د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مسافر زمزمې

محمد سليم بيديا ساپى 13.10.2008 16:57

د کتاب نوم: د مسافر زمزمې
ويناوال: ډاکتر محمد سليم بيديا ساپى
مخونه: ١٢٧
دا د ډاکتر محمد سليم بيديا ساپي دويمه شعري ټولګه ده، چې په ښه کاغذ او کلکې پښتۍ په ښکلې بڼه چاپ شوې  ده.
ښاغلى بيديا په لندن کې اوسېدونکى ډاکتر دى، چې له شعر و ادب سره ژوره مينه لري او خوږه شاعري کوي. ياده دې وي، چې د بيديا صاحب لومړۍ شعري ټولګه (د ژوند سلسلې) نومېدله، چې تېر کال چاپ شوې وه.
په دې کتاب کې د ډاکتر بيديا د شاعرۍ په اړه د تکړه شاعر رحمت شاه سايل او احسان الله درمل څرګندونې د سريزو په بڼه خپرې شوې.

دانش پرس نه په مننه