درنښت ، مننه
جاوېد احمد هميم
د کرکټ دفدراسيون وياند