د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان لوبډله سبا د ایټالیه سره برخلیک ټاکونکې لوبه کوي

خبري - څانګه 09.10.2008 15:36

افغان کرېکټ لوبډله د څلورم پړاو په لوبو کې چې د تانزانیا په پلازمېنه کې د ۲۰۱۱ ز کال د نړیوالو سیالیو په موخه تر سره کېږي، سبا د جمعې په ورځ د ایټالیه سره خپله پنځمه او برخلیک ټاکونکې لوبه کوي.

افغان لوبډلې تل ویلي چې د افغانانو د دوعاګانو په برکت مخکې تللې ده. او بې له شکه به سبا ته هم د ولس د دوعاګانو په تمه وي.

د لوبې جریان به ټول افغان شېبه په شېبه خپروي.

افغانستان په تانزانیا کې تر اوسه څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلي دي. که افغانستان ايټالیه ته ماتې ورکړي نو درېم پړاو ته بریالی شي او که ايټالیه یې وګټي نو د افغانستان برخلیک به بیا د جرسي او هانک کانګ د لوبې پورې تړلی وي چې هغه هم سبا ته ترسره کېږي. که هانګ کانګ یې وګټي نو په نړیوالو سیالیو کې د افغانانو د لوبېدو خوبونه به رښتیا نه شي او تر ۲۰۱۵ ز کال پورې به په څلورم پړاو کې پاتې شي. او که هانګ کانګ له جرسي څخه لوبه وبایلي نو بیا به افغانستان درېم پړاو ته لاره پیدا کړي.

په درېم ډویژن کې به د لاندې لوبډلو سره په ۲۰۰۹ ز کال په ارجنټین کې د څلورم ډویژن دوه غوره لوبډلې لوبه کوي:

- یوګانډا
- ارجنټين
- د کایمن ټاپوګان
- پاپوا نیو ګیني یا (PNG)

د درېم ډویژن دوه لوبډلې چې پایلوبې ته بریالۍ شي نو د لاندې "غوره" لوبډلو یا (ICC Worldcup Qualifier) سره به په ۲۰۱۰ ز کال کې په عربي متحده اماراتو کې لوبه کوي:

- کینیا
- ایرلینډ
- سکاټلینډ
- کاناډا
- برموډا
- هالینډ
- متحده عربي امارات
- عمان
- نامیبیا
- ډنمارک

د پورتنیو لوبو څلور بریالۍ لوبډلې به په نړیوالو سیالیو یا ورلډ کپ کې چې په ۲۰۱۱ ز کال کې په پاکستان، هند، سریلانکا او بنګلادېش کې کېږي لوبه کوي.