د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او ايټالیه برخلیک ټاکونکې لوبه روانه ده. افغانستان، ایټالیه ته د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه

خبري - څانګه 10.10.2008 14:42

 

 د لوبې حال:

                      منډې       اورونه        سوځېدلي لوبغاړي       هدف

افغانستان:      ۲۳۴           ۵۰                  ټول وسوځېدل               

ایټالیه:               ۱۴۱         ۴۴،۴              ټول وسوځېدل    ۲۳۵

د هانګ کانګ بیټنګ په ۲۳۴ منډو پای ته ورسېد. هانګ کانګ هم جرسي ته د ۲۳۵ منډو هدف وټاکه.

 له وقفې وروسته به ایټالیه لوبه کوي.

هانګ د جرسي په مقابل کې دا وخت په ۴۸ اورونو کې ۲۱۵ منډې جوړې کړي دي او ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي دي. داسې ښکاري چې جرسي ته به ډېره سخته وي چې له هانګ کانګ څخه لوبه وګټي. افغان لوبغاړو ته په کار دي چې خپله لوبه وګټي او ځان درېم ډوېژن او د روانو سیالیو پای لوبې ته وباسي.

د افغانستان پنډوس وهنه په ۲۳۴ منډو پای ته ورسېده. په پای کې دولت احمدزی په منډه وسوځېدو. افغانستان ډېر ښه بیټنګ وکړ. داسې ښکاري چې د کبیر خان روزنې ښه نتیجه ورکړه.

رییس احمدزی هم وسوځېد. یوه پنډوسه پاتې ده.

دوه پنډوسې پاتي دي.

سمیع الله شینواری له دوه منډو جوړولو وروسته وسوځېدو.

درې پنډوسې پاتي دي.

شپږ پنډوسې پاتې دي.

سمیع الله شینواری راووت.

دا وخت یوولس پنډوسې پاتې دي.

هستي ګل هم وسوځېدو.

شفیق الله شفق د درې منډو له جوړولو وروسته وسوځېدو او اوس هستي ګل راغی چې په لومړۍ پنډوسه یې شپږيزه ووهله.

محمد نبي وسوځېدو او شفیق الله شفق ‌ډګر ته راغی.

د هانګ کانګ او جرسي په لوبه کې هانګ کانګ پچه ګټلې او تر اوسه یې په۴۰ اورونو کې ۱۶۳ منډې جوړې کړي دي او څلور لوبغاړي یې سوځېدلي دي.

پنډوسکې وهلو ته محمد نبي او رییس احمدزی ولاړ دي.    

تر اوسه کریم صادق، نوروز منګل، احمد شاه، او اصغر ستانکزی سوځېدلي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د افغانستان او ايټالیه برخلیک ټاکونکې لوبه روانه ده.

افغانستان پچه وګټله او پنډوسه وهل یا بیټنګ یې پیل کړ.

د نن ورځې د لوبو اغېز:

نن که افغانستان ايټالیه ته ماتې ورکړي نو درېم پړاو ته به بریالی شي او که ايټالیه یې وګټي نو د افغانستان برخلیک به بیا د جرسي او هانګ کانګ د لوبې پورې تړلی وي چې هغه هم نن ترسره کېږي. که هانګ کانګ یې وګټي نو داسې ښکاري چې افغانستان بیا درېم پړاو ته نه شي رسېدلای او تر ۲۰۱۵ ز کال پورې به په څلورم پړاو کې پاتې شي. او که هانګ کانګ له جرسي څخه لوبه وبایلي نو بیا به افغانستان درېم پړاو ته لاره پیدا کړي.

د افغان لوبډلې روزونکي کبیرخان د چارشنبې په ورځ د هانګ کانګ له ماتولو وروسته رسنیو ته ویلي چې ډېر هیله مند دی چې د جمعې په ورځ به ایټالیه هم ماته کړي.