د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د سولې او خپلواکۍ د جبهې اعلاميه

جمال الدين جلال 14.10.2008 21:29
بسم الله الرحمن الرحيم الحمد لله رب العالمين والصلاة والسلام على خير خلقه محمد وعلى آله وصحبه اجمعين: له دريو لسيزو راپديخوا افغانستان د جګړو ډگر دى اود افغانستان مسلمان اومظلوم ولس په پرله پسې توګه د وير اوماتم په ټغر ناست دى، په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته هيله دا وه چې زوريدلى ولس به د خپلې سوبې اوبرياليتوب مزه څکي او د يو اسلامي نظام په سيوري کې به د سوکاله ژوند څخه برخمن شي، خو له بده مرغه له يوې خوا د جهادي رهبرانو د غفلت او ځان غوښتنې له کبله او له بله پلوه د اسلامي هيوادونو د کنفرانس او د ځينو نورو مسئولو اړخونو د بې پرواهۍ له امله، د نژدې او ليرې ګاونډيانو او زبرځواکونو د شومو مصالحو په بټۍ کې يو ځل بيا نينې شو، چې بالآخره د دوهم ځل لپاره د افغانستان زورېدلى ملت د يو بلې ا مپراتورۍ تر يرغل لاندې راغى او د تروريزم په نامه د جګړۍ محوري ډګر وګرځيد ، يرغلګرو ځواکونو له پيله د بيګناه معصومو انسانانو په بيرحمانه وژنه پيل وکړ چې په نتيجه کې يې ورځ تر بله په ولس کې د پرديو پر ضد کرکه او نفرت مخ په زياتيدو شو او د افغانستان حالت ورځ تر بله کړکيچن کيده، چې ولس ته په کې د نجات او خلاصون هيڅ څرک نه لګيږي. په همداسې ويرجن او تورتم حالت کې د افغانستان د سولې او خپلواکۍ جبهې چې د يو شمير مسلمانواومخورو او بادردو افغانانو په ابتکاررامنځ ته شوې ده، له دغه ګونگ او له مايوسۍ ډک حالت څخه د ويستلو لپاره ، په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت او د کورنيو جګړو د مخنيوي په خاطر، د هيواد د بيلابيلو خواوو تر منځ د تفاهم د لارو چارو د برابرولو په موخه او په افغانستان کې د يو اسلامي نظام لپاره ديوه واحد سياسي قيادت د رامنځ ته کولو په لار کې د هلو ځلو لپاره او د ټولو ممکنه لارو او وسائلو نه په استفادې او د سياسي او ولسي فشار له لارې د بهرنيو قواوو د وتلو په خاطر د کوشش کولو لپاره ، خپل آواز راپورته کړ ، چې په پل يې د افغانستان په داخل او بهر کې يو شمير نورو کړيو هم همدغه آواز راغبرګ کړ ، ولس يې تود هرکلى وکړ او په ټينګار يې د دغه آواز د لا پياوړتيا او استمرار غوښتنه وکړه. درسنيو له مخې په دې وروستيو کې د سعودي عربستان د هيواد په منځګړتوب د مذاکراتو او خبرواترو يوه لړۍ پيل شوې ده ، چې د کرزي د ادارې ، طالبانو اود حزب اسلامي يو شمير نماينده ګانو پکى ګډون کړى درلود، او د عبدالسلام ضعيف له وينا سره سم دا يوازې د خبرواترو پيل کيداى شي، خو د تفاهم او روغې جوړې په لور لا مزل اوږد دى. البته دا خبرې اترې هغه مهال پيل شوې چې لومړى د انګلستان ځينو دپلوماتيکو کړيو په افغانستان کې د جګړې له لارې حل ناشونى وباله او دافغانستان د ستونزې دحل لپاره يې له مقاومت سره د مذاکراتو خبره مطرح کړه، ورپسې همدغه خبره دناتو قوماندان او آن د امريکا د متحده ايالاتو د دفاع د وزير په شمول، يو شمير لوړ پوړيو اشخاصو راغبرګه کړه. د افغانستان د سولې او خپلواکۍ جبهه دغه مذاکرات او ديته ورته هڅې تاييدوي او د هغې هرکلى کوي، او له ټولو خواوو غواړي چې په مخلصانه توګه د يو بين الافغاني تفاهم لپاره زمينه برابره کړي او دخپلو شخصي او ډله ايزو مصالحو څخه پورته په افغانستان کې د اسلام او هيواد ښيګڼې په نظر کې ونيسي، او د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د يو بين الافغاني تفاهم او جوړ جاړي له لارې دغه زوريدلي ولس ته د آرام د ساه اخيستلو فرصت ورپه برخه کړي. جبهه يو ځل بيا دا هيله څرګندوي چې دغه ګام بايد په جګړه کې د يوې مقطعي لوبې او پلمې په توګه نه بلکې د ستونزې د بشپړ هواري په تکل پرمخ ولاړ شي. دغه جبهه په دې حساسو شيبو کې يو ځل بيا په ټولو مسئولو اړخونو غږ کوي، چې د دې پر ځاى چې په ولس بل واکي او زورواکي وتپل شي، هغه بايد خپلې ارادې او تصميم ته پريښودل شي او د افغاني اړخونو تر منځ د اختلافاتو د لرې کولو او د بين الافغاني تفاهم او ډيالوګ د رامنځ ته کولو په خاطر ورسره مرسته وشي. جبهه دبيلابيلو اړخونو نه خپلې غوښتنې په لاندې ټکو کې خلاصه کوي: ١: د ملګرو ملتونو اداره بايد د خپل منشور په رڼا کې د افغانستان د خپلواکۍ او د افغانستان د ولس د حقه حقوقو د تامين لپاره خپل مسئوليت ترسره کړي، او پرې نه ږدي چې د تروريزم په نامه پ جګړه د افغانستان په خاوره کې دوام ومومي او په افغانستان کې د سولې او خپلواکۍ د راوستلو لپاره بايد د ولس د دين او عنعناتو په نظر کې نيولو سره مثبت ګامونه پورته کړي. ملګري ملتونه بايد په دې پوه شي چې افغانان په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون، اشغال گڼي او په دې خاوره د جګړې د تداوم اساسي لامل دى. په افغانستان کې په نامه د تروريزم پر ضد جګړه هيڅ ډول قانوني، ملي او بين المللي جواز نلري. ٢: د اسلامي هيوادونو کنفرانس او ټول اسلامي هيوادونه بايد د خپل ورور اسلامي هيواد په اړه خپل مسئوليت وپيژني او پرې نه ږدې چې د تير په شان د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته په دې خاوره کې يو ځل بيا خپل منځي جګړې ونښلي، او ولس يو ځل بيا د وير په ټغر کښينوي.د اسلامي هيوادونو کنفرانس بايد د دغه ولس سره د جوړجاړي په راوستلو او د نظام او قانون په تامين او تحکيم کې مرسته وکړي. ٣: ټول افغاني اړخونه بايد په دې پوه شي چې ولس نور د زياتو کړاوونو د زغم توان نلري، او نشي کولاى چې د خپل منځي شخړو په لمبو کې يو ځل بيا وسوځي او هر څه يې لولپه شي، لدي کبله ټول اړخونه بايد تر هر څه د مخه د اسلام لوړ مصالح او ورپسې د هيواد او ولس مصالح په خپلو ټولو شخصي او ګوندي مصالحو لوړ وګڼي او په پرديو د اتکاء او ډاډ پر ځاى په خپل منځي اعتماد جوړولو او جوړجاړي کار وکړي، او د يو معقول ميکانزم له لارې د هيواد روانې ستونزې ته د پاى ټکى کيږدي. ٤: جبهه په ټولو علماو، د ولس سپين روبو ، او ټولو مشرانو او دردمندو خلکو باندې غږ کوي چې لدې وروسته لاس تر زنې کښينني او خپل آواز د جبهې له غږ سره هم غږى کړي، او افغاني اړخونه ديته وهڅوي چې ديو واحد قيادت د رامنځ ته کولو په موخه سره د مذاکراتو د ميز تر شا کښيني. ٥: جبهه د افغان ولس څخه غواړي چې په دې وروستيو کې په دې هيواد کې يو شمير ژبني، سمتي او نژادي توپيرونو ته په منظمه توګه د دين او هيواد د دښمنانو لخوا لمن وهل کيږي، ولس بايد دغه دسايسو ته ځير اوسي او د ديني اخوت او ورورګلوۍ له لارې د دغو رنځونو مخنيوى وکړي. او پرې نه ږدي چې هيواد لدې وروسته نور هم سره ټوټې ټوټې شي. وصلى الله على محمد وعلى آله وصحبه اجمعين.